احمدشاه بابا مېنه - کابل

احمدشاه بابا مېنه - کابل د کابل ښار ختیځ زون رسنیزه اداره
(1)

   د بګرامیو امنیه قومانداني اړوند کابل ښار دوه ویشتمه ناحیه کې د مخدره توکو یو تن پلورونکی له مخده توکو سره یوځای ونیول...
02/02/2025


د بګرامیو امنیه قومانداني اړوند کابل ښار دوه ویشتمه ناحیه کې د مخدره توکو یو تن پلورونکی له مخده توکو سره یوځای ونیول شو.
۱۴ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 تازه:زمونږ تر خبر وروسته ستاسو په مرسته د موندل شوي ماشوم مور پیدا او خپل ماشوم تسلیم شوه. له ټولو مننه کوو.لومړی خبر:د...
02/02/2025


تازه:
زمونږ تر خبر وروسته ستاسو په مرسته د موندل شوي ماشوم مور پیدا او خپل ماشوم تسلیم شوه. له ټولو مننه کوو.

لومړی خبر:
دغه ماشوم حمید نومیږي او د خپلې کورنی غړی سیف الله یادوي، څو ساعتونه وشول چې احمدشاه بابا مېنې ته څېرمه شېنه کې موندل شوی دی، که تاسو یې پېژنی نو کورنۍ ته یې احوال ورکړئ چې خپل ماشوم له لاندې شمېرو تسلیم شي.
0793208205
0783364423
۱۴ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 د کابل ښار ۲۲ ناحیې اړوند سید حمال الدین افغان ښارګوټي کې د یو لوی باڼد اته کسه ماهر او مککر غله ونیول شول چې سیمه کې ی...
02/02/2025


د کابل ښار ۲۲ ناحیې اړوند سید حمال الدین افغان ښارګوټي کې د یو لوی باڼد اته کسه ماهر او مککر غله ونیول شول چې سیمه کې یې ډېرې غټې او وړې شوکې کړي دي، د یاد ګروپ د نورو کسانو لټون روان دی، متضررین کولئ شي د بګرامیو امنیه قومانداني ته ورشي.
۱۴ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 په لارو کوڅو  او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې...
01/02/2025


په لارو کوڅو او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې لخوا تازه دوه تنه ښکار شوې شخصیتونه.
احمدشاه بابا مېنه - دوهمه څلورلارې
۱۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 يو دوسيه چې پکې د موټرسايکل اسناد، اصلي جواﺯ او د تذکرې کاپي ایښي دي، د احمدشاه بابا مېنې دواد خان څلورلارې څخه تر 15 ب...
01/02/2025


يو دوسيه چې پکې د موټرسايکل اسناد، اصلي جواﺯ او د تذکرې کاپي ایښي دي، د احمدشاه بابا مېنې دواد خان څلورلارې څخه تر 15 بلاک پورې په لاره ورک شوي دي. که هر چاته په لاس ورغلي وي نو په لاندې شميرو دې اړيکه ونيسي. 0771901278
0781950569
۱۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

  د احمدشاه بابا مېنې څوارلسم بلاک کې د عبدالروف بینوا عالي لیسې دیوال د باراني اوبو له امله د غورځیدو له خطر سره مخ دی،...
31/01/2025



د احمدشاه بابا مېنې څوارلسم بلاک کې د عبدالروف بینوا عالي لیسې دیوال د باراني اوبو له امله د غورځیدو له خطر سره مخ دی، دولسمه ښوونیزه حوزه او د یاد ښوونځي اداره د خپلو تاسیساتو په ساتنه مکلفه ده، ښاروالي مسولیت لري چې لارو او کوڅو کې د اوبو وتو لارې جوړې کړي، ولس هم مکلف دی چې د خپلو اولادنو د روزنې او ټولکټو مرکزونو څخه ښه ساتنه وکړي، که یې په وس نه وي مسولین دې پر وخت خبر کړي.
۱۲ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 د کابل ښار ۱۱ناحیه کې درې تنه له یو کور د زرګونو ډالرو او افغانیو تر څنګ د سرو زرو د غلا په جرم ونیول شول، یو تن بل چې ...
30/01/2025


د کابل ښار ۱۱ناحیه کې درې تنه له یو کور د زرګونو ډالرو او افغانیو تر څنګ د سرو زرو د غلا په جرم ونیول شول، یو تن بل چې له کراکریانو به یې لوښي او مالونه کرایه کول او بل ځای به یې پلورل ونیول شو، دا وروستی تخنیک کابل کې د غلاګانو په ډله کې نوی تخنیک دی.
۱۱ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

  د کابل ښار ډېره برخه کثافات د بګرامیو بتخاک پر لوی سرک  ګزک ته انتقالیږي، دغه لیږدونکي موټر ایمني ترپالونه نه کاروي او...
30/01/2025



د کابل ښار ډېره برخه کثافات د بګرامیو بتخاک پر لوی سرک ګزک ته انتقالیږي، دغه لیږدونکي موټر ایمني ترپالونه نه کاروي او موټر هم تر اندازې ډېر باروي چې پر سرک د کثافاتو د لویدو سبب ګرځي، دغه چاره که له یوې خوا سرک ناولی کوي له بل پلوه د ناوړه ترافیکي پیښو لامل هم ګرځي.
۱۱ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

  #روغتياد ډاکټرانو له نسخو مو خپله تجربه ولیکئ،  احمدشاه بابا مېنه کې هم د شفري نسخو لیکونکي ډاکټرصاحبان کم ندي. کوم ډا...
29/01/2025


#روغتيا
د ډاکټرانو له نسخو مو خپله تجربه ولیکئ، احمدشاه بابا مېنه کې هم د شفري نسخو لیکونکي ډاکټرصاحبان کم ندي. کوم ډاکتذ واضیح او کوم یو شفري نسخه لیکلئ؟
۱۰ سلواغه/ دلو ۱۴۰۳

29/01/2025


د احمدشاه بابا مېنې اوسیدونکي شکایت کوي چې سیمه کې لوړپوړیزې ودانۍ خپل بدرفت په عمومي ویالو او سرک غاړې لښتیو کې خوشي کږي چې له امله بدبویي رامنځته کیږي او د ناروغیو سبب ګرځي.
۱۰ سلواغه /دلو ۱۴۰۳

 په لارو کوڅو  او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې...
28/01/2025


په لارو کوڅو او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې لخوا تازه غنیمت شوی.
۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 یو تن پخپله خپل ځان اختطاف کړی و او غوښتل یې چې له دې لارې له خپلو ورونو څخه پیسې وشکوي، خو له څلور ورځو پټیدو وروسته د...
27/01/2025


یو تن پخپله خپل ځان اختطاف کړی و او غوښتل یې چې له دې لارې له خپلو ورونو څخه پیسې وشکوي، خو له څلور ورځو پټیدو وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.
۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 احمدشاه بابا مېنه کې د ۱۲ ناحیې ریاست ته مخامخ د ۹ بلاک اړوندو دوکاندارانو سرک او پلې لار دواړه بند کړي دي، نیالګیو ته ...
27/01/2025


احمدشاه بابا مېنه کې د ۱۲ ناحیې ریاست ته مخامخ د ۹ بلاک اړوندو دوکاندارانو سرک او پلې لار دواړه بند کړي دي، نیالګیو ته ځانګړې شوې شنه ساحه د دوی له امله بوره پاتې ده. ځایي خلک وایي دغو دوکاندارانو ورته ستونزې جوړې کړي او هیله لري کابل ښاروالي دلته د ښاري نظم احیا ته پاملرنه وکړي.
۸ سواغه/دلو ۱۴۰۳

27/01/2025


احمدشاه بابا مېنه د کابل ښار په ختیځ زون کې د یو کامل ښار حثیت لري چې له هره پلوه ګڼې ښاري اسانتیاوې لري. خو دغه سیمه له کلونو راهیسې د چارواکو د نه پاملرنې له امله د کوچیانو، شپنو او پاده وانانو د مالونو او رمو د نه مخنیوې له امله سمسورتیا ته نه پریښودل کیږي. ښاري سیمې ښاري کلتور او ښاري قوانين غواړي.
۸ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

  دغه سراچه موټر تېره یکشنبه ماښام د احمدشاه بابا مېنې ماموریت څلورلارې سره د اقصی روغتون له مخې غلو تښتولی دی. که تاسو ...
26/01/2025



دغه سراچه موټر تېره یکشنبه ماښام د احمدشاه بابا مېنې ماموریت څلورلارې سره د اقصی روغتون له مخې غلو تښتولی دی. که تاسو هر ځای لیدلی وي او یا وروسته لدې په مخه درځي د پولیسو ۱۰۰ شمېرې ته او یا یې د خاوند سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ.
0786895933
0730592746
0780917588
موټر : سراچه تیکسی شهری
ماډل : ۱۹۹۶
پلیټ نمبر: ش۵۶۹۳۱ منفی ۳
انجن نمبر: ۴AB۱۳۹۱۲۸
شاسی نمبر: JT۱۷۲AEA۱۰۰۱۸۸۷۸۳
۷ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

 د کابل ښار په کچه د بایسکلونو لوی غل ونیول شو. د هر چا بایسکل چې ورک وي د شواهدو سره کولئ شي د کابل ښار د څلورمې امنیتي...
25/01/2025


د کابل ښار په کچه د بایسکلونو لوی غل ونیول شو. د هر چا بایسکل چې ورک وي د شواهدو سره کولئ شي د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې منطقوي کنترول امریت ته تشریف راوړي.
۶ سلواغه /دلو. ۱۴۰۳

 په لارو کوڅو  او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې...
25/01/2025


په لارو کوڅو او بازار کې د بولو کولو یا ځان تشولو د ناوړه عمل په وړاندې د مبارزې په لړ کې د بابا مېنې د ځوانانو د کمرې تازه ښکار شوي اشخاص.
۶ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

  د احمدشاه بابا مېنې اتم بلاک کې  کې یو تن ماهر غل د ۱۲حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو چې په غزني ولایت کې یې سیاحتي شرکت ج...
23/01/2025



د احمدشاه بابا مېنې اتم بلاک کې کې یو تن ماهر غل د ۱۲حوزې د پولیسو لخوا ونیول شو چې په غزني ولایت کې یې سیاحتي شرکت جوړ کړی او له هېوادوالو یې ۲۵۰ لکه افغانۍ او ۲۱ موټرونه بهر ته د لیږلو په نوم اخیستي وې. نوموړی له نیولو وروسته د غزني ولایت پولیسو ته وسپارل شو.
۴ سلواغه/دلو ۱۴۰۳

Address

12 District
Kabul
1012

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when احمدشاه بابا مېنه - کابل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share