13/08/2021
لغمان ولایت کې ۱۸ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته!
لمړني جزیات...
۲۲– زمري – ۱۴۰۰
تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت باد پښت ولسوالۍ شوه او کرلي کڅ سیمو کې چې افغان هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله شپني عملیات ترسره کړي.
ځانګړو ځواکونو پدغه عملیاتو کې د طالبانو په پټن ځایونو د سپکو او درنو وسلو ګوزارونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۴ نور مرګوني ټپیان دي.
عملیاتو کې د طالب ترهګرو پټن ځایونه، وسلې او مهمات هم په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي دي.
ځانګړي ځواکونه هر وخت او په هر ډول حالاتو کې د ولس او افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د وسله والو پرضد جنګیږي او دا لړۍ به لا جاري وي.
عملیاتو کې ولسي خلکو او ځواکونو ته زیان ندی رسېدلی.