شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv

  • Home
  • شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv

شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv, TV Channel, .

28/06/2022

‏له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې،
نن سهار د چین هېواد دوه الوتکې مرستې کابل ته راورسیدې، چې د ۸ میلیونو ډالرو معادل کمپلې، البسه او نور اړین توکي پکې شامل دي.
د افغان حکومت مسـؤلینو په افغانستان کې د چین سفیر
له دغه سخاوتمندانه کمک څخه مننه وکړه.

26/06/2022

نظـام الدین قیصاري هم هېواد ته راستون شو.

په فاریاب کې د پاڅون کونکو پخوانی قمندان، او د جنبش ګوند لوړ پوړی غړی نظـام الدین قیصاري هېواد ته راستون شو.

23/06/2022

‏له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې
د پاکستان هېواد څخه هم، ۸ لارۍ غذایي مواد او نور اړین توکي د ځمکې له لارې پکتیکا ته را ورسیدل.

23/06/2022

‏د ارتباط کميسیون په هڅو د تير نظام د ماليې وزير هدايت امين ارسلا هيواد ته راستون شو.

نوموړی په تير وخت کې د رئیس جمهور مرستيال او بیا ارشد سلاکار پاته شوی.
له تماس کميسيون سره ګڼ شمير نورو شخصیتونو ارتباط نيولی ژر به هيواد ته را ستانه شي.

22/06/2022

‏د ګڼو نورو ولایتونو په څېر په میدان وردګ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ له ګودام څخه د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته مرسته په لاره ده.

22/06/2022

‏خوست او پکتیکا ولایتونو سره مرسته.
د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې لۀ ګودامو 15 موټرو کې 4000 کمپلې، 800 خیمې، 4000 ترپالونه، 800 د پخلنځي د لوښو بستې، درمل، د اوبو سلګونه بوشکې او ګڼ نور توکي یادو زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي.

19/06/2022
19/06/2022

‏دحج او اوقافو د وزیر په حکم، هغه دوه تنه افغانان
چې حج ته پر بایسکله روان وه,
په طیاره کې مکې مکرمې ته دحج ادا کولو لپاره مفت ولېږل شول.

18/06/2022

‏له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون په هڅو،
د تير حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر
امیرزی سنګین هم نن هيواد ته راستون شو.

16/06/2022

‏له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون په هڅو،
د تير حکومت د امنيت شورا مرستيال عبدالحکيم نورزی هم نن هيواد ته راستون شو.

15/06/2022

پاکستان او ایران په افغانستان کې ثبات د سیمې لپاره مهم بللی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه ایران ته سفر کړی دی،
او هلته یې له خپل ایراني سیال سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي. ایراني لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي،
او تمه لري چې دلته دایمي ثبات تامین شي.
پاکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي او په خبره یې نوي حکومت ته په کار ده چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي،
او تر څنګ یې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان بشري محاصره پای ته ورسوي، شتمني یې ازاده کړي او له دغه هېواد سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

15/06/2022

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایې:
ښايي د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړو

روسیه وايي ښايي د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، ددې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
هغه زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دي او په خبره یې د رسمیت په مسئله کې مسکو د واشنګټن لار نه تعقیبوي.
کابلوف همدا راز وایي ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره شي،
او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشي. دغه روسي ديپلومات دغه راز ویلي چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شي او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشي.

13/06/2022

د افغان کدرونو د بېرته راتګ لړۍ لا هم چټکه روانه ده.

‏د تماس کميسيون په هڅو د حج او اوقاف پخوانی وزير محمد صديق چکري هم نن له بهر څخه بېرته هيواد ته راستون شو.
نوموړي رسنيو ته وويل هيواد ته په راتګ سره داسي د خوشحالي احساس کوم لکه ټوله دنيا چي ماته راکړل شوې وي. نوموړي د حکومت له لوري د تود هرکلي کولو مننه وکړه.

13/06/2022

د تېر نظــام ملي پولیسو د کوپراتیف پخوانی رییس
جنرال محمد انور کوهستانی هېواد ته راستون شو.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون وايي، چې د دغه کمیسیون په هڅو د تېر نظــام کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو کوپراتیف پخوانی رییس تورن جنرال محمد انور کوهستانی هیواد ته راستون شو.

نموړي د حکومت له تاوده هرکلي ستاینه کړې ده.

12/06/2022

تازه:

پکتیکا کې هغه څلور غله له نهو مېلیونو او ۳۰۰ زرو پاکستانۍ کلدارو سره یوځای ونیول سول، چې پرون ناوخته یې د سرحوضې ولسوالۍ د پړاوو په سیمه کې له یو سوداګر څخه غلا کړې وې.

11/06/2022

عبدالله عبدالله نن شنبه بېرته هيواد ته راستون شو٠

یو شمېر کسان د نوموړي د ښه راغلاست لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي و.
عبدالله عبدالله تر کوچني اختر څو ورځې مخکې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره هند ته تللی و.

10/06/2022

سعودي عربستان له افغانانو سره د ۳۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د دې مرستې موخه د افغانستان په خلکو باندې د روان بحران په کمولو کې مرسته کول دي.

09/06/2022

هېواد ته د افغان شخصیتونو د راستنېدو د لړۍ دوام

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي، چې ددې کمېسیون د هڅو په پایله کې ګڼ افغان شخصیتونه او همداراز بهر کې مېشت افغان متخصصین بېرته خپله هېواد ته راستانه شوي دي.

هېواد ته د یو شمېر پخوانیو افغان شخصیتونو تر راتګ وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر له دغو شخصیتونو سره ولیدل او دوی ته یې هرکلی ووایه.

نوموړي په بهر کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ، چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي، ځکه په بهر کې يې قدر نه شته او په افغانستان کې امنیت او ثبات راغلی دی.

نوموړی وايي، د هېواد په ټولو زندانونو کې هېڅ سیاسي بندي نشته او افغان حکومت دې ته جدي پام کوي، څو هېچاته په دې نوم زیان ونه رسېږي، چې په تېر حکومت کې يې کار کړی دی.

08/06/2022

تازه

پاکستانۍ لویې لارۍ د افغانستان له خاورې بیرته دچارواکو لخوا ګروزل شوي، له نن وروسته هغه موټر چې دنورو هیوادو وي او د افغانستان اسناد، پیلټ ونلري دګرځیدو اجازه یی نشته
څه موده وړاندې دغه پاکستانۍ لارۍ تر کابله په ازاد ډول ګرځیدي خو له نن وروسته نور نشي کولای چې په افغانستان کې وګرځي.

08/06/2022
08/06/2022

تازه:

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په هڅو د تېر نـظام د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ هم له ترکیې څخه هیواد ته راستون شو .

07/06/2022

دفاع وزارت د هوایي ځواکونو د ۲ نورو الوتکو د ترمیم او بیا فعالولو خبر ورکړی دی،
او زیاته کړې یې ده چې د دغه وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اوونیو هڅو وروسته، دوه الوتکې بیا فعالې کړې دي.

07/06/2022

تازه:

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په هڅو د تېر نـظام د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب هم هېواد ته راستون شو.
هېواد ته د افغان شخصیتونو د راتګ لړۍ دوام لري.

07/06/2022

د اریانا - افغان هوايي شرکت مسولین وايي:
دمګړی ترکیې، دوبۍ، سعودي عربستان، مسکو، ایران، قطر او پاکستان ته پروازونه لري،
او ډېر ژر به هند، چین او کویټ ته هم پروازونه پیل کړي.

07/06/2022

د ارتباطي کمېسیون په مرسته به په نیږدې څو ورځو کې، د جمهوریت د پوهنې او پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ، هم خپل هېواد ته راستون شي.

06/06/2022

د شفق تلویزیون نوې پاڼه درسره خوښه کړئ!

06/06/2022

تازه

د اریانا هوایې شرکت یوه خرابه سوې الوتکه،
د خپل هیواد د انجنیرانو لخوا ترمیم، او نن به له یو لړ مراسمو ورسته پرواز ته امده شي.

د یادوني وړ ده چې یاده الوتکه یو ترکي شرکت په ۳ لکه ډالر جوړوله.

05/06/2022

‏له افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د فعالیت په لړ کې،
د تیر حکومت د پوځ ویاند دولت وزیري نن هیواد ته راستون شو، نوموړي خپل وطن ته په راتګ خوښي وښوده او په هغو کسانو یې ږغ وکړ چې د منفي تبلیغاتو له امله له هیواده وتلي، ترڅو وطن ته راشي او په ازاده او خوشحاله فضاء کې ژوند وکړي

02/06/2022

زموږ نوې پاڼه درسره خوښه کړئ!

02/06/2022

د تېر نظام د ترانسپورټ وزیر حسن مبارک عزیزي له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په هڅو نن هېواد ته راستون شو.
د افغان چارواکو له لوري د کابل هوايي ډګر کې له نوموړي تود هرکلی وشو.

‏⁧‏له متحـده عربـي اما را تو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول قرارداد لاسلیک شو.د هوایي ډګرونو سالم مدیر...
24/05/2022

‏⁧‏له متحـده عربـي اما را تو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول قرارداد لاسلیک شو.

د هوایي ډګرونو سالم مدیریت د یوه هیواد پر سیاست، اقتصاد، سیاحت، تعلیم، صحت او ورزش مثبتې اغیزې لري، عربـي متحـده اما را ت د هوایي ډګرونو د تخنیکي نظم او کنټرول په برخه کې اوږده مخینه، تجربه او مهارت لري چې د دوی له تجربو څخه په استفادې به زمونږ د هوایي ډګرونو حیثیت او اعتبار پر نړیوالو معیارونو او سټنډرډ برابر شي.

د پاسپورټ ریاست وایېبهر کې تازه چاپ شوي درې میلیونه پاسپورتونه به دوه اوونیو کې راورسيږي.یاد ریاست وايي، د رارسېدو سره س...
23/05/2022

د پاسپورټ ریاست وایې
بهر کې تازه چاپ شوي درې میلیونه پاسپورتونه به دوه اوونیو کې راورسيږي.
یاد ریاست وايي، د رارسېدو سره سم یې د وېش بهیر پېلوو.
دغه ټول پاسپورتونه پنځه کلن دي او لتوانیا هېواد کې چاپ شوي،
پیسې یې تحویل شوي، یوازې راوړل یې پاتې دي.

“د پاسپورټ ریاست وایې بهر کې تازه چاپ شوي درې میلیونه پاسپورتونه به دوه اوونیو کې راورسيږي. یاد ریاست وايي، د رارسېدو سره سم یې د وېش بهیر پېلوو. دغه ټول پاسپورتونه پ....

د مالیې وزارت وايي: تر راتلونکو دوو ورځو پورې به، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې پروسه پیل، او تر دې وروسته به د دو...
23/05/2022

د مالیې وزارت وايي:
تر راتلونکو دوو ورځو پورې به، د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې پروسه پیل، او تر دې وروسته به د دولتي کارکوونکو د هرې میاشتې معاش د هماغې میاشتې تر شلمې نېټې پورې ورکول کیږي.

23/05/2022

افغان حکومت وایې: که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شـفـق تلویـزیـون Shafaq Tv posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share