Hamisha Bahar Global Tv

Hamisha Bahar Global Tv Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hamisha Bahar Global Tv, TV Network, jalalabad 4 zone, Jalalabad.

13/05/2023

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، ترکمنستان له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو په ارزښت د درملو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.
یاد وزارت پر ټویټر لیکلي، دغه مرستې نن (شنبه) په اقینې بندر کې د دې وزارت استازو ته سپارل شوي دي.

نن د مې میاشتې درېيمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال ورځ ده همیشه بهار راډیو اسټیډیو
03/05/2023

نن د مې میاشتې درېيمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال ورځ ده
همیشه بهار راډیو اسټیډیو

26/04/2023

جاپان له افغانستان سره ۱۸ ميليونه ډالره مرسته کړې
په افغانستان کې د جاپان سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې د جاپان حکومت د یونیسف له لارې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د اړینو واکسینونو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

06/04/2023

افغان چارواکي وايي په بدخشان ولايت کې د"ښځو غږ" په نوم راډيو چې د دوى په وينا د نشراتي سرغړونـو له امله بنده شوې وه، بيرته يې د فعاليت اجازه ورکړې ده

د کرنې وزارت وايي، افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کیلوګرامه ډېر وي او هغو هګيو چې له فريزر پرته افغان...
05/04/2023

د کرنې وزارت وايي، افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کیلوګرامه ډېر وي او هغو هګيو چې له فريزر پرته افغانستان ته وارديږي، واردات بند شوي دي.

04/04/2023

سعودي عربستان د روژې په میاشت کې یو تن اعدام کړ

په راپور کې ویل شوي چې اعدام شوی کس د سعودي عربستان تبع و او د قتل په قضیې کې مجرم ثابت شوی و. په راپور کې ویل شوي چې اعدام شوي شخص یو تن لومړی په چاقو وهلی و او تر وژلو وروسته یې ورته اور اچولی و.

په عین حال کې په اروپا کې د سعودي عربستان د بشري حقونو ادارې د دې هیواد کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په حوالې ویلي چې په سعودي کې د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا څوک د روژې په میاشت کې اعدام شوي ندي.

سبا سه شنبه تورخم ته د تلونکو ناروغانو لست ۱۴۰۲/۱/۱۴په لاندې لیست کې ناروغان له اړینو اسنادو سره د نوم لیکنې ځای ته ورشئ...
03/04/2023

سبا سه شنبه تورخم ته د تلونکو ناروغانو لست
۱۴۰۲/۱/۱۴

په لاندې لیست کې ناروغان له اړینو اسنادو سره د نوم لیکنې ځای ته ورشئ او پښتونخوا ته د تګ لپاره اجازه لیک تر لاسه کړئ.

03/04/2023

ننګرهار ولایت کې حج فریضې ته تلونکو حجاجو ته د ښې لارښوونې لپاره له یو شمېر معلمینو څخه د ازموینې اخیستو پروسه پیل شوه

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولايت کې د مشفي او مليل روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې...
30/03/2023

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په نورستان ولايت کې د مشفي او مليل روغتيايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او په ورته مهال کې يې د قابله ګۍ له ښوونځي څخه (۱۶) نجونو د فراغت مراسم تر سره کړل.
د دې بنسټيز روغتيايي مرکز د ودانۍ چارې په لويديځ نورګرام ولسوالۍ کې د اوو مياشتو په موده کې د ابادي پروژې تر چتر لاندې د ۲۱ ميليونه افغانۍ په مالي لګښت د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام له لوري ترسره شوې.

د حیبه مصطفی په نوم یوه مصرۍ میرمن چې د خپل خاوند او ۵ ماشومانو سره یو ځآی عمرې ته تللې وه، د روژه ماتې پر مهال په مسجد ...
29/03/2023

د حیبه مصطفی په نوم یوه مصرۍ میرمن چې د خپل خاوند او ۵ ماشومانو سره یو ځآی عمرې ته تللې وه، د روژه ماتې پر مهال په مسجد الحرام کې برې د زړه حمله راغلې او وفات شوې.
د دې میرمنې خاوند وایي، هغه یوه پرهیزګاره، نیکه او منوونکې ښځه وه.

24/03/2023

د غزني ولایت په گڼ شمېر سیمو کې واوره وریدلې ده.

د راپورونو له مخې د واورې وریدنې له امله د غزني د گڼ شمیر ولسوالیو لارې بندې شوي او لسگونه مسافرین په کوتل لومان کې بند پاتې دي.

افغانستان کرکټ لوبډله به د پاکستان هېواد پروړاندې درې شل اوريزی نړيوالې لوبې د دوبۍ په شارجه کرکټ لوبعالې کې ترسره کړي.د...
22/03/2023

افغانستان کرکټ لوبډله به د پاکستان هېواد پروړاندې درې شل اوريزی نړيوالې لوبې د دوبۍ په شارجه کرکټ لوبعالې کې ترسره کړي.
د پاکستان پر وړاند
ې يادې سيالۍ د روانې مارچ مياشتې په ۲۴، ۲۶ او ۲۷ نېټو ترسره کېږي.
په دې درې شل اوریزو سیالیو کې به بابر اعظم، فخر زمان، حارث روف، محمد رضوان، او شاهین شاه افریدی د پاکستان په ګټه ونه لوبیږي.
ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت 8:30 دقیقې شروع کیږي
که غواړې چې ددې لوبو له تازه جوزياتو ځان پر وخت خبر کړﺉ هميشه بهار راډيو غوره کړﺉ.
هميشه بهار 90.7FM
پر لوبو تبصره کوونکې نصيب الله (يعقوبي)
خپله لوبډله په خپلو دوعاګانو کې ياده ساتئ
د افغانستان د بريا په هيله
AFGvPAK

د ننګرهار ولايت لپاره د سلمانيانو ،خياطانو،او قصابانو لپاره نوي نرخ نامې شير يې کړٸ چې ټول هیوادوال  خبر شې
22/03/2023

د ننګرهار ولايت لپاره د سلمانيانو ،خياطانو،او قصابانو لپاره نوي نرخ نامې

شير يې کړٸ چې ټول هیوادوال خبر شې

20/03/2023

کورنیو چارو وزارت:
سږ کال د هېواد په کچه څه باندې ۱۱ زره جنایي پېښې شوې

20/03/2023

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان پر ټویټر لیکلي، روان بشري ناورین د افغان کورنیو په تېره د هغو چې سرپرستي یې د ښځو تر غاړې ده، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا کمه کړې ده.

د خبریال ملي ورځ د ټولو خبریالانو ته مبارک وي! خبریالان د دولت او ملت ترمنځ هغه پل دی، چې په نړېدو یې دولت له ملت او ملت...
18/03/2023

د خبریال ملي ورځ د ټولو خبریالانو ته مبارک وي!

خبریالان د دولت او ملت ترمنځ هغه پل دی، چې په نړېدو یې دولت له ملت او ملت له دولت څخه ناخبره کېږي.

د ننګرهار برښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي د عمومي وارداتي لين د 097 نمبر پايې د بیارغونې او بېرته نصبولو د وروستۍ مرحل...
17/03/2023

د ننګرهار برښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي د عمومي وارداتي لين د 097 نمبر پايې د بیارغونې او بېرته نصبولو د وروستۍ مرحلې روانې چارې له نږدې وڅارلې او تخنيکي ټيمونو ته يې سپارښتنه وکړه چې کار ژر تر ژره بشپړ کړي.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني په ټویټر کې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په متحده عربي اماراتو کې خپل ورور ...
16/03/2023

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني په ټویټر کې لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په متحده عربي اماراتو کې خپل ورور سره لیدلي دي.

د درملو یو زېرمتون مُهرلاک او شکمن درمل یې قرنطین شو.د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د بررسۍ عمومي مسؤل ډ...
15/03/2023

د درملو یو زېرمتون مُهرلاک او شکمن درمل یې قرنطین شو.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د بررسۍ عمومي مسؤل ډاکټر قدرت الله ساحل، د فارمیسۍ چارو آمر ډاکټر محمد نصیر رحماني او د بررسۍ ټیم له لوري د جلال اباد ښار الظاهر روغتیا پلازه کې د درملو یو زېرمتون، چې غیر راجستر درمل پکې وو مُهر لاک او ۲۴ قلمه درمل یې قرنطین شو.
د مسوولينو په وينا؛ د زېرمتون مالک ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شو، څو د درملو قانوني اسناد حاضر او درمل بېرته ترلاسه کړي.
د اسنادو د نه حاضرولو په صورت کې به یې درمل له منځه یوړل شي.

دوو افغان تخنیک‌ګرانو په ګډه د دوو میاشتو په موده کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د هوا د تصفیې یو فلټر جوړ کړی چې په ثانیه...
14/03/2023

دوو افغان تخنیک‌ګرانو په ګډه د دوو میاشتو په موده کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د هوا د تصفیې یو فلټر جوړ کړی چې په ثانیه کې څلور متر مکعبه ککړه هوا پاکوي.

09/02/2023

د عدلیې وزارت سرپرست له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له سرپرست حکومت سره د دښمنۍ پر ځای تعامل وکړي او د رسیمت پېژندلو په اړه ګام پورته کړي.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو شمېر خلک د زرو په لټون د سیند شګې چاڼوي څو له لارې یې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
09/02/2023

د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو شمېر خلک د زرو په لټون د سیند شګې چاڼوي څو له لارې یې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

لغمان تبۍ کونج سیمه کې اور لګیدنې یو ماشوم مړ کړی او مور یې سخته ټپه شوې.سه شنبه/ د سلواغې ۱۸ مهدلغمان ولایت دپیښو په وړ...
07/02/2023

لغمان تبۍ کونج سیمه کې اور لګیدنې یو ماشوم مړ کړی او مور یې سخته ټپه شوې.
سه شنبه/ د سلواغې ۱۸ مه
دلغمان ولایت دپیښو په وړاندی دمبارزی او چمتووالي ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه راغلي چې
دلغمان ولایت دمرکز اړوند دبابا صاحب ډاک د تبی په سیمه کی داورلګیدنې له امله یو ماشوم وژل شوي او د هغه مور سوځیدلي چی حالت یی داندیښنی وړ دی.
اعلامیه زیاتوي چې د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لخوا له دوی سره عاجله مرسته شوې.
اعلامیه وړاندې لیکي چې پدې پیښه کې د یادې کورنۍ دوه خیمی،یوه موټر سایکل، نقدی پیسی او نور دکور ټول وسایل له منځه تللي.
ددې ریاست اړوند د پیښو پر وړاندې د رسیده ګۍ امر ښاغلي عبید الله الکوزي رسنیو ته وویل چې دوی سیمې ته ورغلي پیښه یې برسې کړې له موسساتو یې غوښتي چې له یادې کورنۍ سره عاجله مرسته وکړي.
پیښه تیره ورځ په تبۍ کونج سیمه کې چې د مهترلام بابا دښتې پورې مربوط سیمه ده رامنځته شوې.

په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۶۵۱ او د ټپیانو شمیره د ۱۱۱۱۹ تنو لوړه شو، همدا راز  تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۵...
06/02/2023

په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۶۵۱ او د ټپیانو شمیره د ۱۱۱۱۹ تنو لوړه شو، همدا راز تر اوسه پورې پدې زلزله کې ۵۶۰۶ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي‌ دي‌ او یا يي ډیر سخت زیان لیدلی دی.
په ترکيه کې د يادو پېښو له امله اووه ورځې ملي ماتم اعلان شوی.

06/02/2023

کنړ کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د کنړ په چپه درې ولسوالۍ کي پر یوه کور له غره لویه ډبره را لوېدلې چي، له امله ئې د یوې کورنۍ یوه کوچني ژوند له لاسه ورکړی او پنځه کسان نور ژوبل شوي دي.

06/02/2023

د دفاع وزارت سرپرست نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دفاع وزات په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغې کتنه کې دواړو لورو، د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه په ترکیه کې د وروستیو زلزلو په هکله خپله خوا خوږي څرګنده کړې ده.

05/02/2023

د افغانستان سرپرست حکومت استازی د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو غونډې ته چې ټاکل شوې راتلوونکې اوونۍ د افغانستان په تړاو په مسکو کې جوړه شي، بلل شوی نه دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درې اوونیو کې د جدي له ۲۰مې تر اوسه په ټول هېواد کې د سختې یخنۍ له...
03/02/2023

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درې اوونیو کې د جدي له ۲۰مې تر اوسه په ټول هېواد کې د سختې یخنۍ له امله ۱۷۶ مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

02/02/2023

په روان ژمي کې د برېښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو وروسته د پلازمېنې کابل د اوسېدونکو په منځ کې د لمریزې برېښنا کارول ډېر شوي دي.

نن_چهارشنبه_۱۴۰۱_۱۱_۱۲یوامریکایی ډالر… 89,70 افغانی۱۰۰۰ افغانی…2920 کالداری1000 کالداری… 339 افغانییوامریکایی ډالر 262 ک...
01/02/2023

نن_چهارشنبه_۱۴۰۱_۱۱_۱۲
یوامریکایی ډالر… 89,70 افغانی
۱۰۰۰ افغانی…2920 کالداری
1000 کالداری… 339 افغانی
یوامریکایی ډالر 262 کالداری
یوه یورو…. 96,30 افغانی
یوپونډ ……108,50 افغانی
یوسعودی ریال…..23,35 افغانی
یودوبی درهم …24,20 افغانی
یوه ترکی ریله ….. 4,40 افغانی
یومیلون ایرانی تومن.. 2140 افغانی

Address

Jalalabad 4 Zone
Jalalabad

Telephone

+93788755766

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamisha Bahar Global Tv posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hamisha Bahar Global Tv:

Share


Other Jalalabad media companies

Show All