Hamid Yousafzay official

  • Home
  • Hamid Yousafzay official

Hamid Yousafzay official Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hamid Yousafzay official, Social Media Agency, .

26/09/2021
20/08/2021

جمعہ مبارک

Jashni Azadi Mubarak جشنِ آزادی مبارکCongratulations to all the citizens from my country. Freedom is a great blessing, o...
13/08/2021

Jashni Azadi Mubarak جشنِ آزادی مبارکCongratulations to all the citizens from my country. Freedom is a great blessing, our dear country Pakistan is free from the hard work and sacrifices of our elders and scholars. Whose sacrifices are like the sun, we should not forget their sacrifices. We have found a free country.it is our responsibility to appropriate his blessing , and to move pakistan towards development. Hamid yousafzay

06/08/2021



زمونږ د کور د صوفې پوش لږ خيرن شوے وۀ - پۀ هغې لګېدلې زيبونه کلک وو - نو ما ترې لر کول چې اووينځلے شي - د دويم دريم زيب بيرته کولو سره د يوې ګدۍ نه يوه زيړه لفافه راپرېوته - زۀ حېران غوندې شوم - چې ما کولاو کړۀ - نو حېرانتيا مې يو پۀ سل شوه - پوره زر ډالره پکښې وو - د خوشالۍ نه مې پۀ پېسو موټے ښۀ کلک کړۀ - ما وې ځه د يوې مياشت کرايه راته خدائے پۀ لاس راکړه - خو لږ ساعت پس پۀ شش وپنج کښې شوم - چې دا پېسې خو پۀ ما حرامې دي - او د مزغو دننه مې يو جنګ شورو شۀ -

لږ ساعت پس پۀ دې نتېجه ورسېدم - چې دا پېسې به خپل مالک ته رسول غواړي - خو بیا مې سوچ کوۀ - چې هغه کور به چرته لټووم - پۀ دې کښې خو پنځه‌ مياشتې تېرې دي - دلته د راتلو نه پس مو د نوې صوفې توان نۀ لرلۀ - د خرڅ پۀ يو وېب سائټ مې يوه استعمال شوې صوفه د يو کور واله نه اخستې وه - او نن پنځه مياشتې پس مې پکښې زر ډالره موندلي وو - اکثر بوډاګان خپلې جمع کړې پېسې داسې ږدي - ما وې پنځه مياشتې به ورپسې د کور خلک څنګه ورکه پۀ کاواکه ګرځېدلي وي - او د کور پۀ تالاش مې شورو وکړه -

اخير مې کور راپېدا کړۀ - ټلۍ مې وکړه - زنانه ته مې وې - چې ما ستاسو نه پنځه مياشتې مخکښې يوه صوفه اخستې وه - هغې ماته لاندې باندې وکاتۀ - د هغې دا خيال شۀ - چې واپس کوي ئې - وې ئې اخستې به دې وي خو استعمال شوي خرڅ څيزونه څوک واپس نۀ اخلي - ما وې واپس کووم ئې نۀ - وې ئې نو بيا - ما وې پۀ هغې کښې ما زر ډالره موندلي دي - هغه مې درله راوړي - د زرو ډالرو د نوم سره پۀ ښځه چې لکه دوره راغلي وي - چغې ئې کړې - او پۀ زمکه برنده‌ کښېناسته - د کور نه يو سړے او بله زنانه پۀ منډو را اووته - زۀ هم سخت اوورېدم -

سړي ماته وې - څۀ دې ورته اووې - د دې نه مخکښې چې ما څۀ وئيلي وے - ښځې ورته لاس وسنډوۀ - بلې زنانې ورله اوبۀ راوړې - زۀ ئې دننه را اوغوښتم - چې سړي زما خبره واورېده - او پېسې ئې وليدې - نو لکه چې پۀ هغه د خفګان دوره راغلي وي - زۀ حېران ووم - چې دا څۀ قيصه ده - ما پېسې پۀ مېز کېښودې - او پۀ منډه را اووتم - ما وې دا خو ټول لېوني دي کۀ څۀ - هغه سړے پۀ ما پسې پښې ابله را اووتۀ - وې ئې دا ټولې پېسې ته واخله - ما وې نۀ اخلم - پۀ تاسو خو پسې ځانله دورې راغلې - ما له ئې پۀ وچ کلک زور سل ډالره راکړل - خو سترګې ئې د اوښکو ډکې وې -

ما چې هغه ته وکتل نو پېسې مې ورته بيا ونيوې - خو هغه د پېسو پۀ ځائے زۀ پۀ ځان پورې جوخت اونيووم - پۀ زړۀ کښې مې وې - چې دا خو ټول لېوني دي - خدايه اوس سپے د سوئې خلاص کړې - هغه راته وې - چې زما د مور ياداشت ختم وو - دا پېسې هغې چرته اېښې وې - او بيا ترې هېرې وې - مونږ پسې هر څۀ ولټول او پېدا نۀ شوې نو زما ښځې وې - چې ستا مور زمونږ پېسې پټې کړي دي - مور مې مياشت مخکښې پۀ حق ورسېده - او د ځان سره ئې د غلا تهمت ګور ته يوړو - ښځه مې اوس پۀ خپله رويه ژاړي - او زۀ د مور پۀ بې عزتۍ خفه يم - خو شکر دے - چې خبره رڼه شوه -

ډاکټر ديدار يوسفزے

03/08/2021
03/08/2021

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hamid Yousafzay official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share