خوشحال راډیو KhushalRadio

خوشحال راډیو KhushalRadio باور, معیار او نوښت

د پاکستاني پولیسو پر هغه موټر چاودنه شوې، چې د بهرنیو هېوادونو سفیران یې مینګورې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره بدرګه کاوه...
22/09/2024

د پاکستاني پولیسو پر هغه موټر چاودنه شوې، چې د بهرنیو هېوادونو سفیران یې مینګورې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره بدرګه کاوه، چاودنه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د روسیې، تاجکستان، پرتګال، اندونیزیا، قزاقستان او ایتوپیا د سفیرانو پر کتار شوې ده، یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي، خو سفیرانو ته زیان رسېدلی نه دی، له چاودنې وروسته د یادو هېوادونو سفیران بېرته اسلام اباد ته ګرځېدلي دي.

تېره شپه د بلوچستان ایالت په ژوب کې دری سرتېري نا څرګنده وسله والو وژلي دي، د بلوچستان امنیتي چارواکو نن یکشنبه وویل، وس...
22/09/2024

تېره شپه د بلوچستان ایالت په ژوب کې دری سرتېري نا څرګنده وسله والو وژلي دي، د بلوچستان امنیتي چارواکو نن یکشنبه وویل، وسله والو د پاکستاني پولیسو پر موټر ډزې کړې دي.

روح الله عزیزي د هرات پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي محصل دی، نوموړي په ډېرو لږو امکاناتو یو موټر جوړ کړی، چې پنځه سوه زره دېر...
22/09/2024

روح الله عزیزي د هرات پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي محصل دی، نوموړي په ډېرو لږو امکاناتو یو موټر جوړ کړی، چې پنځه سوه زره دېرش افغانۍ لګښت پرې راغلی دی، نوموړي، چې نن یې دغه موټر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې نندارې وړاندې کړی دی، وایي د څلورو میاشتو په موده کې یې موټر جوړ کړی او په ساعت کې ۱۲۰ کیلومټره واټن لنډوي.

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ایران جنوبي خراسان، طبس ډبرو سکرو کې چاودنې او د ګاز خپرېدو له امله دېرش تنه کان کیندونکي مړه ...
22/09/2024

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ایران جنوبي خراسان، طبس ډبرو سکرو کې چاودنې او د ګاز خپرېدو له امله دېرش تنه کان کیندونکي مړه او اوه لس نور ټپیان دي. ایراني چارواکو د پلتنې او ژغورنې عملیات پیل کړي دي، خو داسې ښکاري چې د تلفاتو شمېره به زیاته وي.

د افغان او پاکستاني لورو تر منځ د شوې جګړې له کبله له تېرو دوو ورځو راهیسې د غلام خان بندر لاره تړل شوې ده، خوست کې د غل...
22/09/2024

د افغان او پاکستاني لورو تر منځ د شوې جګړې له کبله له تېرو دوو ورځو راهیسې د غلام خان بندر لاره تړل شوې ده، خوست کې د غلام خان بندر کمېسار مولوي بهایي جان بلال وایي د غلام خان بندر لاره د جګړې له امله له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې ده،بلال زیاتوي دواړو لورو ته په توکو بار لسګونه موټر ولاړ دي، ځینې هغه موټر چې توکي یې د خرابېدو په حال وو، د پکتیا ډنډ پټان ته لېږدول شوي دي، بلال وایي، د لارې د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي. د خوست د سوداګرۍ خونې مشر نواب امیرزی غوښتنه کوي، پاکستان او افغانستان دې سوداګرۍ ته پام وکړي او تجارت دې د سیاست نه قرباني کوي.

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني ځواکونو د نن سهار په بریدونو کې نهه عسکر وژل شوي او څوارلس نور ژوبل شوي دي.
21/09/2024

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني ځواکونو د نن سهار په بریدونو کې نهه عسکر وژل شوي او څوارلس نور ژوبل شوي دي.

د څلور څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګانو په ولایت کې د اوبو کوچني بندونه جوړ شوي دي، د دغه بندونو د ګټې اخیستنې پ...
21/09/2024

د څلور څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګانو په ولایت کې د اوبو کوچني بندونه جوړ شوي دي، د دغه بندونو د ګټې اخیستنې په جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور ویلي، چې پر دغه بندونو ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی، نوموړي وایي، چې په هېواد کې د یو شمېر لویو بندونو رغنیزې چارې هم پیل شوې دي.

۳۲ افغان او پاکستاني کډوال د ترکیې پولیسو تېره ورځ په ادیرنه ښار کې نیولي دي، ترکي رسنۍ وایي، نیول شوي کډوال له قانوني ا...
21/09/2024

۳۲ افغان او پاکستاني کډوال د ترکیې پولیسو تېره ورځ په ادیرنه ښار کې نیولي دي، ترکي رسنۍ وایي، نیول شوي کډوال له قانوني اسنادو پرته ترکیې ته ننوتلي او پولیسو نیولي دي، دا افغان او پاکستاني کډوال د میرچ، اپساله، لالا پاشا او ازونکوپرو په کلیو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

په تېر یوه کال شاوخوا اته اویا زره قیراط زمرد پلورل شوي دي، نن شنبه د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه کال د لاسته رواړنو د...
21/09/2024

په تېر یوه کال شاوخوا اته اویا زره قیراط زمرد پلورل شوي دي، نن شنبه د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه کال د لاسته رواړنو د تشرېح په پروګرام کې وویل، چې تېر کال یې د پنځه اعشاریه پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت اته اوی زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي، یاده موده کې د پنجشېر د زمرودو د استخراج لپاره ۵۷۵ جوازونه صادر شوي او پنځلس زره کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

نن په کابل کې یو امریکایي ډالر په اته شپېته افغانۍ او اویا پوله تبادله کېږي، د افغانستان بانک مسوولین وایي، د روان لمریز...
21/09/2024

نن په کابل کې یو امریکایي ډالر په اته شپېته افغانۍ او اویا پوله تبادله کېږي، د افغانستان بانک مسوولین وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی، صرافان وایي د اسعارو په ټولو بازارونو کې د افغانۍ غوښتنه ډېره شوې ده، نو ځکه یې ارزښت هم زیات شوی دی.

19/09/2024

د غزني له تخنیکي پوهنتون څخه د ۱۵۰ په شاوخوا کې محصلین فارغ شوي دي. دوی فارغ شول خو د کار نشتوالي ته اندېښمن دي او له اوسني حکومت څخه غواړي چې د کار زمینه ورته مساعده کړي.
زموږ همکار حدیث زیار یې حال ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی دی.

افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته په شپږو ویکیټو ماتې ورکړه، د جنوبي افریقا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶...
18/09/2024

افغانستان کرکیټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته په شپږو ویکیټو ماتې ورکړه، د جنوبي افریقا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې وکړې، افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف په شپږ ویشتو اورونو کې پوره کړل، بالینګ کې فضل حق فاروقي او الله محمد ښه وځلېدل، ګل بدین نایب او عظمت الله عمرزي بهترینه توپوهنه وکړه، د خوشحال راډیو اداره ټولو هېوادوالو ته ددې سترې بریا مبارکي وایي.

افغانستان کرکیټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده د یوې دورې لپاره هم غځول شوې ده، د بورډ اعلامیه وایي، په تېرو کلون...
18/09/2024

افغانستان کرکیټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده د یوې دورې لپاره هم غځول شوې ده، د بورډ اعلامیه وایي، په تېرو کلونو کې کرکیټ بورډ کې اداري اصلاحاتو، د کورني کرکیټ پراختیا او دغه راز په ټولو اړوند ډګرونو کې د اسانتیاوو بې ساری پرمختګ او د ملي لوبډلې تاریخي لاسته راوړنو ته په کتلو سره سرپرست حکومت د میرویس اشرف کاري موده غځولې ده. د کرکیټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان کاري موده هم د بورډ له لوري د دریو کلونو لپاره غځول شوې ده.

د روسیې د وسله والو ځواکونو شمېر به ۲۳۸۹۱۳۰ کسانو لوړ شي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د وسله ځواکونو د...
18/09/2024

د روسیې د وسله والو ځواکونو شمېر به ۲۳۸۹۱۳۰ کسانو لوړ شي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د وسله ځواکونو د زیاتوالي فرمان لاسلیک کړ. نوی فرمان چې د حقوقي معلوماتو لپاره په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی، د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبرمیاشتې له لومړۍ نېټې څخه نافذېږي.

د ۲۰۲۴ ز کال فوټسال نړیوال جام کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته افغان سوداګرو ۳۱ زره ډالر نغدي جایزه ورکړه دا جایزه ی...
18/09/2024

د ۲۰۲۴ ز کال فوټسال نړیوال جام کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ته افغان سوداګرو ۳۱ زره ډالر نغدي جایزه ورکړه دا جایزه یې د فوټسال ملي لوبډلې مدیر او څارونکي ته وسپارله، افغان سوداګر وایي ددې جایزې موخه د لوبغاړو مورال لوړول دي.

له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته ترکمنستان لېواله دی، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، چې د ترکمنستان او اف...
17/09/2024

له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته ترکمنستان لېواله دی، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، چې د ترکمنستان او افغانستان تر منځ یې د وروستیو ګډو بنسټیزو پروژو په اړه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورتي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ته ژمن دی. ترکمنستان تر اوسه په افغانستان کې د یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني چارواکو سخت چلند افغان کډوال سخت اندیښمن کړي دي، دغه کډوال وایي بې اسناده ...
17/09/2024

په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني چارواکو سخت چلند افغان کډوال سخت اندیښمن کړي دي، دغه کډوال وایي بې اسناده کډوالو تر څنګ د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم د پولیسو له لوري نیول کېږي، ایراني رسنۍ وایي د یاد هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چارواکو پرېکړه کړې ده، چې کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

۲۰۲۴ کال تر پایه اړمنو افغانانو سره د مرستو چمتو کولو لپاره په بېړنۍ توګه د خوړو نړېوال پروګرام ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړت...
17/09/2024

۲۰۲۴ کال تر پایه اړمنو افغانانو سره د مرستو چمتو کولو لپاره په بېړنۍ توګه د خوړو نړېوال پروګرام ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پر ایکس لیکلي دي، اوس مهال ډېری افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، افغانستان کې دوولس میلیونه کسان نه پوهېږي، چې خواړه له کوم ځای څخه تر لاسه کړي، د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې مېندې او له پنځه کلنۍ ښکته ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون دا مهال څلور میلیونه کسان له خوارځواکۍ ځورېږي.

د غزني ترافیکي پېښو نهه کسان ټپیان کړي دي. د غزني امنیه قوماندانۍ رسنییز دفتر نن ورځ په دریو ترافیکي پېښو کې د نهو وګړو ...
17/09/2024

د غزني ترافیکي پېښو نهه کسان ټپیان کړي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ رسنییز دفتر نن ورځ په دریو ترافیکي پېښو کې د نهو وګړو د ټپي کېدو خبره کوي، لومړۍ ترافیکي پېښه د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده، کرولا او باروړونکي موټر تکر کړی او دری تنه ټپیان شوي دي، دویمه پېښه د قره باغ ولسوالي اړوند سپین بند سیمه کې رامنځ ته شوېده، د کابل کندهار په لویه لار تراکتور له مسافر وړونکي موټر سره لګېدلی او دری کسان یې ټپیان کړي دي، درېیمه پېښه د غزني پکتیکا پر لاره د سیني په سیمه کې شوې ده، فولډر موټر د تېز تګ له کبله بې کنتروله او چپه شوی دی، د دوو ښځو په ګډون دری کسان ټپیان شوي دي، رسنیز دفتر وایي، د پېښې ټپیان پر وخت د غزني حوزوي روغتون، قره باغ او اندړو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

یوه روسي کروند ګر الکساندر چوسوف د اته سوه اوه لس کیلو ګرامه وزن درلودونکي کدو په کرلو سره ملي ریکارد مات کړ. دا کدو د غ...
16/09/2024

یوه روسي کروند ګر الکساندر چوسوف د اته سوه اوه لس کیلو ګرامه وزن درلودونکي کدو په کرلو سره ملي ریکارد مات کړ.
دا کدو د غوا په اندازه وزن لري او تېره شنبه د سپټمبر ۱۴مه د درمل جوړوونکو باغ په نامه سیالۍ کې نندارې ته وړاندې شو، تر دې وړاندې ۷۷۱ کیلو ګرامه وزن لرونکي کدو دا ملي ریکارډ لرل.

د څلوېښت میلیونه او اته سوه زره افغانیو په لګښت د بامیانو ولایت د هوایي ډګر د بیا رغولو چارې پیل شوې دي، د ترانسپورت او ...
16/09/2024

د څلوېښت میلیونه او اته سوه زره افغانیو په لګښت د بامیانو ولایت د هوایي ډګر د بیا رغولو چارې پیل شوې دي، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت یو پلاوی بامیانو ته سفر کړی او وایي د بامیانو ولایت هوایي ډګر به اساسي ورغول شي او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

شاوخوا اته دېرش میلیونه افغانیو په لګښت په سمنګانو کې پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي، د سمنګانو د عامې روغتیا ریی...
16/09/2024

شاوخوا اته دېرش میلیونه افغانیو په لګښت په سمنګانو کې پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي، د سمنګانو د عامې روغتیا رییس محب الله بهاري د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، د اته دېرش میلیونه افغانیو په لګښت د لسو روغتیایي مرکزونو لپاره د شلو روغتیایي خونو، د احاطې دېوال، د موټرو تم ځای، شنه ساحه او د لمریزې برېښنا د شبکې جوړول شامل دي.

اندونیزیا له افغاني سرې میاشتې سره د دریو امبولانسونو په ګډون د شپږو موټرو مرسته کړې ده، افغانستان کې د اندونیزیا سفیر ب...
16/09/2024

اندونیزیا له افغاني سرې میاشتې سره د دریو امبولانسونو په ګډون د شپږو موټرو مرسته کړې ده، افغانستان کې د اندونیزیا سفیر بودي رحمت شوربا ساپوترا ددغو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي.

افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه، د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، مهدي نوروز...
15/09/2024

افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې انګولا ته ماتې ورکړه، د افغانستان لپاره اکبر کاظمي، مهدي نوروزي، امید قنبري او حسین محمدي ګولونه وکړل او انګولا ته یې شپږ پر څلور ماتې ورکړه، د فوټسال ملي لوبډلې دویمه لوبه له ارجنتاین سره ده.

د غزني قره باغ ولسوالي باران کلا ته څېرمه مازدا موټر له یوه موټرسایکل سره لګېدلی او موټر سایکل چلوونکی ټپي شوی دی، د امن...
15/09/2024

د غزني قره باغ ولسوالي باران کلا ته څېرمه مازدا موټر له یوه موټرسایکل سره لګېدلی او موټر سایکل چلوونکی ټپي شوی دی، د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، امنیتي ځواکونو ټپي شوی کس حوزوي روغتون ته لېږدولی، خو له لومړنۍ درملنې وروسته د ښې درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی دی

نن سهار وختي د کابل کندهار پر لویه لار د میدانښار اړوند د تورو تيږو په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې ده، چې د یوې کورنۍ دری ت...
15/09/2024

نن سهار وختي د کابل کندهار پر لویه لار د میدانښار اړوند د تورو تيږو په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې ده، چې د یوې کورنۍ دری تنه مړه شوي دي، په مړو شویو کې یوه نجلۍ، یوه مېرمن او یو سړی شامل دی، مسوولین وایي، ټپیان د میدانښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، د مقر ولسوالي د نشه یي توکو سره د مبارزې امریت په نشو روږدي لس کسان راټول کړي او د...
15/09/2024

غزني امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، د مقر ولسوالي د نشه یي توکو سره د مبارزې امریت په نشو روږدي لس کسان راټول کړي او د غزني ښار ۵۰۰ بستریز روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي، رسنیز دفتر وایي ۵۰۰ بستریز روغتون کې تر دې وړاندې هم د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف، چې اوسمهال د امنیت شورا مرستیال دی، نن خبرداری ورکړ، چې که پر کییف د لویديځ په و...
14/09/2024

د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف، چې اوسمهال د امنیت شورا مرستیال دی، نن خبرداری ورکړ، چې که پر کییف د لویديځ په وسلو په روسیه کې لندیز ازاد شي، نو پر اوکراین اټومي برید کوي او اوکراین به د نړۍ په نقشه کې د یوه ویلي شوي خړ ټکي بڼه غوره کړي.

سبا مازیګر د فوتسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده، د لومړي ځل لپاره افغانستان د فوتسال په نړیوال...
14/09/2024

سبا مازیګر د فوتسال ملي لوبډله په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده، د لومړي ځل لپاره افغانستان د فوتسال په نړیوال جام کې لوبېږي، اوله لوبه له منګولیا سره ده، افغانستان په سي ګروپ کې له ارجنتاین او یوکراین سره هم لوبه کوي، تر دې وړاندې د هېواد د فوتسال ملي ستوري مهران غلامي له فیفا سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ارجنتاین له لوبې به خوند اخلي او ښه لوبه به وکړي، دغه نړیوال جام کې ټولې څلور ویشت لوبډلې لوبېږي.

د پنځه نوي زره امریکایي ډالرو په ارزښت د غزني په قره باغ ولسوالي کې د ښوونځي ودانۍ جوړېږي، د پوهنې وزارت وایی، د یادې ول...
14/09/2024

د پنځه نوي زره امریکایي ډالرو په ارزښت د غزني په قره باغ ولسوالي کې د ښوونځي ودانۍ جوړېږي، د پوهنې وزارت وایی، د یادې ولسوالي په شاکي کلي کې د البیروني ښوونځي ته ځايي خلګو د پنځه نوي زره ډالرو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې، د ښوونځي په جوړېدو سره به ۴۰۰ تنو زده کوونکو ته یو مناسب چاپېریال رامنځته شي.

Address

Ghazni

Telephone

+93777798922

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خوشحال راډیو KhushalRadio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to خوشحال راډیو KhushalRadio:

Videos

Share

Category