19/07/2023
احمدشاه ابدالي'شاه دُرِدُران':
د دُراني پاچاهي بنسټ ایښودنکی احمدشاه د یو عام فوځي درجې څخه لوی پاچاهي ته ورسېد. ده لومړی د نادر شاه په فوځ کي خدمت پیل کړ. د احمدشاه کورنۍ د پښتنو د ابدالي څانګي د سدوزو د ښاخ سره اړه لري. کله چي غلجیو د ایران لویه پاچاهي ونیول، نو د قبیلوي شخړو له امله یې احمدشاه او د هغه مشر ورور ذوالفقار د کندهار ولایت غلجي حکمران له خوا په یوه قلعه کي بندي سول. خو کله چي نادر شاه ۱۷۳۶ مېلادي کال کي کندهار ونیاوه، نو احمدشاه او ورور یې خوشي کړل. احمدشاه او د هغه ورور دهغوي طاقتور ټبر د خپلي ميړاني او توري په زور په فوځ کي خورا ستر نوم پیداکړ، په ځانګړي ډول د ترکانو سره په جګړو کي یې ډیره مېړانه وښودل، د انعام په توګه یې په کندهار کي مځکه هم تر لاسه کړه.
د نادر افشار د قتل سره سم د هغه لښکر هم ووېشل سو، یو طرف ته ایرانیان او بل طرف ته افغانان او ازبک سره بیل سوه. احمدشاه ډیر ژر درک کړ چي دلته نور پاته کیدل ګټه نلري، نو د خپلو ملګرو سره چي د ۲۰۰۰ یا ۳۰۰۰ په شا وخوا کي وو د خراسان له لاري مخ پر کندهار را رهي سوه. کندهار چي اوس د ابدالي ټبر مرکز و، د سهیل لویدیز افغانستان د یوه مهم ښار بڼه یې غوره کړې وه.
د هم دې کال په اکتوبر کي ۲۳ کلن ځوان احمدشاه ځان ته د پاچا لقب غوره کړ او پرته د یو څو ټبرونو، نور د ټولو پښتنو قومونو تر څنګ بلوڅو اود هزاره قوم مشرانو یې په ډیر برم د پاچاهي تاج پر سر ور کېښود، چي په دې سره د دُراني سلطنت پیل سو. احمدشاه اوس د هغه خلکو پرسر پاچا و چي تر دې وړاندي یې هیڅ پاچا نه درلود او ازاد ژوند یې کاوه، احمد شاه، دوي د هغه خراجونو (باجونو) څخه هم وژغورل کوم چي به دوي نورو پاچاهانو ته ورکول. احمدشاه خپل ټول قومونه خوشحاله کړه او هغوي ته یې دا روحیه ورکړه چي خپل هیوادوال پاچا ته باید وفاداره ووسي، خو د غلجیو یو څو ټبرنو لا تر اوسه هم ناراضه وه. دا روحیه هغو غیر پښتنو ته چي دلته دې خاوره کي استوګن وو هم ورکړل سوه. د بلوڅو او هزارو ګاونډیانو سره یې هم بېلابیلي بریدیزي او دفاعي اتحادیې وکړې.
احمدشاه لومړی کورني امنیت ته پام وکړ، کورني بغاوتونه په ځانګړې ډول د غلجیو ښورښونه یې له منځه یوړ. تر ۱۷۵۱ پوري یې د ټول هیواد تر څنګ نشاپور هم فتح کړ. همدا راز ۱۷۵۲ مېلادي کال کی يې د کشمیر تر څنګ د مغلي امپراطورۍ ډیري سیمي تر خپل واک لاندي کړې او ځان یې تر سرهند ورساوه. دا ډول یې د یوې مضبوطي پاچاهۍ ږغ تر ډیره ولاړ.
د دې ټولو فتحو وروسته احمدشاه یو څه فاریغ وخت پیدا کړ، د افغانستان او هغو نوي فتح سوو سیمو اداره کولو او سبالښت ته یې پام وکړ. څلور کاله یې په ډیر مدبرانه اوهوښارۍ د هیواد استحکام او جوړښت ته ورکړ اوپه عین وخت کي یې ځان د ادب اوشعر دنیا ته هم داخل کړ. په لومړي سر کي یې د علماو او پوهانو یو مجلس جوړ کړ، چي په ټاکلي وخت به یې غونډي دایرې دې. احمدشاه چي خپله هم یو عالم سړی و، په دې مجلسونو کي ګډون کاوه. په دا ډول مجلسونو کي د دیني مسایلو او قانون جوړوني ترڅنګ پر شعر، ادب او ساینسي علومو بحث کیده. احمدشاه په خپله مورنۍ ژبه پښتو د شعرنو یوه ټولګه هم لیکلې ده، چي شعر یې حماسي او صوفیانه بڼه لري او په فارسي ژبه یې هم ډیر شعرونه ویلي دي.
۱۷۵۶ مېلادي کال کي احمدشاه یو ځل بیا توري ته لاس کړ، ځکه مغلو پنجاب او د نورو سیمو نیولو هڅه کول، خو احمدشاه ډير په بیړه ځان پنجاب ته ورساوه، مغل یې شاه ته وتنبول او د لږ مقاومته وروسته یې ډیلی هم ونیاوه. د هندوستان سختي ګرمۍ د احمدشاه فوځونه په تنګ کړ، احمدشاه سمدستي دا غوره وبلل چي هیواد ته ستون سي او مغل یې دې ته اړ کړ چي پنجاب او سند به د هغه زوی تېمور ته پریږدي، ځکه تېمور لا پخوا د مغلو زوم سوی هم و. احمدشاه دا بل ژمی هم کندهار کي پاته سو، اما د ایران او ترکستان بغاوتونو یو ځل بیا مجبور کړ چي هلته ولاړ سي. یو کال ورسته هندوستان کي مریهټانو پرمختګ پیل کړ، ډیري سیمي یې قبضه کړې، تېمور ونه توانېد چي پنجاب وساتي. مریهټانو سرهند تر لاسه کړ او د غرب له خوا پر پنجاب راوبهېدل، تېمور او لښکر يې اړ سوه چي تر اباسین هاخوا واوړي. مریهټانو د جهلم سیمه هم ونیوله او یو ځواکمن لښکر يې د ملتان فتح کولو لپار ولېږئ. دا پیښي ۱۷۵۸ دوبي کي را منځ ته سوې، چي په عین وخت کي احمدشاه د بلوڅو د بغاوت له منځه وړلو په تیاریو بوخت و، خو د نېکمرغه د بلوڅو کشاله د خبرو له لاري حل وموند. ۱۷۵۹ له ژمی وړاندي احمدشاه د هندوستان په لور تر اباسین لا نه و تیر سوی چي مریهټانو د ډیلي د نیولو په تکل وخوځېده. احمدشاه بډلي نومي سیمي کي مریهټانو ته بشپړ ماتې ورکړه او ډیلی یې بیرته تر لاسه کړ. نوموړي خپل پرمختګ تر دوآب پوري وغځاوه او انوپشهر ته نژدې یې پړاو واچاوه ، دلته یې فوځونو یو څه هوسایي وکړه او په دې وخت کي د مغل دربار وزیر هم د یو لښکر سره دوي ته راورسېد. احمدشاه وپتېله چي دلته به د مون سون باراني موسم تیر کړو، ورسته به د مریهټانو سره د هندوستان برخلیک ټاکلو وروستۍ جکړه کوو.
د احمدشاه د خپل فوځ تعداد ۴۱۰۰۰ سپاره چي ده ډیره تکیه پریکول ، ۲۸۰۰۰ روهیله پښتانه او ۱۰۰۰۰ هندوستانی فوځ چي دخپلو سردارانو تر کوماندې لاندي وو. د نومړی فوځ ۷۰۰ زنبورک چي پر وښانو بار تر څنګ یو څولوی توپونه درلود.
د مریهټانو فوځ چي مشري یې 'وسواس راؤ' او 'سیهداسو راؤ' مشهور په بهاو کول، تعداد یې ۷۰۰۰۰ سپاره ۱۵۰۰۰ پیاده چي پر پرمخ تللي اورپایي طرز ترتیب او منظم سوي وو.( ورستيۍ څېړني ښئ چي مریهټي فوځ۱۵۰۰۰۰ پیاده ۵۰۰۰۰ سپرو مشتمل وو او ټول مریټهیان نر ښځي او واړه ۵۰۰۰۰۰ کېدل : ژباړن). مریهټي فوځ د ۲۰۰ لویو توپونو تر څنګ بې شمېره زنبورک توپونه هم له ځان سره لرل.
۱۷۶۱ د جنوري پر ۷مه دواړه فوځونه په پاني پت کي سره مخامخ سوه. د یوې میاشتي نښتو په پایله کي د مریهټانو فوځ د څلورو خواو داسي محاصره سو چي د خوراک او نورو اړینو توکو سخت کمښ سره لاس او ګریوان سوه. دا جنګ د مریهټانو په سخته ماته او او افغانانو په بشپړ بري پای ته ورسېد. د مریهټانو د فوځ مشر وسواس هم خپل سر پکښي بایلود ، د جنګ د ډګره تښتیدلي مریهټیي فوځونه د افغاني فوځ لخوا تعقیب او ټوله یې په کامل ډول له مینځه یوړ.
د پاني پت ستري فتحي د ټول هند واک د احمدشاه پښو کي واچاوه او مریهټي طاقت ته يې نه جبرانودونکي زیان واړا وه. مګر احمدشاه هندوستان کي پاته کېدو او واک اخستلو ته زړه ښه نکړ، واک یې هغو مشرانو ته وسپاره، کومو چي د ده سره په دې جګړه کي مرسته کړې وه. یوازي یې د هندوستان هغه سیمي د ځان سره وساتلې کومي چي پخوا لا ده فتح کړئ وې او حکومت یې پرې کاوه. ۱۷۶۱پسرلي کي بیرته کابل ته ستون سو. له دې وخته څخه تر۱۷۷۳ پوري نوموړی د کورني او باندنو دښمنانو له مینځه وړلو کي بوخت پاته و چي پایله کي یې صحت هم کمزوری سو. صحت یې دومر ضعیف سوچي نور یې نو د بهرونیو خوځخښتونو څخه لري وساتئ. دې د پزي د سرطان څخه وکړید او دا مشکل یې آن د ۱۷۶۴ څخه لا درلود، چي پایله یې مرګ سوه. نوموړی د ۵۰ کالوپه عمر د افغانستان مرغې سیمي کي ۱۷۷۳ کي ومړ.
هغه ملکونه چي د ده د مرګ په وخت کي یې تر واک لاندي وو، په غرب کي د خراسان څخه تر سرهند د جمنا او د اموسیند څخه تر هندي سمندرګي پوري سیمې یې خپلي یا یې د تړونو له مخي تر واک لاندی وې.
د احمدشاه پر کرکټر الفنسټون ډیره ښه رڼا اچولې ده، زه به یې دلته کټ مټ بشپړ راوا خلم. "داسي ښکاري چي د احمدشاه شخصیت هغو شرایطو لپاره ډیر موزون و، چي دی پکښي واقع سوی و. دی خپل هوډ او پرېکړو پر دي بر لاس کړ، چي له هغه ګډوډۍ څخه ګټه واخلي، چي د نادرشاه له مړني وروسته پیدا سوې وه او له هغه تدبیر او اعتدال، چي ده له خپل ملت سره د تماس له لامله حاصل کړی و، د یوه مېړني او آذاد اولس د اداره کولو لپاره د ده طبیعي ځیرکتیا له قوي ميلان څخه لږ ضروري نه و. هم د ده خپل رعیت او هم هغه ملتونه، چي دی ورسره یا په جنګونو یا اتحادیو کي مخامخ سوی و، د ده نظامي زړورتیا اوفعالیت په ستایني یاد وي. داسي ښکاري چي دی په طبعیت کي نرم والی او زړه سوانۍ ته متمایل و او که څه هم ممکنه نه ده، چي په آسیا کي پاچاهي قدرت بې له څه جنایتونو څخه تر لاسه سي او هغه ممکن وساتل سي، سره له دې هم د ختیځ هیڅ واکمن به دغومره لږې بې رحمۍ او لږې بې عدالتۍ کړې نه وي لکه څومره چي ده کړي دي.
داسي ښکاري، چي احمدشاه د شخصي کرکټر له نظره مسرور، مینه ناک او د ښه طبیعت خاوند و. په رسمي مواقعو کي یې ښه وقار ساته، خو په نورو وختونو کي به د ده کړه وړه ساده او اشنا وو. له دُرانیو مشرانو سره به یې د هغه مساوي خوي او اخلاق رعایت کاوه، چي ده له دُرانیو مشرانو سره تر دې مخکي چي د پاچا لقب وګټي لاره. ده ملایانو او پیرانو ته د سیاست او شخصي میل له نظره په قدر کتل. دی پخپله هم یو مانوي شخص او مصنف و او تل د یوه پیر د شخصیت په ارزو کي و. د خپلو ملکونو د بېلابېلو برخو په اړه د احمدشاه سیاست په ټولنیز ډول له پښتنو او بلوڅو سره په روغي جوړي ولاړ و. ده د ملیتونو تر مینځ د توپیر دغه اصل په لومړي سر کي په خلکو باندي او په دویم پړاو کي په مشرانو باندي پلی کړ. په ترکستان کي یې خپل مقبوضات په زور ساتل، خو د دغه ملک تارتاري مشران یې په خپل حال پریښود او نرم چلن یې ور سره وکړ. هندوستاني ولایتونه یې یواځي په زور ساتل او د خراسان په اړه یې داسي سیاست غوره کړ، چي دهغه له لامله یې څه مشران ځان ته جلب کړل او له نورو څخه یې مرسته تر لاسه کړه. دی دې ته تیار و، چي د هر هغه چا په مقابل کي وسله وکاروي، چي غوښتل یې د ده پلانونه شنډ کړي".
په کندهار د احمدشاه ښکلې مقبره، قصر ته نژدې پرته ده. دُرانیان ورته په ډیره درنه سترګه ګورئ او د پناه اخستلو متبرک ځای دئ. کوم کس چي دلته پناه واخلئ څوک ورته د لاس ورړلو جرأت هم نسي کولای. څه وخت چي د لوی اشرافو څخه یو څوک خپه سي، په دوی کي دا معمول ده چي د دې اعلان وکړئ، چي غواړې له دنیا څخه لاس واخلئ او خپل پاته عمر د احمدشاه په مزار کي په عبادت تېر کړئ او حقیقت دا دي که چیري کوم آسیایي پاچا د خپل هیواد د منني استحقاق ولرئ هغه احمدشاه دئ، 'د ملغلرو ملغلره'.
لیکوال: ایچ.جي. راورټي
ژباړه: عبدالله پوپل