Ahmad Times - احمد ټايمز

Ahmad Times - احمد ټايمز Our mission is to help you stay informed and up-to-date on the topics that matter most to you.

په متحده عربي اماراتو کې  سرپرست سفیر م. بدر الدین  د دوبۍ ښار په ورسان  سیمه (جداب)کې د مسافرو د کارځای ته ورغی، هغوی ت...
09/12/2023

په متحده عربي اماراتو کې سرپرست سفیر م. بدر الدین د دوبۍ ښار په ورسان سیمه (جداب)کې د مسافرو د کارځای ته ورغی، هغوی ته یې د کار او کسب په اړه وویل: د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره زیار ګالل د پېغمبرانو صفت دی، تڼاکې لاسونه کوم عیب نه دی. مونږ ستاسې له ستونزو خبر یو، څومره چې زر کیدلی شي هومره یې د حل هڅه کوو.

08/12/2023


اماراتو يو کلنه ويزه باندې وطن ته د تګ راتګ په اړه معلومات

متحده عربي اماراتو ابوظبې ښار کې د افغانستان سفارت په تالار کې د افغانستان ګڼ شمېر تاجرانو له سرپرست سفیر م. بدر الدین س...
02/12/2023

متحده عربي اماراتو ابوظبې ښار کې د افغانستان سفارت په تالار کې د افغانستان ګڼ شمېر تاجرانو له سرپرست سفیر م. بدر الدین سره وکتل، نوموړي د وینا په ترڅ کې وویل : په ابوظبي کې د افغانستان سفارت او په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ په ګډه د مشرتابه د هدایاتو سره سم د افغانستان ټولو وګړو ته پرته له کوم توپيره يو ډول خدمات وړاندې کوي، د سفارت او قونسلګرۍ دروازې د هر ډول قانوني خدماتو لپاره د مسافرو پر مخ خلاصې دي.
اوس مهال په هيواد کې پوره امن دی، او د ټولو هيوادوالو لپاره د هر ډول قانوني پانګونی زمینه مساعده ده، د ا.ا.ا ستاسو هر ډول اصولي همکاريو ته ژمن دی.
(په ابوظبې کې د افغانستان سفارت)

په متحده عربي اماراتو ابوظبې کې نن د کرکټ ملي ټیم لوبغارو هر یو نوین الحق، فضل حق فاروقي او عبد الرحمن  له سرپرست سفیر  ...
01/12/2023

په متحده عربي اماراتو ابوظبې کې نن د کرکټ ملي ټیم لوبغارو هر یو نوین الحق، فضل حق فاروقي او عبد الرحمن له سرپرست سفیر م. بدر الدین سره وکتل، هغه یې ښه راغلاست وکړ او ورته یې وویل: تاسې پخپله برخه کې د وطن سرمایه یاست. له تاسې سره د ولس مینه ستاسې ذمواري زیاتوی، خپل باور وساتئ، ملت له تاسې امیدونه لري، د دین او د وطن سره اخلاص به مو د ترقۍ لارې هواروي.

30/11/2023


Be aware from scammer's | له دوکه بازنو څخه خبر اوسئ

خبرتیا!په متحده عربي اماراتو کې ټولو ګرانو مسافرو ته خبر ورکول کېږي چې په ابوظبی کې د افغانستان سفارت ته د خپلو کونسلۍ خ...
22/11/2023

خبرتیا!
په متحده عربي اماراتو کې ټولو ګرانو مسافرو ته خبر ورکول کېږي چې په ابوظبی کې د افغانستان سفارت ته د خپلو کونسلۍ خدماتو ( پاسپورټ ـ ویزې ـ تصادیقو ) لپاره د مراجعې په وخت د ځان سره بانکي کارتونه راوړی ترڅو مو کارونه دخنډ او ځنډ سره مخ نشي.
مننه
په ابوظبی کې د افغانستان سفارت

ابوظبی سفارت کې د يو مسافر ورور سترګو لیدلی حال نن د ابوظبی د سفارت په کونسلۍ برخه کې مولوی بدر الدین د مسافرو حال اخیست...
21/11/2023

ابوظبی سفارت کې د يو مسافر ورور سترګو لیدلی حال
نن د ابوظبی د سفارت په کونسلۍ برخه کې مولوی بدر الدین د مسافرو حال اخیستو او خپلو کارمندانو ته یې د اسانتیا او ښه سلوک توصیه کوله ، نوموړی د مسافرو د مشکلاتو اورېدو لپاره د سفارت په انګړ کې ناست و.

        په متحده عربي اماراتو کې سرپرست سفیر م. بدر الدین د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیل د مسافرو لپاره د اسانتیا ګام ګڼي،...
16/11/2023


په متحده عربي اماراتو کې سرپرست سفیر م. بدر الدین د فلای دوبۍ د الوتنو بیا پیل د مسافرو لپاره د اسانتیا ګام ګڼي، له یاد شرکت څخه منندوی دی او ډاډ ورکوي چې اسلامی امارت د افغانستان فضاء د ټولو هوايي شرکتونو د هر ډول ملکي پروازونو لپاره خوندي ګڼي.

14/11/2023


متحده (Unified) ویزه د خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا لخوا تصویب شوه. | Unified GCC visa

      دابوظبی د سفارت په انګړ کې سرپرست سفیر م. بدر الدین د بېلابېلو مکتبونو له زده کونکیو سره ولیدل. له هغوی یې د مکتبو...
11/11/2023


دابوظبی د سفارت په انګړ کې سرپرست سفیر م. بدر الدین د بېلابېلو مکتبونو له زده کونکیو سره ولیدل. له هغوی یې د مکتبونو او تعلیمي نصاب به اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل: "موږ هڅه کوو چې د افغانانو نوې نسل په ښه ډول د تعلیم په ډګر کې په اسلامي او ملي مفکوره وروزل شي".

    مننه اتلانو 🥰Thank you Champions 👏
10/11/2023


مننه اتلانو 🥰
Thank you Champions 👏

      د متحده عربي اماراتو العین ښار  (جیمي) روغتون کې  پروت ناروغ نور ولي جان ولد عید ولي جان خوستي - چې ورځنی  لاسی مز...
08/11/2023


د متحده عربي اماراتو العین ښار (جیمي) روغتون کې پروت ناروغ نور ولي جان ولد عید ولي جان خوستي - چې ورځنی لاسی مزدورکاروو ، د برق د ټکر له امله د اتو میاشتو راهیسې د کوما په حال کې دی، سرپرست سفیر م ـ بدر الدین یې عیادت وکړ، د ځایي حکومت د صحت ادارې د خدمتونو ستاینه یې وکړه او د نوموړي د درملنی په اړه یې ترې د زیاتې توجه غوښتنه وکړه.

       زيری!دا چې په ابوظبی کې  افغانانو ته له ډیری مودی راهیسی د پاسپورټ د اخیستلو لړۍ بنده وه، الحمد لله د نوي سرپرست ...
06/11/2023


زيری!
دا چې په ابوظبی کې افغانانو ته له ډیری مودی راهیسی د پاسپورټ د اخیستلو لړۍ بنده وه، الحمد لله د نوي سرپرست سفیر م. بدرالدین په هڅو دغه مشکلات حل شول، په ابوظبی کې وطنوالو ته دپاسپورټ د اخیستلو لپاره سر د سبا نه د سفارت د کونسلۍ برخې دروازه خلاصه ده. پدې برخه کې د دبۍ د کونسل عبدالرحمان فدا د تعاون منندوی یو.

      نن د متحده عربي اماراتو سرپرست سفیر م ـ بدرالدین په العین ښار کې د افغانانو کار ګرانو تم ځای (سټین) ته ورغی د ستون...
04/11/2023


نن د متحده عربي اماراتو سرپرست سفیر م ـ بدرالدین په العین ښار کې د افغانانو کار ګرانو تم ځای (سټین) ته ورغی د ستونزو حال یې واخیست او د اصولی همکارۍ اطمنان یې ورکړ، نوموړي زیاته کړه چې متحده عربي اماراتو په هره ستونزه کی له پخوا څخه زمونږ په بې وسه ولس شفقت کړی دی، باور لرو چې دوی د خپلو مشرانو په نقش قدم روان دي او د مسافرو په حق کې به دا شفقت دایم وساتي.

02/11/2023


آیا د متحده عربي اماراتو ويزې د افغانانو پرمخ خلاصې شوي؟

      نن په اماراتو ابوظبي ښار کې د افغانستان سرپرست سفير مولوي صاحب بدرالدين سره د ښه راغلاست او د نوې دندې د مبارکۍ لپ...
31/10/2023


نن په اماراتو ابوظبي ښار کې د افغانستان سرپرست سفير مولوي صاحب بدرالدين سره د ښه راغلاست او د نوې دندې د مبارکۍ لپاره په اماراتو کې میشتو قومي مشرانو ليدنه وکړه، مولوی صاحب ميشتو افغانانو ته د اماراتو حکومت د اصولو په پام کې نيولو سره د هر قسم خدمت ډاډ ورکړ،
زیاته يي کړه لکه څنګه چې د امارت مشرانو په مونږ باور کړې ده، کوښښ به کوو چې دولس خدمتونو او د مشرانو ګمان الله جل جلاله په مونږ رښتينېي کړی - او پدی سلسله کې ستاسې د اخلاص او د کامل تعاون اميد لرم

      بريا مو مبارکه شه!افغانستان د کرکت په نړیوالې جام کې سري لنکا ته ماتې ورکړه
30/10/2023


بريا مو مبارکه شه!
افغانستان د کرکت په نړیوالې جام کې سري لنکا ته ماتې ورکړه

      د اماراتو ويزې خلاصولو په اړه معلومات!
30/10/2023


د اماراتو ويزې خلاصولو په اړه معلومات!

      هيوادوالو تريخي بریا مو مبارکه شه!افغانستان کرکټ نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه
23/10/2023


هيوادوالو تريخي بریا مو مبارکه شه!
افغانستان کرکټ نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه

      انګلستان ماتول د ټولو هيوادوالو ته مبارک ويافغانستان په نړيوال جام کې انګلستان ته په 69 منډو ماتې ورکړه
15/10/2023


انګلستان ماتول د ټولو هيوادوالو ته مبارک وي
افغانستان په نړيوال جام کې انګلستان ته په 69 منډو ماتې ورکړه

فلای دوبۍ اوس لږ مخکی په خپل ويب سايټ د دوبۍ کابل او کابل دوبۍ پروازونو قيمتونه علان کړلچې اوسمهال خو خبرې نه پری کيږی خ...
12/10/2023

فلای دوبۍ اوس لږ مخکی په خپل ويب سايټ د دوبۍ کابل او کابل دوبۍ پروازونو قيمتونه علان کړل
چې اوسمهال خو خبرې نه پری کيږی خو دغه قيمتونه بدليدونکی دي

12/10/2023


فلای دوبۍ افغانستان ته پروازونه پیلوي آيا يادو پروازونو سره به د اماراتو ويزې خلاصې شی اوکنه

05/10/2023


Dv2025 Registration | د امریکه لاټری ويزو ثبت نام | Dv2025

30/09/2023


امریکا ته د تګ لپاره خپل بخت وازمويي

26/09/2023


راځئ نن مو يوه نوی دوکې څخه خبر کړم!

25/09/2023


دوبئ يو داسې مسجد جوړوي چې تر نن پورې په نړی کې نه دي جوړ شوئ| Dubai underwater mosque |

25/09/2023
24/09/2023

په العين صناعيې او هيلي صناعيې کې پارکنگ شروع کولو په اړه معلومات | Phase 2 parking Al Ain

      د آیفون 15 سيريز موبایلونه له سبا څخه بازار ته وړاندې کیږي، خو ځینې مينوال يي اوسنه دوبی مال اپل سټور ته راسيدلي،📸...
21/09/2023


د آیفون 15 سيريز موبایلونه له سبا څخه بازار ته وړاندې کیږي، خو ځینې مينوال يي اوسنه دوبی مال اپل سټور ته راسيدلي،
📸: khaleej Times
ستاسو څخه به څوک نه وې وراغلي؟

20/09/2023


افغانستان کرکټ نړیوال جام مهالوېش او پاکستان سره لوبه په اړه معلومات

19/09/2023


اماراتو مشرانو او کشرانو د خپل اتل راتللو هرکلی وکړ،

         مشرانو د خپل ملی اتل سلطان النیادي دروند هرکلی وکړ،‏سلطان النیادي د فضا په مرکز کې د شپږو میاشتو سفر نه پس نن خ...
18/09/2023


مشرانو د خپل ملی اتل سلطان النیادي دروند هرکلی وکړ،
‏سلطان النیادي د فضا په مرکز کې د شپږو میاشتو سفر نه پس نن خپل هيواد ته راستون شو
او دې لومړی عرب شو چې په فضا کې قدم ووهه

18/09/2023


په برج خلیفه د ‏سلطان النیادي تصوير ورکړې شوو
سلطان النیادي لومړی عرب ځوان دی چې د فضا په نړیوال مرکز کې یې شپېږ میاشتې وخت تېر کړ، او د سره دې لومړی عرب شوو چې په فضا کې قدم ووهه

13/09/2023


Everything about iphone 15,iphone 15 plus,iphone 15 pro,iphone 15 pro max

  |   |   د 2023 کال نړیوال جام لپاره افغان لوبډله
13/09/2023

| |
د 2023 کال نړیوال جام لپاره افغان لوبډله

12/09/2023


نن د ورځ هم يو کلنې ويزو کسانو ته په دوبی هوايي ميدان کې هيڅ کومه ستونزه جوړه نه شوه

11/09/2023


نن شپه د یوې کلنې ویزو هغه کسان چې له کابل څخه دوبۍ ته د کام ایر هوايي شرکت سره پرواز وو هغوي بغير له کومې ستونزې اماراتو ته داخل شول.

ويډيو:ارشيف

11/09/2023

په یو کلنی ویزو باندی کابل نه دوبی ته او ابوظبی ته د تګ په اړه معلومات.

   د کام ایر هوايي شرکت نوی اعلان له مخې اوس يو کلنې ويزو وله کسان کولای شي چې دادوی سره کابل څخه دوبۍ او ابوظبي ته سفر ...
11/09/2023


د کام ایر هوايي شرکت نوی اعلان له مخې اوس يو کلنې ويزو وله کسان کولای شي چې دادوی سره کابل څخه دوبۍ او ابوظبي ته سفر وکړي

    د تير پوسټ په تعقيب نن چې کوم پرواز د ابوظبي څخه کابل ته وو هغه د کابل پر ځای مزار شريف کې ناست کړي دې.وجه ئي دادي چ...
27/10/2021


د تير پوسټ په تعقيب نن چې کوم پرواز د ابوظبي څخه کابل ته وو هغه د کابل پر ځای مزار شريف کې ناست کړي دې.
وجه ئي دادي چې جهاز د ابوظبي هوايي ډګر څخه ناوخت ترسره شوي وو‌. نو تاسو واړه ته پاتې دې چې اوس مهال د کابل هوايي ډګر چې کوم سيسټم دې. په هغه کې د ماښام شپږ بجو څخه ورسته جهازونو نه شي ښکته کيدلای.
او کوم مسافر چي په ابوظبي کې تير پاتې دي هغه وجه هم د وه. چې پا جهازه ناوخته کیدو.
مننه.

Address

Deira

Opening Hours

Monday 15:00 - 22:00
Tuesday 15:00 - 22:00
Wednesday 15:00 - 22:00
Thursday 15:00 - 22:00
Saturday 15:00 - 23:00

Telephone

+971522772245

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmad Times - احمد ټايمز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share


Other Deira media companies

Show All

You may also like