Kala kharab Nangarhari

Kala kharab Nangarhari Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kala kharab Nangarhari, Gaming Video Creator, Jalalabad.

13/06/2021

دوستانو زمونږ ايډي درسره فالو کړي

12/06/2021
12/01/2021

ﻛﻠﻪ ﭼﯥ حضرت ﻣﻮﺳﻰ ﻋﻠﻴﻪ ﺍﻟﺴﻼﻡ ﺧﭙﻞ ﻭﺭﻭﺭ ﻫﺎﺭﻭﻥ ﻋﻠﻴﻪ ﺍﻟﺴﻼﻡ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺗﻪ ﻭﺳﭙﺎﺭلو، ﻧﻮ ﺩخپل ورور بېلوالي ﺍﻭ ﺩ ﻗﺒﺮ ﺗﻮﺭﻭ ﺗﻴﺎﺭﻭ سخت ﭘﻪ ﮊړﺍ ﻛړ .
️ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﺣﻲ ﻭﻛړﻩ ﭼﯥ:
ﺍﯤ ﻣﻮﺳﻰ!
ﻛﻪ ﺯﻩ ﺩﯤ ﻣړﻭ ﺗﻪ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻭﺭﻛړﻡ ﭼﯥ ﺗﺎ ﺯﻣﺎ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﻳﻨﯥ ﺍﻭ ﻣﻬﺮﺑﺎنۍﺧﺒﺮ ﻛړﻱ ﻧﻮ ټوﻝ ﺣﺎﻝ ﺑﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﻭﺍﻳﻲ .
ﺍﯤ ﻣﻮﺳﻰ!
ﻣﺎ چې ﺩﻭﻯ ﺩ ځمکې ﭘر ﺳﺮ ﻟﻪ ﻳﺎﺩﻩ ﻧﻪ ؤ ﻭﻳﺴﺘﻲ ﺍﻭ ﺭﻭﺯﻱ ﻣﯥ ﻭﺭﻛﻮﻟﻪ ﻧﻮ څنګه ﺑﻪ یې ﺗﺮ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﻻﻧﺪﯤ ﻫﻴﺮ ﻛړﻡ .
ﺍﯤ ﻣﻮﺳﻰ!
ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﻨﺪﻩ ﻭﻣﺮﻱ ﻧﻮ ﺯﻩ ﺩﺩﻩ ﺩ ګناﻫﻮﻧﻮ ﺯﻳﺎﺗﻮﺍﻟﻲ ﺗﻪ نه ﺑﻠﻜﻪ ﺩﺩﻩ ﺑﯥ ﻭسۍ ﺗﻪ ګوﺭﻡ .
اې ﺍﻟﻠﻪ ﷻ ﺗﻪ ﺯﻣﻮږ ګناﻫﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻪ ګوﺭﻩ، ﺩ ﺧﭙﻞ ﺭﺣﻤﺖ ﻭﺳﻌﺖ ﺗﻪ ﻭګوﺭﻩ ﭘﻪ ﻣﻮږ ﺧﺎﺻﻪ ﻟﻮﺭﻳﻨﻪ ﻭﻛړﻩ ..!!!

آمین ثم آمین

26/12/2020

کله چې ټول خلک ویده وی او ته تهجد کوی
نو داسی مثال لری.

25/12/2020

ښځه !
¹-د یوې حاملې ښځې دوه رکعته لمونځ د یوې عادي ښځې له اتیا رکعته لمونځ څخه غوره دی.
²- هره مېرمن چې خپل اولاد ته شیدې ورکوي الله ج د هر څاڅکي په بدل کې یوه نیکي ورکوي .
³- هغه مېرمن چې د خپل بچي د ژړا له کبله ټوله شپه نه ویده کیږي، الله ج هغې ته د (۲۰) غلامانو د ازادولو ثواب ورکوي.
⁴- هغه ښځه چې د خپل بچي د ناروغۍ او د هغې د ارامولو له کبله نه ویده کیږي، الله ج د هغې ټول ګناهونه بښي او دې ته د (۱۲) کلونو قبول شوي عبادت ثواب ورکوي.
⁵- هغه مېرمن چې حامله وي شپې یې په عبادت او ورځې یې په روژه کې شمېرل کیږي.
⁶- کله چې ښځه اولاد زیږوي الله ج هغې ته د اویا کلونو لمنځونو او روژو ثواب ورکوي او کله چې اولاد نړۍ ته راځي، کوم درد او تکلیف چې تحمل کوي د هر رګ د درد په بدل کې الله ج ورته د یو حج ثواب ورکوي.
⁷- هغه ښځه چې اولاد وزیږوي او له (۴۰) ورځو وړاندې مړه شي، د شهادت درجې ته رسیږي.
⁸- کله چې د شپې ماشوم ژاړي او مور یې پرته له دې چې هغې ته ښېرا وکړي، شیدې ورکوي الله ج هغې ته د یوکال لمانځه او روژې ثواب ور کوي.
⁹- کله چې یوه ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، د ماشوم له مړېدو څخه وروسته یوه پرښته له اسمان څخه اواز کوي چې اې!! ښځې الله ج تالره جنت واجب کړ.
¹⁰- هغه ښځه چې مېړه له هغې څخه خوښ(راضي) وي او مړه شي، جنت د هغې لپاره واجب شو.
¹¹- نېک عمله ښځه له مېړه څخه وړاندې جنت ته ننوځي او د هغې ښایست به د حورو اویا برابره کیږي.
¹²- کله چې ښځه د مېړه د ویلو پرته د هغې لاس او پښې چاپي او وموښي، هغې ته د (۷) تولو سرو زرو د صدقې ثواب وروکول کیږي او که له هغې نه دغه غوښتنه وشي نو د (۷) تولو سپینو زرو ثواب ورکول کیږي.
¹³- که څوک خپل مېړه ته یوه دیني مسله ورزده کړي هغې ته د اتیا کلونو د عبادت ثواب ورکول کیږي.
¹⁴- یوه نېک عمل ښځه د الله ج له اتیا ولیانو څخه هم غوره ده.
¹⁵- هره ښځه چې د الله ج د نوم په یادولو(ذکر) جارو وهي الله ج هغې ته د بیت الله شریفې د جارو کولو ثواب ورکوي.
¹⁶-هغه ښځه چې په بسم الله سره اوړه خمیره کړي الله ج یې په رزق کې برکت اچوي.
¹⁷- هغه ښځه چې په بسم الله سره غوا، مېښه او.... ولوشي هغه حیوان د دې لپاره د بښنې دعا کوي.
نوټ:زمونږ پاڼه تعقیب او ایینده کې ورڅخه داسی ښکلې معلومات وګوری.

دي ځوان سره د خپل وس کومک وکړي يو ويډيو مي وکتله ډير سخت يي ودردولم د ويډيو لينک په اول کمينټ کي ديسخت مریض یم جیگرگرد ا...
20/11/2020

دي ځوان سره د خپل وس کومک وکړي يو ويډيو مي وکتله ډير سخت يي ودردولم د ويډيو لينک په اول کمينټ کي دي

سخت مریض یم جیگرگرد او ملاتیری بخی ختم دی او مور می هم سخت مریض ده وسه می نشته دالله ج درزه په خاطر داخپل وسه کومک اوکری دکور یوازنی سرفرست یم نوم زم امجدخان پلارنوم روزی خان کابل افغانستان واتسف ایمو 0093786806749

خدايه په دې دنيا جنت ورکړه چې مونږ نه وژنيدي مزدورانو ته اجرت ورکړه چې مونږ نه وژنيافـــــــــــغانستان تـــه ورته راوله...
02/11/2020

خدايه په دې دنيا جنت ورکړه چې مونږ نه وژني
دي مزدورانو ته اجرت ورکړه چې مونږ نه وژني

افـــــــــــغانستان تـــه ورته راوله د حورو رمې
سم يې ماړه کړه دا لذت ورکړه،چې مونږ نه وژني

د کـونړ سيــند کړه ورته سيند د مستو سرو شرابو
او بيا د څـکلو اجازت ورکړه ،چي مونږ نه وژني

دويي ته بنګلې ورکړه ،موټرې ورکړه هر څه ورکړه
دوي ته ډالرو کښې دولت ورکړه چې مونږ نه وژني

د ګنــــاهګار ممتاز دعا ده .آمين څوک او وايي؟؟
ربه هر څه پخپل قدرت ورکړه چې مونږ نه وژني

🌹 ---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---🌹خپل اولاد څنګه  تربیه کړو?یوه خور کیسه کوي چې زه د یوې ملګرې کور ته لاړ...
16/07/2020

🌹 ---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---🌹

خپل اولاد څنګه تربیه کړو?

یوه خور کیسه کوي چې زه د یوې ملګرې کور ته لاړم
وړه لور یې چې ۳ کلنه وه راغله او خپلې مور نه یې غیږ چاپیره کړه او وایې ویل مورې نن بیا جنت کې کور نه جوړ وو
ما فکر وکړو چې کېدای شي ما د دې خبره ناسمه وا ورېدله ګورم چې لورکۍ یي بیا همدا خبره تکرار کړه او بیا یې ورونه راغلل او هغوی هم هغه څه وویل څه چې خور ویلي وو
مور یې په سترګو کې وخندل او ماته یې وویل آیا ته غواړې چې وګورې چې زه او بچیان مې څنګه جنت کې قصرونه جوړ وو
ما ویل ولې نه په مینه سره مې څارل چې دوی څه کوي
مور یې کښیناسته او بچیان یې چې عمرونه یې دا ۳ او ۱۰ کالونو تر منځ وو چاپیره ترې کښیناستل
مور سره د بچو د
( قَلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌۚ۝۱ اَللّٰهُ الصَّمَدُۚ۝۲ لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ كُفُوًا اَحَدٌ۠۝۴ )

په لوستلو پیل وکړ کله یې چې ۱۰ ځله ولوستله نو ټولو په یو اواز په خوشحالي سره وویل ( الحمدلله ) جنت کې مو یو کور جوړ کړو بیا یې مور وپوښتل اوس دې کور کې څه کېښودل غواړۍ
ماشومانو ځواب ورکړ مورې خزانې کېښودل غواړو نو د

لَاحَوْلَ وَلَا قُوّةَ اِلّا بِاللهِ
په لوستلو یی پیل وکړو
مور یې بیا و پوښتل بچيانو تاسې کې څوک غواړي چې جنت کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم السلام سره وویني او د هغه د مبارک لاسه د کوثر اوبه وڅکي چې هېڅکله به بیا نه تږی کېږي
ټولو د
( ☆ـ﷽ـ☆
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدِ وَّعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى
آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ) په لوستلو شروع وکړه ورپسې یې تکبیر وویل او ښايسته دُعا يې وکړه
او نور يې بیا بچیان په خپلو درسو مصروف کړل

ما ورته وویل چې دا کار دې څنګه ترتیب کړی دی هغې وویل ماشومان خوښوي چې مور سره خبرې او کیسې وکړي نو ما ویل چې راځۀ د يوې مسلمانې مور په حيث د الله تعالی په ذکر یې بلد کړه او د رسو ل الله صلى الله عليه وسلم احادیثو اوسيرت سره یې اشنا کړه
او دا دوی د عقل مطابق د جنت د نعمتونو او نیکیو تشویق دپاره په ذکر او عبادت عادت کوم چې راتلونکي کې با استعداد زیارکښه نیکان صالحان او دینداره خلک شي

**********************************

که مو چیرته تر آخيره لوستلې وي نو مهرباني وکړي په کمنټ کي ولیکی چه ولوستل شوه

*•┈••✾•🌿🌺🌿•✾••┈•*
⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣
:::::::::::::

ګلخان د په فخر سره د دشتګر باجوا ملاتړ کويولي زه د دوستم ملاتړ نشه کوليډير ډير دي مارشالي ورته مبارک وی
15/07/2020

ګلخان د په فخر سره د دشتګر باجوا ملاتړ کوي
ولي زه د دوستم ملاتړ نشه کولي

ډير ډير دي مارشالي ورته مبارک وی

14/07/2020

له کله نه چې مسافر شوي ياست
له افغانستان څخه مو ښه خبر اوريدلي

د بخیل سترګې دې ړندې شي، چې د یوه هزاره ورور پرمختګ نه شي لېدلی.هر وطندار مو چې هېواد ته ویاړ بښي، د سترګو تور مو دی او ...
13/07/2020

د بخیل سترګې دې ړندې شي، چې د یوه هزاره ورور پرمختګ نه شي لېدلی.
هر وطندار مو چې هېواد ته ویاړ بښي، د سترګو تور مو دی او باید ونازول شي.
سمیع فیضي په خپل وزن کې د ټول هېواد په کچه د ازادو سیالیو یوازېنی هغه اتل دی چې د (MMA) دوه کمربندونه لري او دا د هېواد د ازادو سیالیو په تاریخ کې یو ستر ویاړ دی.
په جرأت ویلی شم، چې د هېواد بل هېڅ یو لوبغاړی د فیضي په څېر په خپله کارنامه کې داسې ویاړ نه لري. نه مبارز او نه هوتک!
نن، صفري د دانش او عبدالله لخوا وستایل شو. ځکه چې، دا یې د محدودو هزاره چارواکو د اتفاق او یووالي له برکته دی.
خو زموږ پَښتانه چارواکي دومره بې اتفاقه او بې تفاوته دي، چې تر سېوري لاندې یې د خپل پښتون ورور لاسته راوړنې ورکې دي.
پَښتنو چارواکو! فیضي تاسې ته تاریخ جوړه وي. تاسې ولې بې تفاوته پرې سترګې پټوئ؟
یوځل خو د دې ځوان د دې سترو لاسته راوړنو ستاینه او پوښتنه وکړئ.
یوځل خو ورته ولسمشر سره د لېدو زمېنه برابره کړئ، چې دی هم ووايي؛ زه هم د شاباسۍ لپاره یو څوک لرم. چې نور هم د دې کړېدلي هېواد بیرغ په بهر کې ورپوي او په خپلو لاسته راوړنو، افغانستان ته نړیوال پرستېژ / اعتبار ور په برخه کړي.
فیضي صېب! د ناچاره ژورنالېست ورور دې همدومره له وسې پوره وو، چې ستا د زړه اواز پورته کړي.
مننه 🙏

دا پړانګ خوست کې پر پوله ولاړ د سرتېرو قوماندان دی.یوه تازه ویډیو کې د پنجابي پوځیانو ډلګۍ مشر ته وایي چې دماغ مې اسمان ...
06/07/2020

دا پړانګ خوست کې پر پوله ولاړ د سرتېرو قوماندان دی.
یوه تازه ویډیو کې د پنجابي پوځیانو ډلګۍ مشر ته وایي چې دماغ مې اسمان ته درته ختلي، یو اینچ پېژنې؟ چې یو اینچ راواوړې ولم دې او پړمخې دې اړوم، کنه ته همدا اوس قدم واخله زه دې ګورم.
ځار سرتېریه ودې ګټلو!!!!

«سترګې مې په لارو کوڅو کې متعلمېن لټوي.»
04/07/2020

«سترګې مې په لارو کوڅو کې متعلمېن لټوي.»

تازه خبر دا اوس چي کومي سيالي په کابل کې کيږي اضغر په دواړو ټيمونو کي بيټينګ کوي
03/07/2020

تازه
خبر دا اوس چي کومي سيالي په کابل کې کيږي اضغر په دواړو ټيمونو کي بيټينګ کوي

دغه  پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.ما خو کوښښ شروع کړ تاسو هم کوښښ وکړي.خاص         ...
02/07/2020

دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.
ما خو کوښښ شروع کړ تاسو هم کوښښ وکړي.
خاص √ځانګړی
خاصو √ ځانګړو
خصوصيات √ ځانګړتياوې
نیرو √ ځواک
سرباز √ سرتېری
پرواز √ الوتنه
کتابخانه √ کتابتون
کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی
دانشګاه √ پوهنتون
مکتب √ ښوونځی
تحصیل √ زده کړه
محصل √ زده کړيال
محصلين √زده کړيالان
معلم √ ښوونکی
شاګرد √ زده کوونکی
سرمعلم √ سر ښوونکی
نتایج √ پايلو
نتيجه √ پايلې
احترام √ درناوی
بې سواده √ نالوستی
محترم یا آقا √ ښاغلی
امتحان √ ازموينه
نام √ نوم
فیصده √ سلنه
ميلادي √ زیږدیز
توجه √ پاملرنه
فامیل نوم √ کورنی نوم
فاميلي √ کورنۍ
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
اِمضآ √ لاسليک
دواخانه √ درملتون
دوا √درمل
دوايي √ درملنه
مريض √ ناروغ
مریضي √ ناروغۍ
مرض √ رنځ
عکس √ انځور
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
باغ √ بڼ
باغ وحش √ ژوبڼ
باغوان √ بڼوال
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
ګاوخانه √ غوجل
برق √ بريښنا
د برق لین √ د بريښنا مزی
برقي √ بريښنايي
غلط √ ناسم
غلطو √ ناسمو
غلطې √ ناسمې
اشتباه √ تېروتنه
ترس √ ويره ډار
سیزن √ موسم
مشکل √ ستونزه
مشکلات √ ستونزې
مشکله √ ستونزمنه
کثیق √ چټل ناولي
منزل طبقه √ پوړ
دومنزله √ دوه پوړه
ساختان √ ودانۍ
زندګي √ ژوند
زنده √ ژوندی
جوش √ ځوښ
قطار √ کتار
تماس √ اړیکه
مربوط √ اړوند
قطع √ پرې
ضرور √ اړین
ضرورت √ اړتیا
مجبور √ اړ
تایید √ منل
مفت √ وړيا
کیپ √ بټوه
قيمت √ بيه
شمارل √ شمېرل
نمبر شماره √ شمېره
بې شماره √ بې شمېره
انتخاب √ټاکل ټاکنه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې
وقت √ وخت
میدان √ ډګر
امده √ چمتو
امدګي √ چمتوالی
محافظ √ ساتونکی
قهرمان √ اتل
قهرماني √ اتلولي
قهرمانان √ اتلان
نامي √ نوميالی
مالدار √ شتمن
مالداري √ شتمني
ثروتمند √ بډایه
دعوه √ شخړه
جنګ √ جګړه
بعضې √ ځينې
ماهي √ کب
ماهیان √ کبان
تقريباً √ کابو
غذا √ خواړه
ترجمان √ ژباړن
ترجمه √ ژباړه
ترجمه کول √ ژباړل
بخشه √ بښنه
معلوم √څرګند
زیاتره √ اکثره ډېری
بیرون √ دباندې
خارج √ بهر
خارجي √بهرني
مظاهره √ لاریون
قرض √ پور
قرضار √ پوره وړی
غیب √ نادرکه
سخت √ غښتلی
قوي √ پیاوړی
ضعيف √ کمزوری
وحدت √ يووالی
دعوت √ بلنه
دعوت نامه √ بلنلیک
درخواست √غوښتنه
درخواست نامه √ غوښتنلیک
تحقيق √څېړنه څېړل
جنګ √ جګړه
دعوه √ شخړه
تعقیب √څارنه
تحقيقات √ څېړني
دهقان √ بزګر
نجا ر . √ ترکاڼ
نجاري √ ترکاڼي
اخر √ پای
اول √ لومړی
شروع √ پیل
قديمي √پخوانی
چقو . √ چاړه
بخشش √ بښنه
لذت √ خوند
واقعه √ پېښه
موقعت √ ځای
شخص √وګړی
نفر √ کس
دوه نفره √ دوه کسيزه
زندان √ بندي خونه
ظلم √ تېری
کومک √ مرسته
کاریګر √ مزدور
اشپزخانه √ پخلنځی
اشپزي √ پخلی
اشپز √ پخلوونکی
اشپزه √ پخلوونکې
تاریکه √ تياره

اختیار √ واک
نوشته √ لیکل
تهديد √ ګواښ
سربلنده √ سرلوړی
مقدس √ سپېڅلی
سرمایه √ پانګه
سرمایه ګذاري √پانګونه
وعده √ ژمنه
مصرف √ لګښت
احسان √ نېکي
فیصله √ پريکړه
زخمي √ ټپي
جاسوس √ څارګر
جاسوسه √ څارګره
مرز √ پوله
خط √ کرښه
بېل √ یوم
جدا √ بېل
نزدې √ نږدې
تحفه √ ډالۍ
واحد √ یو "یواځنی
مصروف √ بوخت
مصروفیت √ بوختیا
هفته √ اونۍ
چابک √چالاکه ګړندی
مکمل √ پوره
مستقيم . √ سيده
بغل √ څنګ
بنیاد √ بنسټ
فروش √ پلورل خرڅول
حوصله √ زغم
حسد √ کینه
ترقي √ پرمختګ

دخپلۍ ژبۍ کارول انسان ته ښکلا وربخښۍ😊

وه ولسمشره! لوږه او ناامني موږ هره ګړۍ ځپي، دا ته په څه لګیا یې؟——————‏شمشاد نیوز: حکومت د عبدالعلي مزاري د مصلا (غونډځا...
01/07/2020

وه ولسمشره! لوږه او ناامني موږ هره ګړۍ ځپي، دا ته په څه لګیا یې؟
——————‏
شمشاد نیوز: حکومت د عبدالعلي مزاري د مصلا (غونډځای) په جوړولو ۲ میلیونه ډالر لګوي.

ته به وایی غبرګی سلیزی یی وهلییادی رنزو ماشین دهپه ویدو چکچک وهی په دی شی اوس اسیا کف ګټی تامښوکه
30/06/2020

ته به وایی غبرګی سلیزی یی وهلی
یادی رنزو ماشین ده
په ویدو چکچک وهی په دی شی اوس اسیا کف ګټی تامښوکه

زرداد فریادي علیپور، محقق، خلیلي او شجاعي ته اخطار ورکړی، چې د کوچیانو په مقابل کې له جنګ څخه لاس په سر شئ، کنه بامیان ب...
29/06/2020

زرداد فریادي علیپور، محقق، خلیلي او شجاعي ته اخطار ورکړی، چې د کوچیانو په مقابل کې له جنګ څخه لاس په سر شئ، کنه بامیان به مو له لاس څخه ووځي او موږ جنګ ته اماده یؤ.
دومره یي شیر کړي چې زرداد فریادي اخطار علیپور محقیق خلیلی شجاعي ته ورسیږي
زموږ پانه هم خوښه کړي

28/06/2020

دوستانو په ويډيو کې نقطه پيدا کړي
او د نورو ښکلو ويډيوګانو لپاره زموږ پاڼه لایک کړی مننه
او ويډيو شير کړي

داسې حکومت لرو د برق پايه يي د سرک په مينځ کې درولي ده بيا وايي ډريور ملامت دي
27/06/2020

داسې حکومت لرو د برق پايه يي د سرک په مينځ کې درولي ده بيا وايي ډريور ملامت دي

د خپلی کورنی  #اتلان چی د  #حلال رزق لپاره راوتلی دی
26/06/2020

د خپلی کورنی #اتلان
چی د #حلال رزق لپاره راوتلی دی

24/06/2020

مبین خو یی بیا سم برابر کړ افغانان له هیبتیانو زیاته کرکه لری .
که مبین او دی شنه خرو دلیل ته غوږ ایښودلای نن به دا افغان کنځلی هم دوی ته نه کولای .
کنځلی ښه کار ندی خو دوی سړی مجبوری او زه باور مند یم چی دا افغان چی هر څوک دی وطندوسته او غیرتی افغان به دی .

24/06/2020

تازه خبر
د روغتيا وزارت يو کارکوونکي په اتيا زره ډالرو رشوت نيول شوي دي

24/06/2020

محمد شهزاد ويل يو ورځ مو په شپږيزه ليک کي شاپور سره مو ميچ وو امپير چي کله ټاس جيګ کړو نو په دي وخت کي د شاپور ژبه بنده شوه چې کله ټاس ولويد شاپور ويل همدا مي خوده کنه

بيا وايي چې حارجان مو پرمختګ ته نه پرېږديخا نو اوس به دا غله څوک راونيسیالله تعالی مو کور ورانه کړه د بي شرمه ځامنو
22/06/2020

بيا وايي چې حارجان مو پرمختګ ته نه پرېږدي
خا نو اوس به دا غله څوک راونيسی
الله تعالی مو کور ورانه کړه د بي شرمه ځامنو

ورکړي زړونه د سپي لکي ته
21/06/2020

ورکړي زړونه د سپي لکي ته

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kala kharab Nangarhari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share