AfghanEye Pashto - افغان لید

  • Home
  • AfghanEye Pashto - افغان لید

AfghanEye Pashto - افغان لید The Afghan counter-narrative

12/04/2021

Afghanistan has been plagued by nearly 5 decades of constant warfare. The violence and bloodshed seem never-ending. But what lessons can we learn from the co...

د عليپور د قضيې څخه اشرف غني بايد د سولې پر وړاندي بل خنډ جوړ نۀ کړيلیکوال: سنګر پیکارد راپورونو له مخې داسې څرګندیږي چ...
23/03/2021

د عليپور د قضيې څخه اشرف غني بايد د سولې پر وړاندي بل خنډ جوړ نۀ کړي

لیکوال: سنګر پیکار

د راپورونو له مخې داسې څرګندیږي چې دولتي عسکرو د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې عامو خلکو ته زیان رسولى دى.

د حکومت او جنګي جنایتکار علیپور تر منځ چې کوم اختلاف سته باید حل سي پرته له دې چې عام خلک ته زیان ورسیږي.

افغانستان په یوې ډېرې حساسې مرحلې کې دی او دغه ډول خپلمنځي اختلافات د ولس تر منځ د بې باورۍ او دښمنۍ سبب ګرځي او د سولې د راتګ په مخه یو بل خنډ جوړوي.

افغانان د جنګ څخه ستړي سوي دي او ټول اړخونه باید د قومي، منطقوي او مذهبي شخړو د مخنیوى لپاره خپل نهایي کوښښ وکړي.
که اوس د غني حکومت د اقلیتونو سره کوم مشکل رامنځ ته کړي دا د سولې سره یو ښکاره مخالفت دی او باید په کلکو ټکو وغندل سي.

په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان داخلي سیاست مطلقاً د قومګرايۍ په لور روان دی. هغه ډلې چې د روسانو د وتلو څخه وروسته قومي او لساني جنګونه ايجاد کړه او بې حسابه خلک ئې ووژله د امریکایانو د یرغل پسې د خپل قومګرايي سیاست ته نوی پوښښ ورکړى دى.

د قوم، ژبې او مذهب په نوم باندې یو بل ټکول، د عامو خلکو احساست راپارول او داسې نورو شومو کارونو په نتیجه کې نن افغانستان د بې اتفاقۍ فضا رانځته سوی ده.

د افغانستان ټول ولسونه باید ویښ سي او نور سیاستمدارانو ته اجازه ورنکړي تر څو دوی بیا د خلکو د احساساتو څخه سوء استفاده وکړي او افغانستان د یو بل داخلي جنګ په لور روان کړي.

د افغانستان د سولې بهیر د ډیرو ستونځو او توطئو ښکار سوی دی خو بیا هم د الله فضل او کرم سره موږ اوس د سولې په درشل کې یو. فلهذا اوس د افغانستان ټول وګړي بیاد په ګډه د قومي لساني او مذهبي شخړو مخنیوی وکړي.

22/03/2021

join Ahmed-Waleed Kakar & Sangar Paykhar on Wednesday 9PM GMT to celebrate 1 year since the launch of the Afghan Eye Podcast. Ask us questions by using the hashtag or send us an e-mail. video link is in the first comment.

04/03/2021
01/03/2021

"While many obvious attempts have been made in the last twelve months to sabotage the Doha Deal, it is evident that the intention behind them was to ensure that foreign forces stay behind and continue supporting one faction against another. This provides ample reason for a timely withdrawal of all foreign forces in accordance to the Doha Deal. Foreign forces should not, and as the last two decades clearly demonstrated, could not eliminate other Afghan factions, even if at the behest of their local clients."

Link in the first comment

06/02/2021
په افغانستان کې د ایران منګولې لا ژورې ځياحمد ولید کاکړ او سنګر پیکار2020 ام کال، دسمبر 20 مه  د ایران بهرنېو چارو وزیر،...
05/02/2021

په افغانستان کې د ایران منګولې لا ژورې ځي
احمد ولید کاکړ او سنګر پیکار
2020 ام کال، دسمبر 20 مه


د ایران بهرنېو چارو وزیر، جواد ظریف په افغانستان کې پارونکو مسائلو ته د لمن وهلو باعث ګرځېدلی. ده د افغان ژونالیست لطف الله نجفی زاده سره په یوه مرکه کې هغه ته څرګنده کړه چې ایران دې ته لیواله دی تر څو په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د جګړې په موخه، د فاطمیونو په نامه خپل شیعه جنګیالي بیا تنظیم کړي.

ظریف زیاته کړه، "دوی یعني فاطمیون د پوځي مخینې په درلودلو سره د داعش پر وړاندې تر ټولو ښه ځواکونه دي. "جالبه خو دا، هغه څه چې وروسته په افغانستان کې د افغانانو په چارو کې د ایران د روښانه مداخلې څخه درک شول دا و چې حمد الله محب تهران ته لاړ او د ظریف سره یې وکتل. دا هغه څه دي چې د کابل لخوا د ظریف د دریځ خاموشه منظوري ګڼل کیدای شي. محب "د دواړو هیوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او امنیتي همکارېو" ټینګار وکړ.

په تېرو نولس کلونو کې د تهران لخوا د افغانستان پر وړاندې دا ډول دریځونه په وار، وار لیدل شوي دي. ممکن په غیر معمول بڼه، تهران په ډیرې لیوالتیا سره په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا سره د طالبانو د رژیم په نسکورولو کې مرسته وکړه او په کابل کې یې د حکومتونو سره نژدې اړیکې جوړې کړې. تهران په وروستېو کلونو کې د طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. د ایران د دریځ ابهام هغه وخت لا ژور لاړ چې جواد ظریف د طالبانو او امریکا تر منځ پر شوي تړون نیوکه وکړه، هغه تړون چې له افغانستان څخه د امریکا وتلو ته لاره اواروي او دا هغه څه دي چې ایران یې له اوږدې مودې غوښتونکی دی. دا دې هم نه هیریږي چې تهران لسګونه زره شیعه افغانان په خپلو فاطمیونو کې ګمارلي دي تر څو په سوریه کې و جنګیږي. دا په افغانستان کې د فرقه پالنې په اړه د ایران د رول د لوړولو ګمانونه نور هم پیاوړي کوي او د ظریف مرکه دا اندېښنې لا پسې ډیروي.

تر اوسه د ایران هغه پالیسي چې له مخه یې په یو وخت د یوه تئاتر له لارې په بېلابېلو قلمرونو کې کار کوي، په یو واحد بُعد کې نه ده را حصار شوې. دا قلمرونه د یو بل سره داسې تړلي دي چې هم د عملي او هم د آیدیالوژیک موخو په مقصد ترې کار اخیستل کیږي. ایران پلوه شبکې په پراخه پیمانه فعالیت کوي او په ډیر مناسب ډول هر هغه ځای مستقر دي، چیرته چې ضرورت پېښیږي. دا هر څه د قاسم سلیماني د ځای ناستي، جنرال قآني لخوا خلاصه شوي و. قآني هغه کس دی چې فاطمیون یې د "یو نوي دود سره د هغه زړورو خلکو مجموعه و بلله چې د اسلامي ارزښتونو په دفاع کې پولې او سرحدونه، نه پېژني. " قآني د افغانستان د بامیانو شیعه-هزاره مېشت ولایت د والي لخوا پر دې هم تورن شوی و چې په دغه تېر ۲۰۱۸ ام کال کې یې بامیانو ولایت ته په غلطه پېژندګلوۍ سفر کړی و.

که د ایران په اړه د افغانانو ګمانونه و ارزول شي، د ایران آیدیالوژیک او پوځي ځواک د تشخیصولو په اړه یو څه لار اوارول اړین دي. نه یوازې په افغانستان کې د ایران اوسنی باالقوه رول، بلکې باید په سیمه کې هم د ایران کړنې وسپړل شي. فقط د ایران د ډلګېو په صفت په منځني ختیځ کې د مشخصو ډلو نفوذ کول هغه څه دي چې عیني کسان یې په افغانستان کې د ایران د نفوذ د ځواکمنتیا لپاره ترسره کوي.

ایران دواړې خواوې خوري
په داسې حال کې چې د لویدځو پلازمېینو کې د تروریزم پر وړاندې جګړه او د هغې د پېژندلو ترکیب د ایران د تنبیه لپاره کارول کیږي، ایران په ډیر مهارت سره د سپتمبر یولسمې څخه مخکې دښمنېو کې ګوتې ووهلې، تر څو د دې پېښې د یوه مخکښ ګټه اخیستونکي په صفت را څرګند شي. ښایي په همدې دلیل و چې ولسمشر ترمپ په عام محضر کې د امریکا د بې پایه جګړو پر پالیسۍ ملنډې ووهلې. لکه څنګه چې واشنګټن په یو څنګ بل څنګ نګاښي، لاره او هدف ترې ورک دي او پر دې هره ورځ تمرکز کوي، هلته په تهران، بیجینګ یا دمشق کې یې دښمنان ځواکمنیږي. دا چې د امریکا د خلیج سیالانو ګډوډۍ، غلطۍ او بې کفایتي، ورسره د امریکا خپله تصمیم، مکارتوب او په لوی لاس بې توجهي، ایران پر یوه سیمیز قوت بدل کړی، هیڅ د بحث وړ نه ده. ایران په ریښتیا هم یو سیمیز قوت کیدای شي، دې هیواد ته د لبنان، سوریې او عراق د شیعه ګانو هلال ویلی شي او ایران په سیمه کې د ایراني برلاسۍ تر ټولو ستر انعکاس دی.

د ایران د نفوذ پراخېدل په وړه کچه د دې هیواد د دولت لخوا د ملاتړ درلودونکي شیعه ییزم مارک غوښتنې ته نسبت نه ورکول کیږي. د دې په درکولو سره، د امریکا خزاندارۍ ادارې د دسمبر پر اتمه د المصطفی پر نړیوال پوهنتون بندیزونو ته مخه کړه. دا پوهنتون د ایران د دیني علمیه حوزې یوه نړیواله عملیاتي شبکه ده چې په افغانستان کې هم خپلې څانګې لري. د امریکا د خزاندارۍ ادارې په بیان کې ادعا شوې وه چې "د ایران د انقلابي ګارد، سپاه قدس د المصطفی پوهنتون څخه ځان ته د افغانانو په جلب او جذب کې د یو چتر په حیث ګټه اخیستله. " ولې شیعه افغانان باید د یوه دوهم هیواد یعني ایران لپاره په یو درېیم هیواد یعني سوریه کې وجنګیږي، آیا دا د شیعه ګانو لپاره د ولایت الفقیه دوکتورین پر بنا د ایران د بېلې قانوني ټوټې په دلیل ده. تر خپل وزر لاندې د قانون پوه نیول؛ ‍د ایران اساسي قانون کې له ټولو څخه د یو لوی مشر تعریف وړاندې شوی دی، چې په الزامي بڼه به یو شیعه حقوق پوه وي، دا مشر به د یوې اوږدې خو موقتې دورې لپاره د مهدي په نشتون کې خپلې مشرۍ ته دوام ورکوي. دې مشر ته د نړۍ په کچه د شیعه ګانو لپاره د یو محترم، د خدای سره د نژدې اړیکې درلودونکي او له غلطۍ څخه د مبرا مقام په سترګه کتل کیږي او باور دا دی چې باید ډیر ورسره وکتل شي. که څه هم د دې فکر سره پراخ مخالفت شتون لري، اما د شیعه ګانو د لویو فرقو ښه خوښ دی؛ هغه شیعه ګان چې د ایران لوی مذهبي مشر ورته تر مهدي وروسته دوهم مقام لري.
د هغې یو مورد د لبنان حزب الله ډله ده. حزب الله نه یوازې چې آیت الله خمیني د اسلامي جمهوریت د تقلید رسمي مرجع او لومړنی فقیه بولي، بلکې خمیني ولایت الفقیه هم ګڼي. البته لکه څنګه چې د خمیني لخوا په قواعدو کې د یو ریښتیني اسلامي فرهنګ پېژندګلوۍ په حیث تعریف او تصویب شوی دی. حزب الله ډلې د خمیني سره د سیاسي او دیني مشر په صفت هم بیعت کړی او هم ورته وفاداره پاتې شوې ده.

په عیني وخت کې ایران د فرقه یي رنګونو په بله خوا کې د دښمنانو سره د پلونو په جوړلو کې دیر محتاطانه قدمونه اخیستي دي چې دا ظاهراً ځان ته د ماتې ورکولو لپاره دوه اړخیزه فرقه یي دښمني ده. په عراق کې د القاعدې بنسټ ایښودونکي ابو مصعب الزرقاوي ته چې د طالبانو په وخت کې یې په افغانستان کې هم د پوځي زده کړو یو مرکز درلود، په ۲۰۰۱ کال کې کله چې افغانستان کې د طالبانو رژیم را و پرزېد، په ایران کې پناه ورکړل شوې وه. دا په داسې حال کې و چې د شیعه مسلمانانو پر وړاندې د هغه احساسات له چا پټ نه و. مشخصاً د هغه دا فکري ښکېلتیا چې ګواکي دوی د اسلام دښمنان دي. وژل شوی ایراني قوماندان، قاسم سلیماني هغه څوک و چې د ده په دستور زرقاوي او د هغه ملګرو ته په عراق کې د دې لپاره امن پټنځای ورکړل شوی و، تر څو د امریکایانو پر وړاندې د سنیانو وسلواله جګړه پیل کړي. زرقاوي ته د ایران د سیمییز حاکمیت د یوې شتمنۍ په سترګه کتل کېدل او د هغه سره د اړینو توکو مرسته هم کېدله، د دې سره، سره چې هغه د شیعیانو پر وړاندې واضح دښمني درلوده چې په پایله کې یې زرګونه عراقي شیعیان د ده په لاس ووژل شول.

عراق
د القاعدې سره د ایران د نژدې اړیکو تر څنګ، د عراق په هغه ټولنه کې چې یو لوی اکثریت یې شیعه ګان جوړوي د ایران نفوذ لا ډیره مهمه مسئله ده. ایران په څو ځلې د خپل شیعه سیاسي نفوذي کړېو او ملیشو تر منځ چې پر عراق تسلط لري په وړو پېښو شویو جګړو کې منځګړتوب کړی. په ګوندي اړ دوړ کې فعاله او د ایران له ملاتړ څخه برخمن د لومړي وزیر نوري المالکي حکومت چې د داعش د ظهور باعث شو یوازې د امریکا د پراخو بمبارېو او د زرګونو شیعه ملیشو په ګمارنې سره ځان ټینګ کړ. د داعش د تیارې ډار بالآخره د شیعه ګانو روحانیون را وپارول. له دوی څخه یو هم په عراق کې د لومړۍ درجې مذهبي مشر، آیت الله السیستاني و چې د یوې فتوا په ترڅ کې یې پر عراقیانو غږ وکړ تر څو د داعش پر وړاندې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي. د ده غږ د لسګونه زرو عراقي شیعه ګانو لخوا بدرګه شو.

د دې فتوا او غږ پر اهمیت باندې ډیر خلک نپوهیدل. ایران الاصله سیستاني په عموم کې د نورو خلاف، پر تهران ناتړلی پاتې شو. د ده تمایز د ولایت الفقیه یوه غایب تشکیل په تاییدۍ کې ټینګیږي چې دا د ایران او د هغه شیعه مدارکو اړوند یوه مرکزي مسئله ده. که څه هم د سیستاني فتوا د ایران سره د پراخو چارو او د تهران ټینګو اړیکو اړوند د یو ناتړلي روحاني په صفت سمون درلود، بیا هم یوه داسې جګړه پر لاره واچول شوه چې په ډیرېدونکې او واضح شکل سره یې د فرقه یي وینې تویېدنې ښکاره غلطۍ درلودې. فتوا، څلور ډلې مستقیم ده ته وفاداره کړې. د امام علي جنګي ډله، د انصارالمرجایا تشکیلات، د عباس جنګي لښکر او د علي الاکبر جګړیز جوړښتونه چې دا ټول د شیعه ولسي بسیج ځواکونو تر چتر لاندې فعالیت کوي. د داعش له ماتې څخه را په دې خوا د شیعه ولسي بسیج په ځواکونو کې درزونه یو وار بیا را برسېره شوي دي چې وړاندې فرقه یي اتحاد او د هغه د جوړښت موقتي علت ته اشاره کوو.

د اکستر په پوهنتون کې د ستراتیژۍ او امنیت څانګه کې د تروریزم ضد او امنیتي مسائلو کارپوه او د عراق د چارو څېړونکی، طلحه عبدالرزاق وایي "اوس د سیستاني د پلویانو او ولسي بسیج ځواکونو تر منځ ډیر کم آیدیالوژیک اختلاف دی، د دوی مخالفت نور پر بودجې دی. د سیستاني پلویانو کلونه، کلونه په چارو کې د دوی پر وړاندې له تبعیض څخه شکایت کړی دی او اوس، اوس یې د ولسي بسیج له ځواکونو څخه د وتلو ګواښ هم کړی او ویلي یې دي چې دوی یوازې د لومړي وزیر دفتر ته ځواب ورکوونکي دي. " عبدالرزاق زیاته کړه "دا د دې لپاره ویل کیږي چې له وړاندې انګېرنه دا وه چې دوی به د لومړي وزیر تر قوماندې لاندې وي. البته د ایران انقلابي ګارد چې تر ډیره د ولسي بسیج ځواکونو پرعملیاتو خپل کنټرول اعمالوي، له دې انګېرنې مستثنا دی. "

سوریه
د عراق او سوریې تر منځ مشترکې ګټې یوازې د دواړو پر وړاندې د داعش واحده کړنه نه څرګندي چې ګواکي داعش د دواړو هیوادونو تر منځ پوله نا مشروع بولي. د سوریې ولسمشر بشارالاسد د علویت فرقي اړوند کس دی چې تر ډیره پر شیعه اسلام پورې تړلې ده. یو وار بیا، په سوریه کې د داعش په شان بنسټپالو زیاتېدونکې پیاوړتیا یو تصادف نه و، بلکې مهندسي شوې وه. د هغه څه د برخې په توګه چې د عمومي عفوې په نامه تنظیم شوي و، اسد لوړ پوړي بنسټپال آزاد کړل تر څو د ځان د مخالفینو په منځ کې درز ایجاد او د ده د رژیم پر وړاندې ولاړو ډلو کې په ملي کچه داغ جوړ کړي.

د سوري مخالفینو په زیاتېدونکې توګه ښکاره بنسټپالنه چې د یوې نقشې له مخې د فرقه پالنې ژبه را پورته کوي تر څو له دې لارې د رژیم ټول مخالفین د تکفیري یا وهابيانو په نامه سره وپاشي. دغه دوهم نوم اساساً په ۱۸ مه پېړۍ کې د عربي پاکدینۍ هغه حرکت ته منسوبیږي چې اوسمهال د ایران محوره کړیو لخوا د مخالفینو د نیولو او را جلبولو په موخه ترې کار اخیستل کیږي.
اوس په یوه فرقه یي جګړه کې په ښکېلېدلو سره، اسد د تهران لخوا د جنګیالېو او توکو مرستې تر لاسه کوي، میلیونونه ډالر اخلي او ایران ته د حزب الله وفاداره ډلې د هغه مات شوي ځواکونه بیا ځواکمنوي. نور پوځي قوتونه له پاکستان، افغانستان، عراق او لبنان څخه و چې د ایران د حکومت ملاتړ درلودونکو شیعیانو لخوا د تبلیغ له لارې په خپلو هیوادونو کې جذب، استخدام او د سوریې په جګړه کې ترې کار اخیستل شوی و. فاطمیون په سوریه کې د ډیرو ډلو له جملې څخه یوه هغه وه.

فرقه پالنه په سوریه کې یوه بې نظیره پېښه نه وه. فرقه پالنه د متقاعد کولو لپاره یوه وسیله وه، کنه نو دوه زړي افغان فاطمیون استخدامیږي چې په سوریه کې له مذهبي اړخه خپل تحریم شوی کمپاین وویني. "دوی په مدبرانه ډول اړونده برخې ته د فاطمیون نوم کاروي." محمد جلیل دینستا، یو پخوانی فاطمیون څرګنده کړه چې دوی وایي "عمر د محمد ص لور، فاطمه مړه کړې ده." نو اوس دوی مونږ د دې لپاره غونډ کړي یو چې د فاطمې انتقام له سنیانو څخه واخلو.

د نورو لپاره دا یو شان نه وه. په داسې حال کې چې ظریف ټینګار وکړ چې کوم افغان شیعه ګان سوریې ته تللي و، "هلته د دې لپاره تللي و تر څو د خپلې عقیدې لپاره جګړه وکړي" خو په ایران کې افغان مهاجرینو ته د سوریې جګړې ته د نه تللو په صورت کې له هغه هیواد څخه د دوی د ایستلو ګواښونه مستند شوي دي. په ایران کې افغان مهاجرین عمدتاً هزاره شیعه ګان د سخت سیستماتیک تعصب له پړاونو څخه کړیږي. ماشومان له ښوونځېو څخه منع دي او افغانان په معمول صورت سره د ځورونې او تعصب سره مخ کیږي. په ټولنه کې د پاېښت د یوازني فرصت په توګه، په فاطمیونو کې د نوملیکنې وړاندیز ډیرو ته کیږي. حتی په ټکان ورکوونکې توګه ماشومان د جنګیالېو په لیست کې نیول کیږي، هغه هم که په رضا وي او که په اجبار.

لکه په سوریه کې، د ظریف دا ادعا چې "افغان حکومت په بشپړه توګه خبر دی چې مونږ د تروریزم پر وړاندې د افغان ملي پوځ تر مشرۍ لاندې د دې ځواکونو د بیا راټولو لپاره چمتو یو" په افغانستان کې خلک حیران کړل. د دې سره، سره چې څلور لسیزې کیږي افغانستان په خپله د جګړې سره لاس او ګرېوال دی، دا ډیره د تعجب وړ ده چې په سوریه کې د ایران د ورانوونکي فعالیت رول په اړه خبرونه پکې له پامه غورځول شوي دي. د ظریف د خبرو پر وړاندې خصومت حتمي و. ځکه، افغانستان په شدت سره د سني اکثریت وکړو هیواد دی چې لسګونه زره شیعه اتباع یې د ایران لخوا په ښکاره توګه مسلح شول او د فرقه یي ژبې په کارولو سره چې د سوري سنیانو پر وړاندې د "انتقام اخیستلو" جګړه کوو، و ګومارل شول. سني مذهب د ډیري افغانانو ګډ ارزښت دی. د فاطمیونو فعالیت ان د ایران-عراق د جګړې په جریان کې هم د ایران-افغانستان د اړیکو پر میدان لیکه نه جوړوله، ځکه نژدې ۴۵۰۰۰ افغان شیعه یان د تهران لخوا ګورمال شوي و تر څو د صدام حسین د عراق پر وړاندې یوه خونړۍ جګړه پر مخ بوزي. دا واقعیت چې افغانستان په هغه وخت کې خپله د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل لاندې و او پر وړاندې یې د شیعه یانو په ګډون یو ملي جهاد روان و دا حقیقت ثابتوي چې د ایران د آیدیالوژۍ توان ډیر حیرانوونکی دی.

په افغانستان کې د ایران هجوم
ایران لږ تر لږه په دیني اړیکو کې لا هم په افغانستان کې له خپل نفوذ څخه معلول دی. د افغانستان ډیری خلک سنیان دي. په خاصه توګه، د حنفي فقهې مفکوره د هیواد د عالي او اساسي احکامو د مرجع په توګه پېژندل کیږي، که څه هم له قومي درزونو څخه ډیره ګټه اخیستل کیږي. د افغانستان او ایران تر منځ دا یوه مشترکه ځانګېړنه شته چې دواړه هیوادونه د فارسي په نامه سره ګډه ژبه لري چې دا ژبه په افغانستان کې د سیاسي موخو په دلیل د دري ژبې په نامه یادیږي. په جګړو کې ډوب افغانستان د علمي فعالیتونو یا ارګانونو د ډیر سخت کمښت څخه کړیږي او ایراني کتابونو بیا تشه ډکه کړې ده. د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون کې اصلاً هغه کتابونه ایښودل کیږي چې په ایران کې چاپ شوي دي.
دا شاید بې ضرره ښکاره شي، اما یوه نژدې کتنه بل څه څرګندوي. په ایران کې د علمي آزادۍ نشتون ته په کتو، سانسور د دولت یوه فعاله پالیسي ده. هغه کتابونه چې افغانستان ته استول کیږي، لومړی د تهران لخوا تاییدیږي. علاوه پر دې، دا کتابونه اکثراً داسې واردیږي چې د افغان چارواکو لخوا یې دقیقه او هر اړخیزه ارزونه، نه کیږي. په ۲۰۰۹ ام کال کې د نیمروز والي زرګونه داسې ایراني کتابونه ونیول چې په وینا یې، د دې کتابونو محتوا په افغانستان کې فتنه پارونکو، قومي تحریک او مذهبي شخړو ته لمن وهله. دا کتابونه وروسته په سمبولیک ډول د هلمند هغه سیند ته وِغورځول شول چې اوبه یې ایران ته ورځي او د حقوقي مسائلو پر سر یې د دواړو هیوادونو اختلاف دی. د مشترکې ژبې درلودل یو داسې څه هم رامنځته کړي چې احسان آذري ستانیزي یې فرهنګي تجنیس بولي، یعني په ایراني فارسي کې کارېدونکي لغتونه او ترمینالوژي په زیاتیدونکي توګه افغانستان کې تشویق او تروجیږي؛ هغه سودا چې د پردي هیواد څیز پکې د خپل هیواد د اصطلاحاتو په قیمت تمامیږي.
د ایران فعالیتونه یوازې تر پوځي او تعلیمي چارو یا هم تر حقیقي نړۍ پورې محدود نه دي. په آنلاین بڼه هم د ایران د غلطو معلوماتو بېلګې څرګندې شوې دي. د استنفورد پوهنتون کې د انټرنټي فعالیتونو د څار برخې ریپوټ ورکړ چې فیسبوک د ایران غلطو معلوماتو د خپراوي د محدودولو په یوه هڅه کې ۱۱ پاڼې، ۶ ګروپونه، ۲۸ پروفایلونه او ۴۷ انستاګرام حسابونه چې په افغانستان کې یې د دري ژبې ویونکي هدف ګرځول، بند کړل. دې شبکې د جعلي حسابونو له لارې سلګونه زره فالورس په مختلفو پلسټو کې سره را ټول کړي و او داسې مطالب یې نشرول چې د ایران په ګټه به یې پیغامونه لیږدول. دوی "د افغان-ایران تړاو د ځواکمنولو" په منظور د دري ژبې د مصطلاحاتو پر وړاندې د فارسي ژبې د لغاتو پر کارولو ټینګار کولو. کابل په دې موخه چې د ایراني ویوکو څخه خپل ځان متمایز کړي څرګنده کړه چې د فارسي ژبې محلي لهجه دري ده. نور موضوعات د ښځو د حقوقو د ترویج او د پاکستان د تعصب په اړه په داسې حال کې مطرح شوي و چې متحده ایالتونه یې د طالبانو سره په توطئه جوړولو تورنوله. یو شمېر پستونو کې ایران ستایل شوی و او دې ته یې اشاره کوله چې ګواکي ایران هغه هیواد و چې د افغانستان په ثبات کې یې حیاتي رول درلود.

پایله
د افغانستان په اړه بحثونو معمولاً په دې هیواد کې د پاکستان او امریکا پر رولونو تمرکز درلودلی دی. لومړی خو دا چې په افغانستان کې د پاکستان او امریکې رولونه ډیر ملموس دي، بل په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې د ایران د رول د پیاوړتیا په دلیل، په افغانستان کې د دې هیواد رول ته ډیر پام نه دی شوی. په منځني ختیځ کې له فرقه پالنې څخه د ایران ګټه اخیستنې ته په کتو، پر دې باور کول چې ګواکي ایران به په افغانستان کې د عیني پالیسۍ مخه نیسي، د ساده ګۍ هغه نهایي حد دی. دا چې په منځني ختیځ کې د ایران د جګړو پراخه برخه د افغان شیعیه ګانو پر مټ مخته بېول کیږي، په دې مانا ده چې د افغان شیعه یانو په استخدام سره د ایران مذهبي فرقه پالنه په افغانستان کې له نورو هغه دوه برابره مخته تللې ده. د دوی د بهرنېو چارو وزیر پخپله دا موضوع تاییدوي. ان د کابل چارواکي داسې ښکاري چې دا لار به تعقیبوي. د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امر الله صالح په دې وروستېو کې تور ولګولو چې طالبان پلان لري تر څو افغان شیعه ګان قتل عام کړي، چې دا څرګندونې د ویرونکې محتوا د درلودلو په سبب د خپله افغان شیعه مشرانو لخوا وغندل شوې.

ایران په افغان خاوره کې د خپلو شیعه ملیشو د بیا را ټولولو مفکوره پر مخ بیایي. ایران د طالبانو په نسکورولو کې د امریکا ملاتړ وکړ، بیا یې د امریکا او په کابل کې د هغه د ملګري رژیم پر وړاندې د هغه طالبانو ننګه وکړه چې د یوه تروریست ارګان په نامه یادیږي. په آنلاین بڼه د امریکایانو د وتلو په اړه د امریکې او طالبانو د موافقې په باب د ایران انتقادي موضع په هکله غلط معلومات په داسې وخت کې خپریږي چې ایران له افغانستان څخه د امریکا د خروج مسئله د تېرو دو لسیزو یوه ښه برخه بللې ده. دا دایره یوازې هغه وخت د مربعې شکل غوره کولای شي چې ګاونډی ضعیفه وي، دا هغه خبره ده چې د هیوادونو په تېر تاریخ کې یې عمومیت درلودلی دی. په دې منظور چې د یوه ښکاره ګواښ پر وړاندې د یو چا ملاتړ وشي یا هم د ځان نفوذ پراخ شي، په دواړو صورتونو کې دا تر ډیره په لاسماغېو کې د هغو پټ لاس خوځېډل دي چې مقصد یې د تشخیص وړ نه وي. اوول لوبېل موضوع داسې خلاصه کوي "ایران د دې په لټه کې دی تر څو د امریکا او متحدینو وینې یې توی کړي او دا هیواد همداسې مات وساتي. دا پلان د دې لپاره جوړ شوی دی تر څو خپله تر ټولو مهمه او نه کارول شوې پانګه یعني افغان شیعه یانو لپاره میدان پراخ کړي. "

د ایران او افغانستان په قضیه کې دا بې سابقې نه ده. به نولسمه پېړۍ کې، کله چې امیر دوست محمد خان پر کندهار بشپړ واک درلود، د هغه د میرې له زامنو څخه چې د ده رقیبان و تر لسیزو ملاتړ وروسته، کله چې امیر په ۱۸۶۳ ام کال کې هرات ونیو او دا پر دې منتج شوه چې یو وار بیا پر یوه خوره وره خاوره د افغان شاهي حکومت او سیاسي نظام احیا شي، د قاجارو په منځکې تشنج واچول شو او بیا پر ایران حکومت کیږي.

Iran’s Claws Sink Deeper Into  The Iranian Foreign Minister Jawad Zarif has caused a stir in Afghanistan. In an intervie...
29/12/2020

Iran’s Claws Sink Deeper Into

The Iranian Foreign Minister Jawad Zarif has caused a stir in Afghanistan. In an interview with Afghan journalist Lotfullah Najafizada, Zarif openly expressed to Najafizada Iran’s willingness to regroup its battle-harded Shia Afghan militant force, the , to fight against ‘terrorism’ in Afghanistan.

Zarif added “they [Fatemiyoun] are the best forces with a military background against Daesh”. Bizarrely, in the aftermath of what was perceived in Afghanistan as blatant Iranian interference in Afghan affairs, Afghan National Security Advisor Hamdullah Mohib visited Tehran and met Zarif, in what can be considered Kabul’s tacit approval of Zarif’s stance. Mohib emphasised “the need to expand political, economic, cultural and security cooperation between the two countries.”

The past nineteen years have seen an oscillating stance from Tehran toward Afghanistan. Perhaps unusually, Tehran enthusiastically supported the US in overthrowing the Taliban regime in 2001 and established close ties with successive governments in Kabul. In recent years, it also developed ties with the Taliban. The ambiguity of Iran’s stance was further reinforced with Zarif openly criticising the US-Taliban deal which paved the way for a US withdrawal from Afghanistan that Tehran has long called for. Noteworthy is Tehran’s recruiting of tens of thousands of Afghan Shia to fight in its Fatemiyoun militia in Syria. This has led to a growing suspicion of Iran as to its role within Afghanistan in its promotion of sectarianism, with Zarif’s interview only fuelling these concerns.

Yet Iran’s policy is not one-dimensional; confined to one theatre at a time serving different realms to Tehran. These realms are interrelated, serving both pragmatic and ideological goals. Iranian client networks operate on a vast scale and are deployed duly where a need arises. This was summed up by the successor to Qassem Solaimani, General Qaani, who described Fatemiyoun as “a new culture — a collection of brave men who do not see boundaries and borders in defending Islamic values,” [1] Qaani was also accused by the governor of Afghanistan’s Shia Hazara dominated Bamyan province of travelling to the province under a false identity as recently as 2018. [2]
To assess Afghan suspicions of Iran, contextualisation is needed of Iran’s soft (ideological) and hard (military) power. Not just of Iran’s current and potential roles in the Afghan context, but regionally too. Just as Iranian clients pervade the Middle East, so too can the same clients augment Tehran’s influence in Afghanistan.

IRAN ON BOTH SIDES OF THE SPECTRUM

Whilst the War on Terror and its associated epistemologies are used to castigate Iran in Western capitals, Iran has deftly manipulated the otherwise hostile post 9/11 paradigm to emerge as one of its leading beneficiaries. Perhaps it was with this in mind that President Trump publicly derided America’s policy of ‘endless wars’, as Washington lurches from side to side, losing direction, purpose and focus by the day, whilst empowering its foes in Tehran, Beijing or Damascus. Through a coalescence of the blundering incompetence of its Gulf rivals, its own determination and cunning, together with the heavy-handed clumsiness of the US, Iran’s status as a regional power is inarguable. It could be considered the regional power; its so-called Shia Crescent of Lebanon, Syria, Iraq and Iran is the greatest reflection of Iranian primacy in the region. [3]

The expansion of Iranian influence can in no small part be attributed to the appeal of its state-sponsored brand of Shi’ism. Having recognised this, the US Treasury on December 8th moved to sanction Al-Mustafa International University: an international network of Iranian operated religious seminaries with branches in Afghanistan. The Treasury’s statement asserted “the Iranian Revolutionary Guard Corps – Quds Force has used Al-Mustafa as cover for its recruitment of Afghans.” [4] Why Shia Afghans would fight for a second country (Iran) in a third country (Syria) is due to Iran’s distinctly Shia constitutional fabric, shaped by the doctrine of Wilayatul Faqih: Custodianship of the Jurist. Iran’s constitution posits the Supreme Leader, mandatorily a Shia jurist, as an interim-leader in the millennium-long occultation of the Mahdi: a sacred and infallible figure to Shia worldwide, believed to be divinely appointed. This doctrine, though disputed heavily [5], has enamoured Shia from an array of countries, for whom the Iranian Supreme Leader is second only to the Mahdi.

A case in point is that of the Lebanese group Hezbollah. Hezbollah not only considered Ayatollah Khomeini` “official marja’ al-taqlid (religious-legal authority of emulation) of the Islamic Republic and as the first faqih (jurisprudent, jurisconsult)” but also regarded “wilayat alfaqih, as defined by Khumayni, as its true Islamic cultural identity and adopted it, in its original formulation’ and ‘paid homage and allegiance to Khumayni as the political and religious leader of the umma’ [6].

At the same time, Iran has taken careful steps in building bridges with foes on the opposite side of the sectarian spectrum, seemingly self-defeating given the mutual sectarian animosity. Abu Musab Al-Zarqawi, the founder of Al-Qaeda in Iraq, was given refuge in Iran after the fall of the Taliban regime in 2001, under whom he had been heading an Al-Qaeda training camp in Afghanistan. This was whilst he made no secret of his feelings toward Shia Muslims: espousing his view that they were enemies of Islam [7]. Slain Iranian commander Qassem Soleimani, at whose behest Zarqawi and his accomplices were given safe passage into Iraq to start a Sunni anti-American insurgency, saw Al-Zarqawi as an asset for Iranian regional dominance and provided him with material support, despite his open enmity to Shia that resulted in thousands of Iraqi Shia being killed at his hands [8].

IRAQ

Coupled with its flirtations with Al-Qaeda, Iranian influence in Iraq, a society with a large Shia demographic, is paramount. Iran frequently mediates in petty squabbles between its cabal of influential Shia politicians and militias, who in turn dominate Iraq [9]. The rule of Iranian protege PM Nouri al-Maliki set in motion events that led to the rise of Daesh beaten back only with massive US air support and thousands of recruits to Shia militias. The daunting gloom of Daesh ultimately provoked Shia clerics such as Ayatullah al-Sistani, the foremost religious authority in Iraq, to release a fatwa calling on all Iraqis to defend their country from Daesh. The call was heeded by tens of thousands of Iraqi Shia.

The significance of this was lost on many. Sistani, of Iranian origin, had generally remained independent of Tehran, unlike others. His distinctness is cemented absent a firm endorsement of wilayat-ul-faqih: an issue of centrality in matters pertinent to Iran and its Shia credentials. Sistani’s fatwa, however, aligned what was hitherto an independent cleric with the Iranian camp firmly under Tehran within the broader context: a war being increasingly and overtly characterised bloody sectarian fault-lines [10]. The fatwa led directly to the formation of four brigades loyal to him: Imam Ali Combat Division, Ansar al-Marjaiya Brigade, Abbas Combat Division and the Ali al-Akbar Brigade, under the umbrella of the Shia Popular Mobilisation Forces (PMF). Since the defeat of Daesh, the fault-lines within the PMF have once again become apparent, further pointing to the alliance’s sectarian and temporary raison d’etre.

Tallha Abdulrazaq, Counterterrorism and Security expert at the University of Exeter’s Strategy and Security Institute and scholar on Iraq explains that “The dispute between pro-Sistani factions and the rest of the PMF is now less ideological and more budgetary. For years, pro-Sistani factions complained about discrimination against them in terms of their piece of the pie, and have now twice threatened to depart from the PMF and answer only to the prime minister’s office. Abdul-Razaqq added that “This is telling because they are already supposed to be under the prime minister’s command, except the IRGC exert undue control over PMF operations. However, they have failed to do so and have been placated by something as banal as more money, which speaks to their pragmatism as opposed to any theological or political convictions beyond an anti-Sunni animosity.”

SYRIA

The commonalities between Iraq and Syria do not manifest solely in Daesh being an actor in both, which rejects the border between them as illegitimate. Syrian President Bashar al-Assad belongs to the Alawite sect, often regarded an offshoot of Shia Islam. Once again, the increasing prominence of extremists like Daesh in Syria was no coincidence. It was engineered. As part of what was framed as a general amnesty, Assad released high-profile extremists to fracture opposition to him sully a nationwide insurrection against his regime [11].

The increasingly visible extremism of the Syrian opposition conducted by design saw a corresponding increase of sectarian language to smear all opposition to the regime as ‘takfiri’ or ‘Wahhabi’; the latter initially referring to an 18th century Arabian puritanical movement, now employed by Iran’s axis as a catch-all term for dissenters.

Now embroiled in a sectarian war, Assad was helped by Tehran with men and materials, receiving millions of dollars [12] and reinforced by Iranian proxy Hezbollah to buttress his broken forces. Other forces were from Pakistan [13], Afghanistan [14], Iraq, and Lebanon [15] whose militants were recruited in their home countries through the proselytisation of state-sponsored Iranian Shi’ism, were deployed. In Syria, Fatemiyoun were only one of many of these militias [16].

The sectarianism wasn’t unique to the Syrian context. Sectarianism was instrumental in persuading otherwise hesitant Afghan Fatemiyoun recruits to see their campaign in Syria as one that was religiously sanctioned. “They chose the unit’s name wisely: Fatemiyoun.” Muhammad Jalil Dinsta, a former Fatemiyoun fighter, recalled, “They say that Omar [a revered figure amongst Sunni Muslims] killed Fatemeh, the daughter of the Prophet. Now they gathered us to take revenge for Fatemeh’s death on the Sunnis.” [17]

For others, it wasn’t the same. Whilst Zarif insisted that the Shia Afghans who had gone to Syria “went to fight for their beliefs”, threats of deportation against Afghan refugees in Iran, in the event they refused to fight in Syria, has been documented [18]. Afghan refugees in Iran, predominantly Shia Hazaras, suffer from grim levels of systemic discrimination. Children are barred from attending schools [19], Afghans routinely face abuse and racism [20]. Enlisting in Fatemiyoun offered, for many, the only opportunity for social mobility. Shockingly, even children were enlisted as fighters, whether willingly or coerced. [21]

Zarif’s assertion that just as in Syria, “the Afghan government is fully informed that we are prepared to…regroup these forces under the leadership of the Afghan National Army in the fight against terrorism” raised eyebrows in Afghanistan. This is hardly surprising; news of Iran’s destructive activity role in Syria has not gone unnoticed in Afghanistan, despite Afghanistan being embroiled in its own war of four decades. The hostility toward Zarif’s remarks was inevitable. Afghanistan is an overwhelmingly Sunni majority country and tens of thousands of its Shia citizens were recruited by Iran through the undisguised weaponisation of sectarian language of ‘taking revenge’ to fight Syrian Sunnis: co-religionists of most Afghans. Neither does the activity of Fatemiyoun mark a watershed in Iranian-Afghan relations, for during the Iran-Iraq War too, roughly 45,000 Afghan Shia were recruited by Tehran to fight a bloody war against Saddam Hussein’s Iraq. The fact that Afghanistan at the time was itself under Soviet occupation against which a nationwide jihad (including Shia factions) was being fought makes the reality of Iran’s ideological potency further staggering. [22]

IRAN’S INROADS INTO AFGHANISTAN

Iran is still relatively handicapped in its influence in Afghanistan, at least in terms of religion. Afghanistan is overwhelmingly Sunni. In particular, the Hanafi school of jurisprudence functions as supreme rite of the land. Ethnic fault-lines, however, are more exploitable. This is particularly so given Afghanistan and Iran share a mutual language in Farsi, known as Dari in Afghanistan for political purposes. Mired in wars, Afghanistan suffers from a dire lack of indigenous academic activity or organisation. Iranian Farsi books have filled the void. The central library of Kabul University primarily stores books published in Iran. [23]

This may seem innocuous. A closer look reveals otherwise. Given Iran’s lack of academic freedom, censorship is active government policy [24]. Books supplied to Afghanistan by Iran are those approved first by Tehran. Furthermore, books are often imported without scrutiny by Afghan authorities. In 2009, the governor of Nimroz province seized thousands of Iranian books, whose contents he described as seditious, instigating ethnic and religious conflict in Afghanistan [25]. The books were later thrown symbolically into the Helmand River, which flows into Iran and whose water rights remain disputed between the two countries. The sharing of a common language has also created what Ehsan Azari Stanizi termed ‘cultural homogenisation’ where the use of lexicon and terminology used in Iranian Farsi is increasingly encouraged and promoted in Afghanistan, where it is foreign, at the expense of native idioms. [26]

Iran’s activities are not restricted just to the military and the educational, or indeed, the real world. Online too, Iranian disinformation has been detected. The Stanford University’s Internet Observatory reported that Facebook, in an attempt to curb Iranian disinformation, had shut down 11 pages, 6 groups, 28 profiles and 47 Instagram accounts targeting Dari speakers in Afghanistan [27]. The network amassed hundreds of thousands of followers on different platforms with fake accounts, posting pro Iranian messaging. They emphasised using the term Farsi as opposed to Dari in order to “foster Afghan-Iranian solidarity.” Kabul has termed the local dialect of Persian ‘Dari’ to mark its distinctness from the Iranian variant. Other topics included promotion of women’s rights, criticism of Pakistan whilst accusing the United States of secretly colluding with the Taliban. A number of posts praised Iran, suggesting it was the country to play a vital role in ‘stabilising’ Afghanistan.

CONCLUSION

Discourse on Afghanistan has usually focused on the roles of Pakistan and the USA in Afghanistan. Less focus has been devoted to Iran, firstly due to the more visible roles played by the US and Pakistan as well as the more apparent role that Iran plays in Iraq, Syria, Lebanon, and Yemen. Highlighting Iran’s exploitation of sectarianism in the Middle East whilst avoiding the same policy in Afghanistan is naïve, at best. This is doubly so when Iran’s wars in the Middle East are facilitated in large part by its advancement of sectarianism in recruiting Afghan Shia. Its own Foreign Minister further confirms this. Even authorities in Kabul seem to follow the pattern, with Afghanistan’s Vice President Amrullah Saleh recently alleging Taliban plans to massacre Shia Afghans, which was condemned by Afghan Shia leaders themselves as fear-mongering. [28]

Iran advances the idea of regrouping its own Shia militants on Afghan soil. Iran supported the US to overthrow the Taliban, then assisted the Taliban (whom it declares a terrorist organisation) against the US and its client regime in Kabul. Online misinformation attributed to Iran criticises the US-Taliban withdrawal agreement whilst Iran has called for a US withdrawal for the better part of two decades. This circle can only be squared when the instinct of keeping one’s neighbour weak, common in many capitals across history, is accounted for. Either in order to protect oneself against perceived threats or to widen one’s own influence, these aims often work hand in glove, becoming indistinguishable. Ovel Lobel sums this up: Iran seeks to “bleed the United States and its allies and keep the country broken. This is designed to create more space for its most important and hitherto unutilized asset: Afghan Shi’ite brigades.” [29]

In the case of Iran and Afghanistan, this is not without precedent. In the 19th century, after decades of supporting the rival half-brothers of the Afghan Amir Dost Muhammad Khan who collectively ruled Qandahar, the Amir’s conquest of Herat in 1863 and resultant reunification of the Afghan Kingdom induced hysteria amongst the Qajars then ruling Iran. [30]

For references see first the link in the comment.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AfghanEye Pashto - افغان لید posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share