24/02/2024
زه حق لرم چې وژاړم، ښه ډیر وژاړم،
یوازې له ځانه سره
د ځان له پاره لوبې وکړم... وناڅم،
په یوه لرې پرته سیمه، د صحرا په سینه یا د غرونو په راغو کې کافي وڅکم...
او د الهي طبیعت ښکلو مناظرو ته خپلې ساه ګانې هدیه کړم.
هو...
زه حق لرم چې
د خپل محبوب (روح) د هوسایۍ له پاره
پلي تګ وکړم،
ځکه زما زړه زما د افکارو مرشد دی.
Safi Saib 😚