SOMA MEDIA

SOMA MEDIA Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from SOMA MEDIA, Media/News Company, .

08/02/2023
07/02/2022

یه د زندان ساتونکیه!
یه زما د ټولې ازادۍ واکداره
ځان د خدای سیوری ګڼې
زه هم مجبور یم اطاعت دې کوم
ژوندون مې ستا په فرمایش کومه
ویښته مې هم ستا په رقم جوړ کړي
ږیري ته هېره کې هم لاس نه وړمه
او چې راغلی یې خندا نه کوم
ځکه پوهېږم اوس په دې زندان کې
خندا سزا لري
خو نن مې سل زړونه یو کړي سره
که مې د سر خېر وي نو
غواړم د زړه یوه خبره وکړم
یو عرض مې اورې که نه؟
یه د زندان ساتونکیه!
یه زما د ټولې ازادۍ واکداره!
زما د زړه غوښتنه منې که نه؟
زما پرون یاد شوی
غواړم بیا تېر ته لاړ شم
د مکتبۍ په خواږه نرم اواز
د یاقربان خوږه نغمه واورمه
او د پوهنتون د پېغلې
یوه زمزمه واورمه
یا مې د خپلې ابۍ
دغه ټپه واورمه:
له کلي تللیه چېرې ورک شوې
د بې وسۍ غږ به مې څوک در رسوینه

01/02/2022

#غزل
ما لوستلي د وطن ټول تاریخونه
مرثیې دي بس جنګونه او مرګونه

د روښانفکر مزل مې را تمام شو
د پنجاب په لاس مې ورانه شوله خونه

د *لایق له زړه نه هله خبردار شوم
چې مې واورېدل د سپیو صفتونه
#محبوب

29/01/2022

ابا ازاره! تف لعنت دې په خیرنو څڼو
#محبوب
#غزل
#شاعري

23/01/2022

!
#دژوندلار

#محبوب

02/12/2021

شَکرزادې!
نصیحت یې وګڼه، کله په خاورو کېنه، مالګه او وچ مرچک په سړې ډوډۍ واچوه ویې وخوره او بیا ورپسې د اوبو ګوټ وکړه، یا ژول شوې ژاولې بیا خوږې کړه منځ کې یې بوره تاوه کړه، د غاښونو منځ کې ترې ټس پورته کړه.
د کتغ ککړه کاشوغه په خپلې ګوتې راپاکه او ګوته وڅټه، کله - کله دا هېروه چې ته اوس پوهه شوې، غټه شوې یا مالداره شوې یې.

#ناول
د شپون او شکرزادې مکالمه

02/12/2021

لکه بې څوکه مړی ما باندې به څوک ژاړي؟
#محبوب

11/11/2021

دردوونکى غزل

10/11/2021

د ژوند سندره!

08/11/2021

تشه زانګو زنګول، اميدونه نه زېږوي...

استاد زمرک شينوارى واورئ!

07/11/2021

دا ډېره سخته وي چې ګڼې خويندې ورور نه لري!

03/11/2021

هسې ځانته مې له ځانه کرښه راښکه

‏چا غوږ کې راته وویې چې جانان مه یادوه‏د سرو شون‌‌‌‌‌‌ډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه‏نن د پښتو ژبې د یو ناتکراره ولسي او ...
30/10/2021

‏چا غوږ کې راته وویې چې جانان مه یادوه
‏د سرو شون‌‌‌‌‌‌ډو د پاسه سور پیزوان مه یادوه
‏نن د پښتو ژبې د یو ناتکراره ولسي او حماسه سرا شاعر ملنګ جان د مړینې64م تلین دی.
‏د هغه د شعر ژبه تېزه خو له هنره ‌‌‌‌‌‌ډکه وه.
‏روح یې ښاد!

29/10/2021


شپږمه برخه
لیکوال: محبوب شاه محبوب
لوستونکی: سلیمي ورور
له سپوږمۍ راډیو څخه په مننې

28/10/2021


پنځمه برخه
لیکوال: محبوب شاه محبوب
لوستونکی: سلیمي ورور
له سپوږمۍ راډیو څخه په مننې

27/10/2021

باګرام (د خدای باغ)
د باګرام په اړه یوه فلکوریکه او څېړنیزه کیسه، چې کلونه وړاندې مې د ازادي راډیو لپاره لیکلې وه، نن یې له تاسو سره شریکوم.
هندو مذهبي باګرام ته ولې د خدای باغ وايي؟ او لرغونو متونو کې یې باګرام د کوم تقدس پر بنسټ ثبت دی، په دې کیسه کې به پرې پوی شئ.
‏هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
‏ د رحمان په شعر ترکې د باګرام
‏رحمان بابا

26/10/2021

تور،سور او زرغون زموږ د ملي بېرغ هغه نښه ده چې په لومړي ځل په ۱۳۰۷ لمریز کال د پغمان په جرګه کې پرې هوکړه وشوه.
ملي بېرغ د ټول افغان وطن هغه تاریخي توغ دی چې هر افغان یې مالک بالل کیږي، هغوی چې له بېرغه منکر دي د خپلې مور له پړوني هم منکرېدای شي.
بېرغ څه دی؟ دا زما د مور پړونی
بېرغ ویاړ دی او سپېڅلې کلیمه ده
#محبوب

26/10/2021

زه به سپین غره کې چغه وکړم ته خیبر کې وایه
پښتنو جیګ شئ دا حالات راته ښه نه ښکاري
#محبوب

26/10/2021

25/10/2021


درېیمه برخه
لیکوال: محبوب شاه محبوب
لوستونکی: سلیمي ورور
له سپوږمۍ راډیو څخه په مننې

22/10/2021

لالا جانه! وطن څه دی؟
جاني! دا د ایمان برخه
وطن ژوند دی او جانان دی
هم په دې مې پوخ ایمان دی
Hamdard Yousafzai

20/09/2021

دا څويمه شپه ده تا په خوب کې وينم

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SOMA MEDIA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share