15/10/2023
#په پکتیا کې د هرات ولایت زلزله ځپلو له پاره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته راټوله شوې
#دریځ
۱۴۰۲/تله/۲۳
پکتیا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو په مرکز ګردېز، زرمت، څمکني او سیدکرم ولسوالیو کې د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د ايښودل شویو صندقونو له لارې یو نیم میلیون افغانۍ راټولې شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، چې دغه راټوله شوې مرسته د ټاکل شوې کمېټې پواسطه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت سره په همغږۍ به د هرات ولایت علماؤ شورا ریاست ته ولېږدول شي، تر څو زلزله ځپلو او اړمنو کورنیو ته په شفاف ډول وویشل شي.
مسولین وايي، چې دغه راټوله شوې مرسته د ولایت په کچه له مختلفو ریاستونو څخه د ټاکل شوې کمېټې استازو په موجودیت کې شميرل شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه پیل شوي کمپاین څلور ورځې جریان درلود.