Country News

Country News
د افغانستان د معتبرو رسنیو څخه یو رسنۍ ده

پاکستان ـ راولپنډي:پولیسو هغه نرښځی نیولی چې یو نیم کال په یوه مسجد کې ملا امام و او خپل جنسیت یې پټ کړی و.آج نیوز پخپل ...
05/03/2023

پاکستان ـ راولپنډي:
پولیسو هغه نرښځی نیولی چې یو نیم کال په یوه مسجد کې ملا امام و او خپل جنسیت یې پټ کړی و.
آج نیوز پخپل راپور کې لیکلي، نوموړي یوه میاشت مخکې امامتي پرېښې وه اوس یې خیرات یې ټولولو چې د سیمې خلکو وپېژانده او پولیسو ته یې احوال ورکړ.

لنډ کورني او بهرني خبرونهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ• جنرال خوشحال سعادت: په یوه حساب د جمهوریت سقوط د ا...
02/03/2023

لنډ کورني او بهرني خبرونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
• جنرال خوشحال سعادت: په یوه حساب د جمهوریت سقوط د افغانستان په ګټه و، وطن یې له جاسوسانو او غلو پاک کړ.
وايي، ط. دومره خیانت نه دی کړی، لکه څومره چې جنګسالارانو کړی او د مقاومت په نوم هیڅ جبهه په افغانستان کې نشته.

• نن ارګ کې د دوحې تړون درېیمه کلیزه ونمانځل شوه.
اقتصادي مرستیال وویل: تړون کې داسې هیڅ نشته چې له خلکو پټ وي، موږ ورته ژمن یو خو امریکا نه، نور هېوادونه له موږ سره تعامل ته نه پرېږدي، نومونه مو تور لیست کې دي او شتمني مو کنګل.

• خلیلزاد ویلي، اشرف غني ته مې ډېر وویل چې زه د امریکا استازولي کوم، له افغانستانه حتما ووځو، خو هغه به د امریکا سناتورانو ته زنګونه وهل او زما یې نه منله.
وايي، هسې لاپې یې کولې چې زه امان الله خان نه یم خو کله چې پرې سخته راغله وتښتېده.

• له پنځه میاشتو ځنډ وروسته، یو ځل بیا د پاسپورټونو وېش بهیر رسماً پیل شو.

• لوړو زدکړو وزارت ویلي، د سړو سیمو تحصیلي بنسټونو د ذکور محصلینو پسرلني سمستر درسونه به د کب پر ۱۵ مه نېټه پېل شي.

• افغان کرکټ بورډ حمید حسن ته د ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي وړاندېز کړی، حسن منلې خو هیله لري چې لومړی د خپل کریر وروستۍ لوبه وکړي.

•‏ اترا: په تېر یوه کال کې د مخابراتي شرکتونو شاوخوا دوه زره سایټونه، چې د جګړې له کبله تخریب یا غیر فعال وو، بېرته رغېدلي او فعال شوي.
ـــــــــــــــــــــ
• امریکا په چین تور لګولی چې کرونا ویروس د ووهان ښار له یوه لابراتوار څخه خپور شوی او اوس د څېړلو مخه هم نیسي.

• له یوې شمېرې څخه نامعلوم کس فلمي ستورو امیتاب بچن، درمندر او امباني ته د وژلو ګواښ کړی چې په بمونو یې الوځوي او ۲۵ کسیز ټیم یې ورته ګمارلی.

• پاکستاني ط ویلي، تېره فبروۍ میاشت کې یې پر امنیتي ځواکونو ۲۹ بریدونه کړي او ۱۲۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

• افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان له نږدې درې کلنې دندې وروسته استعفا وکړه.
وايي، پخپلو شخصي کارونو، کورنۍ او مطالعې تمرکز کوم.

د نن ورځې لنډ خبرونه:• نیمروز: ط. یو ایرانی سرحدي پولیس خپلې حوزې ته راوستی او له ډبولو وروسته یې خوشې کړې.دغه ایراني پو...
28/02/2023

د نن ورځې لنډ خبرونه:
• نیمروز: ط. یو ایرانی سرحدي پولیس خپلې حوزې ته راوستی او له ډبولو وروسته یې خوشې کړې.
دغه ایراني پولیس د تیلو ټانکر یو افغان موټروان سره بداخلاقي کړې وه او هغه ط. ته شکایت کړی و.

• د کب نهمه، سبا د سرتیرو ملي ورځ ده چې مخکني ولسمشر اشرف نومولې او هر کال نمانځل کیږي.
خو اوس نه مخکنی پاچا شته، نه یې عسکر او نه په ټولنیزو رسنیو د پخوا په څېر بدرګه کیږي.

• اوچا: د څو لسیزو جګړو له امله، د افغانستان خاوره نړۍ کې تر ټولو زیات ناوچاده ماینونه او مهمات لري.
وايي، د ارزونې او خنثی کولو لپاره یې 18.3 میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

• د مالیې وزارت له خوا، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پر تازه میوو او سبزیو د لیږد فورم اخیستل لغوه شو.

• انورالحق احدي: سویس بانک کې د افغانستان درې نیم میلیارده ډالرو ۷۰ میلیونه ډالر سود ګټه کړې.

• اطلاعاتو کلتور وزارت: له موږ پرته هیڅ دولتي ارګان له خبریالانو او رسنیو د پوښتنې حق نلري.

• اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوالو له دې امله لاریونونه پېل کړي چې امریکا یې د وېزو په منلو کې ډېر ځنډ وکړ او حوصله یې په ختمېدو ده.

• استنبول کې افغان کونسلګري هم اوسني سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.
بهرنیو چارو وزارت خپل ډیپلومات ګل مت ځدراڼ استولی.
بلخوا، نن سهار اته ډیپلوماتان ایران ته هم استول شوي.

د نن ورځې لنډ او مهم خبرونهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ• ایران کې نن افغان سفارت سرپرست حکومت سپارل کی...
26/02/2023

د نن ورځې لنډ او مهم خبرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
• ایران کې نن افغان سفارت سرپرست حکومت سپارل کیږي.
د تېر جمهوریت حکومت ډیپلوماتانو د سفارت کیلیانې د ایران بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي چې د ط. نوي استازي ته یې ورکړي.

• د هرات ولایتي اداره: معتادینو ته له رغېدو وروسته د کار زمینه برابروو.

• غور کې د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې محصلینو د معلولینو لپاره څلور ټایره ځانګړی موټرسایکل جوړ کړی.

• کرنې وزارت د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې ملي پارک جوړوي.

• ملي پراختیا شرکت: قوشتیپې کانال دواړو غاړو ته د سړک جوړولو او نیالګیو ایښودولو چارې په چټکۍ روانې دي.

• د اېټالیا کلابرییا سیمې ساحل ته نږدې د افغانستان، پاکستان او ایران د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې ۴۵ تنه مړه، ۸۰ ژغورل شوي او ځینې نور ورک دي.
کښتۍ کې شاوخوا ۱۵۰ تنه سپاره وو.
د مرکزي مدیترانې یا د روم سمندرګي دغه لاره د نړۍ له خطرناکو لارو څخه ګڼل کیږي چې اروپا ته له رسېدو وړاندې ګڼې نورې کښتۍ پکې هم ډوبې شوي.

• پاکستان: د قذافي کرکټ لوبغالي څخه غلو ټولې امنیتي کامرې غلا کړي.
پاکستان: څوک چې د حج ادا کولو لپاره په ډالرو فیس جمع کړي، ۲۵ سلنه تخفیف ورته کوو.

• د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، ناټو په غیر مستقیمه توګه د اوکراین جګړه کې ښکېله ده، غرب هڅه کوي روسیه دړې وړې کړي.

د مکې مکرمې والي او امامانو کعبې شریفې ته د ګلابو او د زمزمو د اوبو غسل ورکړ.کعبه شریفه هر کال د برات (شعبان) د میاشتې پ...
24/02/2023

د مکې مکرمې والي او امامانو کعبې شریفې ته د ګلابو او د زمزمو د اوبو غسل ورکړ.
کعبه شریفه هر کال د برات (شعبان) د میاشتې په اوله مینځل کېږي.

د افغانستان رېل‌پټلۍ اداره وايي، په تېرې سلواغې میاشت کې د رېل‌‌پټلۍ له لارې څه باندې ۳۹۶ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وا...
24/02/2023

د افغانستان رېل‌پټلۍ اداره وايي، په تېرې سلواغې میاشت کې د رېل‌‌پټلۍ له لارې څه باندې ۳۹۶ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۲۷ زره مټریک ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.

کابل ښاروالي وایي، د اوومې ناحیې اړوند چهل‌ستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارو لومړی پړاو د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت ...
24/02/2023

کابل ښاروالي وایي، د اوومې ناحیې اړوند چهل‌ستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارو لومړی پړاو د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت پيل شو.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Country News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share