08/07/2022
"ډېر ژر به د نجونو ښوونځي پرانستل شي"
د اسلامي امارت د علماوو شورا رییس فقیرالله فایق په يوه مرکه کې ويلي چې د دوی مشر هبت الله اخندزاده د نجونو ښوونځيو د دروازو د پرانیستلو مخالف نه دی او ډېر ژر به ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
نوموړي زياته کړې چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو یوازینی لامل دا دی چې د دوی ټولګي باید جلا وي.