Zia TV

Zia TV ژورنالیسټ/Journalist

د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان وتوانېد له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته تېره شپه خپله لومړۍ بریا ثبت کړي.د کاناډا ټیم په شلو...
12/06/2024

د کرکټ په نړیوال جام کې پاکستان وتوانېد له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته تېره شپه خپله لومړۍ بریا ثبت کړي.

د کاناډا ټیم په شلو اورونو کې یواځې ۱۰۷ منډې جوړې کړای شوې. په ځواب کې پاکستان په اتلسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ورسېد.
ازادۍ راډیو
Zia TV

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند وایې هغه دوکانداران او کسبګر چې کلني فروشات یې تر دوه نیم میلیونو پورې وي، مالیه ورته م...
30/05/2024

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند وایې هغه دوکانداران او کسبګر چې کلني فروشات یې تر دوه نیم میلیونو پورې وي، مالیه ورته معاف شوه.
Zia TV

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د امارت پېژندنې کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.یاده سیالي د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخ...
26/05/2024

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د امارت پېژندنې کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.

یاده سیالي د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ترتیب شوې وه، چې درې سوه پنځوس تنه ګډونوال یې درلودل.

پوره جزیات په کمینټ کې وګورئ!

Zia TV

شیخ عبدالباقي حقاني:د سږ کال کانکور ازموینه په پینځه پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه یې د غبرګولي په ۱۷، ۱...
23/05/2024

شیخ عبدالباقي حقاني:
د سږ کال کانکور ازموینه په پینځه پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه یې د غبرګولي په ۱۷، ۱۸ او ۱۹مه اخیستل کېږي.
#ملي تلویزیون

په لوګر او غزني ولایتونو کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو چکډیمونو جوړولو چارې پيل او یو بل ګټې اخیستنې ته ...
21/05/2024

په لوګر او غزني ولایتونو کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو چکډیمونو جوړولو چارې پيل او یو بل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
#پژواک نیوز

لغمان کې پسرلنۍ دودیزه مشاعره وشوه. یاده مشاعره د د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست پ...
20/05/2024

لغمان کې پسرلنۍ دودیزه مشاعره وشوه.

یاده مشاعره د د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ ترسره شوه.
دغه مشاعره کې د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکولانو او فرهنګپالو ګډون کړی و.
هېره دې نه وي چې پسرلنۍ دودیزه مشاعره هر کال په لغمان ولایت کې ترسره کېږي.
#ضیأ

په لغمان کې د می درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.دغه ورځ په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په داسې حال ونمانځل شوه...
02/05/2024

په لغمان کې د می درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
دغه ورځ په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې په داسې حال ونمانځل شوه، چې د مطبوعاتو او بېلابېلو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.
Zia TV

ملي تلویزیون په خپله ایکس پاڼه د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې  #پنځه زره...
29/04/2024

ملي تلویزیون په خپله ایکس پاڼه د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې #پنځه زره او ۲۱۹ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
Zia TV

کندز ولایت
22/03/2024

کندز ولایت

په پاکستان کې یو ۱۸ هلک د یوې ۳۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی دی.ویل کېږي چې جلۍ یې د تره لور وه او کورنۍ یې ډېرې په سختۍ سره ...
08/11/2023

په پاکستان کې یو ۱۸ هلک د یوې ۳۵ کلنې نجلۍ سره واده کړی دی.
ویل کېږي چې جلۍ یې د تره لور وه او کورنۍ یې ډېرې په سختۍ سره راضي کړي دي.

Zia TV

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې اورپکو نن یکشنبه جولاۍ ۲۳ (زمري لومړی) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د لویې لارې څ...
23/07/2023

د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې اورپکو نن یکشنبه جولاۍ ۲۳ (زمري لومړی) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د لویې لارې څلور پولیس وژلي دي.

غزني کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي چې ...
23/07/2023

غزني کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي چې له امله يې سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي .

په کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر ...
06/05/2023

په کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو تند غبرګونونه راپارولي.

د ملاعبدالغني حقبین په نوم د طالبانو د حکومت د کندهار د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیر چې څه موده وړاندې د زنا په تور د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی و،د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشې شو.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دا کار غندلی او دا یې خپلسري بللې.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه‌دي ویلي چې ملاعبدالغني حقبین یې په کوم تور بندي او پرته له محکمې يې ولې خوشې کړ.
ازادۍ راډیو.

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د چپرهار زړه هډه - چې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لوی مرکز ګرځېدلی و- د ښاروالۍ له ل...
05/03/2023

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د چپرهار زړه هډه - چې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لوی مرکز ګرځېدلی و- د ښاروالۍ له لوري یې همدامهال د پاک کولو هڅې روانې دي.
په دغه سيمه کې شاوخوا تېر شل کاله يو شمېر روږدو کسانو وخت تېراوه چې ځايي هټۍوال او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
د ښاروالۍ مسولین وایي چې په راتلونکي کې په دغه ځای کې د پارک د جوړولو پلان لري.

ولي‌محمد شينواری-پژواک

د غنې بابا وروستی انځور
05/03/2023

د غنې بابا وروستی انځور

27/02/2023

ایران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپارل شو

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په تهران کې یې دافغانستان سفارت ته نوي دیپلوماتان لیږلي، بلخوا د سفارت پخواني دیپلوماتانو ویلي چې دوی سفارت د ایران حکومت ته سپارلی دی.
بلخوا په تهران کې د افغان سفارت یو دیپلومات حامد رهګذر ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر پرون په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.

27/02/2023

د راپورونو له مخې، د کابل-جلال اباد لاره په ماهيپر کې د يوه ګازي ټانکر د چپه کېدو له امله بنده شوې ده.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، لوی باروړونکی ټانکر ټيلر د ماهيپر سيمه تېره شپه چپه شوی چې د موټرو پرمخ يې لاره بنده کړې ده.
د کابل-جلال ترمنځ د ماهيپر لاره د نړۍ د پنځو خطرناکو لارو په قطار کې راځي چې وخت ناوخت پکې مرګونې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

31/01/2023

اقتصاد وزارت: بګرام اډه‌ د هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي زون بدلوو.

د ا.ا چارواکي وايي، چې د افغانستان تر ټولو په ستر اقتصادي زون د بګرام اډې د بدلولو پلان لري. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال لطيف نظري ويلي، چې په دې اړه لومړني مطالعات پيل شوي دي. د هغه په وينا، هيله من دي چې ژر په دې اړه یوې پايلې ته ورسيږي او عملي چارې يې پيل کړل شي. نوموړی د بګرام اډې موقعيت، پراخوالی، له هوايي ډګر سره نږدې والی او پکې شته پراخ امکانات او وسايل د هېواد په تر ټولو ستر اقتصادي زون د دغې اډې د بدلولو هڅونکي لاملونه ګڼلي. بګرام اډه، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال، د دغه هېواد تر ټولو ستره پوځي اډه وه.

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول.د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره ويلي، ...
31/01/2023

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره ويلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د لا باور په موخه د کارت پر مخ د ولسوالۍ نوم او اعتبار نېټه د ختمېدو نېټه زیات شول.

يادې ادرې ويلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره ادرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه، چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي:«د پېژندپانې لرونکی باید هر لس کال وروسته خپل بایومټریک معلومات نوي کړي. او پخپله خوښه د کارت پر مخ انځور هم بدلولای شي.»

29/01/2023

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي ته په غبرګون کې ویلي چې له یادې پریکړې څرګندیږي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو ممنوعیت لنډ مهاله نه دی.

29/01/2023

افغان حکومت په ډنمارک کې قرآنکریم ته شوې بې حرمتي وغندله.

بهرنیو چارو وزارت په ډنمارک کې د یوه کس لخوا د قران کریم د یوې نسخې سځول او بې حرمتي په کلکو ټکو غندلې ده. د راپورنو له مخې د راسموس پالوډن په نوم د ډنمارک یو ښې اړخې افراطي سیاستوال د ډنمارک مرکز کوپن هاګن کې د یو جومات مخته د قران کریم یوه نسخه سوځولې ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد سپکاوی د هیڅ توجیې وړ نه دی. ا.ا یو ځل بیا له اروپايي هیوادونو څخه غوښتي چې د دغه افراطیانو د کرکې خپرولو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په سویډن کې هم د یوه کس لخوا د قران کریم د یوې نسخې د سوځولو راپور ورکړل شوی و چې په پراخه کچه وغندل شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قران کریم یوې نسخې سوځېدنه او بې حرمتي غندلې او د یاد هیواد له حکومت څ...
22/01/2023

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قران کریم یوې نسخې سوځېدنه او بې حرمتي غندلې او د یاد هیواد له حکومت څخه یې د عاملینو د مجازات غوښتنه کړې ده.
د راسموس پالوډان په نوم یوه ښي اړخه افراطي پرون شنبه د سویډن پلازمینه ستاکهولم کې د ترکیې سفارت مخته د قران کریم یوې نسخې ته اور واچوه چې پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړه.
د طالبانو حکومت نن یکشنبه په یوې اعلامیې کې د سویډن له حکومت څخه غوښتي چې په راتلوونکي کې یادو کسانو ته د اسلام ضد کړنو تر سره کېدو اجازه ورنکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راسموس پالوډان د اسلام ضد کړنو له امله تیر کال په سویډن کې پراخې بلواوې رامنځته شوی وې.
عکس: راسموس پالوډان
voa

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت د...
14/01/2023

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ ناستې ته په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت د امنیت شورا اندېښنې درک کوي، خو هڅه کوي چې ټولې چارې "د اسلامي شریعت" په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو پر وړاندې د مسوولیت د احساس له امله نه‌شي کولای غیر شرعي اقداماتو ته اجازه ورکړي.
ښاغلي مجاهد په‌دې اړه په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې، اسلامي امارت په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی چې له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.
#طلوع‌نیوز

ایران: د جاسوسي په جرم د دفاع وزارت پخوانی مرستیال علي رضا اکبري اعدام کړی دی.کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)د راپ...
14/01/2023

ایران: د جاسوسي په جرم د دفاع وزارت پخوانی مرستیال علي رضا اکبري اعدام کړی دی.

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د ایران سترې محکمې له خوا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وزیر “علي رضا اکبري” چې اسرایلو او برېتانیا ته د جاسوسي په جرم د مرګ محکوم شوی و. نن سهار وختي د پلازمینې تهران په یوه زندان کې اعدام شوی دی.

پر ښاغلي اکبري د برتانیې او اسرایلو لپاره د جاسوسۍ او په نړۍ کې د ملي امنیت او اداري فساد پر ضد د پراخو اقداماتو تور لګول شوی و چې د ایران د قانون له مخې د ورته تورونو سزا مرګ دی.

ښاغلی اکبري چې ۶۱ کاله عمر یې درلود د ایران په تېر حکومت کې د ایران د دفاع د وزیر “علي شمخاني” مرستیال او د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په توګه دندې ترسره کړې وې.

د ایران د قضائیه قوې د رسنیو مرکز ویلي دي چې ښاغلي اکبري ته چې د برتانیې ایراني تابعیت لري، سزا د ځمکې پر مخ د اداري فساد او د هیواد د داخلي او بهرني امنیت پر ضد د پراخو اقداماتو او برېتانیایي او اسراییلي استخباراتي کړیو ته د محرمو اسنادو د سپارلو له امله اورول شوې وه.

ښاغلی اکبري د سترې محکمې د انقلابي څانګې د قاضي ابوالقاسم سلواتی له خوا په اعدام محکوم شو. په ښاغلی سلواتی د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې له امله بندیزون لګول شوی دی.

د ښاغلي اکبري مېرمنې “مریم صمدي” تېره چهارشنبه له بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي و چې د کورنۍ غړي یې د “وروستي ملاقات” لپاره زندان ته ور بلل شوي وو.
علي رضا اکبري په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته یو لیک استولی و او له هغه یې د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل یو پخوانی چارواکی اعداموي، په ورته مهال د برېتانیا په ګډون ګڼ شمېر هیوادونو د ښاغلي اکبري اعدام په کلکو ټکو غندلی دی او دا یې د سیاسي انتقام یوه هڅه بللې ده.

د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د پیازو پر لوړې بیې نیوکې کوي او وايي، په بازارونو کې د پیازو بیه درې برابره لوړه شوې ده چې...
13/01/2023

د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د پیازو پر لوړې بیې نیوکې کوي او وايي، په بازارونو کې د پیازو بیه درې برابره لوړه شوې ده چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
#طلوع‌نیوز

13/01/2023

د برېښنا شرکت مسوولين وايي، نن مازيګر د تخنيکي ستونزو له وجې دې هېواد خپله برېښنا قطعه کړې او ژر يې د حل ژمنه کړې، خو وړاندې دې هېواد د باقيدارۍ له وجې په افغانستان خپله برېښنا قطعه کړې وه.
zwak news

11/01/2023

اکتولایف؛ د نړۍ لومړنی مصنوعي رحِم چې په یو کال کې ۳۰ زره ماشومان نړۍ ته راوړلی شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

اکتولايف؛ د نړۍ لومړنی مصنوعي رحِم
د هاشم الغيلي په نوم يو يمني ساينس پوه يوه داسې نوې مفکوره څرګنده کړې، چې د هغې پر اساس به ساينس پوهان وکولای شي، چې په لابراتوار کې له مختلفو څېړنو او پلټنو وروسته يو داسې مصنوعي رحِم جوړ کړي، چې په هغه کې له نطفې څخه په نهو مياشتو کې ماشوم پيدا شي.
د مور له ګېډې سره به يې توپير دا وي، چې د دې ماشومانو د پوستکي او وېښتانو رنګ، قد، ذهني وړتيا او نورو مشخصات به د لابراتوار د کارمندانو په خوښه جوړيږي.
که څه هم د حجرو د څېړنې نړيوالې ټولنې (ISSCR) تر اوسه پر انسانانو د دغه ډول څېړنې اجازه نه ده ورکړې، خو د هاشم په وينا که اجازه ورکړل شي، دا لابراتوار به په لسو کالو کې جوړ او په يو کال کې به تر (۳۰۰۰۰) ماشومان نړۍ ته راوړي.

11/01/2023

آلمان افغان ښځینه محصلینو ته ۵ زره تحصیلي بورسونه ورکوي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت ویلي، دغه هېواد هغو ۵۰۰۰ افغان ښځو ته چې بنګله‌دېش، قرغېزستان او پاکستان ته تللي، د تعلیم برخه کې دغو هېوادونو کې دوی ته د تحصیل زمینه برابروي. دا پروګرام شاوخوا اوه میلیونه یورو لګښت لري چې د آلمان حکومت یې ورکوي. د آلمان د پروګرام له مخې، بنګله‌دېش کې د لیسانس بورسیې د چیټګنګ ښار د ښځو اسیايي پوهنتون ته ورکوي. په قرغېزستان کې د بېشکېک ښار د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون ښځینه محصلانو سره د دو کلونو لپاره مالي ملاتړ کېږي او پاکستان کې د څلورو کلونو لېسانس او دوه کاله ماسټرۍ لپاره معمولاً له افغان کډوالو ښځو سره د بورسیو مرسته کېږي. دا بورسیې به د آلمان د حکومت د همکارو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ښځو لپاره د اسیايي پوهنتون او د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون له لوري ورکول کېږي.

Address

R4
Asadabad
4243

Telephone

+93779217412

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zia TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category