18/03/2021
#د ټوليزو رسنيو قانون
۱. په دې قانون کې لاندنۍ اصطلاحګانې دغه مفاهيم لري:
رسنۍ: له لاندنيو وسايلو څخه په ګټې اخيستنې سره د پيغام، مالوماتو او اطلاعاتو د لیږد وسيله ده:
برېښنايي رسنۍ: راډيو، تلويزيون، کیبلي شبکه او انټرنیټ.
چاپي رسنۍ: ورځپاڼه، جريده(اووه نيزه، پنځلس ورځنۍ خپرونه، مياشتنۍ، ګاهنامه(تقويم)، فصل نامه، کلنۍ، پوستر او خبرنامه).
۲. په دې قانون کې ټولنيزې رسنۍ په لاندې ډول وېشل کيږي:
عامه رسنۍ: هغه رسنۍ ده چې په عامه خلکو پورې اړه لري او د دولت، د اعلانونو د خپرولو او د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې تمويلېږي.
خصوصي رسنۍ: هغه رسنۍ ده چې په حقيقي اشخاصو، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي سازمانونو پورې اړه لري او د هغوی لخوا سمبال او تمويلېږي.
۳. ژورنالېست: هغه حرفوي او مسلکي شخص دی چې د رسنيو له لارې خپره نيز مواد او محتوي( منځپانګه) برابر او وړاندې کوي.
۴. مطبعه: هغه اقتصادي او تخنيکي دستګاه ده چې چاپي خدمتونه سرته رسوي.
۵. طابع: هغه حقيقي يا حکمي شخص دی چې د ملکيت پربنسټ يا د مالک په استازيتوب د مطبعې د چارو متصدي وي.
۶. ناشر(خپرونکی): هغه حقيقي يا حکمي شخص دی چې د غيرموقوتو آثارو د چاپولو او خپرولو اجازه لري.
۷. خپرول: د ټوليزو رسنيو له لارې د پيغام او خبر د لېږدونې عمليه ده.
۸. د فلم د توليد مؤسسه: هغه ټولنه ده چې د خپلې اساسنامې او موخو په رڼا کې مستند او سينمايي فلمونه، عکس او سلايد توليدوي.
۹. خپره نيزه مؤسسه: هغه حکمي شخصيت دی چې د اساسنامې له مخې تأسیس او د برېښنايي، چاپي، موقوتو او غير موقوتو رسنيو خپرونې له خپلو موخو سره چاپ او خپروي.
۱۰. د ژورناليزم روزنيزه ټولنه: هغه ټولنه ده چې په لنډ مهاله يا اوږد مهاله توګه د ژورناليزم په مسلکي روزنې لاس پورې کوي.
۱۱. دارالترجمه: هغه حکمي مؤسسه ده چې له اساسنامې سره سم حق لري مطالب او مضمونونه له يوې ژبې څخه بلې ژبې ته وژباړي.
۱۲. د خبر رسونې آژانس: هغه حکمي شخصيت دی چې د اړيکيو په برخه او د اطلاعاتو په راټولولو او رسولو کې فعاليت کوي.
۱۳. د تبليغاتو او اعلاناتو شرکت: هغه سوداګريز حکمي شخصيت دی چې له اساسنامې سره سم په تبليغاتو او اعلاناتو لاس پورې کوي.
۱۴. د نسخې اخيستنې حق(کاپي رايټ): د ثبت شويو خپرونو د معنوي مالکيت او د امتياز د حق لرل دي چې له منل شويو معيارونو سره سم د جلا قانون په واسطه تنظیميږي.
۱۵. د امتياز خاوند: هغه حقيقي يا حکمي شخص دی چې د برېښنايي، چاپي ټوليزو رسنيو، د ژورناليزم د روزنيز مرکز، مطبعې، خپره نيزې مؤسسې، دارالترجمې، د خبر رسونې آژانس، د فلم جوړولو مؤسسې او د تبليغاتو او اعلانونو د شرکت په تاسيس او تدوير لاس پورې کوي.
۱۶. مسئول مدير: هغه شخص دی چې په بالفعل ډول د دغې مادې په ۱۵ جزء کې په درج شويو مؤسسو پورې د اړوندو خپره نيزو چارو مسئوليت پر غاړه لري.
۱۷. راډيو: د ټوليزو اړيکيو او خبر رسونې سمعې وسيله ده.
۱۸. تلويزيون: د ټوليزو اړيکيو او خبر رسونې سمعې او بصري وسيله ده.
۱۹. کیبلي شبکه: سمعې او بصري ټوليزه رسنۍ ده چې ګډونوالو ته په ملي او بين المللي اطلاعاتي، ښوونيز، روزنيز، فرهنګي او تفريحي پروګرامونه وړاندې کوي.
۲۰. اعلانونه: حقيقي او حکمي اشخاصو ته د يو ډول سمعي او بصري خدمتونو وړاندې کول دي چې په بریښنايي او چاپي ټوليزو رسنيو کې د پيسو او يا متقابلو خدمتونو په بدل کې ترسره کيږي.
۲۱. مرسته: د حقيقي يا حکمي اشخاصو له خوا د هر ډول مرستې اجراء ده چې د ټوليزو رسنيو مادي يا معنوي پياوړتيا لپاره ترسره کيږي.