25/12/2022
ناری دی وير دی څاندی دی غوبل دی خلق جاړی
دی کلی کښ تپوس اوکا څه چل دی خلق جاړی
سرتوری په وير تيری شوی کوڅه کښ د چم پيغلی
دا شی خو ماته ښکاری چه بدل دی خلق جاړی
دا ستا په غوږو هسی لګيدلی چه اوربل دی
ماواوريدل چا اووی چه اور بل دی خلق جاړی
يو کټ دی چه راننه وتو پيغلی ترنه تاو شوی
يو سر دی چه بيخی د تنه بيل دی خلق جاړی
ټاکلی د منزل نشان د هيچا سره نشته
مزل دی په مزل پسی مزل دی خلق جاړی
په بندو دروازو کښ هم محفوظ نه يم قتليږم
هر چاته خپل د امن کور مقتل دی خلق جاړی
انصاف جوړی ماښام په دی بنګلوکښ بربنډيږی
قانون جوړی دی ښار کښ د ځنګل دی خلق جاړی
حساب چا پوره کړی دی خو سوی راته ښکاری
مړ شوی څوک د پيغلی په سنګل دی خلق جاړی
ځوانی د چا ضايع شوه خو عبس وينی پرتی دی
د زړه کنډول بی ځايه د چا تل دی خلق جاړی
د څاندو ترنم ي غرونه اوجړوول ځان ته
هر اه ي د منظر سوی غزل دی خلق جاړی
امام منظر