د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات

  • Home
  • Afghanistan
  • Kabul
  • د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات

د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رسمي فیسبوک پاڼه/
صفحۀ رسمی فیسبوک ادارۀ ملی احصائیه و معلومات/
Offi
(282)

رئیس عمومی اداره با رئیس احصائیه و معلومات پکتیکا دیدار کردمحترم عبدالقاهر حاجی ادریس، رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و مع...
30/12/2024

رئیس عمومی اداره با رئیس احصائیه و معلومات پکتیکا دیدار کرد

محترم عبدالقاهر حاجی ادریس، رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات با فیض‌محمد صمیم، رئیس احصائیه و معلومات ولایت پکتیکا در دفتر کاری خود دیدار کرد.

در این دیدار، برای هماهنگی هرچه بهتر برخی مسائل ثبت احوال نفوس و فراهم نمودن سهولت‌های هرچه بیش‌تر به هم‌وطنان، بحث و تبادل نظر صورت گرفت و هم‌چنان، رئیس احصائیه و معلومات پکتیکا تقاضای ایجاد یک مرکز دیگر تذکره الکترونیکی را در این ولایت نمودند.

محترم حاجی ادریس، رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات به رئیس احصائیه و معلومات پکتیکا در کنار سفارش صداقت و شفافیت در امور کاری و ارائه خدمات سریع و مؤثر به هم‌وطنان، اظهار کردند که با در نظرداشت امکانات ایجاد یک مرکز دیگر را در این ولایت بررسی خواهند کرد.

اداره ملی احصائیه و معلومات، به‌عنوان یگانه مرجع ملی و معتبر در بخش‌های ثبت علمی ارقام، انسجام فعالیت‌های احصائیوی، معلومات جغرافیایی و ثبت احوال نفوس فعالیت نموده و همه‌روزه در سراسر کشور به صورت گسترده خدمات عامه را به‌ هم‌وطنان ارائه می‌نماید.

د ادارې لوی رییس د پکتیکا د احصایې او معلوماتو له رییس سره لیدنه وکړه  د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبد...
30/12/2024

د ادارې لوی رییس د پکتیکا د احصایې او معلوماتو له رییس سره لیدنه وکړه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس د پکتیکا ولایت د احصایې او معلوماتو له رییس فیض محمد صمیم سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په یاده ناسته کې د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند ځینو مسایلو په اړه د ښې همغږۍ او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې وشوې او د پکتیکا د احصایې او معلومات رییس په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د یوې وېش څانګې د زیاتولو غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې د ادارې لوی رییس ښاغلي حاجي ادریس د پکتیکا د احصایې او معلومات رییس ته په چارو کې د روڼتیا، رښتینولۍ او هېوادوالو ته د چټکو او اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو د سپارښتنې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې امکاناتو ته په کتو به په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو پر زیاتولو غور وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.

شعبه میوند بانک به‌منظور سهولت به مراجعان در ریاست احصائیه و معلومات جوزجان افتتاح گردیدشعبه میوند بانک به‌منظور تسهیل خ...
30/12/2024

شعبه میوند بانک به‌منظور سهولت به مراجعان در ریاست احصائیه و معلومات جوزجان افتتاح گردید

شعبه میوند بانک به‌منظور تسهیل خدمات و جمع‌آوری شفاف عواید بر اساس فرمان رهبر ا.ا.ا در ارتباط به مهیا نمودن سهولت هرچه بیش‌تر به هم‌وطنان و هدایت رهبری اداره ملی احصائیه و معلومات در مرکز اول توزیع تذکره الکترونیکی ریاست احصائیه و معلومات ولایت جوزجان افتتاح گردید.

در برنامه دایرشده بدین منظور، عزیزالله عزام، رئیس احصائیه و معلومات جوزجان، عبدالواحد واحدی، مسوول میوند بانک جوزجان و برخی از کارمندان ریاست احصائیه و معلومات این ولایت اشتراک نموده بودند.

عزیزالله عزام، رئیس احصائیه و معلومات جوزجان، در این برنامه گفتند که ایجاد وفعال شدن این شعبه میوند بانک افزون بر این‌که برای هم‌وطنان سهولت را فراهم می‌نماید، عواید نیز از طریق آن به‌طور شفاف جمع‌آوری می‌گردد.

اداره ملی احصائیه و معلومات به‌منظور فراهم نمودن سهولت‌های بیش‌تر به مراجعان، با میوند بانک تفاهم‌نامه امضاء نموده که براساس آن میوند بانک مسوولیت دارد که با هماهنگی این اداره، برای جمع‌آوری عواید تذکره الکترونیکی، کارت تولد و سایر خدمات این اداره در سراسر کشور شعبات خویش را گسترش دهد.

قابل یادآوری است که به‌منظور سهولت به هم‌وطنان قبل از این شعبه‌های میوند بانک در محوطه این اداره (دفتر مرکزی)، مرکز آسان‌خدمت مکروریان کهنه، کمپلکس سرای شمالی، ریاست احصائیه و معلومات ولایت کابل واقع کارته پروان، مرکز آسان‌خدمت باغ بالای کابل و در ریاست احصائیه و معلومات هرات و خوست فعال گردیده و خدمات مربوط را به هم‌وطنان ارائه می‌نماید.

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوندو مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه د جوزجا...
30/12/2024

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوندو مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوند د الکترونیکي تذکرو په لومړۍ وېش څانګه کې په خدمتونو کې د اسانتیا او په روڼ ډول د عوایدو د راټولېدو په موخه او هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د ا.ا.ا رهبر د فرمان او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مشرتابه د لارښونې پر بنسټ د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عزیزالله عزام، د جوزجان ولایت میوند بانک مسوول عبدالواحد واحدي او د احصایې او معلوماتو ریاست ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.

د جوزجان د احصایې او معلوماتو رییس عزیزالله عزام په یاده غونډه کې وویل چې د دې څانګې پرانېسته نه یوازې هېوادوالو ته په خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځته کوي، بلکې ورسره به د عوایدو راټولولو کې روڼتیا هم رامنځته شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپلو مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له میوند بانک سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې میوند بانک مسوولیت لري چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو او د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارت او د دې ادارې د نورو خدمتونو د عوایدو د راټولولو په موخه له دې ادارې سره په همغږۍ په ټول هېواد کې خپلې څانګې پراخې کړي.

د یادولو وړ ده چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو په موخه له دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په مرکزي دفتر، د زړو مکروریانو آسان خدمت مرکز، په سرای شمالي کمپلکس، د کابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست (کارته پروان)، د کابل ښار باغ بالا آسان خدمت مرکز، په هرات او خوست ولایتونو کې د میوند بانک څانګې پرانېستل شوې او هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي

رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات به ولایت ننگرها سفر کردمحترم عبدالقاهر حاجی ادریس، رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و...
30/12/2024

رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات به ولایت ننگرها سفر کرد

محترم عبدالقاهر حاجی ادریس، رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات و هیأت همراهش در سفر به ولایت ننگرهار با رئیس احصائیه و معلومات این ولایات دیدار کرد.

در این دیدار، محترم حاجی ادریس، برای عارف‌الله حنیف حمزه، رئیس احصائیه و معلومات ننگرهار و کارکنان این ریاست سفارش نمودند تا در امور کاری صادق بوده و با مردم برخورد نیک نمایند. هم‌چنان برای فراهم شدن هرچه بیش‌تر سهولت برای باشندگان این ولایت تأکید صورت گرفت.

رئیس احصائیه و معلومات ولایت ننگرهار، در کنار این‌که خواستار حل مشکلات دفاتر ولسوالی‌های این ولایت و تجهیز هرچه بهتر این دفاتر شدند، اظهار نمودند که همیشه تلاش خواهند نمود تا با پیشانی باز، به‌موقع و سریع به‌ هم‌وطنان خدمات را ارائه نمایند.

قابل یادآوری است که هیأت رهبری اداره ملی احصائیه و معلومات به‌منظور ارائه خدمات سریع و فراهم نمودن سهولت‌های بیش‌تر به هموطنان، فعالیت‌های ریاستهای ولایتی و مراکز توزیع تذکره الکترونیکی و آسان خدمت را به شکل دوامدار نظارت و بررسی مینماید.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ننګرهار ته سفر وکړد احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ا...
30/12/2024

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ننګرهار ته سفر وکړ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس او ورسره پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رییس سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي حاجي ادریس د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عارف‌الله حنیف حمزه او د دې ریاست کارکوونکو ته په چارو کې د رېښتینولۍ او له خلکو سره د نېک چلند سپارښتنې وکړې او هېوادوالو ته پر لا زیاتو اسانتیاوو ټېنګار وشو.

د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس د یاد ولایت په ولسوالیو کې د اړوندو دفترونو د ستونزو د حل او د لا ښه تجهیز غوښتنې وکړې او تر څنګ یې ژمنه وکړه چې تل به هېوادوالو ته په ورین تندي، پر وخت او چټک خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مشرتابه هېوادوالو ته د چټکو خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د ولایتي ریاستونو، د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو او آسان خدمت مرکزونو فعالیتونه په دوامداره توګه څاري او ارزوي.

شعبه میوند بانک به‌منظور سهولت به مراجعان ریاست احصائیه و معلومات ولایت خوست افتتاح گردیدشعبه میوند بانک به‌منظور فراهم ...
29/12/2024

شعبه میوند بانک به‌منظور سهولت به مراجعان ریاست احصائیه و معلومات ولایت خوست افتتاح گردید

شعبه میوند بانک به‌منظور فراهم ‌شدن سهولت به مراجعان مرکز آسان‌خدمت و مرکز توزیع تذکره الکترونیکی ریاست احصائیه و معلومات ولایت خوست افتتاح گردید.

در برنامه دایرشده به این منظور، محمدآصف کرار، رئیس احصائیه و معلومات خوست، فیصل سنگین، مسوول میوند بانک خوست و برخی از کارمندان ریاست احصائیه و معلومات این ولایت اشتراک نموده بودند.

محمدآصف کرار، رئیس احصائیه و معلومات خوست، در این برنامه گفتند که این شعبه میوند بانک افزون‌ بر این‌که برای هم‌وطنان سهولت فراهم می‌نماید، عواید نیز از طریق آن به‌طور شفاف جمع‌آوری می‌گردد.

اداره ملی احصائیه و معلومات به‌منظور فراهم نمودن سهولت‌های بیش‌تر به مراجعان، با میوند بانک تفاهم‌نامه امضاء نموده که براساس آن میوند بانک مسوولیت دارد که با هماهنگی این اداره، برای جمع‌آوری عواید تذکره الکترونیکی، کارت تولد و سایر خدمات این اداره در سراسر کشور شعبات خویش را گسترش دهد.

قابل یادآوری است که به‌منظور سهولت به هم‌وطنان قبل از این شعبه‌های میوند بانک در محوطه این اداره (دفتر مرکزی)، مرکز آسان‌خدمت مکروریان کهنه، کمپلکس سرای شمالی، ریاست احصائیه و معلومات ولایت کابل واقع کارته پروان، مرکز آسان‌خدمت باغ بالای شهرکابل و در ولایت هرات فعال گردیده و خدمات مربوط را به هم‌وطنان ارائه می‌نماید.

خوست ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست اړوندو مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوهد خوست ول...
29/12/2024

خوست ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست اړوندو مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه

د خوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست اړوند د آسان خدمت مرکز او د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خوست ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمد آصف کرار، د خوست ولایت میوند بانک مسوول فیصل سنګین او د احصایې او معلوماتو ریاست ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.

د خوست د احصایې او معلوماتو رییس محمد آصف کرار په یاده غونډه کې وویل چې هېوادوالو ته د اسانتیا لپاره د میوند بانک دا څانګه پرانیستل کېږي چې ورسره به د عوایدو راټولولو کې هم روڼتیا رامنځته شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپلو مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له میوند بانک سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې میوند بانک مسوولیت لري چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو او د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارت او د دې ادارې د نورو خدمتونو د عوایدو د راټولولو په موخه له دې ادارې سره په همغږۍ په ټول هېواد کې خپلې څانګې پراخې کړي.

د یادولو وړ ده چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو په موخه له دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په مرکزي دفتر، د زړو مکروریانو آسان خدمت مرکز، په سرای شمالي کمپلکس، د کابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست (کارته پروان)، د کابل ښار باغ بالا آسان خدمت مرکز او په هرات ولایت کې د میوند بانک څانګې پرانېستل شوې او هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د کارموندنې خبرتیا!د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ۳ NTA بستونه (د جغرافیايي معلوماتو د راټولولو او همغږۍ متخصص، د جغرافی...
29/12/2024

د کارموندنې خبرتیا!

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ۳ NTA بستونه (د جغرافیايي معلوماتو د راټولولو او همغږۍ متخصص، د جغرافیايي معلوماتو د مدیریت متخصص او د کارتوګرافي متخصص) آزاد رقابت ته سپارلی.

پر شراېطو برابر مینه‌وال کولای شي د روان ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې تر ۱۶مې نېټې خپل غوښتنلیکونه په آنلاین ډول دې ادارې ته را واستوي او د یادو بستونو د دندې لایحې او د نوم لیکنې لینک د ادارې له ویب سایټ څخه ترلاسه کړي.

http://www.nsia.gov.af/opportunities/jobs

د اعلان د پای نېټه: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳

د لا ډېرو معلوماتو له‌پاره له (0202927009) شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
*****

اعلان کاریابی!

اداره ملی احصائیه و معلومات ۳ بست NTA (متخصص جمع‌آوری و هماهنگی معلومات جغرافیايی، متخصص مدیریت معلومات جغرافیايی و متخصص کارتوگرافی) را به رقابت آزاد گذاشته است.

علاقه‌مندان واجد شرایط می‌توانند تا ۱۶ جدی ۱۴۰۳ درخواستی‌های خویش را به‌شکل آنلاین به این اداره روان نموده، لایحه وظایف و لینک ثبت نام بست‌های‌ یادشده را از ویب‌سایت این اداره به‌دست بیاورند.

http://www.nsia.gov.af/opportunities/jobs

تاریخ پایان ثبت‌نام: ۱۶ جدی ۱۴۰۳

برای معلومات بیشتر به شماره (0202927009) تماس بگیرید.

په ۱۴۰۳ کال کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې ديد احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ش...
29/12/2024

په ۱۴۰۳ کال کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.

د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د وریجو په تولید کې ۹٫۶ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېرې وریجې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) په کندوز ولایت کې، په تخار کې ۱۰۷ زره مټریک ټنه، بغلان څه‌باندې ۴۳ زره مټریک ټنه، ننګرهار کې نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه، کونړ او بلخ ولایتونو کې نږدې ۲۴ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.

له بل لوري دې ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر په‌کې شاملیږي، په ۱۴۰۳ کال کې د شولو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي وې، چې پر اساس یې ۱۲۹٫۲ زره هکټاره ساحه کې شولې کرل شوې وې.

د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر اساس روان کال په ۱۷ ولایتونو کې شولې کرل شوې وې، چې د تېر کال په پرتله د تر کښت لاندې ساحو کې زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په کندوز ولایت کې تر ټولو زیاته ساحه (۴۱ زره هکټاره) او سرپل کې تر ټولو کمه (۱۳۷ هکټاره) ساحه باندې شولې کرل شوې وې.

د ویلو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې سروې ګانې ترسره کوي، چې روان کال کې د شولو سروې هم د دې ادارې د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همغږۍ ترسره شوې ده.

تولید ۴۳۸ هزار متریک تُن برنج در سال ۱۴۰۳اداره ملی احصائیه و معلومات در سال روان سروی شالی را در ۱۷ ولایت کشور انجام داد...
29/12/2024

تولید ۴۳۸ هزار متریک تُن برنج در سال ۱۴۰۳

اداره ملی احصائیه و معلومات در سال روان سروی شالی را در ۱۷ ولایت کشور انجام داده که براساس آن در مجموع ۴۳۸ هزار متریک تُن برنج تولید گردیده است.

ارقام سروی یادشده نشان می‌دهد که در مقایسه به سال گذشته در تولید برنج ۹٫۶ درصد افزایش آمده است. کندز با ۱۳۰ هزار متریک تُن، تخار با ۱۰۷ هزار متریک تُن، بغلان با بیش از ۴۳ هزار متریک تُن، ننگرهار با نزدیک به ۴۱ هزار متریک تُن و کُنر و بلخ با نزدیک به ۲۴ هزار متریک تُن برنج از ولایاتی اند که بیش‌ترین تولید برنج را داشته‌اند.

این در حالی است که نیازمندی برنج کشور در سال جاری که شامل مواد غذایی، تخم بذری و ضایعات می‌گردد، در مجموع 705 هزار متریک تُن می‌باشد.

از سوی دیگر، این اداره با استفاده از تکنالوژی ریموت سنسنگ که شامل تعبیر و تفسیر تصاویر ماهواره‌یی می‌گردد، ساحات تحت کشت شالی کشور را در سال ۱۴۰۳ تثبیت نموده بود که بر اساس آن ۱۲۹٫۲ هکتار زمین در کشور شالی کشت شده است.

براساس تفسیر تصاویر ماهواره‌یی، در سال روان در ۱۷ ولایت کشور شالی کشت شده بود که نسبت به سال گذشته در ساحات تحت کشت شالی افزایش آمده است. معلومات بیان‌گر این است که کندز با ۴۱ هزار هکتار بیش‌ترین و سرپل با ۱۳۷ هکتار کم‌ترین ساحه تحت کشت برنج را داشته‌اند.

قابل یادآوری ا‌ست که اداره ملی احصائیه و معلومات تصاویر ماهواره‌یی را در سیستم معلومات جغرافیایی از زمان کشت تا برداشت محصولات زراعتی تحلیل و تجزیه نموده و هم‌چنان برای دریافت معلومات دقیق و معتبر سروی‌های گوناگون را انجام می‌دهد که در سال روان سروی شالی از بودجه انکشافی این اداره (حدود ۳ میلیون افغانی) به هماهنگی وزارت زراعت، آبیاری و مال‌داری انجام شده است.

توزیع بیش از ۱۵۰ هزار تذکره الکترونیکی در ماه قوس سال ۱۴۰۳اداره ملی احصائیه و معلومات از طریق ۷۳ مرکز توزیع تذکره الکترو...
28/12/2024

توزیع بیش از ۱۵۰ هزار تذکره الکترونیکی در ماه قوس سال ۱۴۰۳

اداره ملی احصائیه و معلومات از طریق ۷۳ مرکز توزیع تذکره الکترونیکی و آسان‌خدمت در سراسر کشور، توانسته در ماه قوس سال روان برای ۱۵۰ هزار و ۳۰۰ تن از شهروندان کشور تذکره الکترونیکی توزیع نماید.

بر اساس معلومات ریاست خدمات تذکره الکترونیکی اداره، بیش‌ترین تذکره‌ الکترونیکی توزیع‌شده در ماه قوس سال روان به ترتیب در ولایت‌های کابل ۵۴ هزار و ۱۱۸، در کندهار ۱۱ هزار و ۷۹۳، در بلخ ۶ هزار و ۹۸۱، در بغلان ۶ هزار و ۸۱۶ و در ولایت هلمند توزیع ۶ هزار و ۳۸۱ تذکره بوده است.

از سوی هم در ماه یادشده در سراسر کشور برای ۱۱ هزار و ۷۷۲ تن از هم‌وطنان دیگر، خدمات پس از توزیع تذکره الکترونیکی نیز ارائه شده است.

اداره ملی احصائیه و معلومات متعهد به ارائه خدمات به‌موقع و متوازن برای هم‌وطنان بوده و بدین منظور مراکز توزیع تذکره الکترونیکی را در نقاط دوردست و ولسوالی‌ها گسترش داده تا باشندگان این مناطق به آسانی بتوانند تذکره الکترونیکی خویش را دریافت نمایند.

د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې څه‌باندې ۱۵۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې ديد احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال...
28/12/2024

د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې څه‌باندې ۱۵۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګو له لارې ۱۵۰ زره او ۳۰۰ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۴ زره او ۱۱۸، په کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۱ زره او ۷۷۲ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

27/12/2024


ایجاد مراکز آسان‌خدمت در چهار ولایت کشوردر نشست نوبتی کمیته مدیریت و تطبیق روند توزیع تذکره الکترونیکی اداره ملی احصائیه...
26/12/2024

ایجاد مراکز آسان‌خدمت در چهار ولایت کشور

در نشست نوبتی کمیته مدیریت و تطبیق روند توزیع تذکره الکترونیکی اداره ملی احصائیه و معلومات فیصله شد که در چهار ولایت بزرگ کشور شامل ننگرهار، هرات، بلخ و هلمند مراکز آسان‌خدمت ایجاد و فعال شود.

این نشست امروز پنج‌شنبه (۶ جدی ۱۴۰۳) به رهبری عبدالقاهر حاجی ادریس رئیس عمومی این اداره با اشتراک عبدالسلام ح.قانی معاون مالی و اداری این اداره، محمد نبی نصرت معاون ثبت احوال نفوس و تعدادی از رؤسا در تالار کنفرانس‌های این اداره برگزار شده بود.

محترم عبدالقاهر حاجی ادریس رئیس عمومی اداره ملی احصائیه و معلومات، هدف از ایجاد مراکز آسان‌خدمت را ارایه به‌موقع و سریع خدمات این اداره به هم‌وطنان ذکر نموده و تعهد نمود که این روند را به دیگر ولایت‌های کشور نیز گسترش دهد.

در این نشست روی ایجاد مراکز جدید تذکره الکترونیکی در ولایت‌های جوزجان، ننگرهار و میدان وردک و مرکز تذکره الکترونیکی در ولسوالی اندر ولایت غزنی نیز بحث و گفت‌و‌گو صورت گرفت.

قابل ذکر است که اکنون مراکز آسان‌خدمت در ولایت‌های کابل، کندهار و خوست فعال بوده و همه روزه به صدها تن از هم‌وطنان خدمات مربوطه را ارائه می‌نماید. این اداره هم‌چنان، همیشه در تلاش است تا با گسترش مراکز آسان‌خدمت و توزیع تذکره الکترونیکی به سطح کشور، روند توزیع تذکره الکترونیکی را سرعت بخشیده تا تمام هم‌وطنان به خدمات عامه این اداره به‌طور متوازن و باکیفیت دسترسی داشته باشند.

د هېواد څلور ولایتونو کې د آسان‌خدمت مرکزونه رامنځ‌ته کېږيد احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د...
26/12/2024

د هېواد څلور ولایتونو کې د آسان‌خدمت مرکزونه رامنځ‌ته کېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د مدیریت او پلي کېدو کمېټې په نوبتي ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد په څلورو لویو ولایتونو ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند کې د آسان‌خدمت مرکزونه رامنځ‌ته او فعال شي.

دا غونډه نن پنج‌شنبه (۶ مرغومی ۱۴۰۳) د دې ادارې د لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د دې ادارې د مالي او اداري مرستیال عبدالسلام ح.قاني، د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال محمد نبي نصرت او یو شمېر رییسانو په ګډون د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په ولایتونو کې د آسان‌خدمت مرکزونو د رامنځ‌ته کولو موخه په چټکه بڼه هېوادوالو ته د دې ادارې د اړوندو خدمتونو وړاندې کول یاد کړل او ژمنه یې وکړه، چې دا لړۍ به د هېواد ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په دې ناسته کې دغه‌راز په جوزجان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو د نویو وېش څانګو او همدارنګه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د دې تذکرو د وېش څانګې پر رامنځ‌ته کېدو بحث او خبرې اترې وشوې.

د ویلو وړ ده، چې اوس مهال په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې د آسان‌خدمت مرکزونه فعال او هره ورځ سلګونه هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي. د دې ترڅنګ، دا اداره تل په دې لټه کې ده، چې د آسان‌خدمت او الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو له پراختیا سره د هېواد په کچه د دې تذکرو د وېش بهیر چټک او ټول هېوادوال په متوازن او باکیفیته ډول د دې ادارې عامه خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

د خوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د احاطوي دېوال، د ساتوونکو خونو او تشنابونو جوړولو د داوطلبۍ خبرتیاد خپرېدو نېټه...
26/12/2024

د خوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د احاطوي دېوال، د ساتوونکو خونو او تشنابونو جوړولو د داوطلبۍ خبرتیا

د خپرېدو نېټه: (۰۶/۱۰/۱۴۰۳)

د داوطلبۍ ګڼه: (NSIA/1403/NCB/W.1033)

د احصایې او معلوماتو ملي اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ کال په موخه د خوست ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د احاطوي دېوال، د ساتوونکو خونو او د مراجعینو له‌پاره د تشنابونو جوړولو پروژې د پرانېستې داخلي داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د دې داوطلبۍ شرط‌پاڼه په سافټ بڼه او وړیا ډول د ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون په سړک، د بابر باغ ترڅنګ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لومړي پوړ۴۱-A خونه کې موقعیت لري، ترلاسه کړي.

پر شرايطو برابر داوطلبان باید خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او تګلارې سره سم په سر پټي ډول د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې، چې د پنج‌شنبې ورځ کېږي، د سهار له لسو بجو وړاندې د دې ادارې د تدارکاتو رياست ته وسپاري، ناوخته را رسېدلي او د انټرنېټ له لارې را لېږل شوي آفرونه نه منل کېږي.

د آفر تضمين په بانکي شکل مجموعاً (۱۶۱٫۴۰۶) یو سل او یو شپېته‌زره او څلور سوه او شپږ افغانۍ دی او د آفر پرانیستو غونډه يې د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې پر ۲۷مه نېټه، د پنج‌شنبې ورځ سهار لس بجې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په څلورم منزل او (D-110) خونه کې جوړیږي.

*****

اعلان داوطلبی اعمار دیوار احاطوی، اطاق محافظان و تشناب‌ها برای ریاست احصائیه و معلومات ولایت خوست بابت سال ۱۴۰۳

تاریخ نشر: (۰۶/۱۰/۱۴۰۳)

شماره داوطلبی: (NSIA/1403/NCB/W.1033)

اداره ملی احصائیه ومعلومات از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی باز داخلی پروژه اعمار دیوار احاطوی، اطاق محافظان و تشناب‌ها برای مراجعین ریاست احصائیه و معلومات ولایت خوست بابت سال ۱۴۰۳ اشتراک نموده و شرط‌‌‌نامه آن را به‌شکل سافت و به‌طور رایگان از آمریت تدارکات اطاق ۴۱-A منزل اول، واقع در ناحیه هفتم، سرک چهلستون، نزدیک باغ بابر، اداره ملی احصائیه و معلومات به‌دست آورند.

داوطلبان واجد شرایط آفرهای خویش‌ را مطابق به شرایط مندرج شرط‌‌نامه و طبق قانون و طرزالعمل تدارکات طوری سربسته، از تاریخ نشر اعلان الی ساعت ۱۰ بجه قبل از ظهر روز پنج‌شنبه مؤرخ ۲۷جدی ۱۴۰۳ به‌ریاست تدارکات این اداره ارایه نمایند، آفرهای ناوقت رسیده و انترنتی قابل پذیرش نمی‌باشد.

تضمین آفر به شکل تضمین بانکی به ارزش مجموعی مبلغ (۱۶۱٫۴۰۶) یک‌صد و شصت و یک هزار و چهار صد و شش افغانی بوده وجلسه آفرگشایی آن به ساعت ۱۰ بجه قبل از ظهر روز پنجشنبه مؤرخ ۲۷ جدی ۱۴۰۳ در منزل چهارم اطاق نمبر D-110 اداره ملی احصائیه و معلومات تدویر می‌گردد.

Address

District 7th, Chehlsetoon Road, Near To Babur Garden
Kabul

Opening Hours

Monday 08:30 - 16:00
Tuesday 08:30 - 16:00
Wednesday 08:30 - 16:00
Thursday 08:30 - 16:00
Saturday 08:30 - 16:00
Sunday 08:30 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to د احصايې او معلوماتو ملي اداره - اداره ملی احصائیه و معلومات:

Videos

Share

Category