
18/01/2025
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د درنې واورې، شدید باران، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی. د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ولایتونو کې هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان او سالنګونه شامل دي.