
17/02/2025
د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه
هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مراجعینو لهپاره د الکترونیکي تذکرو او نور اړوندو بانکي تعرفو د تحویلولو په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه.
د بغلان د احصایې او معلوماتو رییس ګل الرحمن رحماني د میوند بانک څانګې په پرانیست غونډه کې وویل چې دا څانګه هېوادوالو ته د اسانتیا په موخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مشرتابه پلاوي د ژمنې پر اساس فعاله شوه. د ښاغلي رحماني په وینا د میوند بانک د دې څانګې په پرانیستل کېدو سره به عواید په شفافه توګه راټول او د کاغذي او الکترونیکي تذکرو او اصلاحي خدمتونو مراجعینو ته به په خدمتونو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس همدارنګه وویل چې ولایتي ریاستونو ته د تابعیت په تذکرو کې د اصلاحي خدمتونو د صلاحیتونو له ورکړې وروسته د دې ولایت د اوسېدونکو ډېری ستونزې حل شوې او نور اړتیا نشته چې کابل ته د ستونزو د حل په موخه مراجعه وکړي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپلو مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له میوند بانک سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې میوند بانک مسوولیت لري چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو او د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارت او د دې ادارې د نورو خدمتونو د عوایدو د راټولولو په موخه له دې ادارې سره په همغږۍ په ټول هېواد کې خپلې څانګې پراخې کړي.
د یادولو وړ ده چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو په موخه له دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په مرکزي دفتر، په کابل کې د آسان خدمت مرکزونو او د الکترونیکي تذکرو په ځینو وېش څانګو او په کندهار، هرات، خوست، جوزجان او پروان ولایتونو کې د میوند بانک څانګې پرانېستل شوې او هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.