24TV

24TV هره ګړۍ تازه خبرونه 24 TV started its activities in 2015 with the aim of creating unity and solidarity among the people of Afghanistan.
(25)

26/04/2022
جمهور رئیس غني په رسمي سفر امریکا ته ولاړجمهور رئيس محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشر...
24/06/2021

جمهور رئیس غني په رسمي سفر امریکا ته ولاړ

جمهور رئيس محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.
#ارګ

بسم الله محمدي د دفاع سرپرست وزیر، ولي محمد احمدزی لوی درستیز او عبدالستار ميرزکوال د کورنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل شول...
19/06/2021

بسم الله محمدي د دفاع سرپرست وزیر، ولي محمد احمدزی لوی درستیز او عبدالستار ميرزکوال د کورنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل شول.

د پکتیا میرزکې ولسوالي سقوط شوهد پکتيا ولايت د سيمه‌ييزو چاواکو د وينا له مخې، چې له تېرو لسو ورځو نښتو وروسته امنيتي ځو...
19/06/2021

د پکتیا میرزکې ولسوالي سقوط شوه

د پکتيا ولايت د سيمه‌ييزو چاواکو د وينا له مخې، چې له تېرو لسو ورځو نښتو وروسته امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له مقام څخه په شا شوي او ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
د پکتيا ميرزکې ولسوالي په داسې مهال سقوط کېږي، چې د پکتيا نورې ولسوالۍ هم تر جدي امنيتي ګواښ لاندې دي.

د هېواد پیاوړي تاریخ لیکونکي، پخواني ژورنالېست او ویاند او د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار ډاکتر نبي مصداق د کرونا ناروغۍ ل...
14/06/2021

د هېواد پیاوړي تاریخ لیکونکي، پخواني ژورنالېست او ویاند او د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار ډاکتر نبي مصداق د کرونا ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

تېر ۲۴ ساعته؛هېواد کې پر کرونا اخته ۸۵ کسان مړه شوي روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ...
13/06/2021

تېر ۲۴ ساعته؛
هېواد کې پر کرونا اخته ۸۵ کسان مړه شوي

روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا يو زر او ۵۹۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۸۵ کسان مړه شوي او ۴۷۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۱ زره او ۴۵۸ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۶۱۲ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي وو، چې تر ټولو بدې اوونۍ په مخ کې شته؛ نو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او له ولسمشر غني سره یې د سولې پر روان بهیر او رات...
06/06/2021

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسیدلی او له ولسمشر غني سره یې د سولې پر روان بهیر او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوي لوبډلمشران وټاکل شولکرکټ بورډ وایی، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو ګډې پرېکړې پر اساس...
31/05/2021

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوي لوبډلمشران وټاکل شول

کرکټ بورډ وایی، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ له دندې ګوښه او پرځای یې د نړيوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

همدارنګه د شل اوریزو نړيوالو لوبو لپاره به ډېر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.

له م.م د محمود خان اڅکزي غوښتنه؛د افغانستان له مسئلې د ګاونډیو لاس لنډ کړئپښتون سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مش...
22/05/2021

له م.م د محمود خان اڅکزي غوښتنه؛
د افغانستان له مسئلې د ګاونډیو لاس لنډ کړئ

پښتون سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي یو ځل بیا په افغانستان کې پر روانو ناامنیو او تاوتریخوالي ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي د جګړې له ښکېلو اړخونو ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی بند کړي. اڅکزي ویلي، چې نړۍ نن د پوهې هغې کچې ته رسېدلې ده چې د ښکلا لپاره ان وحشي ژوي لا نه وژني خو په وینا یې افغانان هره ورځ وژل کېږي خو څوک یې په کیسه کې هم نه دي. هغه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي لامل د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته ګاونډي هېوادونه د افغانستان ناامنۍ ته لمن ووهي نو دغه اور به د دوی لمنو ته هم ورسېږي. دغه پښتون سیاستوال ویلي چې ده د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه هم غوښتي چې د افغانستان له مسئلې د ګاونډیو هېوادونو لاسونه لنډ کړي.

زلمی خلیلزاد:جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو انتخاب کړيامریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او سولې ...
20/05/2021

زلمی خلیلزاد:
جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو انتخاب کړي

امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او سولې دې یو انتخاب کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په لټه کې دي. دده په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې سوله او جګړه یو ځای نه کېږي او له دې دواړو باید یو انتخاب کړي. هغه زیاته کړې چې طالبان هم د خبرو له لارې د جګړې پر ختمولو باوري دي نو له همدې امله په کار ده چې مذاکرات چټک شي او جګړې ختمې کړل شي. هغه د استانبول کنفرانس د طالبانو لپاره ستر ازمويښت بللی او په خبره یې هلته به دوی دا واضح کوي چې رښتینې سولې ته ژمن دي کنه. خلیلزاد د افغان سیاستوالو پر سیاسي اختلافونو هم نیوکه کړې او په خبره یې که دغه شخصیتونه سره یو لاس نه شي او اختلافاتو ته ادامه ورکړي نو ښايي افغانستان د نویيمو کلونو له برخلیک سره مخ کړي او طالبانو ته د جګړو د دوام زمینه برابره کړي.

له شپیګل الماني مجلې سره د جمهور رئیس غني د مرکې پښتو ژباړه:دا مرکه د مې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه شپيګل مجله کې خپره ش...
17/05/2021

له شپیګل الماني مجلې سره د جمهور رئیس غني د مرکې پښتو ژباړه:
دا مرکه د مې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه شپيګل مجله کې خپره شوې ده.

شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، متحده ایالاتو بې ستاسې له دخیلولو، له طالبانو سره سوله وکړه او اوس له افغانستانه وځي، داسې نه احساسوئ چې خیانت درسره شوی؟
جمهور رئيس غني: دې کې خیانت کوم دی؟ د ښاغلي باېډن ادارې یوه ستراتيژیکه پرېکړه وکړله. هغوی خپلې ګټې ارزیابي او تعریف کړې دي. زه د دې پرېکړې درناوی کوم. هېڅ ډول د غوسې، کرکې او نهیلۍ څرګندونه به ګټوره نه وي. ما هېڅکله د امریکایي ځواکونو له ستنېدو سره مخالفت نه دی کړی او نه مې په پښېمانۍ وخت ضایع کړی. اوس پوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې زموږ شریکې ګټې کومې دي او موږ به بیا څنګه له متحده ایالاتو سره خپله همکاري ترسیموو.
شپیګل: د متحده آيالاتو له ملاتړ پرته، ستاسې حکومت د طالبانو پر وړاندې تر څه وخته مقاومت کولای شي؟
جمهور رئيس غني: د تل لپاره! ما چې یو کار وکړ هغه دا و چې خپل ځواکونه مو داسې حالت سره د مبارزې لپاره چمتو کړل. موږ دا اوس هم د می په میاشت کې د بریدونو له لومړۍ څپې سره په اغېزناک ډول مقاومت کړی ، خو آيا تاسې به د هغه په اړه هم (په خپله مجله) کې لیکل وکړئ؟ موږ دفاع کولای شوو. اصلي ستونزه د ابهام وه چې امریکایان وځي که پاتې کېږي؟ دا ابهام دوه کاله اوږد شو. اوس وضاحت شته، یو نوی فصل پیلېږي او د لوبې نوي اصول پلي کېږي.
شپیګل: آیا دا د ۱۹۹۰لسیزې په څېر د کورنیو جګړو پيل دی؟ لکه په هغه وخت کې چې د شوروي اتحاد پوځونه ووتل.
جمهور رئيس غني: د کورنۍ جګړې اټکل شته، خو حالات باید تر هغه بریده لاړ نه شي. تاسې پوهېږئ چې کله په ۲۰۱۴ کال کې د (متحده آيالاتو او بین‌المللي ځواکونو) له لوري جنګي ماموریت رسماً پای ته ورسېد او په روزنیر ماموریت بدل شو، هر چا داسې تصور کاوه چې جمهوریت به را وپرځېږي، خو موږ بریالي شوو. دې ته هم پام کوئ چې دا ټول د یوه روایت خبره ده: څومره چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ سناریو پراخېږي، دومره به موږ دلته له تاوتریخوالي سره ډېر مخ کېږو.
شپیګل: په کابل کې د هیواد نخبه‌ګان هڅه کوي له ټولو احزابو متشکله د دولت شورا جوړه کړي چې دا به نه یوازې د سولې پروسه، بلکې د طالبانو په مقابل کې مقاومت تنظیموي، فکر کوئ چې ګټوره به وي؟
جمهور رئیس غني: دا شورا په جوړېدو ده او زه یې په خپل ټول وس ملاتړ کوم. د سولې پروسه اساسي سناریو ده. که طالبان پر دې پوه شي چې د افغانستان حکومت نه شي پرځولای، نو بیا اړتیا ویني چې د سولې برلاسې سناریو ته مراجعه وکړي.
شپیګل: آیا تاسې پخپله اوس هم د سولې پر پروسه باور لرئ؟
جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به لومړنۍ پرېکړه د سیمې په کچه کېږي، زه فکر کوم موږ په حساسو او د بیا فکر کولو په شېبو کې یوو. لومړی په دې موضوع کې د پاکستان د دخیلولو مسئله ده. متحده ایالات اوس کوچنۍ ونډه لري. د سولې او خصومت خبره اوس د پاکستان په لاس کې ده.
شپیګل: د پاکستان حکومت د طالبانو پر جګړې څه اغېز لري؟
جمهور رئیس غني: پاکستان (د طالبانو) د ملاتړ یو منظم سیستم مخ ته وړي. طالبان په پاکستان کې تجهیز او تمویلېږي او هلته جلب و جذب کوي. د طالبانو د پرېکړې کولو د بېلابېلو جوړښتونو نومونه (د کوېټې شورا، د میرام شاه شورا او د پېښور شورا) دي، دا نومونه د هغو ښارونو دي چې طالبان په کې مېشت دي. دوی له پاکستاني دولت سره ژوره اړیکه لري.
شپیګل: امریکایانو پخوا ولې په پاکستان کې مداخله ونه کړله چې د طالبانو دا نفوذ ضعیفه کړي؟
جمهور رئیس غني: دا پوښتنه له امریکایانو کولای شئ. زه درته دا د تجربې له مخې ویلی شم چې هغوی (امریکايي ځواکونو) د لوجستیک او انتقالاتو په برخه کې، پر پاکستان کلکه تکیه لرله.
شپیګل: پاکستان چې اوس خپل هدف ته نږدې دی او زر به د طالبانو په وسیله، په کابل کې د سیاست لوری وټاکي، نو په دې حالت کې ولې باید خپله دایمي ستراتیژي بدله کړي؟
جمهور رئیس غني: ما چې پرون د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره وکتل، په زغرده یې ډاډ راکړ چې د طالبانو د امارت یا دیکتاتورۍ بیا‌راتګ په سیمه کې د هېڅ هیواد او خصوصاً د پاکستان په ګټه نه دی. که څه هم ویې ویل چې پوځ کې یې په ټیټو کچو کې اوس هم په ځينو قضیو کې مخالف ذهنیت لري، خو اصلي خبره د سیاسي ارادې ده.
شپیګل: د پاکستان د پوځ مشر د برېتانیا د لوی درستیز جنرال نېک کارټر له لوري بدرګه کېده. لندن د طالبانو د مهارولو په هڅو کې څه ونډه لري؟
جمهور رئيس غني: جنرال کارټر زموږ ګډ ملګری دی. زه یې له لسو کالو، له هغه وخته راهیسې پېژنم چې په کندهار کې د ایساف ځواکونو قومندان و. ډېر په زړه پورې سړی دی. په تاریخ کې کله کله داسې کېږي چې په بحراني حالت کې خاص خلک سره راټول شي.
شپیګل: آیا په راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي تړون د سولې کونجي کېدای شي؟
جمهور رئيس غني: هو، مهم عامل کېدای شي، خو زما هدف د افغانستان بې‌طرفي ده. موږ نوی ملاتړی ځواک نه غواړو او دا هم نه غواړو چې د سیمې او نړۍ د رقابتونو برخه شوو.
شپیګل: که تاسې په راتلونکي کې له طالبانو سره واک شریک کړئ، نو مشارکتي ټولنه به څنګه وي؟ آيا سړي به یو ځل بیا اوږدو ږیرو پرېښودو ته اړ کړل شي او ښځې به له کورونو د وتلو اجازه ونه لري؟
جمهور رئيس غني: (په دې اړه) طالبان وپوښتئ! موږ به یې دې کار ته پرې نه ږدو. طالبان به افغانان ځوانان په زور تسلیم نه کړي.
شپیګل: افغانستان کې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې څه رغېدلي، ټول ډېر زر له منځه تللی شي. مثلاً طالبانو یوازې په یوه شپه کې، پر کندز د برید په لړ کې ټول بنسټونه، ښوونځي او پوهنتونونه ولوټل. آيا د جرمني د وسله وال پوځ په شمول، د لویدیځ د بیارغونې ټول کارونه عبث وو؟
جمهور رئيس غني: زه ډاډ درکوم چې ښځې به دلته له خپلو حقونو بې برخې نه شي او نه بهرنیو مشاورینو ته اړتیا لري چې د دوی استازیتوب وکړي. د حکومت ۳۰٪ اداره ښځې تشکیلوي، ۵۸٪ سلنه حکومتي کارکوونکي ځوانان، باسواده او له ۴۰ کلنۍ ټيټ دي. اردو مو داوطلبه ده. افغانې ټولنې په خپلو کې یو پراخه بحث پیل کړی او مستقلې پرېکړې کوي. زه فکر کوم چې په ټولنه کې دغه پوهاوی له منځه نه شي تللی.
شپیګل: او که طالبان واک ترلاسه کړي، آیا ګاونډي او اروپایي هیوادونه دې یو ځل بیا ځان د ۱۹۹۰مې لسیزې یا نږدې ۲۰۱۵ کلونو په څېر د کډوالۍ نوې څپې ته چمتو کړي؟
جمهور رئيس غني: دغه د تراژېدۍ روایت باید بس شي. څومره چې رسنۍ د تراتيژیدۍ په دغو روایتونو غږېږي، دومره خلک هیواد پرېښودو ته هڅوي. رسنۍ دې ددې پرځای لطفاً هغه فرصتونه تشریح کړي چې دلته حتی په سختو او جنګي شرایطو کې موجود دي.
شپيګل: تاسې د دې فرصتونو کومه بېلګه لرئ؟
جمهور رئيس: ولې نه! افغانستان په نړۍ کې د جلغوزی لوی تولیدونکی دی. تر ډېره وخته جلغوزي پاکستان ته او بیا چین ته د پروسس لپاره قاچاق کېده. اوس موږ له ترکش ایرلاین هوایي شرکت سره د تړون له مخې، دا (جلغوزی) مستقیماً جرمني ته لېږو. په تېرو ۲۰ کالو کې موږ ډېر داسې وړ ځوانان وروزل چې له نړۍ سره اړیکې رامنځته کولای شي. موږ ډیجیټل سازي کوو چې دا ټول کار (دندې) رامنځته کوي او کار د ثبات په معنی دی.
شپیګل: طالبانو سره د سولې په پروسه کې اروپایان او خصوصاً جرمنیان څه مرسته کولای شي؟
جمهور رئيس غني: ډېر څه کولای شي. پاکستان بالاخره یو دولت دی او دا دولت باید اوس یوه مهمه پرېکړه وکړي. د جرمني له لوري واضح پیغامونه او هڅونې مرسته کولای شي. او که په مقابل کې پرېکړې د توقع خلاف په بل مسیر کېږي، نو دوی باید بندیزونه وضع کړي. تاسې باید د اروپایانو په توګه ځانونه یوازې څارونکي ونه ګڼئ، بلکې تاسې د دې هڅو مستقیمه برخه یئ.
شپیګل: آیا تاسې د لویدیځو سازمانونو محلي کارکوونکي چې د دوی همکاران بلل کېږي، د طالبانو له لوري له وژل کېدو ساتلی شئ؟ یا همداسې شیعه اقلیت چې (کافر) بلل کېږي او له ګواښ سره مخ دی؟
جمهور رئيس غني: موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره کار کوو. ځينې خلک به اروپا ته لاړ شي، خو موږ یې دې کار ته نه هڅوو. د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، په اروپا کې د کډوالو د منلو او ادغام په بحران کې خپله قوي رهبري وښودله. دې د اروپا بشري او د اساسي قانون ارزښتونه وساتل. موږ یې منندوی یوو، خو دلته چې څوک اوسېږي، موږ باید ورته دا واضح کړو چې په یونان، ترکیه یا مدیترانه يي هیوادونو ته کډوالي آسانه نه ده. چا چې له ائتلافي ځواکونو سره کار کړی، موږ یې هڅوو چې همدلته پاتې شي. دوی به هلته څه کوي؟ څومره چې تاسې موږ سره د افغانستان په ثبات کې مرسته کوئ، دومره به هلته (ستاسې په هیوادونو کې) کډوال لږ وي.
شپیګل: بالاخره به څه شی طالبان سولې کولو ته وهڅوي؟
جمهور رئیس غني: د لویدیځ دیپلوماسي باید په هر صورت د دوی نازول بس کړي. طالبان مجرمان دي. دوی بې‌ګناه خلک وژني، لکه څنګه یې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو په ښوونځي برید وکړ او په دې برید کې ۸۵ تنه ووژل شول. دغو مجرمینو ته د سیوري حکومت په توګه اعتبار مه ورکوئ.
شپیګل: طالبان ادعا کوي چې دغه برید دوی نه دی کړی، ویل کېږي چې د اسلامي دولت (داعش) کار و.
جمهور رئيس غني: تاسې پوهېږئ چې زما زړه زیاتره وخت کلک وي، خو دغه جنایت راباندې ژور اغېز وکړ. طالبانو د دغه جنایتونو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړې ده، دوی لکه څنګه چې ادعا کوي، له القاعده سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي. دوی د دې (برید) مسوول دي.
شپيګل: که څه هم په هیواد کې زیاتره خلک له طالبانو کرکه کوي، خو ستاسې حکومت هم رد کوي. فساد له زغمه وتلی دی، ۵۰٪ سلنه افغانان اوس هم د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دا ولې؟
جمهور رئيس غني: له حکومته مرورتیا د ولس حق دی، خو دې ته هم باید پام وکړو چې په بحراني هیواد کې د فساد اصلي عامل بې باوره حالت وي. کله چې خلک داسې فکر کوي چې: «دا سیستم دوام نه کوي»، نو بیا یې لومړی فکر دې ته وي چې په دې وخت کې څنګه د ځان لپاره یو څه ترلاسه کړي.
شپيګل: تاسې هم تېروتنه کړې؟
جمهور رئیس: د نړیوالو پيسو (مرستو) ډېره برخه د افغانستان حکومت ته نه ورکول کېږي. ځينې قراردادونه شپږم لاس پلورل شوي تر دې چې پروژه یې له لږې پاتې بودیجې تطبیق شوې ده. موږ داسې بنسټونه رامنځته کړل چې د فساد د قضیو تعقیب ډاډمنوي. قضا کار کوي. په افغانستان کې د فساد یوه برخه له جرمي اقتصاد او د مخدره توکو له قاچاقه سرچینه اخلي. دا مه هېروئ، د طالبانو او متحده ایالاتو په مذاکراتو کې چې کوم ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول، په دې لیست کې د مخدره توکو د ۶۰ تنو مشهورو قاچاقبرانو نومونه هم شامل وو.
شپيګل: له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې د ترسره کېدو لپاره چې تاسې د طالبانو کومې غوښتنې ومنلې، آیا په هغو پښيمانه یئ؟
جمهور رئیس غني: موږ ته ویلي شوي وو چې دا به مو سولې ته نږدې کړي، خو آيا تاوتریخوالی کم شو؟ نه! بلکې لا ډېر شو. هیله لرم چې نړیوال همکاران به له دې سبق واخلي.
شپیګل: اوس بیا د سولې د خبرو لپاره د شرط په توګه د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره کېږي، آیا تاسې به یې ومنئ؟
جمهور رئيس غني: یوازې په هغه صورت کې چې د سولې د هراړخیزې هوکړې لامل شي.
شپیګل: د افغانستان د جمهور رئيس په توګه کار کول داسې دي لکه د پړانګ په ملا سورلي کول، د وظیفې له امله درباندې څومره فشار دی؟
جمهور رئيس: د آرام لپاره هر ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعه کوم. اوس د درېیم سکتور، په اروپا کې د مدني مشارکت په اړه یو کتاب او همدارنګه د فارسي شعرونو یوه مجموعه لولم. په ځوانۍ کې مې ۵۰۰۰ شعرونه په یادو زده کړي وو، اوس مې ذهن په نورو شیانو بوخت دی.
شپيګل: شخصاً ته د خپل هیواد پر راتلونکي څومره ډاډه یې؟ آیا دا وېره درسره شته چې که څه وضعیت خراب شي، ته به هم په وروستۍ الوتکه کې کابل پرېږدې، لکه څنګه چې امریکایانو ویتنام پریښی و؟
جمهور رئیس: زه له مرګه یوه مرمۍ لرې یم! پر ما ډېر بریدونه شوي، خو افغانستان جنوبي ویتنام نه دی او نه ما واک په کودتاه ترلاسه کړی. زه ولس ټاکلی یم. هېڅکله مې امریکايي ساتونکی نه دی لرلی او نه امریکایي ټانک ساتلی یم. له جهوري ریاست مخکې مې ۲۸ کاله ډېر بریالی مسلکي ژوند درلود، خو خوښ نه وم. د نړۍ هېڅ ځواک مې دې ته نه شي اړ کولای چې الوتکې ته پورته شم او دا هیواد پرېږدم. زه له دې هیواد سره مینه لرم او په دفاع به یې سر ورکوم.
شپیګل: ته به همدلته یې؟
جمهور رئيس: هر څه چې کېږي!
شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، د مرکې لپاره ډېره مننه.

تورن جنرال جلال الدین یفتلي د ۲۰۳ تندر قول اردو د نوي قوماندان په توګه رسماً دنده پیل کړه.
17/05/2021

تورن جنرال جلال الدین یفتلي د ۲۰۳ تندر قول اردو د نوي قوماندان په توګه رسماً دنده پیل کړه.

درنو هېوادوالو اختر مو مبارک شه!!!د ۲۴ ټلويزيون مشرتابه او کارکوونکي د کوچني نېکمرغه اختر په را رسيدو سره ټولو مسلمانانو...
13/05/2021

درنو هېوادوالو اختر مو مبارک شه!!!

د ۲۴ ټلويزيون مشرتابه او کارکوونکي د کوچني نېکمرغه اختر په را رسيدو سره ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول هېوادوالو ته مبارکي وايي.

په هېواد کې د تلپاتې سولې او سوکالۍ په هيله!

له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې ديدافغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیل...
11/05/2021

له چین سره د نښلېدونکې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي

دافغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، دا جغلي سړک چې ۴۹.۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د پامیر له بزهای ګُنبد خورد سیمې څخه پیل او د واخان ولسوالۍ تر پای پورې چې کابو د چین هیواد سرحدي نقطې ته رسیږي غځيدلی، رغنیزې چارې يې ۱۵ سلنه بشپړه شوې دي.

ولسمشر غني نن د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په کتنو کې، د سول...
10/05/2021

ولسمشر غني نن د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په کتنو کې، د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

امریکايي سناتورانو له طالبانو سره د ټرمپ هوکړه تېروتنه بللې دهامریکایي سناتور جین شاهین د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرس...
06/05/2021

امریکايي سناتورانو له طالبانو سره د ټرمپ هوکړه تېروتنه بللې ده

امریکایي سناتور جین شاهین د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال او یو شمېر مېرمنو سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او په وینا یې اوسني وضعیت د تېرو شل کلونو لاس ته راوړنو ته جدي خطرونه متوجه کړي دي. جین شاهین وایي له طالبانو سره هوکړه د ټرمپ د ادارې تېروتنه وه خو دوی هڅه کوي د بایډن له ادارې سره د لاس ته راوړنو د ساتنې په تړاو پر اړینو تدابیرو خبرې وکړي. نوموړي افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې امریکایي سناتوران په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو حقونو او تېرو لاس ته راړونو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې د جمهور رئیس غني د مقالې پښتو ژباړه.د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبهد ...
05/05/2021

د «د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه» تر عنوان لاندې د جمهور رئیس غني د مقالې پښتو ژباړه.

د افغانستان د ګواښ او فرصت شېبه
د افغانستان او سیمې د سولې لارنقشه

١٤ ثور ١٤٠٠

د جمهور رئيس باېډن له لوري، د روان کال تر سپتمبر میاشت پورې له افغانستان د متحده آیالاتو د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ویستلو پرېکړه، د افغانستان او ګاونډيانو لپاره د عطف ټکی دی. د افغانستان حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي او د حکومت، افغانانو، طالبانو او سیمې لپاره ورته د یوه فرصت او عین حال کې خطر په سترګه ګوري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د منتخب زعیم په توګه زما لپاره دا، د سولې لپاره پر خپلې ژمنې د بیا ټینګار او د تحقق لپاره یې د لا ډېرو هڅو کولو یو فرصت دی. ما په ۲۰۱۸ کال کې (طالبانو ته) د بې قید و شرطه خبرو اترو وړاندیز وکړ چې د هماغه کال په جون میاشت کې (د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ) د درې ورځني اوربند لامل شو. په ۲۰۱۹ کال کې چې ما (د سولې مشورتي) لویه جرګه را وغوښتله، د افغانستان حکومت یې موظف کړ چې طالبانو سره د سولې خبرې اترې پيل کړي. له هغه راهیسې زما حکومت د یوه داسې سیاسي توافق لپاره د ملي اجماع په رامنځته کولو کار کوي چې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره همغږی وي. زما حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي. که چېرې یې هدف په هیواد کې د سولې تأمین وي، نو زه حاضر یم چې خپله د جمهوري ریاست دوره له ټاکلې نېټې مخکې پای ته ورسوم.

د افغانستان د ملت لپاره، له هیواده د امریکایي ځواکونو وتل، له متحده ایالاتو سره زموږ د دوامداره مشارکت یوه بل پړاو ته ورتلل دي. افغانستان په تېر وخت کې هم د بین‌المللي ځواکونو داسې وتل تجربه کړي چې پایلې درلودې. په ۲۰‍۱۴ کال کې زما د جمهوري ریاست د دورې له پيل سره سم، ۱۳۵ زره امریکایي او ناټو پوځيان له افغانستانه ووتل، هغه وتلو افغانانو ته دا فرصت ورکړ چې د امنیتي سکتور او هغه بنسټونو بشپړه رهبري په لاس واخلي چې د بین‌المللي همکارانو په مرسته رغېدلي وو. له هغه وخته تراوسه پورې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د جمهوریت ساتنه کړې او د دوو ملي انتخاباتو د ترسره کېدو زمینه یې برابره کړې ده. نن زموږ حکومت او امنیتي قواوې د ۷ کاله پخوا په پرتله ډېر قوي او مستحکم وضعیت کې دي او موږ کاملاً چمتو یوو چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو خلکو دفاع او خدمت ته دوام ورکړو.

له بلې خوا، د دغو ځواکونو وتل افغانانو ته د خپل هیواد د واقعي حاکمیت موندلو فرصت ورکوي. په تېرو شلو کالو کې، په افغانستان کې د څلوېښتو هیوادونو پوځیان مېشت وو. په نږدې راتلونکي کې به د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د نظامي روشونو ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت کوي. په دې کې شک نشته چې اوس به طالبان د جګړې (د بهرني ځواک پر وړاندې د جهاد) توجیه او پلمه ونه لري.

د متحده ایالاتو پرېکړې، طالبان او په پاکستان کې د دې ډلې ملاتړي غافلګیر او یوه انتخاب ته اړ کړل. دوی به بااعتباره همکاران شي؟ او که به د لا ډېرې بې نظمۍ او تاوتریخوالي عاملین شي؟ که طالبان دویمه (د بې نظمۍ او تاوتریخوالي) لار خپله کړي، نو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به ورسره وجنګېږي. که طالبان له خبرو اترو ځان لرې کړي، نو په اصل کې به د هدیرې سوله انتخاب کړي.

په دې برخلیک د اخته کېدو د مخنیوی لپاره باید طالبان د یوه سوله ایز افغانستان لپاره د خپل لیدلوري په اړه ځينې پوښتنې ځواب کړي، مثلاً دا ډول پوښتنې چې آيا طالبان به ټاکنې ومني؟ یا به د ښځو، نجونو او اقلیتونو په شمول، د ټولو افغانانو د حقونو د خونديتوب ژمنه وکړي؟ د روان کال د اپرېل په میاشت کې چې په استانبول کې د سولې لپاره کومه ناسته ترسره کېدله، په هغې کې د طالبانو له نه ګډون داسې ښکاري چې د پورته پوښتنو لپاره د طالبانو ځواب منفي دی. داسې ښکاري چې طالبان اوس هم سولې ته د رسېدو نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لیواله دي. سیاسي توافق او د افغانستان په حکومت او ټولنه کې د طالبانو ادغام هغه یوازینۍ لاره ده چې موږ یې په مخ کې لرو. په عین حال کې، توپ د طالبانو په میدان کې دی.

هغه راتلونکی چې افغانان یې غواړي
افغانان بیا هېڅکله د نویمې لسیزې وحشت ته نه ورستنېږي. موږ نه یوازې د اتفاقي سولې په تمه اوزګار نه کېنو، بلکې د سولې د راتلو لپاره د اړین وضعیت او چاپېریال رامنځته کولو په موخه به ګام واخلو. د امریکایي ځواکونو د وتلو خطرات په رسنیو کې په پراخه ډول ښودل شوي او منفي تبلیغات روان دي، خو څه چې په کې بیخي لږ ښکاري، د هغو فرصتونو په اړه بحث دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو رامنځته کېږي.

افغانان، همکاران یې او ذیدخله بین‌المللي اړخونه یو مستقل، اسلامي، ولسواک، متحده، بې‌طرفه او متصل افغانستان غواړي. د ۲۰۲۰ کال د اګست میاشتې، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې افغانانو د دې مطلوب حالت قاطع ملاتړ څرګند کړ. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ قطعنامه تصویب کړه، نړیوالې ټولنې هم د پورته یادو شویو مطلوبو اهدافو پر اساس خپله غوښتنه اعلان کړه او له دې سره واضح شوه چې نړۍ بیا د طالبانو امارت نه غواړي.

سره د دې چې ډېر وضاحت نشته چې طالبان څه غواړي، هغوی اسلامي نظام غواړي او دغه اسلامي نظام په افغانستان کې شته، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه سیاسي توافق ته په رسېدو کې د بریالیتوب لپاره باید دغه ډله (طالبان) خپل مطلوب هدف په پوره جزیاتو او روښانه ډول بیان کړي.

مذاکرات یو بااعتباره او بې‌طرفه منځګړی غواړی. په دوحه کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې کوم بندبست رامنځته شوی، اوس په کې د منځګړي اړتیا تر پخوا ډېره لیدل کېږي او کمی یې ډېر احساسېږي. د دغه کار لپاره تر ټولو مناسبت بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان کېدای شي.

د مذاکري لومړني موضوعات باید مطلوب هدف ته رسېدل او هراړخیز اوربند وي چې نه یوازې د افغانانو ورځني ژوند ته سوله او آرامي راوړي، بلکې د سولې پروسې ته باور هم ور وبښي. دا چې د سولې په زیاتره مذاکراتو کې پر اوربند توافق نقض شوی، نو په دې خاطر بین‌المللي نظارت ډېر مهم دی.

وروسته باید د مذاکراتو اړخونه د یوې انتقالي دورې پر جوړېدو بحث او په دې اړه یوه پرېکړه وکړي. که څه هم د جمهوریت جوړښت باید په خپل حال پاتې شي، خو د سولې حکومت باید د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د پلان جوړولو تر څنګ د نظام نظم او تدوام هم وساتي. د سولې د حکومت انتقالي دوره باید لنډه وي او ډېر زر باید د جمهوري ریاست، پارلماني او محلي ټاکنې ترسره شي چې له هغې لارې د هیواد نوې رهبري وټاکل شي.

زه به په دې ټاکنو کې نوماند نه یم او د خپل جمهوري ریاست د رسمي دورې له بشپړولو مخکې به واک وسپارم، البته په هغه صورت کې چې اصلي هدف، زما د ځایناستي ماموریت هیواد ته د سولې راوړل وي.
دغه مذاکرات به له سختو موضوعاتو سره مل وي، د دې په شمول چې طالبان به له هغه پاکستان سره خپل روابط څنګه ختموي چې د دوی لوجستیکي، مالي او د جلب و جذب ملاتړ کوي؟ دې مذاکراتو کې باید طالبانو او القاعدې په اوسنیو اړیکو خبرې وشي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال په راپور کې یې جزئيات راغلي دي.

نو دا ډېره اړینه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د اسلامي دولت (داعش)، القاعدې او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د مبارزې په روش سره توافق وکړي او زموږ موافقتنامه ترهګرۍ سره د مبارزې په هغه چارچوب کې شامله وي د سیمې د هیوادونو او بین‌المللي سازمانونو د ملاتړ تضمین ولري. دا موافقت‌نامه باید د لوړې کچې سیمه ایزې دیپلوماسۍ دوام هم وساتي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی هم باید په کې وي.

افغان حکومت او طالبان چې یوه توافق ته ورسېږي، بیا باید افغانان دغه توافق په ښکاره ډول، په هیواد کې د ملي اجماع د لوړې مرجع یعنې لویې جرګې له لوري تایید کړي، لویه جرګه له هر ولایته د ښځینه او نارینه ولسي رهبرانو لویه غونډه ده.

طالبان له تېرو شلو کالو راهیسې، په افغان ټولنه کې له شمولیته محروم دي او لویه جرګه د دوی د رهبرۍ لپاره یو ښه فرصت دی چې په کې د ولس له بېلابېلو اقشارو سره په تماس شي.

پر سیاسي توافق له خبرو اترو، لاسلیک او تایید وروسته بیا تر ټولو سخته برخه پيل کېږي چې د توافقنامې تطبیق دی. دا د سولې د اعمار پروسه ده. دا چې د لنډمهالو جوړښتونو د دایمي کولو تمایل تل موجود وي، نو د سولې حکومت باید ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي.
خو دې ټولو سره هم باید په دغه دوره کې انتقالي رهبري د حکومتولۍ په اړه ځينې سختې پرېکړې وکړي. اقتصادي وده، ښوونه او روزنه، روغتیايي خدمات او د دولت نور اساسي وظایف باید بې له ځنډه دوام وکړي. په دې برخه کې هر ډول ځنډ ولس د افغانستان ولس او اقتصاد ته فاجعه لرونکي پایلې درلودی شي. په انتقالي دوره کې باید ځيني نوي لومړیتوبونه هم وي، مثلاً د جنګي بندیانو خلاصون، د دولت، پوځ او ټولنې په ټولو سطحو کې د طالب جنګیالو ادغام او د هغو خلکو شکایاتو ته رسيدګي چې په تېرو دوو لسیزو جنګ کې یې خپلوان، شتمنۍ او د ژوند معیشت له لاسه ورکړي دي.

د نوي منتخب حکومت یو اساسي هدف به د سولې ساتنه او دوام او د توافقنامې تطبیق وي او دا ښايي په اساسي قانون کې ځينې تعدیلات هم وغواړي. اساسي قانون دا واضح کړې چې د دولت د اسلامي تشخص او د اتباعو له اساسي حقونو پرته، نور هر څه د تعدیل وړ دي او ددې تعدیلاتو د اجراء لپاره په اساسي قانون کې واضح میکانیزمونه شته.

نوی منتخب حکومت به همدارنګه (خصوصاً د ایران او پاکستان) د کډوالو بیا راستنېدو، د بېځایه شویو د ځای پرځای کولو او د ملي مصالحې له تل نادیده پرېښودل شوې مسئلې سره هم مخ وي. انتقالي اوربند باید داسې وضعیت ته لاره هواره کړي چې په هغه کې دولتي نهادونه د قوې د استعمال مشروع انحصار ولري او افغانستان به د سیمه‌ایزو شخړو د خطر کمولو لپاره دایمي بې‌طرفۍ ته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع یا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا به د افغانستان د بې طرفه موقف د ایجاد لپاره تر ټولو ښه ځایونه وي.
راتلونکې لاره

آن په ایډیال حالت کې به هم عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل آسانه کار نه وي او له بده مرغه موږ چې په کوم وضعیت کې فعالیت کوو، دا ایډيال نه دی. ډېر داسې خطرونه شته چې دغه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي او افغانان ښایي د سولې دا یو بل فرصت هم له لاسه ورکړي.

د رسنیو د ناخواله اټکلونو له امله چې کوم د ابهام او بې‌باورۍ ذهنیت پیاوړی کېږي، دا ښايي ډېر افغانان هیواد پرېښودو ته لېواله کړي او بیا د کډوالۍ د هغه بحران د تکرار لامل شي چې په ۲۰۱۵ کال کې راغلی و او هیواد یې له هغو مستعدو افرادو تش کړی و چې هیواد ورته په هغه وخت کې اړتیا درلودله.
بل خطر دا دی چې په انتقال کې انقطاع یا بې نظمي، په امنیتي برخه کې قوماندې او کنترول ته ګواښ پېښولای شي. د واک د لېږد لپاره باید یوه منظمه سیاسي پروسه وي چې امنیتي ځواکونه له هدایت او رهبرۍ لرې پاتې نه شي. همدارنګه دا هم مهمه ده چې متحده ایالات او ناټو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بودیجې د تأمین په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. دا هغه یوه مهمه ونډه کېدای شي چې نړیواله ټولنه یې په افغانستان کې د سوله ایز انتقال په برخه کې ولوبوي.

دا خطر هم شته چې افغان سیاسیون ښايي د سولې په یوه منظمه پروسه کې سره راټول نه شي. په دې خاطر موږ دا اطمینان موندل غواړو چې د سولې پروسه همه شموله وي او نه یوازې داخلي سیاسیون او د افغان ټولنې بېلابېل اقشار، بلکې هغه سیمه‌ایز لوبغاړي هم په کې دخیل وي چې د سولې پروسې ته زیان رسولای شي.

خو سولې ته لوی او اساسي خاطر د طالبانو ناسمه محاسبه ده. طالبان اوس هم پر خپل دې روایت باور لري چې ناټو او متحده ایالات یې مات کړي دي. دا چې دوی ځانونه زورور ګڼي او سیاسي مشرانو یې هېڅکله خپله نظامي څانګه د سولې مفکورې منلو ته نه ده هڅولې، نو دا لوی خطر شته چې طالبان لا هم سیاسي توافق ته لیوالتیا ونه ښيي او د دې پرځای پوځي بریدونو ته دوام ورکړي.

که داسې وشي نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دی. لکه څنګه چې موږ طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو یوو، همداسې ورسره د جګړې په میدان کې مخ کېدو ته هم چمتو یوو. په تېرو دوو کالو کې تر ۹۰ سلنه ډېر نظامي عملیات په بشپړ ډول پخپله افغان ځواکونو ترسره کړي. که طالبان د تاوتریخوالي لاره وټاکي دا به د مني او اوړي په موسمونو کې د سختې جګړې په معنی وي چې په پایله کې به یې طالبان تر دې بل هېڅ ښه انتخاب ونه لري چې بېرته د خبرو اترو مېز ته راستانه شي.

د پاکستان ناسمه محاسبه هم سوله ګواښلی شي. د مارچ په میاشت کې چې د اسلام آباد په امنیتي کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کومې خبرې وکړې، په دې خبرو کې د پاکستان له لوري دا مثبتې اشارې ښکاري د سیمه‌ایز اتصال، سولې او رفاه لاره انتخاب کړي. دغه څرګندونې له افغانستان سره د هغوی په اړیکو کې له مخرب روش نه، رغنده روش ته یو ډول بدلون ښيي. اوس د دې وخت دی چې دغه ډول څرګندونې عملي شي.
که پاکستان د طالبانو ملاتړ انتخاب کړي، نو دا به د افغانستان له ملت سره د دښمنۍ په معنی وي او پاکستان به له هغو ډېرو اقتصادي ګټو برخمن نه شي چې سوله او سیمه‌ایز اتصال به یې د دې هیواد لپاره ولري. پاکستان به یو منزوي شوی هیواد شي او د امریکایي پوځونو له ستنېدو وروسته به هېڅ امتیاز ونه لري.

د پاکستان حکومت، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د عمل د پلان په مقابل کې غبرګون ناسم محاسبه کړی و، خو د اسلام اباد لپاره لا ناوخته نه دی چې د سولې په منظمه پروسه کې د یوه شریک او ذیدخل په توګه راڅرګند شي.

سره د دې چې موږ د افغانستان اړوند یوه مبهم حالت سره مخ یوو، خو زما ټول تمرکز پر دې دی چې د بحران له دې اوږدې مودې نه تر ممکنه حده ښه پایله ترلاسه کړو چې هغه: یو مستقل، اسلامي، ولسواک، متحد، بې‌طرفه او متحد افغانستان دی. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره تفاهم او قربانۍ ته تیار یم. د امریکایي ځواکونو وتل موږ لپاره یو فرصت دی چې خپل دغه مطلوب هدف ته نږدې شوو، خو دا یوازې په هغه صورت کې کېږي چې ټول افغانان او نړیوال همکاران د یوې واضح راتلونکې لارې په اړه تعهد ولري او په همدې مسیر پاتې شي.

خلیلزاد:نړیوال اجازه نه ورکوي چې طالبان په زور ځان واک ته ورسويامریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له...
04/05/2021

خلیلزاد:
نړیوال اجازه نه ورکوي چې طالبان په زور ځان واک ته ورسوي

امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي. سرچینه د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي. هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when 24TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share

Our Story

24 TV started its activities in 2015 with the aim of creating unity and solidarity among the people of Afghanistan.