افغانستان نیوز

  • Home
  • افغانستان نیوز

افغانستان نیوز Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from افغانستان نیوز, News & Media Website, .

29/08/2023
29/08/2023

د اسیا جام "تاج" به څوک په سر کوي؟

بیګ باش لیګ ډرافټ: راشد خان هم نوملیکنه وکړه، خو نوین الحق ولې نوملیکنه نه ده کړې؟ویډیو وګورئ:
28/08/2023

بیګ باش لیګ ډرافټ: راشد خان هم نوملیکنه وکړه، خو نوین الحق ولې نوملیکنه نه ده کړې؟
ویډیو وګورئ:

Afghanistan Players in Australian Big Bash League Draftد افغانستان څومره افغان لوبغاړو د اسټرالیا بیګ باش لیګ ته نوملیکنه کړې؟ راشد خان هم پکې شامل دی؟ او نو...

28/08/2023

۲۵ افغان لوبغاړو د اسټرالیا بیګ باش لیګ ته نوملیکنه کړې ده:
نور احمد لکڼوال، قیس احمد، ضیا الرحمان اکبر، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، شفیق الله غفاري، الله محمد غضنفر، امیر حمزه هوتک، وقار الله اسحاق، شاهدالله کمال، راشد خان، ننګیالی خروټی، فرید ملک، محمد نبي، اظهار الحق نوید، عظمت الله عمرزی، ظاهر خان پکتین، عبدالرحمان، مجیب الرحمان، وقار سلامخیل، بلال سمیع، محمد شهزاد، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ

26/08/2023

د پاکستان پر وړاندې له لوبلړۍ وروسته د حشمت الله شهیدي کپتاني څنګه ارزوئ؟

26/08/2023

واو، مجیب کمال وکړ

مجیب الرحمان په ۲۶ توپونو باندې چټکه پنځوسیزه پوره کړه. دا لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره په دومره کمو توپونو باندې پنځوسیزه پوره کوي.
همدا راز په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې دا د مجیب الرحمان تر ټولو زیاتې منډې هم دي.
مجیب د پاکستان پر وړاندې لوبه کې تراوسه پورې ۵ شپږیزې او ۳ څلوریزې وهلي دي.

26/08/2023

څنګه هدف دی؟ پوره به یې کړای شو؟

پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د بریا لپاره د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ۶۷ او بابر اعظم ۶۰ منډې وکړې. د افغانستان له خوا نه ګلبدین نایب او فرید احمد ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

26/08/2023
26/08/2023

موږ توپ اچوونه کوو

د دریمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ټاس د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ګټلی دی او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

هیله مو څه ده؟

26/08/2023

عظمت الله عمرزی ټپي او د پاکستان پر وړاندې سیالیو څخه بهر شو او د هغه پر ځای ګلبدین نایب له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

26/08/2023

ویاړ ✌️

رحمان الله ګربز لومړنی ویکټ ساتونکی دی، چې د پاکستان پر وړاندې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې کوي، تر ګربز مخکې بیا دهوني هغه ویکټ کیپر و، چې د پاکستان پر وړاندې یې زیاتې منډې ترلاسه کړې وې.

24/08/2023

ویاړ

رحمان الله ګربز د بابر اعظم څخه مخکې شو

بابر اعظم په ۲۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵ سلیزې وهلې او رحمان الله ګربز بیا په ۲۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵ سلیزې ووهلې.

24/08/2023

څنګه هدف دی؟

افغانستان د پاکستان لوبډلې ته د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه

افغانستان په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۰ منډې وکړې.
رحمان الله ګربز: ۱۵۱ (۱۵۱ توپونه)
ابراهیم ځدراڼ: ۸۰ (۱۰۱ توپونه)
محمد نبي: ۲۹ (۲۹ توپونه)

د یادولو ده، چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۳۰۰ منډې کوي.

څه فکر کوئ؟ زموږ بالران به اوس پاکستان راګېر کړای شي؟

24/08/2023

واو، ګربز سلیزه پوره کړه

رحمان الله ګربز د پاکستان پر وړاندې په ۱۲۲ توپونو باندې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۳ شپږیزې او ۷ څلوریزې یې هم ووهلې.

په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې دا د رحمان الله ګربز پنځمه سلیزه ده، چې په ۲۳مه لوبه کې یې بشپړه کړه.

24/08/2023

پنځوسیزه

له ګربز وروسته ابراهیم ځدراڼ هم د پاکستان پر وړاندې پنځوسیزه پوره کړه.

24/08/2023

۵۰ منډې ملګرتیا

رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ پنځوس منډې ملګرتیا وکړه.

24/08/2023

موږ توپوهنه کوو

افغانستان د دویمې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ټاس وګاټه او د پاکستان پر وړاندې یې توپوهنه غوره کړه.

23/08/2023

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه سبا په هماغه وخت او هماغه لوبغالي کې ترسره کېږي.

کخ افغان لوبډلې ته یوه مشوره ورکوئ؟ نو هغه به څه مشوره وي؟

22/08/2023

له پاکستان څخه د دې سترې ماتې علتونه څه ګڼئ؟

22/08/2023

افغان اتلانو د پاکستان پر وړاندې بېخي د کوڅې د ماشومانو په څېر توپوهنه وکړه

د "بیا مېدان ګټو" نعرې سره کوزېدونکې افغان لوبډلې په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۴۲ منډو په ستر توپیر له پاکستان څخه ماتې وخوړله.
د پاکستان د ۲۰۲ منډو هدف په تعقیب کې د افغانستان ټوله پاڼۍ په ۵۹ منډو راغونډه شوه، چې ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي او راشد خان په صفر وسوځېدل. رحمان الله ګربز تر ټولو زیاتې ۱۸ منډې وکړې.

22/08/2023

دا دی حشمت الله شهیدي هم په صفر اوټ شو.
له ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه وروسته حشمت هم په صفر وسوځېده.

22/08/2023

هدف ۲۰۲ منډې شو

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷.۱ اورونو کې ۲۰۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه. د پاکستان لپاره امام الحق تر ټولو زیاتې ۶۱ منډې وکړې.
د افغانستان له خوا نه مجیب الرحمان ۳، محمد نبي او راشد خان ۲-۲، فضل حق فاروقي او رحمت شاه ۱-۱ ویکټ واخیستې.

22/08/2023

محمد نبي د پاکستان پنځم لوبغاړی افتخار احمد له مېدانه بهر کړ.

22/08/2023

مجیب الرحمان لومړنی سپینر بالر دی چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې بابر اعظم په صفر اوټ کوي.

عکس: د کریک ټرېکر په مننې

22/08/2023

دویم برکت

مجیب الرحمان د بابر اعظم ویکټ واخیسته او په صفر يې له مېدانه وویسته.

22/08/2023

لومړی برکت

فضل حق فاروقي په لومړي اور کې د فخر زمان ویکټ واخیسته.

22/08/2023

د پاکستان پر وړاندې لومړۍ لوبې لپاره به دا ۱۱ افغان اتلان مېدان ته کوزېږي.

22/08/2023

نجیب الله ځدراڼ د پاکستان پر وړاندې سیالیو څخه بهر شو. د هغه پر ځای شاهدالله کمال لوبډلې ته اضافه شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د نجیب الله ځدراڼ په اړه وايي، چې د هغه زنګون ټپي شوی دی او تر درملنې لاندې دی، چې تر رغېدو وروسته به بېرته ملي لوبډلې ته راستون شي.

22/08/2023

نن ماسپښین ۲ بجې

د کرکټ ستره مسابقه

څوک به بریا خپلوي؟

15/06/2023
14/06/2023

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغانستان نیوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share