Srak Media-څرک میډیا

Srak Media-څرک میډیا څرک میډیا یوه شخصي پاڼه ده، چې په هیڅ یوه بنسټ، یا اداره پورې تړاو نه لري.
دلته به ادبي، تفریحي، تاریخي، او د ورځې مهم خبرونه وړاندې کېږي

تازه دمی ولسمشرتر ابراهیم الکوزي وروسته یو بل اوزګارخېل هم ځان جلا وطنه ولسمشر اعلان کړ😜
30/01/2025

تازه دمی ولسمشر
تر ابراهیم الکوزي وروسته یو بل اوزګارخېل هم ځان جلا وطنه ولسمشر اعلان کړ😜

تېرو ۶ میاشتو کې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي
15/11/2024

تېرو ۶ میاشتو کې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي

د لومړي ځل لپاره په غزني ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا د یو میلیون ډالرو په ارزښت یوه معیاري سړه خونه جوړه او ګټې اخیستن...
04/11/2024

د لومړي ځل لپاره په غزني ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا د یو میلیون ډالرو په ارزښت یوه معیاري سړه خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.
هيله ده، نور پانګوال هم په دې برخه کې پانګه وکړي او د خپل وطن ميوه جات او سبزيجات پخپل وطن کې په ښه ډول وساتل شي.

05/06/2024

د پلار او وروڼو څخه ګیلامن

13/09/2023

مساافري کې یو چکري وهې بل په مزدورۍ کې مړ شو.

03/01/2023

ولورونه، دودونه.
خبرې اوږدې شوې بښنه🙏

02/01/2023

ګډون او جنجالونه...
تمثيل پوره ووګوری او له ملګرو سره یې هم شریک کړئ!

دایکندي - افغانستان💖انځورونه: سوشل ميډيا
15/12/2022

دایکندي - افغانستان💖
انځورونه: سوشل ميډيا

 #دماشومانو وهل ځيرکتيا ته څومره تاوان رسولی شئ؟ښايي ډیری کسان  اوس هم په دې باور وي چې د ماشومانو وهل یا هغوي ته جزا ور...
10/12/2022

#دماشومانو وهل ځيرکتيا ته څومره تاوان رسولی شئ؟

ښايي ډیری کسان اوس هم په دې باور وي چې د ماشومانو وهل یا هغوي ته جزا ورکول د روزنې په برخه کې اغیزمن وي. که څه هم په ډیرو هیوادونو کې اوس د ماشومانو فزیکي تنبیه یا د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي خو زموږ په ټولنه کې ډیری کسان اوس هم په دې باور دي چې چیرې ډب نه وي هلته ادب نه وی.

په امریکا کې په یوه څیړنه کې دغه خبره جوته شوې ده کوم ماشومان چې له خشونت سره مخامخ وي او یا وهل خوري د هغو د ځرکتیا «IQ» اندازه تر نورو پنځه په سلو کې کمه وي. جالبه خبره پکې دا وه چې تر ټولو ځیرک ماشومان پکې د سویډن او ناروې ښودل شوي. علت ېې هم دا ؤ چې دلته د ماشومانو وهل جرم ګڼل کیږي او ممکن مور یا پلار ته د بند سزا ورکړل شي.

د ناروې د سایکولوجۍ تحقیقاتي مرکز ویلي دي هغه ماشومان چې خشونت ورسره کیږي، د هرې مسلې حل یوازې په خشونت کې ګوري او ورو ورو د منقطي استدلال توان له لاسه ورکوي او په خپل ژوند کې د ډیرو وړو مسلو د اواري چل نه ورځي.

دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې عام دي حتي ګورو چې په ټلویزونونو کې مو د منطق او استدلال ژبه خشنه ده او په هر کار کې له زوره کار اخلو. دغه حالت ټولنې ته له خشونت پرته بل څه نه ورکوي، ښايي محدودې کورنۍ وي چې ستونزې په خبرو او منطقي استدلال حل کوي.

په دې څیړنو کې ثابته شوې هغه ماشومان چې بدني جزا ورکول کیږي او یا له رواني پلوه تحقیر کیږي په خپل نفس اعتماد له لاسه ورکوي او دغسې کسان د نوښت او ابتکار قدرت نه لري. که لږ ځیر شو دا هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي. زموږ کم ځوانان حتي زموږ تعلیم یافته کسان خاص ن

هیڅکله نه په ډیرو هیوادونو کې دا خبره جوته شوې چې کنجکاوه ماشومان او هغه ماشومان چې ډیر نه دي ځورول شوی او یا ازاد پريښودل شوي تر مطیع او فرمانبرداره ماشومانو تکړه دي او لوړو پوستونو او مقامونو ته رسیدلي دي.

له اروايي نظره دغه خبره بیخي جوته شوې چې د ماشومتوب حالت په لوینې کې د ماشوم په شخصیت اغیز لري او د ماشوم شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي نو هغه ماشوم چې تل رټل کیږي او یا سپکې سپورې ورته ویل کیږي یا وهل کیږي شخصیت ناسمه وده کوي او دغه ماشومان دروغ هم ډیر وايي.

06/12/2022

زموږ نیتونه د یو او بل په وړاندې.

د ٧٠ لسیزي افغانستان...دا عکسونه د ۱۹۷۰ لسیزي د افغانستان دي چي بهرني سیلانیان له کومې وېرې پرته د هيواد هرې برخي ته په ...
29/11/2022

د ٧٠ لسیزي افغانستان...
دا عکسونه د ۱۹۷۰ لسیزي د افغانستان دي چي بهرني سیلانیان له کومې وېرې پرته د هيواد هرې برخي ته په خوندي فضا کي سفر کاوه.

زابل او غزني ته د سید ابراهیم ګیلانی سفر، ۱۹۹۰ع سيد ابراهيم خپله خټه د شیخ عبدالقادر ګیلاني یا غوث اعظم دستګیر سره ګډوی....
01/11/2022

زابل او غزني ته د سید ابراهیم ګیلانی سفر، ۱۹۹۰ع

سيد ابراهيم خپله خټه د شیخ عبدالقادر ګیلاني یا غوث اعظم دستګیر سره ګډوی. دوی د امیر دوست محمد خان په زمانه کي کله چي د روسانو له خوا انګریزان په برتانیاوي هند کي د هرات له لوري د کواښ لاندي وه، د پیر سید سعدالله ګیلانی په مشرۍ د سوداګرو په جامه کي د اسلام کلا له لاري راننوتل، چي ورسته بیا د سردار یعقوب خان دربار ته په لار وموندولو سره یې ان د خپلوالۍ اړیکه غوټه کړه.

د «نسبی» طریقت خپرونکي شیخ سید حسن گیلانی مشهور په نقیب صاحب ګڼل کیږي( «نقیب» روحاني لقب دي چي د عثماني امپراتوری پلازمیني، قسطنطنیه څخه د پیرانو مشر ته ډالۍ کیده).
نقیب صاحب، وتوانید چي د استوګني له پیل څخه په شاهي درباریانو خپل رنګارنګ دمونه چوف کړي او د هغوی سره ډیري اړخیزي خپلوالۍ اړیکي تاو او پیچ کړي.

ويل کېږي چي افغان ناول ليکونکي نصیر احمد احمدي چي خپل ناول "بغدادي پیر" خپور کړ نو هم سید ابراهیم ګیلانی ورته ويلي وه چي دا نوم بايد له ناول څخه واړوي، بیا یې په بل چاپ کي د کتاب نوم [ډېوډ جونز] انتخاب کړ.

میدان وردګ، افغانستان؛ ١٩٨٩ع
29/09/2022

میدان وردګ، افغانستان؛ ١٩٨٩ع

سریلانکادا هغه ځای دی چیرته چې آدم علیه السلام له اسمانه ځمکه ته راښکته شو.
13/09/2022

سریلانکا

دا هغه ځای دی چیرته چې آدم علیه السلام له اسمانه ځمکه ته راښکته شو.

وطن،مي خړو، اوبو یوړو له بي وسۍ مي ورته وژړل مینه
28/08/2022

وطن،مي خړو، اوبو یوړو
له بي وسۍ مي ورته وژړل مینه

21/08/2022
07/08/2022

اتڼ
او افغانان
ويډيو خوښه او له ملګرو سره یې شریکه کړئ.

Address

40 Meteres Street
Kabul
1001

Telephone

+93764221616

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Srak Media-څرک میډیا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Srak Media-څرک میډیا:

Videos

Share