Istiqlal AFG

Istiqlal AFG strive for the national interest

28/06/2022

افغانستان کې د تېرې اونۍ د مرګونې زلزلې له امله ډېره مرګ‌ژوبله ماشومانو ته اوښتې چې څه باندې څلور سوه ماشومان پکې مړه او ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د ښځو او لویانو په ګډون ۱۵۵ ماشومان مړه او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه‌کوونکې ادارې «اوچا» ویلي چې د تېرې اونۍ د چهارشنبې زلزلې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زرګونه کورونه نړولي او د ښځو او لویانو په ګډون یې زیاته مرګ‌ژوبله ماشومانو ته هم اړولې ده.
اوچا ویلي چې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې دې زلزلې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې ډېر ماشومان مړه او ټپیان کړي دي.
تېره اونۍ چهارشنبه سهار مهال یوې مرګونې زلزلې د خوست او پکتیکا ځینې سیمې ولړزولې چې د زرګونه کورونو په نړېدو سربېره یې تر ۳ زره هېوادوال مړه او ټپیان کړل.
دا په داسې حال کې ده چې نن، سه‌شنبه د چنګاښ ۷مه یو ځل بیا د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې د سختو ټکانونو خبر ورکړل شوی خو تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

28/06/2022

ډیوه راډیو: په سریلانکا کي د تیلو کمښت کیدلای شي کاروبار په ټپه ودره وي. دا مهال سریلانکا په خپلو ذخیرو کي ۱۱۰۰ ټنه پترول او ۷۵۰۰ ټنه ډیزل لري، که نور تیل رانه نیسي دا تیل ورته کفایت نه کوي، خو نور تیل هغه مهال رانیولی شي، چي ورباندي پاته پورونه ادا کړي. لیري نه ده، چي یوه ورځ به که خدای کول پاکستان هم له ورته سرنویشت سره لاس په ګریوان وي. چا، چي چین ته ځان ورنژدې کړی ښه ورځ یې نه ده لیدلې.

28/06/2022

"چین پر افغانستان له لګېدلو بندیزونو سره مخالف دی"
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره تلیفوني خبرې کړې دي.
په دغه خبرو کې دواړو لوریو پر هر اړخیزو سیاسي اړیکو بحث کړی.
وانګ یي ویلي، چې هېواد یې پر افغانستان له لګېدلو بندیزونو سره مخالف دی.
نوموړي زیاته کړې، چې بیجنګ کې افغان سفارت ښه فعاليت کوي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه رول لوبوي.
دغه‌راز د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د ويزو ورکړې لړۍ پيل، افغان محصلينو ته به دغه هېواد ته د بېرته ګرځېدو زمينه برابره او د چين او افغانستان ترمنځ به ډېر ژر بېرته هوايي ليکه هم فعاله شي.

10/04/2022

‏طالبانو تېر ماښام د غزني ولايت د سلطان بند په تفريحي سيمه کې، د مدثر په نوم يو ځوان انجنير په ډزو شهيد کړی دی.
عيني شاهدان وايي، مدثر له خپلو ملګرو سره پارک ته په چکر راغلی وو، چې طالبانو پرې ډزې وکړې او شهيد يې کړ.
ځايي طالب چارواکو هم دغه پېښه تاييد کړې

10/04/2022

‏هرات کې د ا.ا.ا یوولس تنه تاالبان په یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوي.
د هرات امنیتي مسوولین وايي، پېښه نن له غرمې مخکې په غوریان ولسوالۍ کې د رنجر او بار وړونکې واسطې تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

10/04/2022

‏کابل کې د ترکیې سفارت:
د غور ولایت له ۸۰۰ کورنیو سره مو بشري مرسته وکړه.
وایي، تر اوسه مو ۲۸ زرو نه زیاتو کورنیو سره بشري مرسته کړې ده.

10/04/2022

‏د افغانستان د ا.ا د پوهنې سرپرست وزير وايي، پر يوې داسې طرحې کار کوي چې پر بنسټ يې ټولو ته د زده کړو فرصت برابر شي. شيخ نور الله منیر په خپلې يوې تازه مرکې کې ويلي چې دوی د زده کړو پر ارزښت پوهيږي او د پرمختګ لپاره يې اړتيا درک کولی شي.

10/04/2022

‏د درملو او خوړو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر‎ وايي، د هیواد ګمرکاتو ته یې وړ او مسلکي کسان لیږلي ترڅو د درملو او خوراکي توکو د وارداتو پروسه له نږدې وڅاري او د بې کیفیته، غیر معیاري او غیر قانوني واردیدونکو درملو او خوراکي توکو بازار ته له داخلیدو مخنیوی وکړي.

10/04/2022

‏کابل کې د ترکیې سفارت ويلي چې د نېکۍ په نوم د اوردګاډي په وسیله ‌یې افغانستان ته را لېږدولې مرستې، په غور کې پر ۸۰۰ بې وزلو کورنيو وېشلې دي. د ترکیې سفارت وايي، له دې سره د هغو کورنیو شمېر تر ۲۸ زرو واوښت چې د دوی له‌ خوا ورسره بشري مرستې شوې دي.

10/04/2022

‏د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر د عمران خان تر لرې کېدو مخکې له خپلې دندې څخه استعفی وکړه.
اسد قیصر وویل، چې د ده لپاره تر ټولو لومړی پاکستان دی او نشي کولی د خپل ملک خلاف د یوې توطئې برخه شي.
د پاکستان پارلمان د ریاست مشري د مسلم لیګ ن ګوند غړي ایاز صادق وکړه.

10/04/2022

‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په کابل کې د يوناما دفتر مشرې ديبورا لاينز د ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ملا خيرالله خيرخواه سره په لیدنه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستو او د رسنیو پر ازادۍ خبرې کړې دي.

‏یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دیبورا لاینز په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې شته محدودیتونو ته په پام د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت وغوښتل چې د رسنیو د ازادۍ په اړه له ژورناليستانو سره رغنده خبرې اترې پيل کړي.

10/04/2022

‏د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت ماتېدونکی بللی او ویلي یې دي، چې د ماشوم د زېږون او امیندوارۍ پر مهال په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن خپل ژوند له لاسه ورکوي.

10/04/2022

‏د پاکستان د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره ټاکنې سبا دوشنبه ترسره کیږي.
د پاکستان پارلمان ویلي، چې د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره نوماندان کولی شي نن یکشنبه د ماسپښین تر دوو بجو د خپلې نوماندۍ اسناد وروسپاري.
د پاکستان پارلمان غړو تېره شپه له اوږده او لانجمن پړاو وروسته عمران خان بې واکه کړ.

21/03/2022

نوی کال مو بختور

20/03/2022

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Istiqlal AFG posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share