Iqbal momand poetry

  • Home
  • Iqbal momand poetry

Iqbal momand poetry پښتو به وائيو
پښتو به ليکو
پښتو به لولو

07/02/2024

ما څه خبره کوله؟

ما څه خبره کوله! چې ما څه خبره کوله؟

ما دا خبره کوله چې په زمکه ولې جنګ د؎
دا ولې يو انسان د بل انسان د لاسه تنګ د؎
دا ولې مخ د عدل شوکېدلې د؎ بدرنګ د؎
دا ولې د شعور په آئينه ختلې زنګ د؎
ما دا خبره کوله ما د زړه خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې که يو نه شو ورکېږو
ما دا خبره کوله چې که يو نه شو توئېږو
ما دا خبره کوله چې که يو نه شو شرمېږو
ما دا خبره کوله چې که يو نه شو قتلېږو
ما تاسو ته د پلار او د نيکه خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې سکون نشته دا ولې؟
ژوندي خلق خو ډېر دي خو ژوندون نشته دا ولې؟
پښتو په ژبه وائي خو پښتون نشته دا ولې؟
دې بعضې بعضې خلقو له قانون نشته دا ولې؟
دې حال کښې به مې څه د ژوندانه خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې ذهنونو کښې تيارې دي
د سپينو سپينو خلقو په مخونو کښې تيارې دي
يارانو! د يارانو په نيتونو کښې تيارې دي
خبرې د رڼا کوي خو زړونو کښې تيارې دي
ما دغه د رڼا او د تياره خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې په کومه ګناه مرمه؟
په داسې ګناه مرم چې په بې نومه ګناه مرمه
د ظلم په قفس کښې په مظلومه ګناه مرمه
يه خدايه! چې دا څه په نامعلومه ګناه مرمه
نو ما خو ددې خپل تندي سپېره خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې اولس ترې په عذاب د؎
ما دا خبره کوله چې سړي وژني قصاب د؎
خو مخ يې هم د يرې نه پټ کړ؎ په نقاب د؎
دا کومه طريقه ده دا لا کوم حساب کتاب د؎؟
هو ياد مې شو چې ما ددې لېوه خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله

ما دا خبره کوله چې اقبال هسې غږېږي
د وخت په تشدد او استحصال هسې غږېږي
نه فن ورسره شته او نه کمال هسې غږېږي
نه سر باندې پوهېږي نه په تال هسې غږېږي
اقبال خو ګېني ډېره سره په سره خبره کوله
ما څه خبره کوله چې ما څه خبره کوله؟

اقبال مومند

27/12/2023

نوې حادثه کېږي پوهېږمه
ما سره دهوکه کېږي پوهېږمه

اوس دې تماشې له خلق نه راځي
اوس به تماشه کېږي پوهېږمه

بس خو چې هغه غواړي او څه غواړي
ټيک به هم هغه کېږي پوهېږمه

دومره هم اقبال سرکشه نه دے خو
دۀ سره خوږه کېږي پوهېږمه

اقبال مومند صيب

26/12/2023

د اقبال مومند صيب ډير ښکلے غزل دې يو پيره ئې اوګورئ او مخکښی ئې شيئر کړئ مننه

د نغمو چل يې درځي که هسې ناست يې؟
يه د ښار د ربابونو دوکانداره!

زه باغي يم د تقليد د دائرې نه
ته زما په سيوري ودرېږه چناره!

مولا امن تش د خلې خبرې نه دي!
له محرابه لږ راووځه تر پېزاره

انتظام د ښائستونو مو تت نه کړي
يو لوګۓ دۓ چې راخېژي له دې ښاره

که ټيټ ښه وۓ نو د پښو سره پکار وو
په تنې پورې دا سر د څه د پاره؟

پښتنو ته ملامته يو اقباله !
پښتانه شو بې څادره بې دستاره

اقبال مومند

15/12/2023

زړه مې سګرټ خراب کړو سر مې شاعرئ خراب کړو
ژوند راله سم د يو کاپر سړي يارئ خراب کړو

خو څه نشو خراب کړو څه مسافرئ خراب کړو
خدايه لالې مې په خپل کور کړې مزدورئ خراب کړو

هغه د خلقو سره خپله رابطه پرېښې وه
څه به ترې جوړ وو خو بس ډېرې ديندارئ خراب کړو

صېبه! په ده به مې شرطونه لګول د پښتو
صېبه! خو دا سړ؎ د کلي مشرئ خراب کړو

دا يو ملګر؎ چې ما نه ويني څه چل پرې کېږي
دا يو ملګر؎ مې د شېخ نيکه ډېرئ خراب کړو

دا يو تصوير دې په دېوال پاتې د؎ دا هم يوسه
دا يو بياض راله کمره کښې المارئ خراب کړو

هغه اقبال چې نه په دم نه په منتر کښې راتلو
يوې ګستاخې قلندرې ښاپېرئ خراب کړو

اقبال مومند

14/12/2023
عاجز صيب ته دې مبارک وي
12/12/2023

عاجز صيب ته دې مبارک وي

خوږ ژبي شاعر زېت الرحمان عاجز صيب ته د وړومبي کتاب پۀ چاپ کیدو ومبارکي وائیو
Qaisar Ali

20/10/2023

ستا په باور مې ويښته سپين کړل
نامرده مهٔ شې چې دې بل ته پاتې شمه

#ټپه

ددنيا ستړي غمونهد صابر سره دمه شي🥀🥀🥀🥀🥀
19/10/2023

ددنيا ستړي غمونه
د صابر سره دمه شي🥀🥀🥀🥀🥀





19/10/2023

اورم چې سپرلي راځي
ښکاري چې ساقي راځي

مونږ د محبت د ښار
مونږ له زندګي راځي

ښکاري چې راتلونې ده
زمکه خوزي ځې راځي

عقله مبارک دې شه
ځان سره دې وړي راځي

دا ګودر په تا آباد
تا له لېوني راځي

زړونه یې د کاڼو دي
تا ویني ژوندي راځي

دا د زړونو لوبې دي
دې کې تباهي راځي

ستا د کلې ډیر خلق
ستا ذکر کوي راځي

عشق داسې په نخښه کړم
غم چې چرته وي راځي

وار وکړه لږ صبر شه
غمه خوشحالي راځي

خاورې به یو مړه به یو
ښکلي چې راځي راځي

مینه کمېدونکې ده
ژوند کښې څه کمي راځي

دلته کښې صابر مئين
دلته خو که مري راځي

صاحب شاه صابر♥️

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Iqbal momand poetry posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share