ANP Tigers Bajaur

ANP Tigers Bajaur ژوند،امن،مينه ❤️❤️

د خېبر سپين روبي مشر ملک نصير کوکي خېل دہ پښتون قامي جرګې پۀ يو داسې اٰېف اٰئي اٰر کښې ګرفتارول چې د صوبې وزير اعلٰي پۀ ...
25/12/2024

د خېبر سپين روبي مشر ملک نصير کوکي خېل دہ پښتون قامي جرګې پۀ يو داسې اٰېف اٰئي اٰر کښې ګرفتارول چې د صوبې وزير اعلٰي پۀ پښتون قامي جرګه کښې د هغۀ د ختمولو اعلان کړے وؤ، دہ تشويش خبره ده ـ يو اړخ ته پۀ تيراه کښې د فوځي اپرېشن اجازہ ورکړی شوی، تياريانې روانې دي، او وولس کڈوال کیګی، او بل اړخ ته د خېبر پۀ اولسي مشرانو لاسونه اچول شي او ګرفتارول شي، دا عمل به د پښتنو او رياست تر منځ يو داسې نفرت رامنځ ته کړي چې د رياست وجود به بيا دغه نفرت و نۀ زغمل شي ـ
د ملک نصير غونده مشران د اولس او رياست تر منځ د اعتماد بحالولو پۀ لړ کښې د پول کردار ادا کولے شي، بايد دغسې سپين روبو مشرانو ته دراناوے ورکړل شي، نۀ چې د هغوي بې عزتي وشي ـ
دہ رياست نه ډېر پۀ کلکه غوښتنه لرو چې پۀ ملک نصير کوکي خېل شوے دروغژن اٰېف اٰئي اٰر دې زر تر زره ختم کړے شي او ملک نصير دې سره د نورو اولسي مشرانو راخوشې کړے شي۔۔۔۔!!!
اے این پی ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان!

25/12/2024

مطالعه پاکستان! 25 دسمبر، باچاخان بابا ،او ګاندهي جي .

د ازادۍ د مبارزې په وخت کښې ډېر خلک ېاد دي ددغه وخت ېو نوم د باني پاکستان جنا صېب هم دې ، د تاريخي شخصيت سره اختلاف اتفاق په دليل سره د هرچا حق دې او پکار ده چې د خپل سیاسي کردار په رڼا کښې اوڅېړل شي ،د ډاکټر حنيف خليل د وېنا ترمخه په جنا صېب د پي ايچ ډي ازادۍ څېړنې اجازت نشته خو بل لوري ته په باچاخان اتهه د پي اېچ ډي ازادۍ څېړنې درې سوه کتابونه ، اتهه زره ارټيکل ليکل شوي .
د جنا صېب په اړه د پاک سټډي تاريخ فقط د ریاستي ليکوالانو د صفتونو نه ډک وي د ېو تاريخي دور په اړه هرڅه په غېر ضروري ستائنو کښې خړ کړې شوي خو د ېو لوړ کړې شوي سړي په اړه پکار ده چې د هغه د کردار او ذات سره تړل شوي ټول سیاسي حقيقتونه ښکاره وي که ښه وي که بد د جنا صېب د آخر ژوند په اړه چې څه ورسره شوي هم ډېر تاريخي شکوک دي.
جنا صېب په اړه ځنې د تاريخ مغالطې د تاريخي مالوماتو په حواله خورول شي پکار ده چې مونږ د تاريخ رښتيا هم کله منو .
جنا صېب د هغه وخت د هندوستان وګړې وو خو د هندوستان په اتهه سوه ژبو کښې ېوه ژبه هم نه ورتله تر دې چې خپله مورنۍ ژبه ګوجراتي هم کله نه ده وائلې .
جنا صېب د پاکستان بنسټ ګر دې د ازادۍ په وخت کښې دده لوړ کردار وړاندې کول شي خو دا هم بيخي روڼ حقيقت دې چې په ټول سياسي ژوند کښې ېو ورځ هم د پيرنګي ، زندان ، ته نه دې تلې نور د ازادۍ مبارزين د شېخ الهند او باچاخان پورې په زندانونو کښې راسته شوي وو خو رياست جوړوونکی ته هيچا څه نه وائل.
اېډوکېټ نور محمد قرېشي پخپل کتاب کښې د پاکستان اسکيم د پير پګاړا او پخواني ستر قاضي نسيم حسن په تړاؤ ليکي ، چې د وېش ټول عمل د پيرنګېانو د خوښې کار وو جنا صېب او مسلم ليګيان تیار ښانک ته ناست وو دغه راز قرارداد پاکستان په اړه ډاکټر مبارک علي ليکي چې د هغه وخت د وائسرائې هند په ښونه قادېاني سر ظفر الله خان تېار کړې وو ځکه چې مسلم ليګ د وېش په اړه کله په ېو نکته نه وو ولاړ ولي خان ليکي چې د کرپس مشن نه پس خو مسلم ليګ د پاکستان د غوښتنې نه هم د پيرنګي د ېرې ښوېدلي وو خو قيسه د متحده هندوستان نه روستو بدله شوه.
جنا صېب د زېږون نېټه خو عموما 25, دسمبر 1876 وائل شي خو ځنې څېړنکار لکه پوهان ، جي الانا ، وائي چې جنا صېب په 20 د اکتوبر 1875 کښې زیږېدلې وو په سندھ مدرسة الاسلام کښې هم دغه تاريخ ليکل شوې خو جنا صېب دغه تاريخ پخپله بدل کړې وو .
جنا صېب په کوم ځائې کښې زیږېدلې وو ؟ د سندھ مدرسة الاسلام د ريکارډ ترمخه په کراچۍ کښې زېږدلې خو ځنې د زېږون ځائې ،جهرک ټهټه ، ېادوي .
جنا صېب په کم مذهب وو ؟ پدې اړه مفتي کفاېت الله په خلاصة الفتاوی کښې د ېو پوښتنې په ځواب کښې ليکي چې جنا صېب ، اسماعيلي غالي شيعه ، وو دا په شيعه ګانو کښې هغه ډله ده چې د امام حاضر عقيده ساتي آغا خان سوئم خپل امام ګنړي اثنا عشري هم ورته وائي دغه راز ددې خبرې تائيد اېډوکېټ نور محمد قرېشي او په امريکا کښې د پاکستان ړومبې سفير ، اېم اې اېچ اصفهاني ، هم پخپل کتاب کښې کوي .
د جنا صېب نوم څه وو ؟ د جنا صېب د مور نوم ،مټهي بائي وو د پلار نوم ئې ، پونجا بائي جينو ، وو د جنا صېب د نيکه نوم ، دادا پرېم جي بائي ، وو د هند د ګجرات ، کاټهيا وار، د ، سيمې وو په هندو مذهب ( sub caste ) لوهانا عقيدې باندې وو د کبانو روزګار بې کؤو د جنا صېب د پلار نوم ، پونجا بائي جينو ، وو هندو مذهب په ځائې ړومبې پارسي او بېا اسلام قبول کړو ، جينو ،به ورته د مينې نه په کور کښې وائل شو ځکه په ګوجراتي کښې ، جينو ،اوچ کلک سړي ته وائي د جنا صېب پلار د سټې نه لکه د جنا صېب پشان اوچ ستغ وو د هند نه سند ته رالې د څرمنو روزګار ئې کؤو پونجا جينو ته په سند کښې خلکو ، جينا ،وائلو جنا صېب هم د خپل نوم محمد علي بائي سره ړومبې ، جينا ليکلو په 1894 کښې د خپل نوم نه بائي لرې کړو دغه جينا نوم په سند مدرسه الاسلام او مشن هائي سکول په ريکارډ کښې هم دې تر 1915 پورې په جينا سره ېا دېدو په 1916 کښې مولانا سيد سلېمان ندوي هم په جينا سره ېاد کړې د جينا سره د ، ح ، ټکي تړل روستو شوي چې بېا د ازادۍ مبارزينو لکه مسلم ليګې راجه جالب دهلوي چې د ،همدم ،ورځ پانړې مشر هم وو د ګجراتې ژبې دا ټکې په عربې اومنډلو او د ، جناح ، په معنا د وزر ئې کړو چې بېا په انګرېزي ورځ پانړو کښې هم دغه ېاد شو او تراوسه ايسته ،جناح ، دې .
د جنا صېب دوه رونړه وو د ېو ،لتهو بائي او د بل والجي بائي ،نوم وو د جنا صېب دوه ښځې وې ړومبې ښځه ئې ، ايمي بائي ،نوم وو د ړومبې ښځې د مرګ نه پس ئې بله اوکړه چې ، رتن بائي پيتت ،نوم ئې وو پارسي مذهبه وه ېو لور ، دينا واډيا ، تې پېدا وه چې واپس پارسي مذهب ته تلې وه او د خپل نوم نه ئې د پلار نوم هم لرې کړې وو په هند کښې مېشت وه .
قائد اعظم نوم ورته کله وائل شوې وو جنا صېب ړومبې په کانګرس کښې وو تر 1920 پورې د کانګرس غړې هم وو په 1913 کښې د مسلم ليګ غړې شوې هم وو د 1920 نه تر 1935 پورې د هند د ازادۍ مبارزه ډېر د ستنوزو سره مخ وه د ازادې مبارزين په ډېرو سختو کښې وو خو جنا صېب د 1935 پورې د هند نه بار په ولاېت کښې وو ددغه وخت نه پس په سیاسي توګه راښکاره کېږي د قائد اعظم لقب هم ورته د 1938 مولانا ظفر علي خان وغېره ورکړې وو حالانکه دغه لقب مولانا ابو الکلام آزاد ، ګاندهي جي ، مفتي فلسطين، شېخ عبد الله، کمال اتاترک ،عبد العزيز بن سعود ، خان شهيد ،او ډېرو خلکو ته کارول شو ، خو د جنا صېب په باره کښې د قائد اعظم په نامه ډېره روستو رياستي ډنډوره اوکړې شوه .
د جنا صېب د ېو روپې تنخا خبره هم په تاريخي توګه دروغ ده بلکې د دستاويزي ريکارډ ترمخه د هغه مياشتنې تنخا 10416 روپې او لس انې وه ، دغه راز د غازي علم دين کېس بی پېسو کولو خبره هم دروغ ده جنا صېب ددغه کېس پېسې هم اخيستي او بېللې هم وو ،دغه راز جنازه ئې هم دوه ځل شوې وه ېو مولوي شبير احمد عثماني او دوېم ځل د فاطمه جنا په وېنا اسماعيلي مولا انیس الحسنېن رضوي د خپل مسلک مطابق کړې وه.
پاکستان داسې وطن دې چې د خپل غرض لپاره جنا صېب ډېر ستر کول شي خو هم ددغه جنا صېب خور فاطمه جنا چې کله د پوځي ډکټیټر ايوب خان په ضد د جمهوريت لپاره ټاکنو ته اودرېده نو ټول مسلم ليګ د ايوب خان په غېږ کښې وو فاطمه جنا ئې غداره بلله صرف ولي خان ئې د جمهوریت له خاطره ملاتړ وو.
د خلکو په ذهن کښې ګاندهي جي او جنا صېب ستر دي ځکه چې شاته منظم سامراجي رياستونه لري ، خو ولې په حقيقت کښې باچا خان بابا سره ددې نه چې رياست ئې هم شاته نشته په فکري او عملي مبارزه ددې دوانړو په تاريخ کښې ستر دې ، دغه راز ددغه وخت نور مسلمانان ليډران لکه شېخ الهند مولانا محمود الحسن او ابو الکلام آزاد هم د ټول هند په سیاست خپل اغېز خور کړې .
باچا خان ته د قام له خوا نهه لقبونه ورکړل شوي سرحدي ګاندي ورته هندي خلکو وائلې ځکه فارغ بخاری ليکي چې باچا خان ځانته سرحدي ګاندي وائل نه خوښول وائل ګاندي په نړۍ کښی ېو دې ماته مه وائی!
د باچا خان د ګاندهي جي او جنا صېب په نسبت د ستر کېدو دوه درې لاملونه دي ، ېو دا چې ګاندهي جي او جنا صېب سیاسي مبارزه هله شروع کړې چې دوئې ته ځمکه بشپړ جوړه کړې شوې وه کانګرس په 1885 کښې جوړ شوې ګاندهي جي ړومبې په لندن او بيا په افريقا کښې وو په 1915 کښې د افريقا نه راځي او د منطقې په سياست کښې خپلې پاپې سموي ،د جنا صېب مسلم ليګ په 1906 کښې جوړیږې او جنا صېب پکښې په 1913 کښې ګډون کوي دغه راز تر 1920 پورې د کانګرس غړی هم دی ډېر زر بېرته ولايت ته ستنېږي د 1935 نه روستو بيا راستنېږي تر څو کاله د مسلم ليګ کمه ګوندي ډانچه هم نه ښکاري .
باچاخان پداسې حېثیت کښې پاڅي چې نه ئې کم ګوند شته نه کم جوړ مېدان قام سیاسي کوي هم او اصلاح کوي هم ، په 1910 کښې ړومبې د ټولنې د علم او اصلاح په لور د بوتللو لپاره د حاجي صېب ترنګزو او مولانا فضل محمود مخفی سره د آزادو مدرسو پېل کوي د ترنګزو باباجي د هجرت نه پس د مېشنري سکولونو په ضد د آزادو سکولونو کار ټول په غاړه اخلي ،په 1921 کښې انجمن اصلاح الافاغنه جوړوي افغان جرګه جوړوي پښتون مجله خوروي ، په 1929 کښې خدائي خذمتګار جوړوي ېعنې سياسي مېدان هم پخپله جوړوي او ورسره د ټولنې د شعوري اصلاح نه هم غافله کېږي نه ، داسې کم منظم حرکت د ګاندهي جي او جنا صېب په ژوند کښې بيخي نه ښکاري . دغه راز د باچا خان عدم تشدد فلسفه هم کانګرس او ګاندهي جي سره د ميلاوېدو ډېره وړاندې ده چې د فرعيت تړون ئې تاريخي مغالطه ده . د سياسي مېدان جوړولو د ټولنې رغونې سره زندانونو ته هم سره د خدائي خذمتګارو اچول شي او د اتمانزو نه روانېږي او د ټول هند په سیاسي چاپېریال خپل اغېز خوروي . په هند کښې باچا خان ته تر مرګ پورې د ېو مسیحا په توګه درنښت ورکول شو تر دې چې د مرګ نه وړاندې د هند په روغتون کښې چې باچاخان پروت وو نو د حکومت له خؤا رسمي وائل شوي وو که باچاخان د هند په خاوره ساه ورکړه نو د رياست د ېو باچا په توګه به ئې درنښت مانځل شي خو بېا په ژوند پېښور ته راوړل شو .
د فضل رحيم مروت د وېنا ترمخه ګاندهي جي او جنا صېب په نسبت باچاخان د ېو کليوال چاپېريال نه روانېږي او په ښارونو خورېږې مونږ دا وائلې شو چې باچاخان د نورو خلکو په نسبت د مقاميت په حقيقتونو بيخي په سوچه اولسي چاپېریال کښې خپل وجود جوړوي دا حرکت شاته د خپل اولس پرته د هيچا ډاډ نه لري ،خو بيا هم چې وېش کېږي نو کانګرس د پښتنو سره غداري کوي او پيرنګې ګاندهي جي او جنا ته ازادي نه بلکې رضاکارانه بلواک رياستونه ورکوي دغه رياستونه ځکه خپلواک نه وو چې نه هند کم مثالي رياست تراوسه جوړ شو او پاکستان خو نيم د مېنځه تلې او باقي هم په ټاټو زانږي.
باچا خان ځکه د پام نه غورځول شي چې که باچا خان ته رياست ورکړل شوې وې نو پيرنګېانو او د راتلونکي نړۍ وال سامراج چې ددې منطقې د تل ښکېل ساتلو او شوروي اتحاد ته د ېو مورچې ساتلو لپاره کم اوګد مهاله پلان لرلو هغه نه ترسره کېدو ، د نړۍ وال سامراج هڅه دا وه چې نه ئې هغه وخت پښتانه پرمختګ او خپلواکۍ ته پرېښودل او نه ئې اوس پرېږدي ، د پښتنو خپلواکي او خپلواک هېواد نړۍ وال سامراج د خپلو موخو په ضد ګنړي ځکه د زمانو د تاريخ ورته پته ده که دا لېونې قام آزاد شو نو د باچا خان خبره دا د ورشو مست اسونه دي بېا په هيچا نه اودرېږي ، دا خبره سمه نه ده چې باچاخان د خپل قام مقدمه نه وه رونړه کړې باچا خان خپله مقدمه هر ځائې ته رسولې وه او د هرچا سره ئې سپينه کړې وه خو قامي غورځنګونه همېش لپاره د وخت سامراج ښکېل ساتي ځکه زمونږ مزل اوګد دې جذبات او تندي مو لار نه ده شعوری مزل اوکد وي.

مولانا خانزېب...

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان کا سپیکر خیبر پختونخوا اسمبلی بابر سلیم سواتی سے سپیکر چیمبر پشاور میں ملاقات کی،ملاقات ...
25/12/2024

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان کا سپیکر خیبر پختونخوا اسمبلی بابر سلیم سواتی سے سپیکر چیمبر پشاور میں ملاقات کی،
ملاقات میں پارلیمانی امور سمیت اسمبلی کی پارلیمانی کمیٹیوں کے حوالے سے گفتگو ہوئی، آیندہ اجلاس کے ایجنڈے میں صوبے میں جاری بدامنی کی صورتحال پر تبادلہ خیال کیا گیا، صوبے کی مخدوش صورتحال کی پیش نظر آیندہ سیشن اس ایجنڈے پر رکھنے کی تجویز دی۔۔

د جاني خېل او تيراه په عام اولس دې رحم اوشي ، د تېر شل کاله نه په تيراه او جاني خېل کښی د ریاستي ناکامې زور دې د اولس نه...
22/12/2024

د جاني خېل او تيراه په عام اولس دې رحم اوشي ، د تېر شل کاله نه په تيراه او جاني خېل کښی د ریاستي ناکامې زور دې د اولس نه نه ويستل شی.
صوبائي حکومت دې د اولس د کډوالی د ناکام فارمولې ډډه اوکي ! په هيڅ صورت دا ځل پښتانه خپل وطن په ېوه سيمه کښی هم نه پرېږدي.
اولسونه شل ځل کډوال کړل شو خو د دوئي د جنګ د کاروبار پالیسې هغه شان روانې دي د کډوالې په ځائې دې ریاست خپلې غلطی پالیسې سمې کړي.
عمومي جګړې عام پښتانه تباه کړي دا شر څنګه ختمېدې شي ؟ چاچې جوړ کړې هغې ته ئې د حل لاره هم مالومه ده ، عام اولس ددې جګړی په ېو اړخ هم فريق نه دې خو تاوان تر ټولو زيات د عام اولس په برخه کول ظلم دې.
مولانا خانزېب...

د وفا زمکې خړوب نۀ شوې اعظمهډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دیشهيد بشير احمد بلور ته د هغه پر 12 تلين د عقيدت ګلونه وړاندې کوم...
22/12/2024

د وفا زمکې خړوب نۀ شوې اعظمه
ډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دی
شهيد بشير احمد بلور ته د هغه پر 12 تلين د عقيدت ګلونه وړاندې کوم. بشير بلور خپله سينه سورى کړه خو د قام په ننګ ولاړ پاته شو.
روح يې ښاد

په هر جنګ کښی مرمه زه ګټه ئې بل وړي بس  هم دغه مې دې ژوند دغه روزګار دې ډاکټر خالق زيارافضل خان لالا ليکي وائي د سوات د ...
22/12/2024

په هر جنګ کښی مرمه زه ګټه ئې بل وړي
بس هم دغه مې دې ژوند دغه روزګار دې
ډاکټر خالق زيار
افضل خان لالا ليکي وائي د سوات د پوځي عملياتو پورې دا پرېکړه وه چې پدې جنګ کښی به هيڅوک مهم سړې نه وژل شي نه به نيول شي بلکې په ظاهره به هره ورځ د کمزوري کولو دعوی کول شي.
د مردان ددغه ځوان پشان په سلګونو د پښتنو نورو ځوانانو ته به هم د نهم مئي د ډرامې په نامه په لوئي کچ زر سزاګانې ورکړل شي .
خلک د توربان سره پټ په پټه ډېر ښه جوړ دي خو غرق پکښې بې سیاسته قام دې.
جان کې کولي پخپل کتاب کابل نه تر بغداد کښې ليکي ! په 1963 کښې د مراکش او الجزائر ترمېنځ د پولې په سر شخړه اوشوه د مراکش پوځونه د امريکې په مرسته ډېر پیاوړي وو د الجزائر ځواکونو ته ئې په دوه ورځو کښې زر ماتې ورکړه ، د پولې سيمې تې اونيولې د الجزائر ډېر پوځ هم اونيول شو پدغه نيول شوو کښې د شپاړس کالو ېو ځوان هم وو ، د کهجورو په بڼ کښې د مراکش پوځ ېو لفټننټ ددغه ځوان نه پوښتنه اوکړه جنګ ولې اوبائلو ؟ ځوان ورته وائي ؟ ځکه چې تاسو خبر ئې چې تاسو څوک ئې خو مونږ لا تر نن خپل شناخت نه لرو چې مونږ څوک يو او د څه او د چا لپاره جنګېږو ؟
مولانا خانزېب..
Copied

اے این پی سابقہ ضلعی صدر او درون مشر عطاء اللہ خان لالا سرہ مو دہ ھغه په حجرہ کیی ولیدل او په موجودہ سیاسی صورتحال او تن...
21/12/2024

اے این پی سابقہ ضلعی صدر او درون مشر عطاء اللہ خان لالا سرہ مو دہ ھغه په حجرہ کیی ولیدل او په موجودہ سیاسی صورتحال او تنظیمی امور مو ورسرہ تفصیلی خبری اتری ووشوی۔۔۔۔!!

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان باجوڑ میں مختلف مقامات پر وفات ہونے والے افراد کیلئے فاتحہ خوانی اور لواحقین سے اظہار تع...
21/12/2024

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان باجوڑ میں مختلف مقامات پر وفات ہونے والے افراد کیلئے فاتحہ خوانی اور لواحقین سے اظہار تعزیت کررہے ہیں۔ اللہ تعالیٰ تمام مرحومین کی معفرت فرمایئں۔۔امین

21/12/2024

د مردان پښتنو
امير حيدر ښه وزیراعلیٰ دي که علي آمين خان
تپوس دي .
خفه مه شئ
#بابک

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان صوابی میں ایڈوکیٹ سلیم خان لالا کی بہن محترمہ کی وفات پر ان سے تعزیت اور فاتحہ خوانی کرر...
20/12/2024

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز خان صوابی میں ایڈوکیٹ سلیم خان لالا کی بہن محترمہ کی وفات پر ان سے تعزیت اور فاتحہ خوانی کررہے ہیں۔ اللہ تعالیٰ مرحومہ کی مغفرت فرمائے اور خاندان والوں کو صبر جمیل عطا فرمائے آمین ۔۔۔۔!!

ګنډاپور سرکار له د وزير داخله د استقبال په ځائې د پښتنو د مړو تپوس پکار وو .پښتانه ځوانان مو د زړه سرونه دي که په پي ټي ...
20/12/2024

ګنډاپور سرکار له د وزير داخله د استقبال په ځائې د پښتنو د مړو تپوس پکار وو .
پښتانه ځوانان مو د زړه سرونه دي که په پي ټي آئي کښی دي هم په تود باد مو پېرزو نشي .
اختلاف د پاليسې او نظرئې سره ، د سیاسي خام فکر سره ، د دوه رنګه او کمپرومائزډ شخصيتونو سره وي ،د پښتنو بچي که څوک جنګ له کاروي او که څوک ئې په سیاست کښی د خپلو سیاسي ګټو لپاره اختلاف د هغه علامتونو سره دې.
مولانا خانزېب
copied

17/12/2024

ہم نے پختونخوا کا نام لیا، 10 یونیورسٹیاں بنائیں، اپنی دھرتی پر امن قائم کیا، باچاخان انٹرنیشنل ائرپورٹ بن گیا، صوبائی حقوق حاصل کئے اور دہشت گردی کے خلاف کھڑے رہے۔ اسی لئے 2013ء، 2018ء اور 2024ء میں ہمیں پارلیمنٹ سے باہر کیا گیا لیکن قوم کے حقوق کی جنگ سے پیچھے نہیں ہٹیں گے۔

| |

پنجاپه! بخت دې زورور دې!د پښتنو په ووټ جوړ صوبائي حکومت د پښتونخوا د امن لپاره هيڅ کمه پالیسي نه لري/ د اقتصادي بدحالې ن...
17/12/2024

پنجاپه! بخت دې زورور دې!

د پښتنو په ووټ جوړ صوبائي حکومت د پښتونخوا د امن لپاره هيڅ کمه پالیسي نه لري/ د اقتصادي بدحالې نه ویستلو لپاره څه سیاسي عزم نه لري/ د تعليمي ادارو لپاره څه پروګرام نشته/ د روغتيا ادارو/ د متمدن صنعتي پرمختګ/ د ځوانانو د روزګار او آئي ټی سنټرو لپاره څه اراده نشته.
که ټوله نړۍ ګلي ګلزار شي خو چې ستا وطن پکښې تباه وي دغه نړۍ دې ورانه شي.
بابک صېب وائي په کرمه کښې څه وخت وړاندې استاذان اووژل شو عامو پښتنو غږ کؤو خو د استاذانو دولس يونين ټول خاموش وو ، پېښور کښې هوټل ېو وخت کښې ېو اوتړل شو د هوټل انډسټرۍ خپل ځانګړې يونين وي چې وړه لږ ګران شي نو په سبا له دغه يونين پېړه ګرانه کړي خو پداسې وخت ټول ورک وو خپله خبره قدرې نه کوي.
چې هيڅوک ئې نه کوي د خاورې بچو له خپل وس او خبره پکار وي.
میلمه پال او ډوډي مار قامه واورئ!
د سلو هوټلو نه ېوه کارخانه غوره ده او د سلو لنګر خانو نه ېوپوهنتون غوره وي .
د تېر ېوولس کاله نه تر دې دمه په پښتونخوا کښې څۀ څلور زره کارخانې بندې شوي باقي پاتي هم خپل څادر څنډي
مولانا خانزېب...
copied

17/12/2024

سؤال و ځواب...
اسلام اباد اسلامي پوهنتون...

17/12/2024

پشتونخوا کرم میں ریاستی رٹ / صوبائی حکومت کہاں ہے ؟

بی بی سی کے مطابق صرف پارہ چنار میں دو ماہ سے جان بچانے والے ادویات کی عدم دستیابی کی وجہ سے 29 بچے جان بحق ہوئے ہیں ۔
کرم پشاور مرکزی شاہراہ کا راستہ گزشتہ 70 دنوں سے بند ہے، راستوں کی بندش کے باعث ضلع میں اشیائے خوردونوش، پٹرول،گیس اور ادویات کی شدید قلت پیدا ہوگئی ہے۔
کرم میں مسلسل بدامنی/ فسادات کی وجہ سے کافی عرصہ سے آزاد قومی جرگہ کا کردار ختم کیا گیا ہے جبکہ برائے نام حکومتی جرگہ کرم کے اندر جرگہ کے بجائے کبھی کوہاٹ اور کبھی ھنگو میں سرکاری بنگلوں میں برائے نام بیٹھک کرتی ہے ۔
کرم کے اندر پارہ چنار اور صدہ کے مشران /نوجوان/ علماء کرام کرم کے امن کیلئے خود اٹھ کھڑے ہو اور آپس میں مل بیٹھنے کیلئے ماحول بنائیں!
مولانا خانزیب ۔۔۔

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز کا اسمبلی سیکرٹریٹ آفس میں مختلف وفود کیساتھ ملاقات, ڈاکٹر سلمان شہزادہ، ڈاکٹر شہزاد، سرفراز...
17/12/2024

ممبر صوبائی اسمبلی نثار باز کا اسمبلی سیکرٹریٹ آفس میں مختلف وفود کیساتھ ملاقات, ڈاکٹر سلمان شہزادہ، ڈاکٹر شہزاد، سرفراز خان، عثمان خان سمیت وزیرستان سے تعلق رکھنے والے طلباء بھی شامل تھے،، ینگ پارلیمنٹرین فورم کابینہ کی ممبر بنے پر مبارکباد دی۔۔۔۔

زہ به ور لوګے کړم خپل یادونه ستا ارمان ګټمخلق به خپل ځان ګټي او زہ به باچا خان ؒ ګټمد پښتون قامی تحريک د ډېر لوئے شاعر ا...
17/12/2024

زہ به ور لوګے کړم خپل یادونه ستا ارمان ګټم
خلق به خپل ځان ګټي او زہ به باچا خان ؒ ګټم
د پښتون قامی تحريک د ډېر لوئے شاعر اروښاد معزاللہ نـګار صېب نن 18م تلین دے- هم ددې مشرانو برکت دے چې پښتون قامي تحریک تر مونږ راورسېدو، روح يې ښاد او دا لوظ کوو چې د قامي تحريک دا مشران به تل تر تله زمونږ په زړونو کښې وي

16/12/2024

شپاړسم دسمبر په ړومبی ځل!!!

Address

Dubai
Dubai

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ANP Tigers Bajaur posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category