ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګې کمیټه

ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګې کمیټه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګې کمیټه, Media, Jalalabad.

ننګرهار پوهنتون کې دحافظانو او محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.دننګرهار پوهنتون څخه د1402ه ش کال دفاریغو محصلینو او څلور ت...
01/09/2023

ننګرهار پوهنتون کې دحافظانو او محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.

دننګرهار پوهنتون څخه د1402ه ش کال دفاریغو محصلینو او څلور تنه دقران کریم حافظانو په مناسبت نمانځ غغونډه ترسره شوه.
یاده نمانځ غونډه چې دننګرهار پوهنتون دمحصلینو عمومې ټولنې لخوا نیول شوي وه، دختیځ زون دعلماوو مشر شیخ ضاءالله حاکمې د201خالد ابن ولید قولې اردو مالې مرستیال مولوی محمد یوسف ''سلیم الله''، دننګرهار ولایت دمهاجرینو ریئس اکرام الدین ''مفتون'' دپوهنتون رهبرې کوونکو ګډون کړی او سل ګونو تنومحصلینو ګډون وه، دوی په خپلو خبرو کې محصلینو ته دفراغت دمبارکی ترڅنک ټولنې ته په پوره صداقت او ریښتنولې سره دخدمت کولو توصیه وکړه، ترڅنګ یې د قرا ن کریم دحافظانو په حفظ باندې خوښې څرګنده کړه او دننګرهار پوهنتون لپاره یې لویه لاسته راوړنه وبلله او دا یې دمدرسې او پوهنتون دمحصل او طالب ترمنځ یوالۍ وباله
هیره دې نه وي دغه څلورتنه حافظان د ننګرهار پوهنتون دمحصلینو دعمومې ټولنې دتیرو څلور کلونه هڅه او نتیجه وه او دا لومړۍ ځل دی چې په ننګرها پوهنتون کې محصلین د پوهنتون دتحصلې دورې تر څنګ دقران کریم حفظ هم کوي.

خبرتیاد ګرمسیرو ولایتونو د رخصتیو په اړه چې کومه اعلامیه خپره شوي، هیڅ حقیقت نه لرې تر اوسه پوري هیڅ رسمي خبرتیا نه ده و...
24/05/2023

خبرتیا
د ګرمسیرو ولایتونو د رخصتیو په اړه چې کومه اعلامیه خپره شوي، هیڅ حقیقت نه لرې تر اوسه پوري هیڅ رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوي. نو محصلین دي خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

دننګرهارپوهنتون دمحصلینو فرهنګې کميټه

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس کې د تفریحي پارک او یوه تحقیقاتي فارم د جوړېدو چارې پیل شوې.د ننګرهار پوهنتون د مرکزي عمومي...
12/04/2023

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس کې د تفریحي پارک او یوه تحقیقاتي فارم د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ننګرهار پوهنتون د مرکزي عمومي لیلیې مخې ته د یوه تفریحي پارک او همدارنګه د مرکزي کمپس وچ حوض، چې له تېرو ۳۰ کالو راهیسې غیر فعال او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د ماهیانو روزلو په تحقیقاتي فارم د بدلولو پروژو د جوړېدو چارې د ختیز زون د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندانۍ د نږدې یو میلیون افغانیو په مالي لګښت پیل شوې.
په همدې مناسبت د وري په ۲۳مه نېټه ننګرهار پوهنتون کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د دې پوهنتون د مشرتابه، استادانو او محصلینو سربېره په کې د ختیز زون د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندانۍ مسؤلینو برخه لرله.
د غونډې د پرانیستې او ښه راغلاست وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د ختیز زون د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندانۍ د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې په رغنیزه برخه کې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((خوښ یو، چې د پرون ورځې د ازادۍ او خپلواکۍ اتلان نن د هېواد بیارغونې او جوړېدو ته مټې رانغاړي.))
ښاغلي ناصح ننګرهار پوهنتون د ټولو هېوادوالو ګډ علمي کور یاد کړ او د یادې قوماندانۍ له مشرتابه یې په راتلونکې کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ختیز زون د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندانۍ د اداري او مالي چارو مرستیال م/ولوي محمد یوسف سلیم الله د یادو پروژو په پیل خوښي وښوده او له ننګرهار پوهنتون سره یې په راتلونکې کې د نورو مرستو ژمنه وکړه.
نوموړي د یادو پروژو د پیل موخه د دیني او عصري مرکزونو تر منځ د رامنځته شوي واټن له منځه وړل یاد کړل او استادان او محصلین یې یووالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته راوبلل.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت وویل: یادې رغنیزې پروژې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي، چې په جوړېدو سره به یې لیلیه محصلینو ته د مطالعې او تفریح مناسب چاپېریال او همدارنګه د کرنې او وترنري علومو پوهنځیو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شي.

دازموینې نمرې لاندې کتلای شئ
14/03/2023

دازموینې نمرې لاندې کتلای شئ

نن ورځ سه شنبه  چې د1401/ 12/23 نیټې سره برابره ده، دسیرت نبویﷺ نتایج اعلان شول.دننګرهار پوهنتون دمحصلینو دفرهنګې کمیټې ...
14/03/2023

نن ورځ سه شنبه چې د1401/ 12/23 نیټې سره برابره ده، دسیرت نبویﷺ نتایج اعلان شول.
دننګرهار پوهنتون دمحصلینو دفرهنګې کمیټې لخوا دسیرت نبوی چې کومه سیالی په لاره اچول شوی وه، نن ورځ یې پایلې دیوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوي.
په یاده غونډه کې دننګرهار پوهنتون مالې او ادارې معاون قاضې خالد صداقت، دپوهنتون دعلمې چارو معاوین احسان الله ناصح، دحقوقو اوسیاسې علومو استاد ، دوکتور مصطفی نیازی، دروښان پوهنتون علمې چارو معاوین توریالی همت، دخراسان پوهنتون دامربالمعرف مشر محمدګل توحید یار او دننګرهار پوهنتون نورو استادانو ګډون درلود.
دغونډې دپیل وینا دمحصلینو دفرهنګې کمیټې مسؤل قارې صاحب حبیب الرحمن حبيبې وکړه، نوموړې دغونډې ګډون والو ته دازموینې دپوره شفافیت او په نمرو کې دهرډول لاسوهنې څخه ډاډ ورکړ. او د خصوصې او دولتې پوهنتونو له استادانو او مسؤلینو څخه یې په دې سیالی کې له دوی سره د همکارې مننه وکړه.
ورپسې دحقوقو او سیاسې علومو استاد مصطفې نیازې، دخراسان پوهنتون دامربالمعروف مشر
دننګرهارپوهنتون دعلمې چارو معاوین، او دپوهنتون دامتحاناتو کميټې غړې استاد رضوان الله همت یار ویناوې وکړي، دوی دمحصلینو دفرهنګې کمیټې دغړو دغه کار وستایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې دمحصلینو په فکرې روزنه کې هلې ځلي کوي او دوی د دغه ډول کړونو دترسره کولو لپاره یې د همکارې پوره ډاډ ورکړ.
دغه سیالې چې دتیرې جمعې په ورځ ترسره شوه 459 تنو ثبت نام کړی وه چې له جملي یې 270 تنو ازموینه ورکړه، چې تر دیرشمې نمرې پورې بریالیو محصلینو ته جوایز هم ورکړل شول.
د دغې ازموینې لومړی درجه ګټونکی محمداغا دمحمدالله زوي، په دوهمه درجه کې جانداد دشامحمود زوی، په دریمه درجه کې محیب الرحمن د سید امیرجان زوي راغلل، چې دری واړه دننګرهار پوهنتون محصلین دي.

#دننګرهار پوهنتون دمحصلینو فرهنګې کمیټه

13/03/2023

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
دسیرت نبوې چې کومه ازموینه اخیستل شوي وه، پایلې یې سبا سه شنبه په دوه بجې دننګرهار پوهنتون په ډیټوریم کې اعلانیږې.

#دمحصلینو فرهنګې کمیټه.

ننګرهار پوهنتون کې د سیرت نبوي سیالي ترسره شوه. یاده سیالي د کب په ۱۹مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګي کمېټې په...
10/03/2023

ننګرهار پوهنتون کې د سیرت نبوي سیالي ترسره شوه.
یاده سیالي د کب په ۱۹مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګي کمېټې په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د ننګرهار د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د نږدې ۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو څخه په کې ازموینه واخیستل شوه.
د فرهنګي کمېټې د مسؤلینو په وینا، له ازموینې یې موخه د محصلینو او ځوانانو فکري روزنه او د نبوي مبارک سیرت سره بلدتیا ده، چې د اخیستنې لپاره یې د شرعیاتو پوهنځي د استادانو د نظارت لاندې ځانګړې کمېټه ټاکلې ده.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د ازموینې بهیر نه د لیدنې پر مهال د محصلینو فرهنګي کمېټې له غړو مننه وکړه او هغوی ته یې د ازموینې د شفافې اخیستنې سپارښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز ګډونوالو محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د ازموینې پایلې به راتلونکې سه شنبه د کب په ۲۳مه نېټه اعلان شي، چې ممتازو محصلینو ته به جاایزې او ډالۍ هم ورکړل شي.
سرچینه: دمحصلینو فرهنګې کمیټه

10/03/2023
دسیرت نبوي ازموینه نن ورځ دحوت 19 نیټه پیل شوه.چې پکې 400 کسانوګډون کړﺉ.دازموینو دپایلو داعلان په اړه به معلومات ورسته د...
10/03/2023

دسیرت نبوي ازموینه نن ورځ دحوت 19 نیټه پیل شوه.
چې پکې 400 کسانوګډون کړﺉ.
دازموینو دپایلو داعلان په اړه به معلومات ورسته در کړو.

Address

Jalalabad

Telephone

+93775629677

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګې کمیټه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ننګرهار پوهنتون د محصلینو فرهنګې کمیټه:

Share

Category