12/11/2023
نن په کابل کې د کرکټ مینوالو لخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تود هرکلی وشو.
ګڼ شمېر افغان کرکټ مینوال د کابل هوایي ډګر مخې ته د افغان اتلانو د تشویق لپاره ورغلي او او د دوی راتګ یې په ډېره مینه بدرګه کړی دی.
Pamir Media is a free and independent organization. Welcome!
نن په کابل کې د کرکټ مینوالو لخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تود هرکلی وشو.
ګڼ شمېر افغان کرکټ مینوال د کابل هوایي ډګر مخې ته د افغان اتلانو د تشویق لپاره ورغلي او او د دوی راتګ یې په ډېره مینه بدرګه کړی دی.
د اکتوبر په 23 م د هند په چینای کې د افغانستان لخوا د پاکستانۍ لوبډلې ماتول ځانګړي وو، ګڼ شمېر افغان کرکټ مینوال دغه ورځ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه ځانګړې ورځ یادوي.
د افغانستان لوبډلې په 2023 پنځوس اوریز نړیوال جام کې انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او نیدرلینډ ته ماتې ورکړه، او نن یې د سفر وروستۍ لوبه سوت افریقا ته وبایلله۔
په نړیوالو جامونو کې دا د افغانستان لمړنی بریالی سفر و چې څلور لوبې یې په کې وګټلې.
د سوت افریقا پر وړاندې افغانستان ټاس ګټلی او توپ وهنه کوي، د افغانستان سکواډ کې کوم بدلون نشته.
نیوزیلینډ نن سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی ښکاري، خو د افغانستان او پاکستان د ورتګ چانس بې حده زیات کم او یا هم بیخي نشته.
دغه کمپاین نن ماښام د تر هشټګ لاندې د ټویټر په ګډون ګڼ شمېر ټولنیزو رسنیو کې پیل کیږي،افغان ځوانان دا کمپاین د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د مورال او ډاډ ورکولو لپاره ترسره کوي.
نیمه پایلوبې ته د پاکستانۍ لوبډلې د تګ خوب ښایي سېلاب یوسي!
په نړیوال جام کې نن انګلینډ له نیدرلېنډ څخه د لوبې ګټلو سره په جدول کې ٧ م مقام خپل کړ،انګلینډ د دې مقام په ساتلو د 2025 کال چمپين ټرافي ته کوالیفای کیږي.
د انګلینډ وروستۍ لوبه له پاکستان سره ده، دوی به کوشش کوي چې پاکستان مات کړي او ځان تر چمپین ټرافي ورسوي.
کله چې پاکستان په وروستیو 6 بالونو یواځې 2 منډې هم پوره نه کړې.
تېره ورځ عرفان پټان ته د افغان لوبغاړو لخوا د پښتنو کلتوري لونګۍ ور په سر شوه، پټان له افغان لوبغاړو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زما د ژوند تر ټولو ارزښتمنه ډالۍ همدا لونګۍ ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جاناتان ټروټ تېره شپه د افغانستان له ماتې وروسته خبریالانو ته وویل، تمه لري چې له جنوبي افریقا سره به راتلونکې لوبه کې افغان لوبغاړي نیمه پایلوبې ته د ورتګ برخلیک وټاکي.
ټاکل شوې چې افغانستان بل سبا د جمعي په ورځ له جنوبي افریقا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
د ١٩ کلنو اسیا کپ په متحده عربي اماراتو کې د ٨ لوبډلو په ګډون پیل کیږي.
په A ګروپ کې هند، افغانستان،پاکستان، نیپال، او په B ګروپ کې بنګله دېش، سریلانکا، امارات او جاپان شامل دي.
د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې ابراهیم ځدراڼ د نړۍ د توپ وهونکو په قطار کې نهم مقام خپل کړی دی.
نوموړی له امام الحق،شای هوپ،مېلر،شریاس ائیر،سټیف سمیت،مارکرم او ډېرل مېچل څخه مخکې شو.
اسټرالیا سره تر لوبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغان کرکټ مینوالو د خپلې لوبډلې د ملاتړ غږ پورته کړی، او ویلي يې دي چې د کرکټ لوبغاړو موږ ته همېشه خوشالي راکړې، ملاتړ یې کوو.
اسټرالیا په نړیوال جام کې افغانستان ته په 3 ویکټو ماتې ورکړه ،په دې لوبه کې مکسویل 201 ناټ اووټ منډې وکړې او هسک سره له میدان څخه بهر شو.
ابرهیم ځدراڼ له سلیزې وروسته و ویل ما له سچن ټنډولکر سره ښې خبرې وکړې، هغه له ماسره خپلې تجربې شریکې کړې او ما له لوبې مخکې وویل چې زه به د سچن ټنډولکر په څیر توپ وهنه کوم د هغه مشورو ماته ډېره انرژي او اعتماد راکړ.
افغانستان د ابراهیم ځدراڼ د 129 منډو پر مټ اسټرالیا لوبډلې ته د 5 لوبغاړو په اووټ کېدو سره د 292 منډو هدف وټاکه.
د لمړي ځل لپاره د افغانستان د ابراهیم ځدراڼ نوم هم د نړیوال جام د سلیزه وهونکو لوبغاړو په قطار کې ولیکل شو، او نن یې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي سلیزه و وهله.
The Best and Complete Allrounder 🔥
د افغانستان لوبډلمشر حشمت شهیدي په 43 بالونو 26 منډې وکړې او د میچل سټارک لخوا بولډ اووټ شو.
افغانستان دوهم لوبغاړی رحمت شاه هم له لاسه ورکړ، هغه په 44 بالونو 30 منډې وکړې او کیچ اووټ شو.
افغانستان تر دې مهاله په 24,4 اورونو کې 121 منډې کړي دي.
ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لمړنی اوپنر او په ټوله کې دریم لوبغاړی شو چې د اسټرالیا پر وړاندې پنځوسیزه پوره کوي.
تر دې وړاندې نجیب ځدراڼ او اصغر افغان د اسټرالیا خلاف پنځوسیزې وهلې وې.
په لمړۍ Power play کې له یو ښه پیل وروسته افغانستان د رحمن الله ګربز ویکټ له لاسه ورکړه.
رحمن الله ګربز په 25 بالونو 21 منډې وکړې او د هزلیووډ لخوا اووټ شو.
🇦🇫 VS 🇦🇺
افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کې ټاس ګټلی دی او بیټینګ کوي.
کله چې عرفان پټان د افغانستان په وروستیو بریاو خوشالۍ او نڅا وکړې نو د افغانستان د خلکو او لوبغاړو مينه ورسره زیاته شوې، او تېره شپه د افغان لوبغاړو لخوا د پښتنو کلتوري لونګۍ هم ور په سر شوه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هند مشهور سندرغاړي عدنان سمیع او د هندي سینما له نورو لوبغاړو سره په یو انځور کې.
تېره شپه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانيو پښتنو لوبغاړو عرفان پټان او یوسف پټان د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي خپل کور ته دعوت کړي وو.
په پنځوس اوریزو لوبو کې د اسټرالیا خلاف نجیب ځدراڼ تر نورو زیاتې منډې ترسره کړي دي.
ټولې منډې: 75
په یوه لوبه کې زیاتې منډې: 51
افغانستان له اسټرالیا سره د کرکټ په تاریخ درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي دي چې، افغانستان هیڅ یوه لوبه نه ده ګټلې.
#
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان اصغر افغان له ډاکټر عبدالله سره د هغه په کور کې لیدلي دي او د خپلې وروستۍ نړیوالې لوبې بیټ یې ورته ډالۍ کړی دی.
ډاکټر عبدالله په خپل فسبوک د دې ملاقات خبر ورکړی دی.
پاکستان سره تر لوبې وړاندې په چینای کې د مهیندر سینګ دهوني مشورو او تجربو تاریخ جوړ کړ.😉
نن په ممبۍ کې د سچن ټنډولکر مشورې هم د سبا لپاره د افغان لوبډلې د کامیابۍ زېری ورکوي.
Be the first to know and let us send you an email when Pamir Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Want your business to be the top-listed Media Company?