Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو

  • Home
  • Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو

Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو زیار راډیو په لغمان کې فعالیت کوي چې بې طرفه او خپلواکه ده.

د لغمان د اطلاعاتو کلتور رئیس د زیار راډیو له اداري او نشراتي چارو څخه لیدنه وکړه.سه شنبه/ د جدي ۱۱ مه ۱۴۰۳ د  یادې ادار...
31/12/2024

د لغمان د اطلاعاتو کلتور رئیس د زیار راډیو له اداري او نشراتي چارو څخه لیدنه وکړه.
سه شنبه/ د جدي ۱۱ مه ۱۴۰۳
د یادې ادارې رئیس ښاغلي مولوي عبدالنور رسولي او ددې ادارې د اطلا عاتو امر فضل الرحمن پیام د زیار راډیو مؤسس محمد ګلاب ابراهیمي سره په خبرو کې ددوی نشراتي فعالیت وستایه او ځینې لازمې سپارښتنې هم وکړې.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي رسولي په دې ولایت کې د رسنیو فعالیتونه او همغږي د پام وړ یاد کړل او زیاته یې کړه چې دې برخې ته باید نور کار هم وشي.
د زیاردراډیو مؤسس محمد ګلاب ابراهیمي یادو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې دوی به د اسلامي اصولو په رڼا کې خپل نشراتي فعالیت د تیر په څیر کوي او خلکو ته به خدمت کوي.

لغمان کې جلا ـ جلا ترفیکو پیښو کې شپږ تنه شهیدان او اوولس نور زخمیان دي.یکشنبه/ د جدي ۹ مه ۱۴۰۳ د لغمان د ترافیکو مدیریت...
29/12/2024

لغمان کې جلا ـ جلا ترفیکو پیښو کې شپږ تنه شهیدان او اوولس نور زخمیان دي.
یکشنبه/ د جدي ۹ مه ۱۴۰۳
د لغمان د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي دفتر وایي چې د لغمان په کله کوټ سیمه کې یو مارسډیز موټر دوه هندۍ ریکشې وهلي چې له امله یې ۵ تنه شهیدان او ۱۷ نور زخمیان دي.
د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي دفتر په یوه بله پیښه کې چې د لغمان په شمرام سیمه کې رامنځته شوې د یوې ماشومې د شهیدیدو خبر ورکوي.
یاد دفتر زیار راډیو ته وویل چې یادې پیښې د ډریوانو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي
Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو

لغمان: ترافیکې پیښې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.جمعه/ د مرغومې ۷ مه ۱۴۰۳ د لغمان امنیي قومندانۍ څخه زیار راډیو ته په ...
27/12/2024

لغمان: ترافیکې پیښې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
جمعه/ د مرغومې ۷ مه ۱۴۰۳
د لغمان امنیي قومندانۍ څخه زیار راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راعلي چې نن سهار ۸:۳۰ بجی د کابل جلال اباد پر لویه لار لغمان اووم نمبر شهرا اړوند مشاله کمر سیمه کي د یو فورنر او فولډر ډوله موټرو ترمنځ تکړ شوی چې له امله یې دری تنه وژل شوي او یو ټپی دی.

خبرپاڼه ددې پیښې علت د ډریورانو بی احتیاطي یادوي.
.
خبرپاڼه کې راغلی چې د پیښي ځای ته د لغمان امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت مسولین پر وخت رسیدلي او ټپی تن یي د ښی درملنی په موخه ننګرهار ولایتی روغتون ته انتقال کړی د ټپی روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی

لغمان: ۲۱۰ ښځینه بزګرانو ته د کوچنیو کارونو د جوړولو زمینه برابره شوهپنج شنبه/ د جدي ۶ مهلغمان د کرنې اوبو لګولو او مالد...
26/12/2024

لغمان: ۲۱۰ ښځینه بزګرانو ته د کوچنیو کارونو د جوړولو زمینه برابره شوه
پنج شنبه/ د جدي ۶ مه
لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو رسنیو ته وویل چې د مرکز مهترلام اړوند د څوارلس ګروپونو ۲۱۰ ښځینه بزګرانو ته د سبو او میو د پروسس په برخه کې د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو زمینه برابره شوه.

ددې ولایت د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد پر وینا د ۷ لکه ۲۵ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت د اکشن ایډ موسسې لخوا یاد شمیر بزګرانو ته یولس قلمه د پروسس وسایل ورکړل شول چې له دې لارې به خپل کاروبار کوي او کورنی اقتصاد به یې ورسره پیاوړی شي.

په دغه وسایلو کې یو پایه یخچال، دوه عدده لس کیلو ګازډبې، ۱۶ دیګونه، دوه پایې ګازي نغري، دوه بیلرونه، سل بوتلونه، دوه پایې برقي ترازو، دوه درجه کاچوغې او دوه عدده برقي جوسرونه شامل دي.

د جدي شپږمه!د جدی شپږمه  شوروي اشغالګرو په افغانستان د نظامي تیري ورځې سره سمون خوري.دا ورځ د افغان ولس لپاره یوه توره و...
26/12/2024

د جدي شپږمه!
د جدی شپږمه شوروي اشغالګرو په افغانستان د نظامي تیري ورځې سره سمون خوري.
دا ورځ د افغان ولس لپاره یوه توره ورځ ده،
شوروي اشغالګرو پدې هیواد کې واحشتونه، ظلمونه او قتل عام ترسره کړ.
ددې ورځې په پار مو یوه ځانګړې خپرونه ترسره کړه
پدې خپرونه کې د وخت جهادي شخصیت استاد محمد عسی سعات میلمه وو، همداراز اوریدونکو هم د خپرونې په ترڅ کې اړیکې وکړې خپل نظریات یې شیریک کړل.
کوربه استاد سلیمان زلمی.

خپل د ۵ کلنو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړئ.درنوهیوادوالو! سبا د جدي ۳ مه چې د دوشنبې ورځې سره سمون لري په ختیځ زون کې د...
22/12/2024

خپل د ۵ کلنو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړئ.
درنوهیوادوالو!
سبا د جدي ۳ مه چې د دوشنبې ورځې سره سمون لري په ختیځ زون کې د پولیو کمپاین شروع کیږي نو له تاسو څخه مو هیله دا ده چې خپل ماشومان رضاکارانو ته وباسئ ترڅو له واکسین څخه پاتې نشئ.
که ستاسو ماشومان ناروغان وي، ویده وي، میلمانه وي، چې هر چیرته وي باید له واګسین څخه پاتي نشي تر څو له فلچ ناروغۍ څخه په امن کې پاتي شي.

19/12/2024

د کورني شخړو په لمنځه وړولو کې د میرمنو رول 👇

لغمان: ترافیکي پیښه کې اوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.چهار شنبه د لیندۍ ۲۱ مه ۱۴۰۳ د لغمان امنیي قو مندانۍ په اعلامیه کې ر...
11/12/2024

لغمان: ترافیکي پیښه کې اوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چهار شنبه د لیندۍ ۲۱ مه ۱۴۰۳
د لغمان امنیي قو مندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې نن ماښآم ۵:۰۰ بجی د کابل جلال اباد پر لویه لاره لغمان اووم نمبر شهرا اړوند عزیز خان کڅ سیمه کي د ټوډي او الټو موټرو ترمنځ ټکړ شوی.

اعلامیه دغه ترافیکه پیښه د ډریورانو بی احتیاطۍ بللې او ویلي چي پدې پیښه کې یو تن موټر چلوونکی وفات شوی او (۶)شپږ تنه ټپیان شوي.
اعلامیه زیاتوي د پیښي ځای ته د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د ترافیکو مدیریت مسولین پر وخت رسیدلي او ټپیان یي د ښی درملنی په موخه ننګرهار ولایتی روغتون ته انتقال کړي د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.

09/12/2024

لغمان: د احصایې او معلوماتو ریاست روان کال ۲۸ زره ۹۶۵ تذکرې ویشلي

دوشنبه/ د قوس ۱۹ مه

لغمان کې د احصایې او معلوماتو رئیس مولوي عبدالحی حقاني باختر اژانس ته وویل چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې ۱۱۰۲۶ کاغذي، ۱۱۹۴۶ الکترونیکي تذکرې، ۵۹۹۳ تولد کارتونه ویشلي چې د هغې له درکه یې ۱۵ میلیونه ۲ لکه ۷۰ زره ۸۴۵ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

نوموړی وایي ددې ترڅنګ یې د ۲۸۵۰ تذکرو تائید او ۵۷۸ د وفات کارتونه هم ورکړي دي.

09/12/2024

د رڼا څرک
راډیویي ډارمه
دریمه برخه

09/12/2024

د رڼا څرک
راډیویي ډارمه
دوهمه برخه

09/12/2024

د رڼا څرګ
راډیویي ډرامه
اوله برخه

30/11/2024

لغمان کې د روان کال له پیله تراوسه د طبیعي پېښو له امله ۳۸۵۷ کورنۍ زیانمن شوي دي

شنبه/ د قوس ۱۰ مه

لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي سرپرست رئیس انجینر عبیدالله الکوزي باختر اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تراوسه دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوختي دي.

د نوموړي پر وینا: (( ددې کال له پیله تراوسه د بیلابیلو طبیعي پیښو له امله ۳۸۵۷ کورونۍ زیانمنې شوي، ۱۹ تنه شهیدان شوي ۳۰ تنه ټپیان او ۸۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده، ددې ترڅنګ ۳۵۲ کورونه په بشپړه توګه او ۱۸۰۰ نورو په قسمي ډول ویجاړ شوي دي))

هغه زیاته کړه چې په دې موده کې یې د موسساتو او ریاست په هڅو ۳۸۵۱ کورنیو ته مرستې هم رسولي دي چې ۳۲۷۱ کورنیو ته د موسساتو لارې بیلا بیلې مرستې رسیدلي او ۵۸۰ کورنیو سره د ریاست لخوا مرستې شوي دي.

د الکوزي پر وینا د پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او موسساتو له لخوا په الینګار، الیشنګ، دولت شاه او مرکز مهترلام کې پر یوشمیر وقایوي پروژو هم کارونه روان دي چې پولونه، استنادي دیوالونه او چیک ډیمونه پکې شامل دي.

28/11/2024

د رڼا څرک
راډیویی ډارمه (۴) برخه

28/11/2024

کورنۍ شخړې ولي پیدا کیږي او د مخنیوي حل لارې کوم دي؟ 👇

د پولیو دوه څاڅکې واکسین مو ماشومان له دایمي فلج څخه ژغوري.درنو والدینو راتلوونکي دوشنبه چې د قوس  له ۵ نیټې سره سمون خو...
23/11/2024

د پولیو دوه څاڅکې واکسین مو ماشومان له دایمي فلج څخه ژغوري.
درنو والدینو راتلوونکي دوشنبه چې د قوس له ۵ نیټې سره سمون خوري د تیر په څیر مسجد په مسجد د پولیو نارغیو ضد واکسین کمپاین شروع کیږي له تاسو ټولو څخه هیله کوو چې خپل د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړئ تر څو پدې ناروغۍ اخته نشي

لغمان کې ۳۱۸ تنه معلولین او یتیمان د انګلیسي، کمپیوټر او حرفوي زدکړو له برنامې فارغ شولسه شنبه/ د عقرب ۲۹ مهلغمان کې د ش...
19/11/2024

لغمان کې ۳۱۸ تنه معلولین او یتیمان د انګلیسي، کمپیوټر او حرفوي زدکړو له برنامې فارغ شول

سه شنبه/ د عقرب ۲۹ مه

لغمان کې د شهی دانو او معلولینو چارو ریاست په هلو ځلو د HHRD موسسې لخوا ۳۱۸ تنو نارینه او ښځو ته د انګلیسي، کمپیوټر او حرفې په برخه کې یو کلنۍ زدکړې ورکړل شوې.

لغمان کې د یادې موسسې مسؤل حبیب الله رحیمي پر وینا چې د یوکال په موده کې یې ۳۵ تنه د حرفې، ۳۱ تنه د موبایل جوړونې، ۱۸۰ د کمپیوټر او ۷۲ تنه د انګلیسي ژبې له زدکړو فارغ کړل چې له حرفې فارغو شویو ته د کار وسایل هم ورکړل شول.

د شهی دانو او معلولینو چارو رئیس مولوي فیض الله جواد بیا وویل چې دغه زدکړې د مرکز او ولسوالیو ۳۱۸ تنو معلولینو، یتیمانو، بې وزلو او میرمنو ته ورکړل شوې چې په دې سره به یې کاروبار ښه او کورنی اقتصاد به یې پیاوړی شي.

06/11/2024

د اجباري ودونو په اړه بحث 👇

Address

Laghman Mihterlam

Telephone

+93786664229

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share