15/06/2024
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په اوو ولایتونو کې د سختو بارانونو اورېدو او په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. دې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، بامیان او سمنګان ولایتونو کې د سخت باران او سېلابونو وړاندوینه کوي. د ورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې اټکل شوی دی.
#اتحاد راډیو