Afnan Khan

Afnan Khan ‎امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي ۔
‎امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ
(1)

‏لالټین د خپلواکۍ نښهلالټین د روښانه سباؤن نښهلالټین د پښتون قام د خپل اختیار نښهلالټین د امن خوښو نښه لالټین د شعور نښه...
19/10/2023

‏لالټین د خپلواکۍ نښه
لالټین د روښانه سباؤن نښه
لالټین د پښتون قام د خپل اختیار نښه
لالټین د امن خوښو نښه
لالټین د شعور نښه
لالټین د خدمت نښه
ووټ مي دہ پرمختڰ
ووټ مي دہ باچا خان دہ عدم تشدد دہ نظرئے
ووټ مي دہ لالٹین



15/10/2023

زه،مجیب زلمی او عابد ملنګ💫🫀🥀
ما د ګران استاذ محترم امجد شهزاد صیب شعرونه وئیلې دې

ټول واورئ او ملګرو سره یې شریک کړئ
مننه❤️


14/10/2023

د راشد خان راشد او مجیب زلمې په غږ ټپی واورئ🦋💫🥀

11/10/2023
26/07/2023

مسلمانانو په يو قرآن مو د سويډن جهنډا سوزلې وه دلته خو ټول جماعت په بم والوتو درجن قرانونه پکې اوسوزيدل چرته جهنډې سوزولو ته مو خيال نشي دغه ګستاخۍ نه مو خداي پاک اوساته جماعت خير دې

چې دستار تړي هزار دي .د دستار سړي پۀ شمار دي‌ .هغې د شمار کسانو کې یو Izhar Khan لالا هم دې.لالا یو ډېر وژنري قامي درد ل...
13/07/2023

چې دستار تړي هزار دي .
د دستار سړي پۀ شمار دي‌ .

هغې د شمار کسانو کې یو Izhar Khan لالا هم دې.
لالا یو ډېر وژنري قامي درد لرونکې پوهه او لا انرژې ډک انسان دې .
د ملاکنډ د ځوانانو سرلښکر دې .

د عوامي نېشنل ګوند له طرفه د ملاکنډ pk 21 ټاکلې شوې امیدوار دې .
لالا د خپلې خلقې د‌ مسائلو نه هم خبر دې او د حل لارې ئې ورته هم معلومي دي.

زۀ پوره باور مند‌ یم کو لالا سره موږ مرسته اوکړه او کامیاب مو کو نو راتلونکې وخت کې به لالا د ټول پښتون قام نمائنده پۀ طور پیژندل شي .
څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما ئې پۀ سر کې‌ سرې غوټۍ لیدلې دینه

26/04/2023
10/04/2023

‎شاعر: پیر ممتاز اورکزې
ویناوال: افنان احمد

د ستا په شان یو نیم صنم یو نیم سړي سره وې
‎دا د آذر د لاسو دم یو نیم سړي سره وي

‎کوچنی مشین که د لېکلو وي هر څوک یې لري
‎که بیا قلم وي نو قلم یو نیم سړي سره وي

‎زما که تلۀ راتلۀ هر چا سره وي جار دې شمه
‎زما ښادي او زما غم یو نیم سړي سره وي

‎نزاکتونه هم باید نزاکتونه اوسي
‎پکار خو ده چې دغه برم یو نیم سړي سره وي

‎تور څادر، تورې جامې،تورې څپلۍ،توره ګوتمه
‎دا زوړ انداز خو د ماتم یو نیم سړي سره وي

‎دومره مخونه ځاییول څه ګپ خو نه دی یاره
‎بیا هم کېدی شي چې البم یو نیم سړي سره وی

‎لالی پوهیږي نه ممتازه ګرموې یې ولې؟
‎سترګو نه ډېر لرې دا نم یو نیم سړي سره وي

09/04/2023

هلته ملٌا اللهُ اکبر چغه کړه
په خپلو اوښکو ما روژه ماته کړه

شاعر: پروفیسر بخت زاده دانش صیب
ویناوال: افنان احمد

ملګرو ویډیو خوامخواه وګورئ .
پیج فالو کئ او د نورو ملګرو سره یی شریک کئ
مننه🌸

09/04/2023

زما صابره ځه دې پیژنمه🌸❤️

شاعر: صاحب شاه صابر
ویناوال: افنان احمد

09/04/2023

تا ته دې زما په سترګو وګورې خبر به شې🌸😍

06/04/2023

پوي دې په مینه د الف نه تر والناس شومه🌸
شاعر: مجیب زلمي
ویناوال: افنان احمد

05/04/2023

د بل چا کار ندي منظور پکار دي🌸
شاعر: امام منظر صیب
غږ: افنان احمد
Imam Manzar Poetry

04/04/2023

لکه د شپږو خویندو چې لس کاله پس رور پیدا شې❤️🌸
اشعار: بریال باچا
ویناوال:افنان احمد

31/03/2023

قدرمند پرنسپل صیب🌸❤️

31/03/2023

تا سري سترګې له کومې میکدي راوړې دې
ساقي شونډو دې نورې ذائقي راوړې دې

کنړو له مې د سوز ډکې نغمي راوړې دې
ړندو له مو صیقلې آئیني راوړې دې

ته هره ورځ ما وژني زه بیا هره ورځ ژوندي شم
تا خپلې او ما خپلې تجربي راوړې دې

د شپي توره تیاره کښې دوئي هم دا سړي وژلي
او نن يی ورله قبر له څیري راوړې دې

بابا مې وي له جنګه زوراورې دې خبرې
مونږ دا ځلې ټوپکې نه، نعري راوړې دې

اي راشه احتجاج دي مئخانه کښې د رٍندانو
له کوره هر یو ډکې پیماني راوړې دې

امجده یوه شوښه مې راغلې ده قربت له
د ځان سره یی غیږ کښې فاصلي راوړې دې
امجد شهزاد

شاعر: امجد شهزاد
ویناوال: افنان احمد

ملګرو دا زما د فیسبوک پانړه ده
لائک یی کئ
مننه

Address

Thana

23000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afnan Khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afnan Khan:

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share