05/12/2021
هم خوښي هم غم؛ په کندهار کې د یوه کس درې زامن پيدا شوي خو د ساتلو توان یې نه لري.
د کندهار ښار د یوه اوسېدونکي په یوه ځای درې زامن پیدا شوي خو د هغوی د ساتنې او پالنې توان نه لري.
دی وايي، خوشحاله دی چې خدای ج په یو ځل درې اولادونه ورکړي خو دې ته بیا خپه دی چې د خپلې بې وزلۍ له امله د هغوی ساتنه او پالنه نه شي کولای.
هغه وایي، ځینو ملګرو یې ورته ویلي چې یو یا دوه ماشومان وپلوري او په هغه پیسو د بل ماشوم پالنه او روزنه وکړي خو دا د ده لپاره ډېره دردوونکې ده.
دی له مرستندویه ادارو او ملي سوداګرو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي او د ماشومانو په روزلو کې مرسته ورسره وکړي.
عکسونه: امین سمسور، د پژواک خبریال