Farooq Noori

Farooq Noori FB Information Page
(4)

په کابل کې د برېښنا مېترو د جوړولو کارخونه جوړېږيد چارو ادارې لوی رياست د پانګونې آسانتيا رياست له نور شرکت سره د برېښنا...
25/10/2023

په کابل کې د برېښنا مېترو د جوړولو کارخونه جوړېږي
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې آسانتيا رياست له نور شرکت سره د برېښنا مېترو فابريکې جوړولو په اړه د‌ همغږۍ غونډه کړې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت به د موضوع اړوند مشخصاتو له مخې د جنس د کيفيت او قيمت په پام کې نيولو سره په شرایطو برابره توافقنامه جوړه کړي او په اړه به يې په راتلونکې غونډه کې بحث وشي او د وروستي تصميم لپاره به نهايي شي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په یو ساعت کې یو ټن پنبه تول...
14/10/2023

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه، چې په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوي.
د دې فابریکې مسوول ذبیح الله عادل وایي ، یاده فابریکه یې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې چې شاوخوا ۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

ټولو هېوادوالو ته دي مبارک وي💪د جبل السراج د سیمنټو جوړولو فابریکي قرارداد د قطر هېواد له یوۀ پانګوال سره لاسلیک شودا قر...
12/10/2023

ټولو هېوادوالو ته دي مبارک وي💪

د جبل السراج د سیمنټو جوړولو فابریکي قرارداد د قطر هېواد له یوۀ پانګوال سره لاسلیک شو
دا قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره دی او یاده فابریکه به هر کال ۳۰ میلیونه بوجۍ سیمنټ چې ۱۵ لکه ټنه کیږي تولیدوي او تر ټولو مهمه دا چې په دغه فابریکه کې به ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

تازه خبر!دخوست ښار په (۱۲) څلورو لارو کې به په نږدې ورځو کې ترافیکي منظم او نړیوال معیار ترافیکي اشارې نصب شيـــــــــــ...
08/10/2023

تازه خبر!
دخوست ښار په (۱۲) څلورو لارو کې به په نږدې ورځو کې ترافیکي منظم او نړیوال معیار ترافیکي اشارې نصب شي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوست میخانیکي انستیتوت څلور لاری
دیعقوبیو اډې مسجد څلور لاری
دبې سرحده روغتون څلور لاری
دمخابراتو ریاست څـلــــور لاری
دسپین جـــومات څلــــــور لاری
دسیټی سنټر هــوټل څلور لاري
دقوماندانۍ دجنوب شرق څلور لاری
دبلند منزلو څـــــــــــــلور لاری
ددوا خانو لین څـلـــــــور لاری
دمجـ.ـاهد څلــــــــــــــور لاری
دبابري ګل څلـــــــــــــور لاری
دخبریال څـــــــــــــــــلور لاری

مولوي حمیدالله یاسین دترافیکو مدیر

07/10/2023

هرات کې زلزلې څلور مکمل کلي وران کړي😥😥😥

ایران ته نیږدې فراه ولایت کې د بخش اباد بند عمومي تونل چې له دواړو خواوو پکې دوه شیفټه کار روان و وصل شو.د کانکریټ چارې ...
07/10/2023

ایران ته نیږدې فراه ولایت کې د بخش اباد بند عمومي تونل چې له دواړو خواوو پکې دوه شیفټه کار روان و وصل شو.
د کانکریټ چارې به هم ډېر ژر پیل شي.
د بخش آباد بند 27 میګاواټه برښنا تولید ته زمینه برابروي او له سلو زرو هکټارو ډېره ځمکه خړوبولی شي.

قوشتیپه! د افغانانو خوب! هیله! او راتلونکی!
07/10/2023

قوشتیپه!
د افغانانو خوب! هیله! او راتلونکی!

ښه خبر!د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې کار د شپږ نیم میلیون ډالرو په ارزښت ...
20/09/2023

ښه خبر!
د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې کار د شپږ نیم میلیون ډالرو په ارزښت پیل شو.

ننګرهار کې د ۲۰ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ سلاله سيمه کې فرضي کرښې ته نږدې د دفاع ...
18/09/2023

ننګرهار کې د ۲۰ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ سلاله سيمه کې فرضي کرښې ته نږدې د دفاع وزارت په مالي لګښت د شل کیلومتره سړک د جوړونې چارې پیل شوې، چې په جوړېدو سره به يې د يادې سيمې خلکو د تګ راتګ ستونزه حل شي.

چاه بهار بندرد ا.ا.ا ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران...
18/09/2023

چاه بهار بندر

د ا.ا.ا ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونهتېره میاشت کې یې هند او پاکستان ته د څه باندې ۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي...
18/09/2023

د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونه

تېره میاشت کې یې هند او پاکستان ته د څه باندې ۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي.
مسوولینو زیاته کړې چې سږ کال د کندهار انځرو حاصلات ۱۵۰ زره متریک ټُنه اټکل شوي دي.

تخار ولايت کې د اوبو لګولو پنځه پروژې پلي کيږيد تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو لګولو پنځ...
18/09/2023

تخار ولايت کې د اوبو لګولو پنځه پروژې پلي کيږي
د تخار ولايت په چاه آب ولسوالۍ کې د ۳۸۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو لګولو پنځو پروژو چارې پيل شوې.
یادې پروژې به د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د سېلابونو مخنيوي کې ګټورې تمامې شي.

افغانستان هره میاشت 80 زره متره مربع قالین صادروي.چې د تقریباً 1000 څلور اطاقه کورونو لپاره بسنه کوي.
18/09/2023

افغانستان هره میاشت 80 زره متره مربع قالین صادروي.
چې د تقریباً 1000 څلور اطاقه کورونو لپاره بسنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او ځينې نورو هېوادو...
18/09/2023

د صنعت او سوداګرۍ وزارت

د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او ځينې نورو هېوادونو ته د اته میلیونه ډالرو په ارز ښت جلغوزي صادر کړي دي.

یو ډېر عجیب خبر!د روسیې، چین، هند، برازیل او سوېلي آفریقې په مشارکت د رامنځته شوي BRICS لومړني ډیزاین شوي نوټونه چې د ام...
14/09/2023

یو ډېر عجیب خبر!

د روسیې، چین، هند، برازیل او سوېلي آفریقې په مشارکت د رامنځته شوي BRICS لومړني ډیزاین شوي نوټونه چې د امریکایي ډالر USD او اروپایي Euro پر وړاندې رامنځته شوې کرنسۍ ده، پدې کار سره یاد پنځه هېوادونه غواړي چې نړۍ په اقتصادي لحاظ له یو قطبي حالت څخه خلاصه کړي او هېوادونه د نړیوال بانک له ولکې وباسې څو د پیسو راکړه ورکړه او په نړیواله کچه لېږد را لېږد په برخه کې د امریکا لاسونه لنډ کړي.

د تعجب خبره خو داده چې د افغانستان اوسنۍ ادارې نوم د پیسو په منځ کې په پښتو ژبه لیکل شوی دی او د افغانستان دری رنګه ملي بیرغ هم پرې چاپ شوی دی.

🇦🇫

دا بانک نوټونه د نمونې په ډول د ځینو غړو هېوادونو له سفارتونو سره شریک شوي دي. که چېرې د غړو هېوادونو لخوا تائید شي نو بیا به یې د چاپ او چلښت وخت اعلان شي.
کاپي
درنښت

د چين او افغانستان ترمنځ سړک دا سړک چې 49 کيلومتره اوږدوالی لري د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ اړوند ګنبد خور له سيمې څخ...
14/09/2023

د چين او افغانستان ترمنځ سړک
دا سړک چې 49 کيلومتره اوږدوالی لري د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ اړوند ګنبد خور له سيمې څخه پيل او د يادې ولسوالۍ تر وروستي سرحده رسیږي چې تقريباً له چين هیواد سره نښلي.
دا دغه سړک د جوړونې هوکړه ليک د ۳۶۹ ميليونه افغانيو په ارزښت لاسليک شوو چې هدف يې افغانستان به له چين سره نښلوي
دغه سړک کارونه پنځلس سلنه تر سره شوي هم وو خو اوس يې کارونه په ټپه ولاړ دي
بايد دا دغې پروژې کارونه بېرته ته شروع کړي تر څو له چين سره افغانستان په اقتصادي توګه ونښلول شي او يو ستر اقتصادي دهليز رامنځته شي

کابل ښارواليسږ کال به په کابل ښار کې د ۵میلیارد او ۲۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰پروژې پلي شي، چې ۸۵پروژې یې د سړک جوړو...
10/09/2023

کابل ښاروالي

سږ کال به په کابل ښار کې د ۵میلیارد او ۲۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰پروژې پلي شي، چې ۸۵پروژې یې د سړک جوړونې او ۱۱ یې د کانالونو جوړونې په برخه کې دي.

28/08/2023

د ورته فابریکو په جوړولو سره به د افغانستان سبزیجات او میوې په نه بیه نورو هیوادونو ته نه ځي.
کندهار کې په لومړي ځل د روب جوړولو فابریکه جوړه شوي چ روزانه 100 ټنه رومي بنجان پروسېس کوي او روب ترې جوړوي.

په دغه فابریکه کې د کندهار، هلمند او فراه ولایتونو له رومیانو روب جوړیږي چې کروندګر يي د خپلو حاصلاتو لپاره ښه بازار بولي.

18/08/2023

د ابادۍ تر ټولو غټ خبر!
د KNC یا کابل نیو سیټي پروه
* 1.2 میلیونه نوي دندې
* 600000 شپږ لکه عصري کورونه جوړیدل
* د درې میلیونه خلکو ظرفیت لرل

لیکنه اوږده ده خو حتماً ولولی

د کابل نوي ښار په ساحه کې د ده سبز، باریکاب او د کابل ښار د نړیوال هوايي ډګر او د بګرام هوايي اډې ترمنځ نورې سیمې شاملې دي. ټولټال 740 کیلومتره مربع یا 40000 هکټاره یا 2 لکه جریبه مساحت لري چې نږدې 440 کیلومتره مربع د پراختیا وړ ځمکې لري. پلان ده چې ښار په دوه فازونو کې د 15 کالونو په موده کې جوړ شي.

د KNC پروژه به په پلازمینه کې د نفوس د کثافت بحران په ښه ډول حل کړي.

په KNC کې پانګه اچونه د عامه او خصوصي سکټورونو تر منځ د عامه-خصوصي مشارکت (PPP) تنظیماتو له لوري پر مخ وړل کیږي. DCDA د اجرایوي ارګان په توګه به د ټولو احتمالي پانګوالو لپاره د یو تمځای په توګه عمل وکړي چې د کابل نوي ښار (KNC) پراختیا کې پانګونې ته لیواله دي.

د کابل د پراخولو هڅې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوې. په 2005 کې، یو لوړ پوړی دولتي کمیسیون وټاکل شو چې د اوسني ښار د پراخوالي ارزونه وکړي. په 2006 کې، د جاپان د نړیوالې همکارې ادارې (JICA) د افغانستان د حکومت د غوښتنې په ځواب کې یوه څیړنه ترسره کړه چې په ترڅ کې یې د کابل ښار شاوخوا اووه پراخې سیمې په ګوته او مطالعه کړې او د ده سبز ولسوالي یې د موجوده ښار شمال ختیځ ته وړاندیز کړه.
دغه یوازینۍ سیمه ده چې د لویې ښاري پراختیا ظرفیت لري. د ده سبز په ولسوالۍ کې د نوي ښار مفهوم د اوسني ښار ستونزو ته د ځواب ویلو په توګه راڅرګند شو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د 2006 کال په وروستیو کې د ده سبز ښار د پراختیا اداره (DCDA) د یوه اجرایوي ارګان په توګه جوړه کړه چې د نوي ښار د پراختیا د څارنې دنده په غاړه لري. د KNC لومړنی ماسټر پلان د فرانسوي او جرمني شرکتونو په همکارۍ چمتو شوی او وروستی ماسټر پلان د JICA لخوا چمتو شوی او د 2009 کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان د کابینې لخوا تصویب شو.

په KNC کې د پانګونې ځینې مهمې ساحې

1- د ځمکې د پارسلونو پراختیا: چې لاندې برخې لري

* په دولتي ځمکو کې د پارسلونو پراختیا
* په شخصي ځمکه کې د پارسلونو پراختیا
* د ځمکې د مالکینو سره په ملګرتیا کې د پارسلونو پراختیا

۲- د زیربناوو پراختیا: چې لاندې برخې لري

* د سړک په شبکو او ترانسپورت کې پانګه اچونه پشمول د رڼا ریل ټرانزیټ (LRT)، د بس چټک ټرانزیټ (BRT)، میټرو شبکه، او نور.
* د فاضله اوبو او اوبو ایستلو شبکو کې پانګونه
* د فاضله اوبو د درملنې په فابریکو کې پانګونه
* د جامد کثافاتو مدیریت کې پانګه اچونه پشمول د ځمکې ډکول او ریسایکل کول
*د بریښنا تولید او لیږد کې پانګه اچونه په شمول د لمر، باد، او بایوګاز انرژي تولید سیسټمونو کې
* په مخابراتي شبکو کې پانګه اچونه په شمول د فایبر آپټیک شبکې، د انټرنیټ خدماتو چمتو کونکي (ISP) او داسې نور.
*د واورې او باران اوبو مدیریت کې پانګه اچونه

۳- د صنعتي زونونو پراختیا: چې لاندې برخې لري

* د ده سبز لومړی صنعتي پارک
* د ده سبز دوهم صنعتي پارک
* د ده سبز دریم صنعتي پارک
* باریکاب صنعتي پارک
یادونه: هر صنعتي پارک به په لسګونو او سلګونو فابریکې ولري.

۴- د کرنيزو اقتصادي زونونو پراختيا

۵- د عامه تاسیساتو پراختیا: چې لاندې برخې لري

* څو اړخیز طبي کمپلکسونه

* د لوړو زده کړو کلي
* د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ کلي
* د حرفوي زده کړو کمپلکسونه او نور ډیر څه

۶- د تفریحي اسانتیاوو پراختیا: چې لاندې برخې لري

* د KNC مرکزي پارک (13 km2 ساحه)
* شنه پارکونه
* موزیمونه
* سیاحتي سیمې
* هوټلونه او رستورانتونه
* د کورنۍ پکنیک ځایونه
* د مرکزي جهيل پراختیا
* د سیلانیانو لپاره تعلیق کیبل موټرونه
* د صافي په زړه پورې واوره لرونکو غرونو کې د څو اړخیزو لوبو میدانونه

7- د ټولنيزو هستوګنې واحدونو پراختيا

۸- تولیدي سکتور

۹- د خدماتو سکټور: چې لاندې برخې لري

اقتصادي او تخنیکي امکاناتو مطالعات
* ډیزاین او پلان خدمتونه
*سروې
* بانکداري او مالي خدمتونه
*مشورتي خدمتونه
* د روزنې او ظرفیت لوړولو خدمتونه
*نور ساختماني اړوند خدمتونه

۱۰- د سوداګرۍ سکتور

راټولونه او ترتیب
Farooq Noori

12/08/2023

ملي سټیل فابریکې د 160000 ډالرو په ارزښت د یو افغان انجینیر لخوا جوړ شوی د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړی چې د ورځې یو ټن جامد دود له لوګي څخه جمع کوي او دغه دود بیا خارج ته لیږل کیږي چې بوټونو د رنګ په جوړولو کې ورڅخه استفاده کیږي.
د یادولو وړ ده چې دغه فابریکه کې تقریباً 300 افغانان او 30 خارجیان کار کوي.

06/08/2023

ارغوان د لبنیاتو فابریکه هره ورځ سل ټنه شیدې پروسس کوي.

دا د هرات په صنعتي پارک کې د 400 فابریکو څخه یوه ده چې تولیدات یې د افغانستان د ګڼو ولایتونو ته رسیږي او د دې تر څنګ د منځنۍ آسیا هیوادونو او آلمان ته هم صادریږي.

05/08/2023

د ملي پراختیا شرکت
د کمال خان بند د دوو کانالونو ۹۴ سلنه کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه د اوبو په مدیریت کې د قوشتیپې کانال وروسته دوهمه لویه پروژه ده.چې افغانستان به په زراعت کې په ځان بسیا کړي.
دغه کانالونه به دوه لکه 45 زره جریبه ځمکه خړوبه کړي.

04/08/2023

پیمان په افغانستان کې د ایسکریمو نړیواله او سټنډرډه فابریکه
په دغه فابریګه کې له 3000 زیات افغانان مسقیماً او په زرګونو نور په غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

04/08/2023

الحمد لله!ماشاء الله!
هرات کې د بیټریو فابریکه هره ورځ تر 2000 پورې بیټړۍ تولید او ژر به یې خارج ته هم صادرات پیل شي.
وطنه خدای خو دې نور جوړ که.

03/08/2023

فقط د سرپل،فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې 120 میلیون ټنه نفت تخمین شوي چې مجموعي قیمت یې 76 میلیارده ډالر کیږي.
فعلاً له 5 څاګانو استخراج روان دی او روزانه 200 ټنه نفت اسخراجیږي چې د یوې ورځې عاید یې 126000 ډالر کیږي او ژر به زر ټنو او بیا ورپسې لس زره ټنو ته ورسیږي.
د دغه نفتو یو ټن په 631 ډالر قراردادیانو ته ورکړل شوی.
چینایي قراردي شرکتونه د نوي څاه ګانو په کیندلو کې خپل ټول توان په کار اچوي تر څو د نفتو د تولید کچه لوړه کړي.
که دغه کانونه په صحیح ډول استخراج شي نو د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه د لسګونو کالونو لپاره برابروي.
په دغه کانونو کې چینايي انجینران د قرارداد له مخې د افغاني انجینرانو څخه کار اخلي.

03/08/2023

کجکي بند
د افغانستان تر ټولو لوی ډېم کجکي دی چ په دوه فازونو کې 151میګا واټ برق تولیدوي،2.8 میلیارد متر مکعب اوبه ذخیره کوي،180000 هکټاره یا 9 لکه جریبه وچې ځمکې ته اوبه ورکولی شي،د کال 50 میلیون ډالر ګټه د برق څخه دولت ته ورکوي خو دا چې دوهم فاز یې ترکیا77 کمپنی بشپړ کړی نو د قرارداد په اساس به شل کاله د برق عواید دغه کمپني او وروسته به د افغان دولت خزانې ته جمع کیږي.
د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې موقیعت لري.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Farooq Noori posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Farooq Noori:

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share