S.Danishyar

S.Danishyar تاسو لپاره ستاسو د ورځنۍ ژوند هر اړخیزه برخه کې اړین، ګټور او د معلوماتو تقویت کوونکی پاڼه.

18/08/2024

بهترین درود شریف له ټولو ملګرو سره یې شریک کړی

11/07/2024
17/08/2023
11/08/2023

په نبي کریم صلی الله علیه و سلم باندې د درود ویلو فائدې
اوله برخه⇊.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
① موافقت د درود د الله تعالی سره
② موافقت د الله تعالی له ملائکو سره
③ حصول د لسو درودو د الله تعالی له طرف په هغه چا چې یو ځل درود په نبي کریم صلی الله علیه و سلم ووایي
④ لس درجې په درود ویلو اوچتېدل
⑤ په درود ویلو لس نیکیانې اوچتېدل
⑥ لس ګناهونه محوه کېدل
⑦او امتثال د امر د الله تعالی
⑧ د درود ویلو سره مخکې له دعا د هغه د قبلېدو امید پیدا کېدل.
⑨ د نبي کریم صلی الله علیه و سلم د شفاعت وسیله ګرځېدل.
⑩ د ګناهونو مفغرت سبب

الصلوة و السلام علیک یا حبیب الله  الصلوة و السلام علیک یا رسول الله
11/08/2023

الصلوة و السلام علیک یا حبیب الله الصلوة و السلام علیک یا رسول الله

08/08/2023

اللهم انک عفوٌکریم تحب العفو فاعف عنی

استغفرالله ااذی لا اله الا هو الحی القیوم و اتوب الیه.
08/08/2023

استغفرالله ااذی لا اله الا هو الحی القیوم و اتوب الیه.

(کاپی) روزی مرد فقیری خرش را به بازار برد تا بفروشد.صدا زد که خر را می فروشم. خر من بسیار کمالات دارد.از قضا شاه و وزیر ...
28/07/2023

(کاپی) روزی مرد فقیری خرش را به بازار برد تا بفروشد.
صدا زد که خر را می فروشم. خر من بسیار کمالات دارد.

از قضا شاه و وزیر اش از آنجا می‌گذشتند.
برای پادشاه جالب بود و می‌خواست آن مرد را ببیند.
پادشاه به مرد فقیر نزدیک شد و پرسید: «این خر را به چند می‌فروشی؟»

مرد فقیر دید که شاه و وزیر رو به روی هم ایستاده اند، گفت: «۱۰۰۰ سکه.»

شاه گفت: «گران است. مگر این خر چه کمالات دارد که ۱۰۰۰ سکه خواهی؟»

مرد فقیر گفت: «یکی از کمالات او این است، وقتی بالای خر سوار شوید. مکه و مدینه را می‌بینید.»

شاه گفت: «اگر سخنان تو درست باشد، من این خررا به ۲۰۰۰ سکه خریدارم و اگر سخنانت درست نبود، ترا بدست جلاد خواهم سپرد تا سر از تن ات جدا کند.»

وزیر پیش دستی کرده و مرد فقیر را کنار زد، بر خر سوار شد.

مرد فقیر گفت: «جناب بزرگوار وزیر اعلی؛ اگر گناهکاری بر این خر سوار شود مکه و مدینه را نخواهد دید.»

وزیر دید که جای را نمی بیند، با خود فکر کرد اگر بگوید من چیزی نمی‌بینم، تمام مردم فکر می‌کنند او گناهکار است و اگر بگوید بلی می‌بینم دروغ گفته است. با خود فکر کرد بهتر است دروغ بگوید.

بعد با اواز بلند گفت : «وا وا چه عجب کمالی دارد این خر، مکه و مدینه را می‌بینم.»

در این وقت پادشاه با عجله وزیر را از خر پایین کرد و خودش بر خر سوار شد.
دید که چیزی نمی‌بیند.

او هم فکر وزیر را کرد و گفت....«عجب کمالی دارد این خر. من مکه و مدینه را می‌بینم.»

در این وقت همه مردم که جمع شده بودند به خر نزدیک شدند. یکی خر را می‌بوسید. دیگری خر را لمس می‌کرد. دیگری دم خر را به چشمان و زخم‌های خود می‌مالید.

آیا وضعيت فعلی افغانستان چنين نیست؟
آیا همه بخاطر حفظ مقام خود به مردم دروغ نمی‌گويند....؟

این پیام را بخاطر کسانیکه دوست شان دارید نشر کنید.
به امید صحتمندی همه شما عزیزان.
از دعایتان فراموش نکنید.
کاپی

👈 د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت !* د تهجد معنا ( خوب ماتول او پاڅېدل ) .* د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ ، د شپې ...
08/07/2023

👈 د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت !

* د تهجد معنا ( خوب ماتول او پاڅېدل ) .
* د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ ، د شپې د [ #تهجد ] لمونځ دی .
⭕ په حديث شريف کې راغلي دي :
* رسول الله ﷺ فرمایلي :
* د شپې په وروستۍ برخه کې الله ﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي :
'' شته څوک ما ته فرياد او آواز کوونکی چې ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم ، له ما څخه څه وغواړي چې زه يې ورکړم ، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې زه ورته بخښنه وکړم '' . ( رواه بخاری ) .
* حضرت ابو امامه "رض" روايت كوي چې رسول الله ﷺ وفرمايل :
* تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ، ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو عادت همدا وو ، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي . ( رواه ترمذى ) .
⭕ د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي ؛ خو غوره وخت يې د شپې آخيره برخه ده .

⭕ د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه ۲ متوسط يې څلور ۴ او زيات يې اته ۸ يا دولس ۱۲ ركعتونه دي .

👈 یا اللهﷻ ! هر هغه څوک چې مونږ سره ددې معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي ، ته یې د دوزخ له سختو عذابونو څخه وساتې !

⭕ شیر کول صدقه جاریه ده .

هغوی چې پۀ یواځیتوب کې راحت او ارام وي، پۀ حقیقت کې پیاوړي دي او د هر څۀ د کؤلو توان لري.
08/07/2023

هغوی چې پۀ یواځیتوب کې راحت او ارام وي، پۀ حقیقت کې پیاوړي دي او د هر څۀ د کؤلو توان لري.

 !يوه سړی د چرګانو دوکان ته ورغی او له هغه څخه یې يکي يو پاتې چرګ واخيست ،په خپل لاس یې حلال کړ او بيا یې دوکاندار ته وو...
18/08/2022

!

يوه سړی د چرګانو دوکان ته ورغی او له هغه څخه یې يکي يو پاتې چرګ واخيست ،په خپل لاس یې حلال کړ او بيا یې دوکاندار ته وويل: ته تر هغو دا راته ټوټه ټوټه کړه، زه په بازار کې نوره سودا اخلم او راځم.

دوکاندار وويل: بېغمه شه صيب بس چې ته راځې ما به تيار درته ټوټه، ټوټه کړی وي.
تصادفاً د ښار قاضي راغی دوکاندار ته یې وويل: يو چرګ خو راته تول کړه!

دوکاندار وويل: يو چرګ راسره پاتې و هغه مې له تامخکې بل چاته ورکړ،,خلاص شول يو هم ولاکه راپاتې وي.
قاضي وويل: ګوره په شاوخوا يوه دوکان کې هم چرګان ندي پاتې ،دا چرګ چې په مېز درته پروت دی ،خو دا راکه کنه؟
دوکاندار وويل: دا د بل کس دی اوس راځي، ويل چې راته ټوټه ټوټه یې کړه زه سودا اخلم راځم.

قاضي ورته وويل: څه پروا لري هغه ته ووايه چې چرګ دې د مېز له سره والوت او وتښتېد.

دوکاندار وويل: ياره قاضي صاب دا څرنګه کېدای شي ،هغه خو به وايي چې ما درته حلال کړ، په مېز واځې پښې پروت و، ساه یې ختلې وه او ته وايې چې والوت؟

قاضي ورته وويل: د ۳۰۰ پرځای ۵۰۰ واخله ، چرګ ماته راکړه ،خوکه ډېره يې خبره درسره سخته کړه،دعوی دې تر ما پورې راځي او بيا زه پوهېږم چې څه وکړم.
دوکاندار چې دا خبرې واورېدې سوکه یې وویل: خدای مو دې پردې کوي، قاضي صاحب خاطر دې راباندې ګران دی، څه وکو، وايې خله.
قاضي چرګ په خلته کې واچاوه او ووت ، څو دقيقې وروسته د چرګ اصلي مالک (چې مخکې يې اخيستی وو) راغی دوکاندار ته یې وويل د ما چرګ دې راته ټوټه ټوټه کړ؟
دوکاندار وویل: هغه خو داسې ده چې ما ستا حلال کړی چرګ ټوک ټوک کاوه خو د چړې له ګوزاره مخکې د مېز له سره والوت او وتښتېده.
د چرګ څښتن حيران شو چې څنګه وتښتېده؟! هغه خو ما خپله حلال کړی وو د مېز په سر دې پروت وو، بيا څرنګ والوت؟
خو خبره یې سره کش کړه، په لومړیو کې دواړو ښې خولې سره پاکې کړې او وروسته خبره تر ګرېوان او جنګه ورسېده.
د چرګ څښتن دوکاندار ته وويل: چې اوس دې محکمې ته بوځم نه دې پرېږدم څنګه حلال کړی چرګ الوزي، خدای دې خوار که په دې منطق.
دواړه محکمې ته سره روان شول ، په لاره کې يې له لرې وليدل چې د دوو کسانو جنګ دی چې ورخواته شول پوه شول چې یو یې مسلمان او بل يهودي دی، دوی یې د جلا کولو کوشش کاوه ، ناڅاپه د دوکاندار ګوته په تېزي سره د يهودي په سترګه کې ننوته ، د يهودي سترګه يې په هغه ځای پوچه پرې راوېسته ، يهودي ړوند شو.

خلکو دوکاندار ونيو او ټولو په ګډه وویل چې محکمې ته یې کش نه کړو دغسې نه کېږي. په دوکاندار غريب دوه دعوی جوړې شوې.
خلکو دوکاندار له لاسونو ټينګ نيولی و، محکمې ته یې را ورساوه، يو دم دوکاندار له خلکو څخه خپل لاسونه څنډ وهل او له منځه یې په تېښته بريالی شو. بس نو دی مخکې او ډله خلکو له شاه منډې پسې وهلې.
دوکاندار چې نور څه ونه ليدل نږدې جومات ته ننوت ، د جومات منارې ته د ختلو کوشش يې شروع کړ ، پورته خېژي او خلک له شاه پسې په مناره پورې نښتي دي او ورپورته کېږي. دوکاندار چې سرته نږدې و ،له سره یې پښه راخطا شوه لاندې په يوه سپین ږيري راولوېده، د سپين ږیري غريب ځای په ځای په دکه لاړه (مړ شو).
اوس نو د سپین ږيري ځوي هم منډې پسې شروع کړې او د نيولو کوشش یې کاوه ، خو بالاخره ويې نيو او قاضي ته یې راحاضر کړ.
قاضي چې دوکاندار وليد ويې خندل، ځکه چرګ ورياد شو او له دوو نورو کېسونو خو قاضي نه و خبر.
کله چې قاضي ته د دريو واړو دعوو په باره کې معلومات وشول، خپل سر یې د سوچ په رقم په دواړو لاسونو کلک ونيو او يو څو کتابه یې اخوا دېخوا پسې واړول، رواړول بيا یې غږ کړ.
وه خلکو ګورئ! د دريو واړو دعوو فيصلې به اوس، همدلته په همدې ځای کوو ،چې يو هم چېرته لاړ نشئ!
له ټولو مخکې یې د چرګ مالک را حاضر کړ.

قاضي ورته وويل: په دوکاندار دې د څه شي دعوی ده؟

د چرګ والا وويل: جناب قاضي صاحب دې سړي د ما چرګ رانه پټ کړی ، په داسې حال کې چې د چرګ پيسې مې ورکړې دي ، چرګ مې په خپلو لاسونو حلال کړی او اوس دی وايي چې چرګ دې د مېز له سره چې ما ټوک ټوک کاوه وتښتېده؟ قاضي صاحبه! ته وخدای حلال کړی چرګ م تښتي؟
قاضي ورته وویل: ته د الله او د هغه په قدرتونو ايمان لرې؟
د چرګ والا وویل: سبحان الله، شکر له پلار و نيکه مسلمان یم ،قاضي صاحب څنګه یې نه لرم!
قاضي: ښه نو چې داسې ده، نو الله تعالی د وراسته شويو هډوکو په بيا راټولولو ،په غوښه پوښلو ، او دحيوان په بيا را ژوندي کولو قادر دی نو د تا د چرګ را ژوندي کول او تښتېدل ورته مشکل دي؟
د چرګ والا چې دا واورېدل غلی شو،انکار يې نشو کولی، د ملامتیا په پار یې سر ښکته واچاوه او خپله دعوه یې بيرته واخيسته.

قاضي وويل : دويمه دعوه د چا ده؟ راحاضر دې شي.
يهودي رامخکې شه ، عرض يې وکړ ، قاضي صاحب! دې سړي د ما په سترګه کې ګوته راکړه ، سترګې مې کارپرې ايښی، ړوند شوم هيڅ م نه پرې وينم اوس زه هم غواړم دده سترګه ور ړنده کړم.
قاضي يو څه سوچ وکړ، بیا یې وويل: په مسلمان د غيرمسلمان نيم ديت دی
نو ددې لپاره به لومړی دوکاندار د تا دا بله سترګه هم در ړندوي، چې دوه شي بیا به ته دده يوه سترګه راوباسې ،سمه ده؟
يهودي چې داخبره واورېده سوکه په شاه شو، خپله دعوه او خبره یې بيرته واخيسته.

قاضي وويل: درېيم کس دې هم راحاضر شي څوک دی او څه دعوه لري؟
د مړه سپين ږيري زوی رامخ ته شو ،په خواره خوله یې وويل: قاضي صاحب! دې سړي د ما په پلار د جومات د منارې له سره ټوپ را واچاوه، پلار یې ځای په ځای را مړ کړ.
قاضي له څه سوچ وروسته وويل : داسې وکړه چې ته هم د هغه منار سرته وخېژه له هماغه ځایه چې دوکاندار ټوپ را اچولی ته په دوکاندار ټوپ راوغورځوه چې خبره برابره،برابره شي.
د سپین ږيري زوی وويل قاضي صاحب! که د ټوپ اچولو په وخت کې دی اخوا دېخوا شي نو زه خو په ځمکه را غورځم او مړ کېږم.
قاضي وويل : دا زما کار نه دی، زما کار د عدالت تطبيق دی، د تا پلار ولې نه اخوا دېخوا کېده؟؟؟؟
د سپین ږيري ځوي هم دعوه بيرته واخيسته.

نو نتيجه دا چې که له تاسره قاضي ته د ورکولو لپاره حلال کړي چرګان وي نو بيا قاضي ته هم ستا د بچ کولو لپاره په لسګونو هنرونه او چلونه ورځي.

زموږ یو استاد به تل ښځینه ساعت په لاس کاوه، ټولګیوالو ورپورې خندل، وروسته ټول پوه سول چې هغه ساعت یې د وفات سوې لور نښه ...
05/08/2022

زموږ یو استاد به تل ښځینه ساعت په لاس کاوه، ټولګیوالو ورپورې خندل، وروسته ټول پوه سول چې هغه ساعت یې د وفات سوې لور نښه ده 😭.
(ځینې زړونه درد تېروي، خو خبرې نه کوي)

پوهنتون کې د یوې نجلۍ له سره مصنوعي ورېښتان ولوېدل، ټولو ورپورې وخندل او په هغې یې ریشخند وواهه. کله چې استاد د هغې د وېښتانو په راپورته کولو پسې ټیټ سو، نجلۍ په لوړ غږ وژړل او ویې ویل: سرطان مې ټول ویښتان توی کړل💔.
(ځینې وخت بې ځایه خبرې او خندا دردونه نور هم زیاتوي)

ماشوم د مور پر قبر ژړل ویل یې: مورې پورته سه، په کورنۍ دنده کې راسره مرسته وکړه، ښوونکی مې تل د نورو ټولګیوالو په مخ کې وهي راته وایي چې مور دې ټنبله او بې پروا ده، ځکه ته کورنۍ دنده سمه نه راوړې😭.
( ځینې خبرې وژونکې دي)

هره خبره خپل ځای لري، خپلو خبرو ته بېخي ډېر متوجه اوسئ!©®

د وخت پاچا حکم وکړ چي د پاخه عمر لرونکي ټول نارينه بايد ووژل شي.په ښار کي يو ځوان او بوډا پلار يوځای اوسېدلځوان چي د پاچ...
13/07/2022

د وخت پاچا حکم وکړ چي د پاخه عمر لرونکي ټول نارينه بايد ووژل شي.
په ښار کي يو ځوان او بوډا پلار يوځای اوسېدل
ځوان چي د پاچا له حکم څخه خبر شو
سخت خفه او د خپل بوډا پلار د ژغورني په فکر کي شو.
ځوان له څه فکر کولو وروسته پرېکړه وکړل چي خپل پلار په يو زېرخانه (زېرزمينۍ) کي پټ کړي.
پلار ئې په زېرخانه کي پټ کړ، روزانه د خپل پلار د خوراک او نورو اړتياوو د پوره کولو خيال ساتي.
پاچا ته د جاسوسانو په وسيله خبر ورکړل شو،چي په ښار کي يو ځوان دی او خپل بوډا پلار ئې له تاڅخه پټ کړی دی.
پاچا ويل:
مخکي له دې چي د ځوان پلار راونيسو او وئې وژنئ، لومړی بايد د ځوان د ذکاوت او له خپل پلار سره د ميني کچه معلومه کړل شي.
پاچا عسکرو ته ئې وويل: ځوان ته وواياست!
سبا پاچا ته په داسي حال کي حاضر شه چي پر سورلۍ سپور پلی (په پښو) روان ئې.
عسکر د ځوان کورته ورغله!
ځوان ته ئې د پاچا خبره واورول!
ځوان سخت خفه او پرېشانه شو، پلار ته ورغلی، او د عسکرو خبره ئې ورته وکړل.
پلار ئې ورته وويل: بچيه!
مه خفه کېږه، پاچا ستا د پوهي او ذکاوت ازموينه اخلي.
هاااااغه زما لويه لکړه وينې؟
هغه درسره واخله او د پاچا حضور ته ورشه.
ځکه، کوم کس چي لکړه په لاس روان وي، داسي مثال لري لکه پر سورلۍ چي سپور وي او هم پلی روان وي.
ځوان د پلار خبره عملي کړل او سهار د پاچا دربار ته حاضر شو.
پاچا چي کله ځوان لکړه په لاس وليد، د ځوان پوهي او ذکاوت ته حيران شو.
پاچا ورته وويل: ځه ولاړ شه!
سبا په داسي حال کي حاضر شه، چي بوټونه دي په پښو لوڅي پښې روان ئې.
ځوان چي کله کورته راغی، پلار ته ئې ټوله جريان ووايه، او د پاچا د سبا ورځي شرط ئې هم ورته ووايه.
پلار ئې ويل: ته خپل څپلۍ (پايذار) راکړه!
پلار ئې د خپل بچي د پايذرا تلي (لاندنۍ برخه) ټوله څيري کړل او بچي ته ئې وويل: هااا واخله اوس ئې په پښو کړه.
ځوان څيري شوي پايذار په پښو کړل او سبا سهار د پاچا دربار ته حاضر شو.
پاچا چي وکتل، ځوان ډېر ذکي دی.
ورته وئې ويل: ځه لاړشه!
سبا يو خپل دوست او يو دښمن درسره راوله.
ځوان بيا خپل پلار ته راغی او د پاچا خبره ئې ورته وکړل.
پلار ئې ورته وويل: خپله مېرمن او خپل د کور سپی دي درسره بوځه .
او کله چي په وړاندي ودرېدلې (خپله مېرمن او سپی) دواړه ووهه، بيا به ته يو څه ووينې.
ځوان د پلار خبره عملي کړل او سهار د پاچا دربار ته له مېرمني او سپي سره يو ځای حاضر شو.
ځوان چي کله د پاچا په وړاندي ودرېدی، له کوم دليل او وجهي پرته ئې خپله مېرمن اوسپی ووهل.
پاچا حيران شو چي دا څه کوي.؟!
سپي منډه کړل او لېري ودرېدی.
خو مېرمني ئې چغي او نارې کړلې، ويل: مه کوه!، مه مي وهه، بيا به پښېمانه شې، او پاچا ته به ستا ټول حال ووايم، چي دغه کس خپل پلار پټ کړی دی.
ځوان له وهلو وروسته سپي ته په لاس اشاره وکړل، سپی راغی او د ځوان شا او خوا را وګرځېد او د خپل خاوند څنګ ته ودرېدی.
پاچا ځوان راغوښت، ويل: ځوانه!
ما په تا څو ازمايښتونه وکړل، په ټولو کي بريالی شوې، خو دا راته ووايه!
چي ستا د بريا راز په څه کي دی؟
ځوان ويل: زما د بريا راز، زما پلار دی.
- زه د خپل پلار خدمت کوم.
- د پلار پوره اطاعت کوم.
- او د ژوند په هره برخه کي له پلار سره مشوره کوم.
پاچا امر وکړ!!!
ويل: د ځوان پلار زما دربار ته راحاضر کړئ، او نوموړی به زما د دربار ستر مشاور وي.
ای ځوانانو!
- د خپلو پلرونو قدر وکړئ.
- خدمت ئې وکړئ.
- اطاعت ئې وکړئ.
پلار چي د ژوند په هر عمر کي وي!
خو بيا هم ستا لپاره:
- يوه ستره خزانه ده.
- يوه بشپړه مدرسه.
- او د ژوند يو ستر لارښود دی.
د دې خزانې قدر هغو کسانو ته معلوم وی څوک چی دا خزانه نلري الله دی زموږ پلرونو ته ډیر عمر ورکړي.©®

د اولاد روزنې 50 مهارتونه:۱ ـــ خپل اولاد ته نامناسب نوم مه غوره کوئ، چې ټول عمر به یې د خواشینۍ او خپګان لامل شي .۲ ـــ...
28/06/2022

د اولاد روزنې 50 مهارتونه:

۱ ـــ خپل اولاد ته نامناسب نوم مه غوره کوئ، چې ټول عمر به یې د خواشینۍ او خپګان لامل شي .
۲ ـــ هره ورځ، خپل اولاد په غېږ کې ونیسئ .
۳ ـــ تل هڅه وکړئ، چې په خپل اولاد کې پیاوړي ټکي او مثبتې ځانګړنې ولټوئ .
۴ ـــ د خپل اولاد ټولو خبرو ته غوږ ونیسئ، خبرې یې مه پرې کوئ او یا هم جمله یې مه بشپړوئ، ټولو خبرو ته یې او هغه احساس، چې په هغه کې نغښتی دی پام وکړئ .
۵ ـــ کله چې اولاد مو آرامتیا ته اړتیا لري مه خواشیني کېږئ، خپل اولاد ته ارزښت ورکول، د دې سبب کېږي، تر څو له هغه سره صمیمي او عاطفي اړیکه ټینګه کړئ، دا ستاسو د اولاد د درنښت او عزت تر ټولو پیاوړی او بنسټیز ځواک دی .
۶ ـــ د خپلو اولادونو خوبونو ته، کوم چې تاسو ته یې وایي غوږ ونیسئ .
۷ ـــ د خپلو اولادونو د لوبو سامان آلاتو ته، کوم چې دوی ورسره مینه لري ارزښت ورکړئ .
۸ ـــ هر وخت خپل اولاد ته یو بل فرصت هم ورکړئ، تر څو وکولای شي، خپلې تېروتنې او غلطۍ اصلاح کړي .
۹ ـــ که چېرې اولادونه مو کوچني وي، له هر کاره تېر شئ او هره شپه هغوی خپل خوب ځای ته بوځئ او ښکلې کیسې ورته وکړئ .
۱۰ ـــ له خپل اولاد سره د لوبو پرمهال، هغه په پام کې ونیسئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، تر څو وپوهېږئ، چې د ځان او ستاسو په اړه یې نظر څه دی .
۱۱ ـــ د خپل اولاد بریاوې، که هرڅومره کوچنۍ هم وي وستایئ .
۱۲ ـــ هڅه مه کوئ، چې خپل اولاد، د نورو له اولادونو سره پرتله کړئ .
۱۳ ـــ د امکان ترحده، داسې شرایط مه را منځته کوئ، چې خپل اولاد ته ووایئ، که چېرې داسې ونه کړې، نو له بدې پایلې سره به مخ شې .
۱۴ ـــ ستاسو د پام وړ ځینې کتابونه، کېدای شي، چې ستاسو اولادونو ته په زړه پورې او د پوهېدو وړ وي، هغوی ته یې هم ولولئ .
۱۵ ـــ اجازه ورکړئ، چې ستاسو اولاد، ستاسو نوی زېږېدلی ماشوم په غېږه کې واخلي او وې نازوي .
۱۶ ــــ احساس ورکړئ، چې باوري اولاد دی .
۱۷ کله وخت ټلویزیون ته کېنئ او له خپل اولاد سره د هغه د پام وړ خپرونه وګورئ .
۱۸ ـــ کله چې خپل اولاد ته د یوې کیسې یا افسانې په باب غږېږئ، چې هغه یې ډېره خوښه وي، نو هڅه وکړئ، چې د کیسې یا افسانې د اتل د نوم پرځای د خپل اولاد نوم یاد کړئ .
۱۹ ـــ خپل اولاد ته مه وایه، چې نور ستر شوی یې، نباید د لویانو کړنې ترسره کړې .
۲۰ ـــ خپل اولادونه د هغو کارونو ترسره کولو ته مه اړ کوئ، کوم چې دوی ترې وېره لري .
۲۱ ـــ کله چې اولادونه مو تاسو سره خبرې کوي، هرو مرو د خبرو ځواب یې ورکړئ، د ډالیو تر ټولو ارزښتمنه لاره داده، چې خپل ځان هغوی ته په اختیار کې ورکړئ، د خپلو اولادونو خبرو ته نه پاملرنه، د دې سبب کېږي، چې هغوی دا احساس کړي، چې یو بې ارزښته او بې اهمیته کس دی .
۲۲ ــ په هیچا هېڅ کار په زوره مه ترسره کوئ .
۲۳ ـــ خپلو اولادونو ته دا ور وښیئ، چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د الله (ج) پر نعمتونو شکر وباسي .
۲۴ ـــ د خپلو اولادونو په مرسته تخم وکرئ، تر څو یوه ګیا ترې را زرغونه شي .
۲۵ ـــ له خپلو اولادونو سره د ژمي په وروستیو کې د پسرلي نښې نښاني ولټوئ .
۲۶ ـــ د سفر پرمهال خپلو اولادونو ته ټیلیفون وکړئ او دا ورته ووایئ، چې ډېر مې یادېږئ .
۲۷ ـــ خپل اولادونه تل وهڅوئ او دا ورته ووایئ، چې پوهېږم تاسو د دې کار د ترسره کولو وړتیا لرئ .
۲۸ ـــ کله چې له تاسو نه کومه تېروتنه کېږي، نو له خپلو اولادنو څخه بښنه وغواړئ.
۲۹ ـــ دې ټکي ته ښه پام وکړئ، چې له یو بل سره د والدینو د چلند څرنګوالی او د غه راز له خپلو اولادونو سره ډېر د ارزښت وړ دی .
۳۰ ـــ خپل اولاد ته د ورځنیو عادي کارونو د مسؤلیت سپارل، د دې لامل کېږي، چې سبا ته هغه د ډېرو سترو کارونو مسؤلیت هم پر خپله غاړه واخلي .
۳۱ ـــ خپلو اولادونو ته دعاګانې وکړئ .
۳۲ ـــ که چېرې اولادونه مو ګوښه ناستي وي او د خلکو په منځ کې د آرامتیا احساس نه کوي، د نورو په وړاندې یې درناوی وکړئ او په یوازې توب کې یې په خپله غېږه کې ونیسئ .
۳۳ ـــ په یاد ولرئ، چې هېڅ اولاد باید په کورکې دا احساس ونه کړي، چې ګنې دی په دې کور کې اضافي او یا هم د نورو د اوږو بار دی .
۳۴ ـــ د خپلو اولادونو په وړاندې، نوروته د هغوی بریاوې او کامیابۍ وستایئ .
۳۵ ـــ خپلو اولادونو ته ورزده کړئ، چې باادبه او بانزاکته واوسي، ادب او نزاکت د دې سبب کېږي، چې هغوی په ټولنه کې لا ډېر عزت او درناوی تر لاسه کړي .
۳۶ ـــ مه پرېږدئ، چې اولادونه مو بې ځایه او له تاوتریخوالي ډکو ویډیو ګانو ته مخه کړي .
۳۷ ـــ که چېرې په کورنۍ کې مو ښه او یا هم خدای مه کړه کومه بده پېښه را منځته شي، نو صبر مه کوئ، تر وروستۍ دقیقې پورې خبر یې خپلو اولادونو ته ورکړئ، پرته له خبر ورکولو به هغه دا احساس وکړي، چې په کورنۍ کې یې شتون بې ارزښته دی.
۳۸ ـــ خپلو اولادونه ته له رټونکو کلمو لکه : خوسکیه، ته دې هېڅ کار نه یې، له تانه څه شی نه جوړېږي، په کلکه ډډه وکړئ .
۳۹ ـــ د امکان تر بریده د خویندو او وروڼو ترمنځ په خپل منځي ستونزو او مشکلاتو کې دخالت مه کوئ، هغوی په خپله ښه پوهېږي، چې خپلې ستونزې او مشکلات په څه ډول حل کړي .
۴۰ ـــ د خپل اولاد شخصي او ځانګړي حریم ته درناوی ولرئ .
۴۱ ـــ د ښو او سپېڅلو کارونو د جشن په ورځ، له خپلو اولادونو سره د مرستې په موخه لاړ شئ .
۴۲ ـــ له خپل اولاد سره مرسته وکړئ، تر څو له هغو بدلونونو څخه خبر شي، کوم چې د ځوانۍ او تنکۍ ځوانۍ پرمهال پکې رامنځته کېږي .
۴۳ ـــ پام مو وي، چې د بېځایه او بې ګټې سریالونو کتل ستاسو د ځوان اولاد د ژوند ستره برخه ونه نیسي، ترڅو هغه له یوه فعال او ټولنیز ژوند څخه پاتې کړي او د خپلو همزولو په منځ کې په یوه منزوي او ګوښه ناستي شخص بدل شي .
۴۴ ـــ د هر کال په پای کې له خپلو اولادونو سره د تېرو دولس میاشتنیو فردي او کورنیو بریاوو او لاسته راوړنو په اړه وغږېږئ .
۴۵ ـــ هڅه مه کوئ، چې په چلند یا جامو اغوستلو کې د خپل ځوان اولاد نمونه شئ او په دې هر څه کې له تاسو څخه تقلید وکړي.
۴۶ ـــ خپل اولاد ته پاکې جامې ور واغوندئ، پاک او سپېڅلی یې مدرسې یا ښوونځي ته ولېږئ .
۴۷ ـــ خپلو اولادونو ته اجازه ورکړئ، تر څو له تاسو سره د کور او کورنیو چارو په ښه والي کې په ګډه فکر وکړي .
۴۸ ـــ خپلو اولادونو ته ور زده کړئ، چې په څه ډول سترې دندې په مراحلو او اجزاو وویشي او هغه ګام په ګام او یوه په بلې پسې ترسره کړي، تر څو په کار کې ستونزې را کمې.
۴۹ ـــ خپلو اولادونو ته د یوه کار د ترسره کولو په بدل کې بډې مه ورکوئ، ځکه چې دا د یوه رول د لوبولو له پاره د مور توب او پلار توب مناسبه وسیله نه ده.
۵۰ ـــ د خپلو اولادونو نظرونو او فکرونو ته ارزښت ورکړئ او هغه بې اهمیته او ناڅیزه مه شمېرئ.
C

دا عکس په 1940م کال قاهره کې اخیستل شوی څوک چې د سړک پر سر د جُمعې لمونځ کوي، هغوی ټول وفات شوي او کوم خلک چې په خپلو دو...
28/05/2022

دا عکس په 1940م کال قاهره کې اخیستل شوی

څوک چې د سړک پر سر د جُمعې لمونځ کوي، هغوی ټول وفات شوي

او کوم خلک چې په خپلو دوکانونو او رېړو کې پدې انتظار دي چې په دغو لمونځ کوونکو سودا خرڅه کړي هغوی هم ټول وفات شوي

اوس دا ټول له خاورو لاندې دي او د خپلو کارونو انجام ویني

چا چې لمونځ وکړ، هغوی له لوږې مړه نه شول
او چا چې سوداګري وکړه، هغوی مالونه له ځانه سره قبرونو ته یو نه وړل

ډير د فکر ځای ده ای مسلمانه...©®

1) ‏نجلۍ د ټکسوان سره مخکې کیني ..او شاته چوکۍ خالي دي !! 2) سړی د مسجد له مخې تیریږي، جماعت ولاړ دی ..خو لمانځه ته نه و...
13/03/2022

1) ‏نجلۍ د ټکسوان سره مخکې کیني ..
او شاته چوکۍ خالي دي !!

2) سړی د مسجد له مخې تیریږي، جماعت ولاړ دی ..
خو لمانځه ته نه ورننوزي!!

3) د یو سړي په خوا تېر شوم، سلام مې پرې وکړ ..
د سلام ځواب یې رانه کړ !!

▪لومړی .. نجلۍ د موټروان مېرمن وه
▪دوهم .. په بل مسجد کې یې لمونځ کړی و
▪دریم ... سلام یې نه دی اوریدلی

یو نیک انسان وایی : که مې څوک ولیده چې له ږیری یې شراب څڅېدل، نو زه به ووایم چا پرې شراب اړولي دي!!

که مې یو سړی د غره په سر ولیده چې ویل یې 😞 أنا ربكم الأعلى) زه ستاسې لوی رب یم، نو وبه وایم د قران ایت لولي !!

ډېر ځله به ته یو تصویر نیمګړی ویني ... کیدای شي نیمایی نور یې مثبت وي... باید بشبړ تصویر وګورې څو له چا سره ظلم ونه کړې.

"کوشش وکړه چې مثبت فکر ولرې"👌👉~//
شرر ساپی
http://www.facebook.com/s.Danishyar/

🔹 ﭼﻬﺎﺭ  #ﺳﺨﻦ ﺯﻳﺒﺎ اﺯ ﭼﻬﺎﺭ ﺧﻠﯿﻔﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ :1⃣حضرت سیدنا اﺑﻮبــڪﺮ (ﺭضی الله عنه) :👈🏻ﺑﺎ ﺷﺨﺼﯽ ﺩﻭﺳـــﺘﯽ ڪ...
11/02/2022

🔹 ﭼﻬﺎﺭ #ﺳﺨﻦ ﺯﻳﺒﺎ اﺯ ﭼﻬﺎﺭ ﺧﻠﯿﻔﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ :

1⃣حضرت سیدنا اﺑﻮبــڪﺮ (ﺭضی الله عنه) :

👈🏻ﺑﺎ ﺷﺨﺼﯽ ﺩﻭﺳـــﺘﯽ ڪﻨﯿﺪ ڪﻪ ﻧﯿڪﯽ ڪﺮﺩﻩ ﻭ ﻓﺮﺍﻣﻮﺵ ﮐﻨﺪ.

2⃣حضرت سیدنا ﻋمـــر (ﺭضی الله عنه):

💠ﻣﺮگ ﺭﺍ ﺑﯿﺎﺩ ﺩﺍﺷﺘﻪ ﺑﺎﺵ ﻭﻟﯽ ﺁﺭﻭﺯﯼ ﻣﺮڪَ ﺭﺍ ﻧﺪﺍﺷﺘﻪ ﺑﺎﺵ!

3⃣حضرت سیدنا عثمان (رضی الله عنه) :

👌🏻اﻭﻟﻴﻦ ﻣﻨﺰﻝ ﺁﺧﺮﺕ ﻗﺒــﺮ ﺍﺳﺖ ﺍڪَﺮ ﺩﺭ ﺁﻥ ﺭﺳﺘڪَﺎﺭ ﺷﻮی ﻣﻨﺎﺯﻝ ﺩﻳڪَﺮ ﺁﺳﺎﻥ ﻣﻴڪَﺮﺩﺩ!

4⃣حضرت سیدنا ﻋــﻠﯽ (ﺭضی الله عنه) :

♦️ﻫﻤﯿﺸﻪ ﺭﺍست ﺑڪَﻮ ﺗﺎ ﻧﯿﺎﺯ ﺑﻪ ﻗــــﺴﻢ ﺧﻮﺭﺩﻥ ﻧﺪﺍﺷﺘﻪ ﺑﺎﺷﯽ!

د اخرې زماني فتنېله ابو سعید خدرې رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ویل یې:...
09/02/2022

د اخرې زماني فتنې
له ابو سعید خدرې رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ویل یې: په خلکو به داسې زمانه یا وخت راشي چې د یو شخص غوره مال یا شتمنې به میږي وي هغه به د غرونو څوکو او د باران د اوریدو ځایونو ته بیایې هغه لدې کبله چې د خپل دین د ساتنې په خاطر به له فتنو څخه تښتې»حدیث بخاري روایت کړی
په حدیث کې اشاره دیته ده چې د ناصالح اشخاصو سره باید ملګرتیا او ناسته پاسته ونشي او د هغوئ د مجلسونو څخه لري ووسي

Address

Bala Deh

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when S.Danishyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to S.Danishyar:

Videos

Share

Category