Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون

Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون, TV Channel, 11th, Jalalabad.

01/05/2024

دا د ارزښت راډيو تلویزیون ایکس پاڼه ده که کولی شئ درسره یې وڅارئ

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the children):۹۲ ټنه درمل د یوې الوتکې پواسطه افغانستان ته رسیدلي. دغې ادارې ویلي چې یاد ...
01/05/2024

د ماشومانو د ساتنې اداره (Save the children):
۹۲ ټنه درمل د یوې الوتکې پواسطه افغانستان ته رسیدلي. دغې ادارې ویلي چې یاد درمل به د ماشومانو په ګډون شپږ سوه پځوس زره هغه افغانانو ته ورکړل شي چې د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته وي.

اوچا (د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر) ویلي: شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.یاد دفتر ...
30/04/2024

اوچا (د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر) ویلي: شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد دفتر په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم له ستر بشري ناورین سره مخ دی او افغان وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې ذکر شوي چې له بشري مرستو پرته به ښځې، ماشومان او د زیات عمر لرونکي به ډېر زیانمن شي.

د کابل په څلورمه حوزه کې دوه تنه د شرابو د اشتعمال په تور نیول شوي.د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي: د نیول ش...
30/04/2024

د کابل په څلورمه حوزه کې دوه تنه د شرابو د اشتعمال په تور نیول شوي.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي: د نیول شویو اشخاصو په مرسته یې د شرابو د تولید یوه کوچنۍ کارخونه هم کشف کړې ده.

09/04/2024

د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت خپلې نېکې هیلې او مبارکۍ ستاسو درانه حضور ته وړاندې کوم، هیله لرم چې د روژې مبارکې میاشت عبادات، اطاعات او دعاګانې مو د لوی څښتن تعالی په دربار کې قبولې او د ستر رب له ځانګړي مغفرت برخمن شوی یاست.
درنو هېوادوالو د اختر ددې مبارکو ورځو په فیض خوښۍ ووېشئ، له کرکې، حسد او بدبینۍ سره خدای په اماني وکړئ، یو بل ته د ورورګلوئ غېږې پرانیزئ او سره متحد شئ.
کوچنی اختر مو مبارک شه!
درنښت
عبدالخالص ساپی
د ارزښت راډيو تلویزیون بنسټګر

09/04/2024

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر حشمت الله شهیدي له پاکستان څخه د راغلو مهاجرینو له کمپ لیدنه وکړه،

شهیدي د اسلامي ام _ارت د چارواکو او خبریالانو په شتون کې د کډوالو لپاره د هغو پنځه ویشتو کورونو څخه چې په وروستیو کې د حشمت الله شهیدي خیریه بنسټ له لوري د هرې کورنۍ لپاره داوسېدو دوه خونې ، دوه تشنابونه او یو دهلیز چې په معیاري شکل رغېدلي وو لیدنه وکړه.

د حشمت الله شهیدي خیریه بنسټ ماشومانو لپاره د یوه لوی پارک، کتابتون، او د یو ستر پخلنځي د جوړېدو سره سره د یوه کلینک او مسجد د جوړېدو ژمنه هم وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د ګټې اخستنې لپاره چمتو شي.

د ننګرهار د حج او اقافو ریاست معاوین مولوي عبدالقادر له حشمت الله شهیدي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه.

خوشاله دی چې له هغوو مهاجرینو سره مرسته کوي چې تازه له ګاونډي هیواد پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه کیږی .

شهیدي په ټولو سوداګرو او نورو بهر میشتو افغانانو هم غږ وکړ چې په دغه برخه کې د هېوادوالو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

 #روژهرسول الله (ص) فرمایلي: روژه د حرامو څېزونو داسې پرېښودل دي .لکه څنګه چې انسان له خوراک او څښاک څخه ځان ساتي. #حدیث...
17/03/2024

#روژه
رسول الله (ص) فرمایلي:
روژه د حرامو څېزونو داسې پرېښودل دي .لکه څنګه چې انسان له خوراک او څښاک څخه ځان ساتي.
#حدیث‌شریف


 #روژه  #حدیث‌شریفرسول الله ﷺ فرمایلي دي: څوک چې د رمضان په میاشت کې د دروغو او باطلو کارونو څخه ځان ونه ساتي او روژه ون...
16/03/2024

#روژه
#حدیث‌شریف
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: څوک چې د رمضان په میاشت کې د دروغو او باطلو کارونو څخه ځان ونه ساتي او روژه ونیسي، الله ج د هغه خوراک او څښاک پریښودلو ته هيڅ اړتیا نلري.


 #روژه په روژه کې مسلمان ته د روژه مات برابرول د یوې فرضي روژې ثواب لري. #حدیث‌شریف
12/03/2024

#روژه
په روژه کې مسلمان ته د روژه مات برابرول د یوې فرضي روژې ثواب لري.
#حدیث‌شریف


26/02/2024

د پولیو صفري ماموریت!
د صحتمند افغانستان لپاره زموږ ګډه مبارزه.
هڅه وکړئ چې کوچنیان مو واکسین کړئ

د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شود افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې...
26/02/2024

د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ په ډاګه کړ. د مهالوېش له مخې به دغه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر دریمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د اوکرایین پلازمېنې کېف ښاروال ویټالي کلچکو:غربي هېوادونو د روسیې پر وړاندې زېلېنسکي لکه کاغذ تشناب داسې استعمال او وکار...
16/01/2024

د اوکرایین پلازمېنې کېف ښاروال ویټالي کلچکو:
غربي هېوادونو د روسیې پر وړاندې زېلېنسکي لکه کاغذ تشناب داسې استعمال او وکاروه.

وایي، غرب د خپلو شخصي ګټو لپاره زېلېنسکي او ملګري یې نازوي او د ډالرو بارانونه پرې کوي.

آسیا پاسیفیک سیالۍ:د افغانستان د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د عربستان او نیوزیلینډ لوبډلو له ماتولو وروسته نن خپله دریمه...
15/01/2024

آسیا پاسیفیک سیالۍ:
د افغانستان د ویلچیر باسکټبال ملي لوبډلې د عربستان او نیوزیلینډ لوبډلو له ماتولو وروسته نن خپله دریمه سیالۍ له فیلیپینۍ لوبډلې وګټله.
Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون

د پروان مسوولین وایي د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند په جعفرخېل سیمه کې د دوو کورنیو د تاوتریخوالي له امله یو کس ژوند ...
15/01/2024

د پروان مسوولین وایي د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند په جعفرخېل سیمه کې د دوو کورنیو د تاوتریخوالي له امله یو کس ژوند بایللی دی.
د مسوولینو په وینا چې په پېښه کې د جنګل خان په نامه یو ۶۰ کلن سړی وژل شوی دی.

مسوولینو د دې پېښې لامل د ځمکې په خاطر رامنځته‌شوې شخړه بللې او په دې اړه یې د پلټنو او څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه دوه کسان نیول شوي دي.

15/01/2024

امنیتي مسؤلین:
یو ۱۶ کلن ځوان په بامیان او بل ځوان د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ځانوژنه کړې.

06/01/2024

په ننګرهار کې د ګلبهار په نامه د کرکټ دولس اوریزې سیالۍ پیل شوې.
#راپور

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د ډسمبر میاشتې په ۲۰مه نیټه د نیویارک پرسیمه ییز وخت د سهار په ۱۰:۰۰ (د کابل...
19/12/2023

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د ډسمبر میاشتې په ۲۰مه نیټه د نیویارک پرسیمه ییز وخت د سهار په ۱۰:۰۰ (د کابل پر وخت د ماښام ۳۰: ۷ بجې) د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه دایره کړي،

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اوتنبایوا به هم د امنیت شورا غونډې ته دناستې د یوې برخې په توګه معلومات وړاندې کړي.

12/12/2023

ننګرهار کې د ۶۲ ثبت کلبونو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
نور حال په راپور کې....

د ارزښت پنځه کلن بریالی یون
09/12/2023

د ارزښت پنځه کلن بریالی یون

28/10/2023

دا ځل د غازي امان الله خان لسټ اې سیالۍ په ننګرهار کې ترسره کېږي.
#راپور

اسیایي لوبې:سریلانکایي لوبډلې په اته اورونو کې نهه پنځوس منډې ترسره کړي او درې لوبغاړي یې سوځیدلي؛ دوه لوبغاړي ګلبدین نا...
04/10/2023

اسیایي لوبې:
سریلانکایي لوبډلې په اته اورونو کې نهه پنځوس منډې ترسره کړي او درې لوبغاړي یې سوځیدلي؛ دوه لوبغاړي ګلبدین نایب سوځولي او یو شرف الدین اشرف.
افغان لوبډلې په ۱۸،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۶ منډې جوړې کړي دي.

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو.اجې جدېجا د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د مشا...
02/10/2023

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو.

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د مشاور یا سلاکار روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو. جدېجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه مل شوی دی.

30/09/2023

په ننګرهار کې د اسلامي تاریخ سیالۍ چې تېره اونۍ له ګڼو ګډونوالو اخیستل شوې وه، نن یې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې اعلان شوې.
نور جزیات په راپور کې.

28/09/2023

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مسکو کې د ا.ا سفارت د لیدو پر مهال ویلي چې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراخېدو په حال کې دي.

13/09/2023

مو.لو.ي عبیدالله آمین دتخار ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو.

پژواک اژانس:د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو د روداتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی او پخوانی جهادي قوماندان وژلی ...
11/09/2023

پژواک اژانس:
د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو د روداتو ولسوالۍ يو اوسېدونکی او پخوانی جهادي قوماندان وژلی دی.

که غواړئ چې د کانکور له پایلې مو ځان خبر کړئ دلته مو په کمنټ کې خپل ای ډي نمبر پرېږدئ موږ یې درته پایله  همدلته په کمنټ ...
04/09/2023

که غواړئ چې د کانکور له پایلې مو ځان خبر کړئ دلته مو په کمنټ کې خپل ای ډي نمبر پرېږدئ موږ یې درته پایله همدلته په کمنټ کې ذکر کوو

همدا شېبه راسره د ارزښت تلویزیون پر سکرین د ازادۍ په ویاړ چمتو شوې مشاعره لیدلای شئ.
21/08/2023

همدا شېبه راسره د ارزښت تلویزیون پر سکرین د ازادۍ په ویاړ چمتو شوې مشاعره لیدلای شئ.

په راتلونکي ۲۰۲۳ اسیا جام کې د شپږو لوبېدونکو لوبډلو دوه لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړل.د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو لپاره ...
12/08/2023

په راتلونکي ۲۰۲۳ اسیا جام کې د شپږو لوبېدونکو لوبډلو دوه لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړل.
د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو لپاره چې د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې په پاکستان او سرې لنکا کې ترسره کېږي، پاکستان او بنګله دېش لوبډلو خپل سکواډونه اعلان کړي.
د پاکستان په اعلان شوي سکواډ کې بابر اعظم، عبدالله شفیق، فخر زمان، امام الحق، سلمان علي اغا، افتخار احمد، طیب طاهر، محمد رضوان، محمد حارث، شاداب خان، محمد نواز، اسامہ میر، فهیم اشرف، حارث رؤف، محمد وسیم جونیر، نسیم شاه، شاهین افریدی او د بنګله دېش په اعلان شوي سکواډ کې شکیب الحسن، لیټن داس، تنجد حسن تمیم، نجم الحسین شانتو، توحید هریدوی، مشفیق الرحیم، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، مستفیض الرحمن، حسن محمود، مهدي حسن، نسیم احمد، شمیم ​​حسین، عبادوت حسین شرف الاسلام او محمد نعیم شامل دي.
هند، افغانستان، سرې لنکا او نیپال لا تر اوسه خپل سکواډونه نه دي اعلان کړي.

فقط تر څو ورځو لنډ انتظار!افغانستان به د اګست میاشت کې له پاکستان سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي، چې دا لوبې به ...
05/08/2023

فقط تر څو ورځو لنډ انتظار!

افغانستان به د اګست میاشت کې له پاکستان سره د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي، چې دا لوبې به په سریلانکا کې ترسره کېږي.

په سریلانکا کې د افغانستان او پاکستان تر منځ راتلونکې پنځوس اوريزې سیالۍ د اسیا جام او د ۲۰۲۳ م کال د کرېکټ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه تر سره کېږي.

پاکستان د اګست په 17مه نېټه په سريلانکا کې خپل تمرینات پېلوي او تمه ده چې د راتلونکې یو ورځنیو لوبو لړۍ به د اګست په 22مه نېټه پېل شي.

دویمه سیالۍ به د اګست په 24مه نېټه او وروستۍ لوبه به د اګست په 26مه نېټه ترسره شي.

یاده باید وشي چې د سیریز لومړنۍ دوه لوبې به د سریلانکا په همبنټوټا کې ترسره شي.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په کولمبو کې ترسره کیږي.
پاکستان به د راتلونکې اسیا کپ لمړی لوبه د اګست په 30مه نېټه د نیپال په وړاندې په ملتان کې پیل کړي.

Address

11th
Jalalabad
610

Telephone

+93787555977

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Arzakht TV ‐ ارزښت تلویزیون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category


Other TV Channels in Jalalabad

Show All