Logar News لوگر نیوز

Logar News لوگر نیوز a news agency

07/09/2024

ځاځی میدان کی د پوله ساتو ځواکونو او پا.ک...س...تانی ټالی څټو تر مینځ نښته دوام لري

افغان پانګوال میرویس عزیزي:د دوبۍ اړوند شیخ زاید سړک ته څېرمه یې د نړۍ د دویم لوړ برج عزیزي ټاور د جوړولو چارې پیل کړي چ...
07/09/2024

افغان پانګوال میرویس عزیزي:
د دوبۍ اړوند شیخ زاید سړک ته څېرمه یې د نړۍ د دویم لوړ برج عزیزي ټاور د جوړولو چارې پیل کړي چې ۷۲۵ متره لوړوالي به ولري، ۱۳۱ اپارتمانونه، یو اوه ستوریز هوټل او یو سوداګریز مرکز به ولري چې ټول لګښت یې ۱.۶ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی.
ټاکل شوې چې عزیزي ټاور به په ۲۰۲۸ کال کې بشپړ شي خو اپارتمانونه به یې د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې وپلورل شي.

په خروار ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ۳ درسي خونې جوړېږي.د لوګر پوهنې رياست وياند شاپور عرب عینک راډيو ت...
07/09/2024

په خروار ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ۳ درسي خونې جوړېږي.

د لوګر پوهنې رياست وياند شاپور عرب عینک راډيو ته وويل: چې د خروار ولسوالۍ د بېګمې په سیمه کې د شهید انوري ښوونځي ته د خلکو په شخصي د ۳ درسي ټولګیو د جوړېدو کار پیل شو.

نوموړی زياتوي: د دې درسي ټولګیو په جوړولو شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د عرب په وينا؛ د نوموړو ټولګیو په جوړولو سره به شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکو ته چې په آزاده فضا کې زده کړې کوي مناسب او لازم ښوونیز چاپېریال برابر شي.

د يادونې وړ ده چې دغه ښوونځی د روان ښوونیز کال په لومړیو کې نوی تاسیس شوی ، چې د سرپناه نشتوالي له امله شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي یې تر سره لمر لاندې زده کړې کوي.

لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې دوه نوې پوهنځۍ پرانېستل شوې د لوګر ولایت چارواکي وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري دوه نوي...
07/09/2024

لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې دوه نوې پوهنځۍ پرانېستل شوې
د لوګر ولایت چارواکي وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري دوه نوي پوهنځۍ کمپیوټر ساینس او عامه ادارې څانګې پرانېستل شوې.
د دغه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي ضیاالاحمد صارم جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، اوس مهال د څلورو نورو پوهنځیو ترڅنګ دوه نوي پوهنځۍ د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ له منظورۍ وروسته نن رسما پرانېستل شوې.
نور جزیات زموږ په وېب سایټ کې ولولئ.

لوګر ولایت کی د خوراکی توکو دنرخو څخه څومره خوښ یاست د شاروالی له لوري ورکړل شوي نرخنامو باندي دوکاندارن څومره عمل کوي ....
07/09/2024

لوګر ولایت کی د خوراکی توکو دنرخو څخه څومره خوښ یاست د شاروالی له لوري ورکړل شوي نرخنامو باندي دوکاندارن څومره عمل کوي .
خپل نظریات مو راسره شریک کړي

07/09/2024

سږ کال د لوګر ولایت څخه که ستاسو کوم شاګردان، ملګري او یا هم اقارب ښو پوهنځو ته کامیاب شوي دي را منشن کړي.
Followers ⊕

امریکا یو بل پاکستانی وګړی شاه زېب جدون د ترهګریز برید په پلانولو نیولی.دغه پاکستانی کاناډا کې اوسېده او برید یې نیویارک...
07/09/2024

امریکا یو بل پاکستانی وګړی شاه زېب جدون د ترهګریز برید په پلانولو نیولی.
دغه پاکستانی کاناډا کې اوسېده او برید یې نیویارک کې پلان و شنډ شو.

د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د افغان اتلانو رسمي نوملړ اعلان شو.د اتلانو د‌ بريا په هيله.لوبه د دوشنبې په ورځ پيل کيږي.
07/09/2024

د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د افغان اتلانو رسمي نوملړ اعلان شو.
د اتلانو د‌ بريا په هيله.
لوبه د دوشنبې په ورځ پيل کيږي.

پاکستاني حکومت کوزه پښتونخوا کې د ۳ زره کسانو تر منځ په لومړي وار د ۲۵ کیلو متره ځغاستې ماراتون سیالۍ کړې دي.پښتنو چې لی...
07/09/2024

پاکستاني حکومت کوزه پښتونخوا کې د ۳ زره کسانو تر منځ په لومړي وار د ۲۵ کیلو متره ځغاستې ماراتون سیالۍ کړې دي.
پښتنو چې لیدلي پنجابي پوځیان ځغاسته کې شامل دي او ورسره غبن کېږي، سیالیو نه وتلي.
دوی وایي، خلک په موټر سایکلو سپاره کړای شول چې هدف ته ورسول شي.
اخره کې یې ګټونکي هم پنجابي پوځیان اعلان شوي.

د مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسس انډونیزیا ته تللی او د دغه هېواد امام اعظم نصیر الدین عمر سره یې ستر استقلال جومات کې لی...
07/09/2024

د مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسس انډونیزیا ته تللی او د دغه هېواد امام اعظم نصیر الدین عمر سره یې ستر استقلال جومات کې لیدلي.
دا جومات د جاکارتا ښار کې کاتولیک کلیسا سره څنګ په څنګ دی او تر منځ یې د دوستۍ په نوم لاره او تونل هم دی چې پاپ او نصیر عمر دواړه په کې کلیسا نه جومات ته تېر شول.
دې لیدنه کې د انډونېزیا د ۶ رسمي ادیانو مذهبي مشران هم حاضر وو.
د عیسویانو پاپ هلته ۱۰۰ زره کسانو ته وینا هم کړې او د انډونیزیا لوی امام نصیر عمر بیا د مذهبونو تر منځ په دوستۍ ټینګار کړی.

هند د سپتامبر په نهمه د دغه هېواد تر ټولو ستر جومات مرکز العلم جامع الفتوح ـ کراله کې د حضرت محمد (ص) د میلاد مراسم نیسي...
07/09/2024

هند د سپتامبر په نهمه د دغه هېواد تر ټولو ستر جومات مرکز العلم جامع الفتوح ـ کراله کې د حضرت محمد (ص) د میلاد مراسم نیسي.
دې مراسمو کې به جومات کې ایښي د حضرت محمد (ص) یو شمېر متبرکات هم عام منظر او نندارې ته راوویستل شي.

06/09/2024

کابل کې د جاپان سفارت:
نهو ولایتونو کې ۱۶۵ ابتداییه ښوونځي جوړوو.
وایي، درې سوه زره ډالر مو د افغانستان تاریخي میراثونو ساتنې ته هم وقف کړي.

Brilliant innings by Rahmanullah Gurbaz in CPL! 🤩🙌  | Afghanistan 🇦🇫
05/09/2024

Brilliant innings by Rahmanullah Gurbaz in CPL! 🤩🙌

| Afghanistan 🇦🇫

‏د نیوزلنډ لوبغاړي هم هند ته ورسېدل.   افغانستان د دوشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره د ټست لوبه لري.
05/09/2024

‏د نیوزلنډ لوبغاړي هم هند ته ورسېدل. افغانستان د دوشنبې په ورځ له نیوزلنډ سره د ټست لوبه لري.

د ۸۰ نارینه او ښځینه زدکوونکو له منځه،ننګرهار کې د لېمه درانۍ په نوم یوې شاګردې د انګلیسي DEL یو کلن پروګرام کې لومړی مق...
05/09/2024

د ۸۰ نارینه او ښځینه زدکوونکو له منځه،
ننګرهار کې د لېمه درانۍ په نوم یوې شاګردې د انګلیسي DEL یو کلن پروګرام کې لومړی مقام اخېستی او ښوونیزې اکاډمۍ یې ورته یو د سرو زرو قلم ډالۍ کړی.
Followers ⊕ Everyone

که هر څومره ارزښتمن واوسې؛ خو که په مناسب ځای کي نه وې، ارزښت دي صفر دی.
05/09/2024

که هر څومره ارزښتمن واوسې؛ خو که په مناسب ځای کي نه وې، ارزښت دي صفر دی.

د کرکټ يو بل ريکارډ:سينګار پور د منګوليا ټوله لوبډله په ۱۰ منډو سوزولې او بېرته يې هدف په ۵ توپونو پوره کړ.
05/09/2024

د کرکټ يو بل ريکارډ:
سينګار پور د منګوليا ټوله لوبډله په ۱۰ منډو سوزولې او بېرته يې هدف په ۵ توپونو پوره کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت:د ۴۵۰۰ ډالرو په ارزښت د افغانستان شات المان، جاپان او عمان ته صادر شول.
05/09/2024

د صنعت او سوداګرۍ وزارت:
د ۴۵۰۰ ډالرو په ارزښت د افغانستان شات المان، جاپان او عمان ته صادر شول.

‏د سرپل ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د بلخاب له کانونو هره ورځ نږدې۱۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي او کيندنې...
05/09/2024

‏د سرپل ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د بلخاب له کانونو هره ورځ نږدې۱۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي او کيندنې یې هم په مسلکي توګه روانې دي.
د چارواکو په خبره د دغو کانونو د استخراج له درکه ترلاسه کېدونکي عواید د قوشتېپې او ورته نورو ملي پروژو ته ځانګړي کړی ده
Followers ⊕

لوګر کې په سلو مېرمنو د سبزيجاتو پنځه ډول تخمونه ووېشل شول.د لوګر کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي: دا وېشل شوې مرسته ...
05/09/2024

لوګر کې په سلو مېرمنو د سبزيجاتو پنځه ډول تخمونه ووېشل شول.

د لوګر کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي: دا وېشل شوې مرسته د دوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د کلیو بیا ودانولو موسسې په مالي ملاتړ د پل علم سربیره د محمداغې ولسوالۍ له ۱۰۰ بې وزله میرمنو سره د کورنیو باغچو د جوړولو په موخه ترسره شوې ده.

ددې ریاست د عواید تنظیم آمر زياتوي: چې په دې مرسته کې هرې میرمنې ته یوه کڅوړه، چې د سبزیجاتو پنځه ډوله تخمونه په کې شامل و ورکړل شوي ده.

نوموړي زیاته کړه، ددې مرستي څخه موخه د خوراکي توکو خوندیتوب رامنځته کول، د بیوزلو میرمنو اقتصادي وده او په کور دننه کې دوی ته د کار زمینې برابرول دي.

‏کابل؛ د کمپنۍ ـ برچي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې.‏بلخوا بيا د هنګرها څلور لاري څخه د قصبې تر سړک پوري د نو...
04/09/2024

‏کابل؛ د کمپنۍ ـ برچي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې.
‏بلخوا بيا د هنګرها څلور لاري څخه د قصبې تر سړک پوري د نوې سړک د قیر چاري هم په چټکۍ سره رواني دي.

د انټرکانټیننټال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ۵ - ۱ ماتې ورکړه. دا په روانو سی...
04/09/2024

د انټرکانټیننټال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ۵ - ۱ ماتې ورکړه. دا په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې دویمه بریا شوه، تردې وړاندې یې د ګواتمالا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او یوازې له کویټۍ لوبډلې څخه یې بیا ۴ ـ ۳ ماتې خوړلې. په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، ګواتمالا، کوېټ او نیوزیلنډ لوبډلې شاملې دي. افغان ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د نړیوال جام سیالیو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي.

د زابل ولایت په نورک سیمه کي نوی جوړ سوی سړک، چي تر اوسه یې کار هم نه دئ بشپړ سوی، خو بیا داسي سوی.
04/09/2024

د زابل ولایت په نورک سیمه کي نوی جوړ سوی سړک، چي تر اوسه یې کار هم نه دئ بشپړ سوی، خو بیا داسي سوی.

مبارک شه وطنوالو!!د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نيوزيلنډ ته پنځه يو ماتې ورکړه.ملي اتلان به سبا کوربه تايلينډ سره لوبه و...
04/09/2024

مبارک شه وطنوالو!!
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نيوزيلنډ ته پنځه يو ماتې ورکړه.
ملي اتلان به سبا کوربه تايلينډ سره لوبه وکړي.

د لوګر د کرنې اوبولګو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال ته په کتو سره سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو په حاصلاتو...
04/09/2024

د لوګر د کرنې اوبولګو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال ته په کتو سره سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو په حاصلاتو کې د ۹.۵ سلنه زیاتوالي راغلی دی.

سيمه ييزې سرچينې:د ننګرهار اړوند په رينګ روډ ساحه می ټيلر او کرولا ډوله موټر ټکر کړی چې له امله يې کرولا موټر کې ناست د ...
04/09/2024

سيمه ييزې سرچينې:
د ننګرهار اړوند په رينګ روډ ساحه می ټيلر او کرولا ډوله موټر ټکر کړی چې له امله يې کرولا موټر کې ناست د درې ميرمنو په ګډون ۵ تنه شهيدان شوي.
په شهيدانو کې مور، دوه يې زامن، لور يې او يوه يې انګور شامله ده، چې د واده هغه هلک هم په کې شامل وو چې تازه له لندن څخه د کوژدنې په موخه وطن ته را ستون شوی وو.
تر اوسه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.

رسنۍ:د هلمند کجکي ولسوالۍ لرګن حوزې سيمه کې، د درې ماشومانو کونډې مور له خپلو ليورو څخه د اولادونو د حق غوښتنه کړې، چې پ...
04/09/2024

رسنۍ:
د هلمند کجکي ولسوالۍ لرګن حوزې سيمه کې، د درې ماشومانو کونډې مور له خپلو ليورو څخه د اولادونو د حق غوښتنه کړې، چې په غبرګون کې د يوه ليور له لورې په ډزو وژل شوې.

پاکستان کې د نا امنۍ پېښه:کراچۍ کې غلو په ډزو یو پولیس وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.دغه پېښه هغه مهال شوې، کله چې پول...
04/09/2024

پاکستان کې د نا امنۍ پېښه:
کراچۍ کې غلو په ډزو یو پولیس وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه هغه مهال شوې، کله چې پولیسو په غلو پسې د غلا د مخنیوي په موخه ورغلي وو.

04/09/2024

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت استازي:
هغه کسان چې د کار لپاره ایران ته ځي، بایدد سیاحتي ویزې پر ځای کاري ویزه باندې دغه هېواد ته ولاړ شي، ځکه په سیاحتي ویزه ایران کې د کار حق نه ورکول کیږي او له ایران څخه هم شړل کیږي.

د بلخ ولایت مسؤلین:تېر ۱۴۰۲ کال کې له دغه ولایت څخه  ۹۹۰۰ ټنه پنبه تر تولید او پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې...
04/09/2024

د بلخ ولایت مسؤلین:
تېر ۱۴۰۲ کال کې له دغه ولایت څخه ۹۹۰۰ ټنه پنبه تر تولید او پروسس وروسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې او روان کال کې به چین، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم د پنبې صادرات ترسره شي.

Address

Bala Deh
25000

Opening Hours

Monday 08:00 - 21:00
Tuesday 08:00 - 21:00
Wednesday 08:00 - 21:00
Thursday 08:00 - 21:00
Friday 08:00 - 21:00
Saturday 08:00 - 21:00
Sunday 08:00 - 21:00

Telephone

+93789567845

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Logar News لوگر نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share


Other Bala Deh media companies

Show All