World at 5:00 Pashto News

  • Home
  • World at 5:00 Pashto News

World at 5:00 Pashto News The WORLD at 05:00 fan page provides instant breaking news alerts and the day’s newsiest and most

WORLD at 05:00 delivers for up-to-the-minute news, breaking news from across the globe and information on the latest top stories, politics, business, sports and weather forecast headlines in Pashto پښتو language every day at 17:00 GMT+4:30 Kabul, Afghanistan. Pashto Newsroom airs continuously for 30 minutes starting from 5:00 PM GMT+4:30 until 5:30 PM GMT+4:30 on weekdays.

15/07/2013

د ایران یوه آخوند فتوا صادره کړې چې د اوړي په اوږدو او تودو ورځو کې د روژې له امله، که چیرې تیږي کیږۍ نو کولای شﺉ تر یوه بریده اوبه وڅښیۍ، یعنې که غواړۍ چې روژه مو ښه تیره شي، ایران ته ولاړ شﺉ.

21/06/2013

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان او پاکستان د استازو تر منځ لفظي شخړه شوې، داسې چې دواړو په دغو دوو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو د طرح کیدو په اړه پر یو بل تورونه هم لګولي دي.
اخوا بیا د پاکستان د علماو شورا ویلي چې پاکستان باید د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو پوره ګټنه وکړي او پاکستان ته د افغانستان د جګړې له غځیدو مخه ونیسي.

20/06/2013

په کابل ښار کې امنیتي اکر سم نه بریښي او ویل کیږي چې د اتصالاتو عمومی دفتر هم د پولیو لخوا د پلټنې په حال کې دی.

28/01/2013

د سره سلیب مرستندوی بنسټ د طالبانو له ټپیانو سره مرسته او د هغو مړي کورنیو ته یې سپاري.
که چیرې دغه لړۍ په همدې شان چې ویل کیږي شتون ولري، آیا د طالب او امریکې جګړه ننداریزه نه ده؟
او که چیرې داسې وي نو تر کومه به دغه شان اکر دوام لري او افغان مشران د وګړو پر سترګو خاورې دوړوي؟

ډیره ځورونکې ده.
په پای کې باید یو بل پاڅون هم ترسره شي او که نه؟
که چیرې ترسره کیږي نو افغان ولس به د چا تر شا اقتدأ وکړي؟
آیا داسې کوم مشر شته چې پرې اعتبار وشي او ولس پرې ډاډه وي؟

18/10/2012

News, politics, world events, pop culture, entertainment and celebrity gossip. Videos from NBC, Fox, and TVGuide. Citizen journalism and web originals from Barely Political, VBS, Young Hollywood and more.

18/10/2012

ولسمشر حامد کرزي د ناټو له مشر سره د خبري غونډې په لړ کې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو غړو له شتون سره مخالفت وکړ.

28/07/2012
28/07/2012
28/07/2012

خبرهای پشتو سرساعت10:00، تلویزیون 1( جمعه 6 اسد 1391)

28/07/2012

خبرهای پشتو ساعت 5:00 عصر؛ تلویزیون 1

28/07/2012

مشعل بازی‌های المپیک ۲۰۱۲ لندن نیمه‌ی شب شنبه با برگزاری مراسم ویژه در حضور دست‌کم ۸۰۰۰۰ تماشاچی افروخته شد.

Adbul Ahad Momand 4th Muslim and first Afghan Astronaut.He was the first Muslim who took Qur'an to the space...During Ab...
17/06/2012

Adbul Ahad Momand 4th Muslim and first Afghan Astronaut.
He was the first Muslim who took Qur'an to the space...During Abdul Ahad Momand flight to space, his mother was extremely distraught over the safety of her son. Afghan President Mohammad Najibullah called Momand's mother into the President's office and arranged an audio/video conference between Momand and her. By this event, Pashto was considered the fourth spoken language in space.

31/05/2012
18/05/2012

د ا مریکا کانګرېس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز نه دی منلی او پر ځای یې د جګړې غځونې ټینګار کړی. د کانګرېس د لسګونو غړو یوې ډلې له ولسمشر براک اوباما څخه په افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه کړې وه چې د کانګرېس په غونډه کې ونه منل شوه. ورته مهال د کانګرېس ځینې غړي خبرداری ورکوي، که چېرې امریکا له وخته مخکې له افغانستان څخه بهر شي، طالبان او القاعده به بیاځلي دغه هېواد کې جرړې وغځوي.
May 18, 2012 - 07:24 PM

18/05/2012

د سولې عالي شورا، د پخلاینې پر وړاندې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو ترمنځ د لیدلورو له بېلوالي اندېښمنه ده. چارواکي وايي، د لیدلورو ورته بېلوالی به د افغانستان د سولې بهیر وګواښوي. دا هغه مهال دي چې ډېلي ټېلېګراف د سولې د خبرو پر وړاندې د طالب مشرانو تر منځ د ډول ډول لیدلورو خبره کړې او کښلي یې دي چې د طالبانو مشري هڅه کوي چې د سولې له بهیر سره د خپلو ډلګیو له پیوستون مخنیوی وکړي.
May 18, 2012 - 07:24 PM

18/05/2012

د کابل خځلځیونه د ځینو بېوزله کوشنیانو د ډوډوۍ موندو سرچینه.
ځینې کوشنیان د ورځې لسګونه افغانۍ له خځلځیونو د څښلتوکو د بوتلونو او ډبیو له راټولولو او وروسته یې له پلورنې ترلاسه کوي؛ چې له ښوونې او روزنې د بې برخېوالي سربېره؛ په ناروغیو د دوی اختوالی د دغې چارې یو له اري ناوړه پایلو ګڼل کیږي.
May 18, 2012 - 07:23 PM

18/05/2012

په غزني کې د وسلوالو طالبانو او سیمیزو وګړو ترمنځ نښته کې څلور کسه وژل شوي او څو ښوونځي پرانیستل شوي. سیمیز چارواکي وايي، خلک د طالبانو پر وړاندې پورته شوي او په غزني کې یې د ښوونځیو له تړلو مخنیوی کړی. پېښه تېره اوونۍ د غزني په اندړو کې شوې. په ولسي جرګه کې د غزني د استازو له پتې، دمګړۍ هم څه باندې شل ښوونځي د طالبانو له لوري تړلي پاتې دي.
May 18, 2012 - 07:23 PM

18/05/2012

د افغانستان په دریو ولایتونو کې د سېلاوونو له امله اته تنه وژل شوي.
د پنځیزو پېښو پر وړاندې د تابیا بنسټ وايي، دغه سېلاوونه تېره شپه په سرپل، تخار او بغلان ولایتونو کې بهېدلي چې د اتو وګړو د وژل کېدو سربېره یې سلګونه هستوګنځیونه هم نړولي دي.
May 18, 2012 - 07:23 PM

18/05/2012

د کابل ښار ککړه هوا اتیا سلنه د دغه ښار له ناوړه واټونو سره تړلې. د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې د هوا له تودوخې اندېښنه لري وايي، ناوړه دغه واټونه دې ژر تر ژره ورغول شي. بل خوا کابل ښاروالي په روان زېږدي کال کې له پنځه پنځوس کیلو مېټره د ډېری واټونو له کرېړولو خبر ورکوي.
May 18, 2012 - 07:23 PM

18/05/2012

د ملي ټلوالې ځینې غړوپه کابل کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د کړنلاریز هوکړه لیک پر وړاندې لاریون کړی. لاریون کوونکو دغه هوکړه لیک د افغانستان په زیان باله او ویل یې چې هېڅکله به په افغانستان کې د سولې او پرمخیون په لار کې اغېزمن پرېنوزي. خو کارپوهان بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ کړنلاریز هوکړه لیک د افغانستان په ګټه بولي او ډېروي چې د هوکړه لیک په لاسلیکېدو؛ ګاونډي هېوادونه نور دافغانستان په چارو کې لاسوهنه نه شي کړای.
May 18, 2012 - 07:22 PM

18/05/2012

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي، د پاکستان له خاورې د ناټو د لګښتي توکو د لارپرانیستې سکالو تر اوسه هم تر څېړنو لاندې ده. نوموړي ټینګار کړی چې په شیکاګو غونډه کې د پاکستان له ولسمشر څخه بلنه د ناټو د لګښتي توکو د لار پرانیستې له اړونو نه ده.
May 18, 2012 - 07:22 PM

18/05/2012

د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ د کانکور ازموینه نن په کابل کې واخیستل شوه.
په ازموینه کې د اووه زره او پنځه سوه ګډونوالو له ډلې چې اووه تنه یې ښځینه ښوول شوې؛ یوازې یوسلو اتیا تنه یې دغې اکاډمۍ ته غوره کیږي. داسې چې پنځه سوه نور به یې د پولیسو د شپږمیاشتنۍ څانګییزې روزنې په موخه ترکیې ته واستول شي.
May 18, 2012 - 07:22 PM

18/05/2012

د عراق د پلازمېنې بغداد په یوه ګڼه ګوڼه هټوځي کې د دری بم چاودنو په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او له یو دېرشو ډېری تپیان دي.
د عراق امنیتي چارواکي وايي، چاودنې سیمیز مهال د سهار اووه بجو شاوخوا شوې چې تر دې دمه چا او یا هم کومې ډلې یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
May 18, 2012 - 07:22 PM

18/05/2012

په افغانستان کې د مالدارۍ وده؛ او د تېرکال پرتله د دری میلیون څارویو ډېروالی.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې د څارویو شمېرکچه دوه ویشت میلیونو ته رسېده؛ داسې چې سږنۍ دغه کچه پنځه ویشت میلیون څارویو ته لوړه شوې. له دې سره جوخت ایسا اداره وايي، په تېره لسیزه کې د اړینو اسانتیاوو د نشتون له مخې د مالدارۍ او کرنې په څانګو کې لږه پانګونه شوې.
May 18, 2012 - 07:21 PM

18/05/2012

په زابل کې ښوونکو ته د ځمکو وېش پیل شوی. چارواکي وايي، د ښوونکو لپاره یې دپوهنې وزارت په لارښوونه په دری سوه جرېبه ځمکه کې یو ښارګوټی جوړ کړی چې پکې د هستوکنځیونو لړۍ په رسمي بڼه پیل شوې.
May 18, 2012 - 07:21 PM

18/05/2012

د فېسبوک ټولنیزې اوبپاڼې نن د دغې کمپنۍ پنځه ویشت سلنه ونډه د سوداګریزو ونډو بازار ته وړاندې کړه. ښايي د فېسبوک د ټولو ونډو ارزښت له سل میلیارد ډالرو لوړ وي او له دې سره جوخت د ونډو په نړیوالو بازارونو کې یې د ونډود پېرنې لېوالتیا هم ډېره شوې. د روانې اوونۍ په لومړیو کې د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ ویلي و چې هر ونډه به له څلور دېرشو تر اته دېرشو ډالرو وپلوري چې دغه راز به د څلور سوه او یوویشت میلیون ډالرو په ټول ارزښت ونډې بازار ته وړاندې کړي.
فېسبوک اته کاله وړاندې د امریکا د هاروارډ پوهنتون د څو زده کړیالانو له لوري رابرسېره چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې نهه سوه میلیونه کاروونکي لري او کلنۍ ګټه یې یو میلیارد ډالره اټکل شوې.
May 18, 2012 - 07:21 PM

18/05/2012

د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي له پاکستاني چارواکو سره به د حافظ سعید او په پاکستان کې د ځینو پنامېشتو هندي تورنو په اړه خبرې وکړي. حافظ سعید د پاکستان د طیبه لښکرو مشر او د هند په ممبی کې د ۲۰۰۸ زېږدي کال د بریدونو په لارښوونه تورن دی؛ داسې چې امریکا یې د نیولو لپاره د لس میلیون ډالرو ډالۍ ټاکلې.
May 18, 2012 - 07:20 PM

18/05/2012

په سوریه کې د ملګرو ملتونو د څارونکو مشر په دغه هېواد کې د القاعدې ډلې له شتون څخه اندېښنه لري.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو لوی منشي بنکي مون هم د القاعدې اورپکي د تېرو دوو اوونیو په خونړیو بریدونو کې پړه بللي و؛ خو له دې سره سره دمګړۍ د ملګرو ملتونو دوه سوه او اووه پنځوس څارونکي له سوریې اکر څارنه کوي.
May 18, 2012 - 07:20 PM

18/05/2012

د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې دوه لوبغاړي تر راتلونکې یوې میاشتې پر بایسکل د عمرې اداینه کوي. دغو دوو لوبغاړو چې د تېرې ورځې ارغوان نومې سیالۍ کې ګډون کړی و؛ ویلي چې د ځمکې له لارې پر بایسکل به په اتلسو میاشتو کې تر سعودي عربستانه ورسیږي او هلته به د عمرې اداینه وکړي.
May 18, 2012 - 07:19 PM

18/05/2012

د اشي هارا کاراټې ټاکنیزې سیالۍ نن په پروان کې ترسره شوې.
له اتو کلبونو په اتو بېلا بېلو تولونو کې د دوه سوه او پنځوسو لوبغاړو په ګډون دغه سیالۍ د یوې ورځې په موخه ترسره شوې چې پکې د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو په کچه لوبغاړو ونډه درلوده. سیالۍ د نوموړي ولایت د ټاکنیزې لوبډلې په موخه په جبل السراج کې ترسره شوې وې په پای کې به شپږ نوي تنه دغې لوبډلې ته غوره کړای شي.
May 18, 2012 - 07:19 PM

18/05/2012

د بایرن مونیخ او چېلسي فوټبال لوبډلې به د دوه زره او دوولسم زېږدي کال د روان موسم سیالیو د اتلولۍ لپاره خپلې وروستۍ هڅې وکړي. دغه لوبه سبا شپه د مونیخ په اېلیانس ارېنا لوبغالي کې ترسره کېدونکې ده چې دواړه لوبډلې د سختو پړاوونو له ګاللو وروسته تر پایلوبې رسېدلې دي. دا لومړی ځل دی چې د پایلوبې یوه لوبډله د لوبې کوربه توب کوي.
May 18, 2012 - 07:19 PM

20/04/2012

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتو خبرداری ورکوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په بروکسېل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، ناټو ځواکونه په افغانستان کې د خوندیتوب او ټیکاو کابو کولو په موخه دننه شوي او ترڅو چې یې دغه هېواد کې په بشپړه خوندیتوب نه وي راوستی، ورڅخه دې هم نه بهر کیږي. ورته مهال د ناټو لوی منشي اېنډرېس فو راسموسېن بیا له چین او روسیې غوښتي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
April 20, 2012 - 04:48 PM

20/04/2012

د افغان حکومت ځینې واکمن کسان د طالبانو په جوړښت کې ونډه لري او د طالبانو سیاسي استازي ګڼل کیږي.
د ملي ټلوالې مشر احمد ضیأ مسعود په ورته څرګندونو وايي، که څه هم چې طالبان په ولسي وژنه لاس پورې کوي خو اوسنی حکومت ورته د ورورګلوۍ لاس اوږدوي. د نوموړي په اند د دغې اړیکې جرړې هغه مهال پورې تړلې، کله چې د واکمن حکومت ځینې اوسني چارواکي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دوی د انګریزې ژبې ژباړونکي و.
April 20, 2012 - 04:48 PM

20/04/2012

په پاکستان کې د حقاني ډلې مخنیوی شوی او په پاکستان کې ترهګریزې کړنو ته هم د افغانستان له خاورې لارښوونه کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغو څرګندونو په کابل کې د امریکا سفیر د وروستي خبرداري په غبرګون کې وايي چې حقاني ډله دمګړۍ افغانستان کې کړنې ترسره کوي او افغان حکومت او ناټو دې یې مخنیوی وکړي.
April 20, 2012 - 04:48 PM

20/04/2012

ناټو او امریکا په تېره لسیزه کې دپاکستان په خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو په له مېنځه وړو کې پاتې راغلې.
د ولسي جرګې ځینې غړي او کارپوهان په ورته څرګندونو ډېروي، که چېرې امریکا پر پاکستان او په تېره ددوی پر څارګرې ادارې زور وانه چوي، ناشونې ده چې د پاکستان په خاوره کې دې د ترهګرو پټنځایونه ویجاړ شي.
داسې چې په دې وروستیو کې د امریکا د جمهوري غوښتونکو یوه وتلي سناټور جان مک کېن هم ټینګار کړی چې د پاکستان پوځ او څارګره اداره په افغانستان کې د خپل اغېز ساتنې په موخه له ترهګرو ملاتړ کوي.
April 20, 2012 - 04:47 PM

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when World at 5:00 Pashto News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to World at 5:00 Pashto News:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share