Zinat Radio - زینت راډیو

  • Home
  • Zinat Radio - زینت راډیو

Zinat Radio - زینت راډیو Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zinat Radio - زینت راډیو, Media/News Company, .

26/12/2022

د کرونا واکسین د کارت د تایدی په اړه وضاحت !
درنو هیوادوالو او د لوګر ولایت قدرمنو اوسیدونکو :
په تیرو څو ورځو کی د غیر مسوولو او مغرضو اشخاصو له لوری د لوګر په مختلفو سیمو کی داسی خبرونه او شایعات خپاره شوی چی ګواکی د کرونا واکسین د کارت په بدل کی ورته د نا معلوم لوری څخه یو اندازه پیسی ورکول کیږی چی د خلکو د تشویش او د عامه اذهانو د مخشوش کیدو لامل شوی او په ډیر کچه هیوادوال د ژمی په دی یخ موسم او ستونزمن حالات کی له لرو پرتو سیمو څخه یاد ریاست ته مراجعه کوی
د لوګر عامی روغتیا ریاست د هغوی اشخاصو د کارتونو تاید ته ژمن دی کوم چی د واکسین روسته یی تر لاسه کوی د عامی روغتیا ریاست رسمی مهر یواځی په دی موخه استفاده کیږی چی نوموړی شخص ته واکسین شوی او د واکسین اړوند معلومات پکی ذکر کیږی
د کارت په مقابل کی د امتیازاتو ( پیسی ، مرسته ) ورکول یو بی اساسه او کاذب خبر دی هیله ده د یاد خبر په نشر کولو کی له مونږ سره مرسته وکړی تر څو مو د هیوادوالو اذهان روښانه او په بی اساسه خبرونو او شایعاتو باندی باور ونکړی

د لوګر درنو ولسونو ته د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز زېری! درنو هېوادوالو! که غواړئ چې اولادونه مو اساسي زده کړې وکړي، ن...
22/12/2022

د لوګر درنو ولسونو ته د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز زېری!
درنو هېوادوالو! که غواړئ چې اولادونه مو اساسي زده کړې وکړي، نو د فیس ورکولو او درسي توکو اخیستلو ته یې اندېښنه مکوئ، ځکه د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ دا هر څه وړیا درته برابر کړي.
مونږ وتوانېدو چې ستاسو د اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره په ښوونیزه برخه کې نوی طلایي باب پرانیزو. له دې سره به له خپلې سیمې څخه د بیسوادۍ تیارې ټغر ورټول کړو او خپل هېواد به پر پوهه سمبال او ښه روزل شوي ځوان نسل پرمټو، فکرونو او قلمونو اباد کړو.
ستاسې درنو ولسونو د دعاګانو په برکت او د لوی خدای (ج) په مرسته مو د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز پرانیست. له دې سره به ستاسو د اولادونو ذهنونه او راتلونکی دواړه روښانه شي.
د دغه ښوونیز مرکز اسانتیاوې:
1. د ښوونیز مرکز ټول خدمات وړیا دي؛
2. هېڅوک په فیس ورکولو مکلف نه دی.
3. ټولو زده کوونکو ته بکسې، کتابونه، کتابجې، قلمونه او نور اړین درسي توکي وړیا ورکوي.
4. یتیمانو او بې وزله زده کوونکو ته لباس، خولۍ، بوټونه، بکسې، تاوده ژمني کالي او نور اړین وسایل هم وړیا ورکول کېږي، ترڅو هغوی ځان کم ونه ګڼي او په مینه خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
د ښوونیز مرکز د زده کړو څانګې:
د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز په دغو برخو کې زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې په پام کې لري:
• د دیني زده کړې
• د انګلیسي زده کړې
• د کمپیوټر زده کړې
• د لیک لوست زد کړې
• د ریاضي زده کړې
• د فزیک زده کړې
• د مثلثاتو زده کړې
• د کیمیا زده کړې
له همدې شیبې مو خپل اولادونه د حاجي منګل احمدزي ښوونیز مرکز ته د نوم لیکنې لپاره راولېږئ. نوم لیکنه دوام لري او د مرغومي (جدي) له څلورمې نېټې تدریس پیلېږي.

پته: د لوګر ولایت مرکز د غیرت اباد سیمه د نو اباد کلی
دوهمه پته: د لوګر ولایت مرکز د بیدک کلی
د اړیکې شمیره: 0731111086

د لوګر له یوه ښوونځي سره ؛ د درسي کتابونو، درسي توکو او خیمو مرسته وشوه. پل علم لوگر د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د ...
29/08/2022

د لوګر له یوه ښوونځي سره ؛ د درسي کتابونو، درسي توکو او خیمو مرسته وشوه.

پل علم لوگر

د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د عارف الله آخوند زاده د نجونو او هلکانو له لومړني ښوونځي سره د درسي کتابونو، درسي توکو او خیمو مرسته وشوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې ریاست د مسوولینو سربېره یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او د زده کوونکو کورنیو ګډون کړی وو.

دا مرسته د پوهنې ریاست په همغږۍ او هڅو د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ وکړه،چې شاوخوا ۷۴ زره افغانۍ ارزښت لري.

په یاده مرسته کې ۴۵۰ ټوکه درسي کتابونه، ۱۱۰ د کتابونو بیکونه، ۱۱۰ کتابچې، ۱۱۰ قلمونه، ۱۱۰ پنسلونه، ۱۱۰ پنسل پاکونه،۱۱۰ قلم تراشونه، ۲ خیمې، ۲ د ټولګي تختې او ۲ پلاستیکي فرشونه شامل وو.

مرسته شوي درسي کتابونه د ښوونځي ادارې ته وسپارل شول، چې سبا سې شنبې به پر زده کوونکو ووېشل شي، خیمې د ښوونځي په انګړ کې د زده کوونکو د زده کړو لپاره ودرول شوې او درسي توکي پر ۱۱۰ تنو یتیمو او بېوزلو زده کوونکو ووېشل شول.

د خدای بښلي حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ؛ د تېرو څو کلونو راپدېخوا د لوګر له یو شمېر ښوونځیو سره په بیلا بیلو برخو کې د مرستې لړۍ پیل کړې ده، چې په دې کار سره د ډېرو زده کوونکو د درسي کتابونو او درسي توکو د نشتون ستونزه هواره شوې ده.

دغه خيريه بنسټ؛ د یاد کار ترڅنګ یو شمېر ښوونځیو ته درسي ټولګي، د اوبو څاه ګانې او تشنابونه هم جوړ کړي او هم یې ورسره د خیمو مرستې کړې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست له ښوونځیو سره د یاد خیریه بنسټ شوې مرستې ستایي او له ښوونځیو سره د مرستو پر دوام یې ټینګار کوي.

ناڅرګندو وسله والو د لوګر په مرکز کې څلورتنه په ډزو وژلي.د لوګر ځایي مسوولین او خلک تائیدوي، چې تېره شپه د دغه ولایت په ...
14/07/2022

ناڅرګندو وسله والو د لوګر په مرکز کې څلورتنه په ډزو وژلي.

د لوګر ځایي مسوولین او خلک تائیدوي، چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې، ناڅرګند وسله وال یوې نانوایۍ ته ننوتلي او د مجتبی، عارف حسین، ګلاب حسین او نور عباس په نومونو څلورتنه یې ځای پرځای وژلي دي.

ځینو ځایي حکومتي سرچینو هم زینت راډیو ته د پېښې پخلی کړی خو د موضوع د څرنګوالي او لامل په اړه یې تردې دمه نور جزئیات ندي شریک کړي.

خو په لوګر کې د شعیه وګړو او سادات قوم استازی سید فرهاد اکبري زینت راډیو ته وویل چې، وژل شوي کسان درې وړوڼه او بل د تره ځوی دی، چې څلور واړه شعیه وګړي ؤ.

اکبري وایي، یادو کسانو له چا سره شخصي دښمني نه لرله او ټولو په یوه شخصي نانوایي کې کار کاوو.

نوموړی د ا.ا له ځایي چارواکو؛ شعیه وګړو ته د خوندي امنیتي چاپیریال برابرولو او د یادې پېښې د څرنګوالي او بشپړې څېړنې غوښتنه کوي.

پل علم ښاریان هم د ا.ا له ځایي مسوولینو غواړي، چې د داډول زړه بوږنونکو پېښو مخه ونیسي او د نسبتاً ټینګ شوي اَمن ګډوډونکي، د قانون منګولو ته وسپاري.

د زینت راډیو خبري څانګه ـ پل علم.
پنجشنبه، د ذوالحجې ۱۴مه، ۱۴۴۳.

د لوګر  ولایت  په مرکز پل علم پورې اړوند د غیرت آباد د هلکانو له منځني ښوونځي سره د ۱۸۰۰  ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه. ...
13/06/2022

د لوګر ولایت په مرکز پل علم پورې اړوند د غیرت آباد د هلکانو له منځني ښوونځي سره د ۱۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه.
دا مرسته د پوهنې ریاست د مسوولینو په غوښتنه د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ له خوا شوې ده، چې شاوخوا ۴۵ زره افغانۍ ارزښت لري، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې د توزیع چارې ترسره شوې.
د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ په هیواد کې د تعلیم د پرمختګ لپاره تل هڅه کړې او خپلو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې تل به ددوی تر څنګ ولاړ وي او ددوي سره به د خپلو مرستو لړۍ جاري ساتي.

د لوګر ولایت  مرکز پل علم اړوند د غیرت آباد د هلکانو منځني ښوونځي ۳ نوي جوړ شوي درسي خونې او ۴ تشنابونه ګټې اخیستنې ته و...
13/06/2022

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د غیرت آباد د هلکانو منځني ښوونځي ۳ نوي جوړ شوي درسي خونې او ۴ تشنابونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد درسي ټولګي او تشنابونه د پوهنې ریاست د مسوولینو په غوښتنه د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د ۶۹۰ زرو افغانيو په مالي لګښت جوړ شوي دي. تر دې وړاندې د دې ښوؤنځي زده کړیالان له ډیرو ستونزو سره مخ ول او تر سره لمر لاندې به یې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه، نن ددې ښوؤنځي د زده کړیالانو ستونزه حل سوه، د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ چې د لوګر ولایت په کچه یې د تعلیم په برخه کې نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کړي او ددې ولایت د ځوان نسل د ښوؤنې او روزنې لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي د لوګر ولایت د ټولو مسولینو د قدرداني وړ وګرځیده او ددوي له هڅو یې مننه وکړه.

21/05/2022
د زینت راډیو قدرمنو اوریدونکو او مینوالو وړوکی اختر مو بختور شه.دریم مخ  د يادی ځانګړی او په زړه پوری خپرونی اوریدل مه ه...
01/05/2022

د زینت راډیو قدرمنو اوریدونکو او مینوالو وړوکی اختر مو بختور شه.
دریم مخ د يادی ځانګړی او په زړه پوری خپرونی اوریدل مه هیره وی.
ستاسو دنیکو اندونو په تمه
زینت 105.7 اف ایم

د روژې مبارکې میاشت د راتګ په مناسبت د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ په لوګر ولایت کې له 420 بې وزله کورنیو سره( 1...
03/04/2022

د روژې مبارکې میاشت د راتګ په مناسبت د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ په لوګر ولایت کې له 420 بې وزله کورنیو سره( 1575000 ) افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
دغه مرستې تیره ورځ د ارواښاد حاجي منګل احمدزی خیریه بنسټ له لوری د لوګر ولایت مرکز د غیرت اباد په سیمه کې په منظم ډول په بې وزله کورنیو وویشل شوې، چې پکې یوه بوجۍ اوړه او یوه بوجۍ وریځې شامل ول په 420 کورنیو وویشل شوې.

              #새해 복 많이 받으세요 #明けましておめでとうございます #新年快乐 #สวัสดีปีใหม่  Ano Novo  Nytt År  Nou Fericit  Tahun Baru #नया साल मु...
20/03/2022














#새해 복 많이 받으세요
#明けましておめでとうございます
#新年快乐
#สวัสดีปีใหม่
Ano Novo
Nytt År
Nou Fericit
Tahun Baru
#नया साल मुबारक हो
Tahun Baru

با خوبی ها و بدی ها، هرآنچه که بود؛ برگی دیگر از دفتر روزگار ورق خورد،
برگ دیگری از درخت زمان بر زمین افتاد، سالی دیگر گذشت روزهایت بهاری و بهارت جاودانه باد!

و باز نسیم گوارای گیسوان مشک بوی بته های گلاب را با آهنگ موزون تکان میدهد، تا با لالهء خوش عذار و نرگس و ریحان و گل های دشتی همزمان جوانه زنند، و ترانه عشق را به گوش عشاق برسانند و آنگاه در چمنها و دشت و دمن طوفان برپا کنند . . .

صد ها خانوادۀ بی بضاعت در لوگر کمک دریافت کردند.جمعیت هلال احمر ترکیه با همکاری جمعیت هلال احمرافغانی لوگر برای پنجصد خا...
13/03/2022

صد ها خانوادۀ بی بضاعت در لوگر کمک دریافت کردند.

جمعیت هلال احمر ترکیه با همکاری جمعیت هلال احمرافغانی لوگر برای پنجصد خانوادۀ بی بضاعت درولسوالی محمد آغه این ولایت مواد خوراکی توزیع کرد.

مولوی نصرت الله نصرت؛ رییس جمعیت هلال احمرافغانی در صحبت با رسانه های محلی لوگر، از کمک های هلال احمر ترکیه قدردانی کرد و افزوده است که این کمک ها شامل: آرد ، روغن و لباس زمستانی است که برای پنجصد خانودۀ بی بضاعت در لوگر توزیع شد.

مولوی الیاس خیل ناصری، رییس زون جنوب نیز، گفت که تا کنون آنان به همکاری هلال احمر ترکیه دو بار برای صدها خانودۀ بی بضاعت مواد خوراکی و لباس توزیع کرده اند.

طبق یک خبردیگر؛ بنیاد خیریه” اومه” برای یکصد وپنجاه دانش آموز مدارس و پرورشگاه لوگرکمک کرد.

محمد شاه پورعرب، سخنگوی ریاست معارف لوگر به رادیو زینت گفت که این مساعدت ها شامل مواد درسی ولباس است.

مولوی جنت گل رییس معارف لوگر با قدر دانی از بنیاد خیریه ” اومه” ، تاکید کرده است که این اداره در تلاش است تا برای کودکان یتیم وبی بضاعت، زمینه های بیشتر آموزشی را فراهم کند.

بخش خبری رادیو زینت ـ لوگر.

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري 500 کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!نن يکشنبه  د روان 1400 لمریز کال د کب پر 22 مه ن...
13/03/2022

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري 500 کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن يکشنبه د روان 1400 لمریز کال د کب پر 22 مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ 500 بېوزلو او اړمنو سروی شويو کورنیو ته د لوگر سرې مياشتې په انګړ کې خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس محترم مولوي الياس خيل "ناصري" ، د ترکيې خلکو او سفارت استازی محترم محمد رحيم " عالمي" ، د لوگر سرې مياشتې څانګې رئيس محترم مولوي نصرت او لوګر سرې مياشتې یو شمیرکارکونکو، رضاکارانو او د رسنيو په شتون کې ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکيي خلکو له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه ، يوه بسته خوراکي توکي، یوه بسته ژمنۍ البسه شامل دي وویشل شوه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي سويل لويديځ زون رئيس ښاغلی ناصري مرستو د وېش پر مهال د ترکېې هیواد خلکو له مرستو او بشر پاله احساس څخه مننه وکړه او د یاد هیواد له استازو څخه یی و غوښتل چې دا مرستې لا زیاتې او ګړندۍ کړي تر څو پدې سختو شرایطو کې د بیوزله هیواد والو لاسنیوی وشي.

08/03/2022

په افغانستان کې ملګري ملتونه – مطبوعاتي اعلامیه
د ښځو نړیواله ورځ ۲۰۲۲
……..
په افغانستان کې ملګري ملتونه د سختو بحرانونو په منځ کې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي
کابل، د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۸ مه

په افغانستان کې ملګري ملتونه د ښځو پر نړیواله ورځ، د افغان میرمنو او نجونو تر څنګ ولاړ دي، ځکه چې دوی په زړورتیا او استقامت سره د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض په ګډون له ډیرو بحرانونو د عواقبو سره مخامخ دي.

پر وچکالۍ او اقتصاد رکود سربیره، چې په میلیونونو افغانان یې په پور او بشردوستانه اړتیا کې ډوب کړي دي په افغانستان کې ښځې په غیر متناسب ډول د جګړو د میراث له امله اغیزمنې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل، "هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو، د ناورین بحراني کچه ده. هریو په دې هیواد کې له اوسني بحران څخه اغیزمن شوی، خو د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی، ځکه چې د دوی حقونه او فرصتونو ته د دوی لاسرسي په زیاتیدونکي توګه ننګول شوی دی."

د عامه ژوند په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو بشپړاو مساوي ګډون د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دی. په ازاده توګه ښځې له ګرځیدو را ګرځیدو، کار، په عامه ژوند کې له ګډون او زده کړو محرومول، په لویه کچه د هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل، " افغان ښځو له موږ سره په خبرو کې، دنجونو د زده کړو پراهمیت، همدارنګه د لوړو زده کړو او د کار موندلو لپاره د راتلونکو فرصتونو پراړتیا خبرې کړي دي. د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو لپاره د برابر فرصت د ودې لپاره د ډیر څه د ترسره کولو اړتیا ده. "

افغان ښځې د افغانستان لپاره یو لیدلوری لري او باید د هیواد د راتلونکي په جوړولو کې ورته فرصت ورکړل شي. په افغانستان کې ملګري ملتونه دافغان ښځو او نجونو د حقونو ساتنې او ودې ته ژمن دي. موږ لاهم په دې باور یو چې د هیواد په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د ښځو له فعالې ونډې او ګډون پرته دایمي سوله، بهبودی یا ثبات ناشونی دی.
* * *
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې پته اړیکه ونیسئ:
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: [email protected]
یوناما: [email protected]

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو!نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمر...
08/03/2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو!

نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب(حوت) د میاشتې پر ۱۵مه نېټه د سوري زړه ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د پاکستان د الخدمت بنسټ ترمنځ د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د الخدمت بنسټ د رییس ښاغلي پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو د رییس ښاغلي غلام حبیب حسام، د روغتیایي خدمتونو رییس ښاغلي ډاکټر سلیم بهرمند او د پاکستان هېواد د الخدمت بنسټ د استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د تفاهم لیک د لاسلیک پرمهال دالخدمت بنسټ له استازو مننه وکړه، چې په دې سختو ورځو کې چې د افغانستان وګړي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په ځانګړې توګه د سوري زړه ناروغ ماشومان، چې درملنه یې خورا لوړ لګښت ته اړتیا لري او د اړمنو کورنیو په وس کې نشته له موږ سره مرسته کوی.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس د الخدمت بنسټ رییس ته ډاډ ورکړ، چې سره میاشت به د سوري زړه ناروغو ماشومانو په ورپېژندلو کې له پوره دقت او شفافیت څخه کار واخلي او هغه ماشومان به معرفي کوي، چې واقعاً اړمن او بېوزله وي.
نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله له ۷۰۰۰ څخه ډېرو ناروغانو خپل نومونه په افغاني سره میاشت کې ثبت کړي او د انتظار شپې او و رځې سبا کوي، چې ستاسو دا غوره اقدام به د اړمنو او بېوزلو وګړو د مرستې سبب شي.
له بل لوري دالخدمت بنسټ رییس ښاغلي پروفیسور ډاکټر حفیظ الرحمن وویل د ناروغو ماشومانو شمېر ددې ښکارندویي کوي، چې په هرو ۱۰۰ تنه زېږېدل شویو ماشومانو له منځه یو تن د سوري زړه په ناغۍ اخته تولد کېږي، چې ډېری یې د بېوزلۍ او غریبۍ له امله روغتیایي مراقبت ته له نه لاسرسي سره مخ دي، موږ په دې برخه کې د افغاني سرې میاشنې ټولنې سره همکار یو.

سلام‌وطندار با افراد مداخله‌‌گر بیرونی و غیرمسئول جدی مبارزه می‌کند مؤسسۀ رسانه‌یی سلام ‌افغانستان (شبکۀ رادیویی سلام‌وط...
25/12/2021

سلام‌وطندار با افراد مداخله‌‌گر بیرونی و غیرمسئول جدی مبارزه می‌کند

مؤسسۀ رسانه‌یی سلام ‌افغانستان (شبکۀ رادیویی سلام‌وطندار) با جواز نمبر «۳۴۶۳» از وزارت اقتصاد و جواز نمبر «۰۲۱۳» از وزارت اطلاعات و فرهنگ، به‌عنوان رسانۀ سرتاسری، غیرسیاسی، بی‌طرف و مدافع ارزش‏‌های مردمی، در چوکات مؤسسه در راستای اطلاع‌رسانی شفاف، به موقع و بی‌طرف، با رادیوی ملی و «۱۰۲» رادیوی محلی، فعالیت می‏‌کند.

امور تشکیلاتی و اجرایی مؤسسۀ رسانه‌یی سلام‌افغانستان طبق قوانین نافذۀ کشور و پالیسی و اساس‌نامه مؤسسه از سوی مجمع عمومی و هیأت مدیرۀ مؤسسه، رهبری می‏‌شود، از نظر شرعیت و قانون هیچ نهاد دولتی و خصوصی حق دخالت در امور این مؤسسه را ندارد.

متأسفانه در این اواخر چهار کارمند عادی و قراردادی مؤسسۀ سلام ‌افغانستان، خلاف همه معیارهای قانونی و رسانه‌‏یی و در تبانی با چند فرد ماجراجو از بیرون مؤسسه، با طرح‌ریزی یک توطئه، دخیل‌ساختن پای افراد غیرمسئول و غیروابسته به داخل مؤسسه و ایجاد ترس و وحشت و با فریب‌دادن اذهان تعدادی می‌خواستند ریاست و رهبری مؤسسه را تصاحب کنند. این افراد ماجراجو با تبانی افراد مغرض و مدسس بیرونی با پخش اتهام‌های بی‌اساس و دروغین در فیس‌بوک و پخش اطلاعات کاذب علیه مؤسسه و گستاخی‌ها در برابر رهبری مؤسسه و گروگان‌گیری وسایل دفتر مبادرت ورزیدند.

چنان‌چه در تاریخ پنجم میزان سال روان خورشیدی شخصی به‌نام مالک صافی، آن‌زمان از نشانی/آدرس استخبارات امارت اسلامی صریحاً خواستار غیرمشروع و تغییرات در تشکیلات مؤسسه شده و خواهان دوباره گزینش یکی از افراد اخراج‌شده از مؤسسه شد که بعد موضوع از طریق وب‌سایت سلام‌وطندار پخش شد و نهادهای ذیربط نیز در جریان قرار داده شدند. همین‌گونه شخص دیگری به‌نام مشعل افغان در ۳۰ عقرب امسال نیز از نشانی استخبارات و غیرمرتبط وارد مؤسسه شد و خواستار به ریاست‌رسیدن یکی از همین مخلین/اخلال‌گران و توطئه‌گران گردید که جریان نیز به تمامی نهادهای قانونی متحدالمال شریک و بعد از سوی مراجع وابسته با اتخاذ اقدامات قانونی جلوی اغراض شخصی و مداخله‎‌های بی‌جا، خودسر و غیرقانونی موصوفین گرفته شد.

اما خوش‌بختانه رهبری مؤسسۀ رسانه‌یی سلام ‌افغانستان با خرد قانونی و شرعی در روشنایی اخلاق رسانه‏‌یی از طریق اداره‌های ذیربط و مراجع عدلی و قضایی، با موضوع برخورد کرده و جلوی دسیسه‌گران مذکور را از دخالت غیرشرعی در امور این رسانه مردمی قطع خواهد کرد و نیز مصمم است دخالت‌ها، پخش اطلاعات کاذب از طرف سوءاستفاده‌گران را از طریق مراجع رسمی تعقیب و مغرضین و دخالت‌‎گران را به نهادهای قضایی معرفی کند.

مؤسسۀ سلام‌ افغانستان یک‌بار دیگر تعهد خود را در امر مبارزه با تمام فسادها به‌شمول فساد اداری توسط چنین توطئه‌گران به همه اعلام کرده و هرگز در برابر توطئه خاموش نخواهد شد و تأمل و مدارا نخواهد کرد.

سلام‌وطندار به‌عنوان یکی از رسانه‌های معتبر و سراسری افغانستان مانند گذشته تعهد بر اطلاع‌رسانی دقیق، به موقع و بی‌طرفانه دارد و همانند گذشته به فعالیت‌های خود در زمینه‌های بازتاب صدای مردم، بی‌عدالتی‌ها، فساد و اطلاع‌رسانی به موقع از روی‌دادهای روز، ادامه می‌دهد.

پل علم ښاروالۍ په لومړي ځل زینو توکو ته رسمي نرخونه وټاکل. په لوګر ولایت کې، پل علم ښاروالۍ د اصنافو له اتحاديې سره په ه...
22/09/2021

پل علم ښاروالۍ په لومړي ځل زینو توکو ته رسمي نرخونه وټاکل.

په لوګر ولایت کې، پل علم ښاروالۍ د اصنافو له اتحاديې سره په همغږۍ ځينو اجناسو لپاره نوې نرخنامې جوړې او د یومیاشت لپاره يې پر کاروباريانو وويشلې.

د پل علم ښاروال رفیع الله احمدزي د وږي په ۳۱ مه زینت راډیو ته وویل، چې که څوک له ټاکل شوې نرخ پاڼې سرغړونه وکړي قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړي د دې ولایت د هغو اوسېدونکو د اندېښنو په ځواب کې، چې ګنې لاهم په ښار کې نرخونه ندي کنټرول شوي، وایي چې سر له سبا به یوې ځانګړې کمېټې ته دنده وسپاري ترڅو د نرخونو له کنټروله څارنه او ارزونه ترسره کړي.

احمدزي وویل، شکايت کوونکي کولی شي، چې په 0773244580 شمېره مسئولينو سره اړيکه ټینګه کړي.

د ا.ا.ا له لوري د لوګر ولایت لپاره د ګومارل شوي والي مولوي احمدعلي جان (احمد)، مرستیال والي مولوي محمد تائِب (حنیف) او ا...
22/08/2021

د ا.ا.ا له لوري د لوګر ولایت لپاره د ګومارل شوي والي مولوي احمدعلي جان (احمد)، مرستیال والي مولوي محمد تائِب (حنیف) او امنیه قوماندان مولوي ضیاء الحق (حامد) د پېژندنې مراسم په انځورونوکې.

روند برداشتن موانع سمنتی در شهر پل علم آغاز شد.شاروالی پل علم اعلام کرده‌است که روند برداشتن دیوارهای سمنتی از اطراف ادا...
22/08/2021

روند برداشتن موانع سمنتی در شهر پل علم آغاز شد.

شاروالی پل علم اعلام کرده‌است که روند برداشتن دیوارهای سمنتی از اطراف ادارات دولتی، سرک‌ها و کوچه‌ها در شهر پل علم ولایت لوگر آغاز شده‌است.

به گفته‌ی رفیع الله احمدزی شاروال پل علم، در روز نخست این روند، دیوارهای سمنتی پیشروی مقام ولایت، سرک جلب وجذب و در برخی نقاط دیگر این شهر موانع سمنتی که به شهروندان ممانعت و مزاحمت ایجاد کرده بود برداشته شد و می افزاید که این روند در نقاط مختلف شهر پل علم ادامه خواهد یافت.

د لوګر والي مولوي احمدعلي جان:د دې ولایت اړوند، د ملکي ادارو ټول دولتي مامورین مکلف دي، چې سر له سبا خپلو دندو ته حاضرشي...
22/08/2021

د لوګر والي مولوي احمدعلي جان:
د دې ولایت اړوند، د ملکي ادارو ټول دولتي مامورین مکلف دي، چې سر له سبا خپلو دندو ته حاضرشي او د پخوا په څېر دې؛ مراجعینو ته د خدمت مصدر وګرځي.

د ذبيح الله مجاهد د لومړنۍ خبري ناستې مهم ټکي: 1 ښار ته زموږ عاجل راتګ د ګواښونو مخنوي په موخه وو.2 اسلامي امارت ټولو جه...
17/08/2021

د ذبيح الله مجاهد د لومړنۍ خبري ناستې مهم ټکي:

1 ښار ته زموږ عاجل راتګ د ګواښونو مخنوي په موخه وو.
2 اسلامي امارت ټولو جهتونو ته عفوه کړې حتی که له بهرنيانو سره چا کار کړی وي.
3 د اسلام په چوکاټ ټولې ښځې له خپلو حقونو خوندي دي او ټول دې خپلو کارونو ته راشي.
4 د ملي درې رنګه بيرغ د شتون يا نه شتون له سياسي جوړجاړي وروسته مالوميږي.
5 هيچ چاته اجازه نشته چې د چا کور وپلټي.
6 ژر به ښار له نظامي حالته عادي حالت ته راواوړي.
7 هيچ چاته اجازه نشته چې يو ميل سلاح يا پوځي وسايل هم له افغانستانه وباسي.
8 ډير ژر به يو ټول شموله اسلامي نظام جوړشي.
9 رسنۍ کاملا خپلواکې دي خو بايد بې پرې او د اسلام په خلاف نه وي.
10 موږ د مخدره توکو پر خلاف د نړيوالو په مرسته مبارزه کوو.
11 ټولو سفارتونو ته د ډاډمن امنيت ډاډ ورکوو.
12 هيڅوک دې له هيواده د تېښتې هڅه نه کوي موږ ټولو کادرنو ته اړتيا لرو.
13 هيچاته اجازه نه ورکوو چې له افغانستانه ترهګري فعاليتونه وکړي.
14 موږ ټولو رهبرانو ته وخت ورکوو چې د نظام په جوړولو کې موږ سره مرسته وکړي.
15 موږ له نړيوالو سره ښې ډيپلوماتيکې اړيکې غواړو.

امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړامرالله صالح په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د ا...
17/08/2021

امرالله صالح ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ

امرالله صالح په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د څرګند حکم له مخې د جمهور رییس د نه شتون، تېښتې یا مړینې په صورت کې د ولسمشر لومړی مرستیال به سرپرست ولسمشر وي.
صالح لیکلي:
" زه په هیواد کې یم او په قانوني ډول د دې څوکۍ سرپرست ګڼل کېږم."
هغه زیاته کړې، د دې موقف د پیاوړي کولو لپاره د هیواد له مشرانو سره په مشورو بوخت دی.

17/08/2021

د طالبانو د وياند، ذبیح الله مجاهد خبري کنفرانس څو شېبې وروسته د حکومت د رسنيو په مرکز کې پيليږي.دا لومړی ځل دی، چې نومو...
17/08/2021

د طالبانو د وياند، ذبیح الله مجاهد خبري کنفرانس څو شېبې وروسته د حکومت د رسنيو په مرکز کې پيليږي.
دا لومړی ځل دی، چې نوموړی په پرده راځي او انځور يې خپرېږي.

17/08/2021


هیوادوالو، په ځانګړې توګه د کابل ولسونوته، د دوی د خوندیتوب په اړه، د ا.ا.ا د لوګر ولایت د والي او اوسمهال، په مؤقت ډول د کورنیو چارو وزارت د حفاظت د مسوول حاجي احمد علي جان پیغام!

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درول کولی شي افغانان له وژنې او...
08/08/2021

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!

هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درول کولی شي افغانان له وژنې او ټپي کیدو وژغوري" ، چې د یوناما دفتر په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې وه، اوریدلې وي.

د افغانانو غمیزه د اوږد مهال راهیسې دوام لري، د تاوتریخوالي او د وژنو لپاره نور هیڅ ډول توجیه نشته. موږ له ټولو خواوو غواړو چې جګړه ودروي او د خبرو میز ته راستانه شي. د خبرو نهایي موخه باید د ټوپک غږ د تل لپاره غلي کول او د ټولو افغانانو هوساینه د سولې د خبرو مرکزي ټکی وي. افغانان د هېواد او خلکو په وړاندې مسؤلیت لري چې په سملاسي توګه د تاوتریخوالي مخه ونیسي. دغه ډول دوی حق لري چې د جګړې د پای غوښتنه وکړي.

د خپرونې بل ویناوال د لوګر د ځوانانو او محصلینو د ټولنې مشر نورالله ستانکزي وویل، د جګړې درول تر ټولو حیاتي مسله ده، ځکه جګړې له مونږ هر څه اخیستي، ځوانان مو وژني، میرمنې مو کونډوي او ماشومان مو یتیمان کوي، پخپلو پښو دریدو ته مو نه پریږدي، ټولې نړۍ ته یې محتاج کړي یو.

" د چا لپاره جګړه کوئ! د خدای په پار، په دې لنډه موده کې څومره بېګناه کسان شهیدان شول، کورونه او عامه شتمني ویجاړه شوه او اقتصادي بنسټونه مو له منځه ولاړل. د جګړې ډیری زیان عام ولس ته دی، دوی باید را ولاړ شي او د جګړې دریدو غوښتنه وکړي."

ښاغلي ستانکزي وویل، زه په جګړه کې پیدا شوی یم، جګړه کې لوی شوم او په جګړه کې به مړ کېږم، که جګړه ونه دریږي او نسل مو بې تعلیمه پاتې شي، دا هېواد به آخر د چا لاسو ته لویږي، د راتلونکي نسل برخلیک به څه ډول وي. ټول افغانان حق لري او دایې مسؤلیت هم دی چې په یوه خوله د جګړې دریدو غوښتنه وکړي.

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درول کولی شي افغانان له وژنې او...
07/08/2021

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!

هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درول کولی شي افغانان له وژنې او ټپي کیدو څخه وژغوري"، چې د یوناما دفتر په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې وه، اوریدلې وي.

د افغانانو غمیزه د اوږد مهال راهیسې دوام لري، د تاوتریخوالي او د وژنو لپاره نور هیڅ ډول توجیه نشته. موږ له ټولو خواوو غواړو چې جګړه ودروي او د خبرو میز ته راستانه شي. د خبرو نهایي موخه باید د ټوپک غږ د تل لپاره غلي کول او د ټولو افغانانو هوساینه وي. افغانان د هېواد او خلکو په وړاندې مسؤلیت لري چې په سملاسي توګه د تاوتریخوالي مخه ونیسي. دغه ډول دوی حق لري چې د جګړې د پای غوښتنه وکړي.

د خپرونې یو تن ګډونوالې او د لوګر ولایت د ښځو چارو رییسې شیما زرګر وویل، په جګړه ښکیل اړخونه باید د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي، وسله کېږدي، سوله ییز ژوند پیل او د یوه هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړی.

"که څه هم څو ورځې وړاندې تالبانو د لوګر نجونو ته اجازه ورکړه چې له شپږم څخه دولسم ټولګي پورې نجونه کولی شي، خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو بیا هم د جګړې له امله ډیری کورنۍ نه حاضریږي خپلې لوڼه ښوونځیو ته ولیږي."

د اغلې زرګر په وینا، هره کورنۍ کې باید ځوانان په دې وپوهول شي چې جګړې له ورانۍ او وژنو پرته مونږ ته څه راکړل، دویم قدم کې مونږ باید په ټولنه کې د بیلابیلو پلټ فارمونو – د غم او ښادۍ په موقع په غونډو او ناستو کې د جګړې پر ضد خبرې وکړو او د سولې لپاره ذهنیت سازي وکړو، ځوانان زده کړو ته وهڅوو او د ټولنې او هېواد په وړاندې ددوی اصلي مسؤلیت ور په ګوته کړو.

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درونه کولی شي افغانان له وژنې ا...
04/08/2021

د زینت راډیو درنو اوریدونکو او دفیسبوک پاڼې لوستونکو!

هیله ده زمونږ خپرونه " یواځې د جګړې درونه کولی شي افغانان له وژنې او ټپي کیدو وژغوري" ، چې د یوناما دفتر په مالي او تخنیکي مرسته جوړه شوې وه، اوریدلې وي.

د افغانانو غمیزه د اوږد مهال راهیسې دوام لري، د تاوتریخوالي او د وژنو لپاره نور هیڅ ډول توجیه نشته. موږ له ټولو خواوو غواړو چې جګړه ودروي او د خبرو میز ته راستانه شي. د خبرو نهایي موخه باید د ټوپک غږ د تل لپاره غلي کول او د ټولو افغانانو هوساینه د سولې د خبرو مرکزي ټکی وي. افغانان د هېواد او خلکو په وړاندې مسؤلیت لري چې په سملاسي توګه د تاوتریخوالي مخه ونیسي. دغه ډول دوی حق لري چې د جګړې د پای غوښتنه وکړي

خپرونه کې د ټولنیزو او اقتصادي چارو کارپوه ګلتار پردیس وویل، جګړې زمونږ ټولنې ته نه جبرانیدونکي مادي او معنوي زیانونه اړولي دي.

"د جګړې له امله زمونږ د هېواد د اقتصاد ستنې له منځه تللي دي، ښوونه او روزنه په اساسي توګه متضرره شوې، کرنه او سوداګري له بیلابیلو ستونزو سره مخ ده، او تر ټولو زیات جګړې زمونږ خلک په رواني ناروغي اخته کړي او په فزیکي لحاظ یې معیوبه کړي دي."

د ښاغلي پردیس په وینا، مونږ کیدای شي بیلابیل فکرونه او باورونه لرو، خو باید د یو بل نظر ته احترام ولرو، یو بل وزغمو او یو سوله ییز ژوند وکړو.

ددې خپرونې تکرار به نن چهارشنبه ماښام د شپې ۸ بجې له زینت راډیو څخه خپور شي.

د زینت راډیو د فیسبوک پاڼې درنو لوستونکو!زینت راډیو په پام کې لري چې د یوناما سیمه ییز دفتر په همکارۍ "یواځې د جګړې پای ...
01/08/2021

د زینت راډیو د فیسبوک پاڼې درنو لوستونکو!

زینت راډیو په پام کې لري چې د یوناما سیمه ییز دفتر په همکارۍ "یواځې د جګړې پای کولی شي مونږ، زمونږ ماشومان او کورنۍ د وژل کیدو او ټپي کیدو څخه وژغوري"په موضوع راډیوي خپرونه جوړه کړي.

په دې خپرونه کې به دیني عالمانو، د بشري حقونو مدافعینو، حقوق پوهانو او میرمنو سره بحث او لاندې پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.

زه او ته په انفرادي او ډله ییزه توګه د تاوتریخوالي په کمولو کې څه کولی شو چې جګړه مارو خواو ته قناعت ورکړو ترڅو جګړه ودروي؟

کولی شئ یو مثال ووایاست چې ستاسې سیمه کې ځوانانو د اوربند په رامینځته کولو کې رول لوبولی وي؟
دا خپرونه به همدا اونۍ د سه شنبې په ورځ د جولای په ۳مه، د ماسپښین ۲ بجې خپره شي او تکرار به یې بل سبا د چهارشنبې په ورځ ماښام ۸ بجې د زینت راډیو له لارې خپره شي.

تاسې کولی شئ، د موضوع په اړه خپل نظرونه، پوښتنې او تبصرې مونږ سره د زینت راډیو فیس بک پانې او یا هم په دې شمېره: ۰۷۴۹۳۳۰۶۱۶ زمونږ سره شریک کړئ.

29/07/2021

لوګر کې د بیرغ ملي ورځې نمانځلو مراسم ترسره شول
🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫 🇦🇫🇦🇫
دغه مراسم د لوګر ولایت مقام، پل علم ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ جوړ شوي ؤ.
د بیرغ ملي ورځې، د نمانځلو په یوه برخه کې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم وینا وکړه، نور په ویډیو کې⬇️

یوناما: شپږو میاشتو کې ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي چې د روان ...
28/07/2021

یوناما: شپږو میاشتو کې ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷سلنه زیاته شوې ده.

یوناما د ملکي مرګ ‌ژوبلې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ د جنوري له پیل څخه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ ملکیان په افغانستان کې د جګړو، هوايي بریدونو او چاودنو له امله وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ۳۹سلنه ملکيانو د مرګ ‌ژوبلې مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د ۲۳سلنه ملکيانو په مرګ‌ ژوبله کې مسول دي.

یوناما دغه راز ویلي چې د دغې مرګ ‌ژوبلې ۱۶سلنه عاملین د حکومت ضد نور وسله‌ وال دي او ۱۱سلنه ملکیانو ته په متقابلو نښتو کې مرګ ‌ژوبله اوښتې. دغې ادارې د ملکي مرګ ‌ژوبلې ۹سلنه د داعش د خراسان ډلې او دوه سلنه یې د حکومت پلوه وسله ‌والو ډلو ته منسوب کړي دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر ویلي: "د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د ریکارډ کچې ته رسیدلي دي. له مې وروسته چې نړیوالو نظامي ځواکونو وتل پیل کړل او د طالبانو په بریدنو سره جګړو زور واخیست، د کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په شمیر کې یوناما چټک زیاتوالی ثبت کړ".

فریزر د جګړو له امله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، کله چې جګړه ډیر نفوس لرونکو سیمو او ښارونو ته نږدې کیږي ورسره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو په تړاو اندېښنې هم زیاتېږي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې په وینا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ښځې او ماشومان د ملکي مرګ‌ژوبلې نږدې نیمايي برخه جوړوي: "د ځمکنیو جګړو پر مهال د دوی مرګ‌ژوبله بیخي ډیره وه، په ځانګړي ډول کله چې ډیرو په خپلو کورونو کې د پټیدو فکر کړی د هاوانونو او توپونود مرمیو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي، دوی د ځمکنیو نښتو پرمهال د ملکي مرګ‌ژوبلې دوه پر درېیمه برخه جوړوي".

د حکومت او طالبانو غبرګون:
د افغانستان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په تړاو د یوناما راپور رد کړ.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري خبریالانو ته ویلي: "موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې لومړنی فکتور چې په پام کې نیسو د ملکیانو د مرګ‌ژوبلی مخنیوی دی".

د هغه په وینا ځواکونو د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې او د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي لپاره په یو شمیر سیمو کې خپل یرغلیز او دفاعي عملیات په ورو مخ ته وړي دي.
د طالبانو ډلې هم د یوناما راپور "یو لوریز او له حقیقت څخه لرې" بللی دی.

د دغې ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د طالبانو جنګیالیو په هېڅ ځای کې په قصدي ډول ملکیان نه دي په نښه کړي.

یوناما همداشان ویلي چې په دې موده کې څه باندې ۲۰۰زره افغانان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې ټولې خواوې باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا زیات اقدامات ترسره کړي، د "بشري حقونو او د خلکو عزت ته درناوی وکړي" او له هغو کسانو سره چې سرغړونې کوي حساب وکړي.
د زینت راډیو خبري څانګه ـ لوګر

همدا شېبه لوګر کې د ښاروالۍ له لوري د بيرغ ملي ورځې د نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی.
27/07/2021

همدا شېبه لوګر کې د ښاروالۍ له لوري د بيرغ ملي ورځې د نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی.

د زینت راډیو د فیسبوک پاڼې درنو لوستونکو!زینت راډیو په پام کې لري چې د یوناما سیمه ییز دفتر په همکارۍ "یواځې د جګړې پای ...
27/07/2021

د زینت راډیو د فیسبوک پاڼې درنو لوستونکو!

زینت راډیو په پام کې لري چې د یوناما سیمه ییز دفتر په همکارۍ "یواځې د جګړې پای کولی شي مونږ، زمونږ ماشومان او کورنۍ د وژل کېدو او ټپي کیدو څخه وژغوري"په موضوع راډیویي خپرونه جوړه کړي.
په دې خپرونه کې به دیني عالمانو، د بشري حقونو مدافعینو، حقوق پوهانو او میرمنو سره بحث او لاندې پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.
زه او ته په انفرادي او ډله ییزه توګه د تاوتریخوالي په کمولو کې څه کولی شو چې جګړه مارو خواو ته قناعت ورکړو ترڅو جګړه ودروي؟.
کولی شئ یو مثال ووایاست چې ستاسې سیمه کې ځوانانو د اوربند په رامینځته کولو کې رول لوبولی وي؟
دا خپرونه به راتلونکې اونۍ د زینت راډیو له لارې خپره شي.
تاسې کولی شئ، د موضوع په اړه خپل نظرونه، پوښتنې او تبصرې مونږ سره د زینت راډیو فیسبوک پاڼې او یا هم په دې شمېره: ۰۷۴۹۳۳۰۶۱۶ زمونږ سره شریک کړئ.

26/07/2021

امنیتي مسوولین: د لوګر په بابوس کې د طالبانو پر قرارګاه هوایي برید شوی.

د لوګر ځایي چارواکي او په سویل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول ار دو مسوولین وایي چې افغان هوایي ځواکونو د مرکز اړوند په بابوس سیمه کې د طالب وسله والو پر قرارګاه دوه بریدونه ترسره کړي، چې په وینا یې یادې ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند ویلي، چې یاد هوایي برید نن له غرمې مخکې په بابوس سیمه کې ترسره شوی او زیاتوي چې، د ۲ طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپيان شوي دي.

چارواکو همدا راز ادعاء کړې چې په دغو هوایي بریدونو کې ۹ عرادې موټرسایکلونه او په ډېره پیمانه وسلې او او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم؛ لوګر کې امنیتي چارواکو د برکي برک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د افغان هوایي ځواک له لوري د هوایي برید او له امله یې د څلورو وسله والو د وژل کېدو ادعاء کړې وه. وسله والو طالبانو تراوسه د یادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي، چې دامهال د لوګر د څلورو ولسوالیو – څرخ، برکي برک، خروار او ازرې کنټرول د طالب وسله والو په لاس کې دي او د پاتې دوه ولسوالیو ؛ محمدآغې او خوښۍ مرکزونه د دولت تر ولکې لاندې دي.

لوګر د هیواد پلازمېنې کابل ته نږدې پروت ولایت دی او له تېر لوی اختره وړاندې د سختو جګړو او امنیتي پېښو شاهد ؤ، چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسله والو نښتو له امله د مرکز پل علم اړوند؛ وزیرکلا او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي هم اړ شوي، ترڅو خپلې اصلي مېنې پرېږدي او نسبتاً امنو سیمو ته مخه کړي، چې د معلوماتو له مخې یادې کورنۍ دامهال له سختو اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو سرټکوي او ژوند یې تریخ شوی دی.

د زینت راډيو خبري څانګه ــ پل علم.
دوشنبه، د زمري ۴مه ۱۴۰۰.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zinat Radio - زینت راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share