Afghanistan National Army

  • Home
  • Afghanistan National Army

Afghanistan National Army Afghanistan national army is my proud.

د وطن اصیلو بچیانو او افغان زمریانو!سږکال د ننګ او غیرت کال دی، دښمن ارام ته پرېنږدئ، پر اجیر او غلام دښمن میندې بورې کړ...
30/10/2023

د وطن اصیلو بچیانو او افغان زمریانو!

سږکال د ننګ او غیرت کال دی، دښمن ارام ته پرېنږدئ، پر اجیر او غلام دښمن میندې بورې کړئ؛ د ولایاتو، ښارونو او ولسوالیو د نیولو ارمان باید ګور ته یوسي

تاریخ جوړ کړئ، د ننګ د یوې ورځې ژوند د بې ننګۍ له سل کاله ژونده څخه غوره دی
موږ ستاسو پر ملي غرور، وطنۍ مینه او ملي وقار ویاړو.

افغانستان تر هر څه لومړی دی 🇦🇫
ملي امنیتي ځواکونه د هندوکش او پامیر په شان نه ماتېدونکي دي.

07/10/2023
30/09/2023

د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ملګرتيا

چې  یې دار ته خېژولو دار یې ښکل کړ او د دار په پتکه یې قدم کېښود چا ترې وپوښتل چې څنګه یې اوس؟وې: د نرانو معراج دار دی ک...
30/09/2023

چې یې دار ته خېژولو
دار یې ښکل کړ
او د دار په پتکه یې قدم کېښود
چا ترې وپوښتل چې څنګه یې اوس؟
وې: د نرانو معراج دار دی که پوهېږې!

#تذکرةالاولیا

يو وخت مو داسې د نجات پريښتي درلودي.
30/09/2023

يو وخت مو داسې د نجات پريښتي درلودي.

22/09/2023

مورچل دي وو ته په کي نه وي
ما دي خالي مورچل ته وکړل سلامونه

19/09/2023

نه شتون دي د زړه په رنځ اخته کړي يم

د افغانستان د ملي پوليسو تجهيزات ټول کباړ شول
19/09/2023

د افغانستان د ملي پوليسو تجهيزات ټول کباړ شول

29/08/2023

جنګ ته په منډه ځي په شان لکه د زمري
اي دا د ملي اوردو زلمي

29/08/2023

The Afghan army's Respect for national flag

24/08/2023

2021 Aug 15

23/08/2023

.♥زما جانان ملي بيرغ دی
زه يې عسکر يم، سلامي ورته کومه

Happy 104th  Independence Day Dear Afghans       vand Afghanistan !
19/08/2023

Happy 104th Independence Day Dear Afghans vand Afghanistan !

د اګست پنځلسمه د پاکستان پواسطه د افغانستان د اشغال شروع او د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ ده. یوازې په دیني تریاکو مس...
14/08/2023

د اګست پنځلسمه د پاکستان پواسطه د افغانستان د اشغال شروع او د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ ده. یوازې په دیني تریاکو مست او یا هم په قومي تعصب ککړ به دا ورځ توره نه ګڼي.
د همدې اشغال په وجه مو نن په نیم نفوس تعلیم او کار بند دی، ځوانان مو مرګ قبلوي خو له هیواده وځي، د افغان انسان بنسټیز انساني حقوق غصب شوي، د جاهلو ملایانو په لاس وطن د تباهي کندې ته روان دی.
که څوک احساس لري دا انځور زر خبرې کوي. دا د خپلو نااهله او مزدورو ځامنو پواسطه د یو ملت د ماتیدو انځور دی.
تر مرګه به دا تصویر ما ځوروي.
انځور کاپي

14/08/2023

Afghan national army

Afghanistan brave national army
29/07/2023

Afghanistan brave national army

29/07/2023
د زمري د مياشتې اوومه نېټه د‌ ملي بیرغ ورځ دې، ټولو وطنپالو ته مبارک وي.
28/07/2023

د زمري د مياشتې اوومه نېټه د‌ ملي بیرغ ورځ دې، ټولو وطنپالو ته مبارک وي.

‏دا نن چې د جنرال رازق د قبر توهین کوي، دا اصلا سبا د خپل ملاعمر قبر جوړ نغواړي. دوی فکر کړی یوه پېړۍ به دلته حاکمان وي....
08/07/2023

‏دا نن چې د جنرال رازق د قبر توهین کوي، دا اصلا سبا د خپل ملاعمر قبر جوړ نغواړي. دوی فکر کړی یوه پېړۍ به دلته حاکمان وي. که په خپلو پټکیو اعدام نشوئ دا ځای یې نښه. افغانان د بدمعاش په چل ډېر ښه پوهېږي. له جګړې ستړي نامرده نه وي. دمه درته کوي. وخت در کوي. ستاسې غیرت افغانانو لیدلی.
نجيب ننگيال

«دوستم » ته ورته «پريګوژين» بريالی نه شو، او «ژوندی!» هم پاتې شوپرون د جون 24 د روسيې په تاريخ کې د ګواښونو او خطرونو ډک...
26/06/2023

«دوستم » ته ورته «پريګوژين» بريالی نه شو، او «ژوندی!» هم پاتې شو
پرون د جون 24 د روسيې په تاريخ کې د ګواښونو او خطرونو ډکه ورځ په سوله پای ته ورسېده.
د روان جون په 24 ، د اوکراين پر وړاندې د روسي جنګياليو د يوې خصوصي کمپنۍ«واګنر» مشر یفګېني پريګوژين بغاوت وکړ او د روسيې د مرکز مسکو په لور يې د يو مارش په ترڅ کې خپله نافرماني څرګنده کړه. «واګنر» خصوصي جنګي کمپنۍ له 2014 کال راهيسې فعاله شوې او جنګياليو يې له اوکراين پرته په سوريه، ليبيا، سودان او وينزويلا کې هم په دفاعي او بريدګرو عملياتو کې برخه درلوده. د روسيې په قوانينو کې د خصوصي جنګې کمپنيو په نوم د نظامي تشکيلاتو يادونه نه ده شوې، خو د اکراين په مسئله کې له ناټو سره د روسيې د مامختيا له کبله دغه کمپنۍ د قانون په خلا او يا خړه فضا کې تشکيله شوې او جنګيالي د روسيې د دولت له خوا په وسلو او پيسو تر نورو جنګياليو زيات نازول شوي دي. ددغې کمپنۍجنګليالي يوازې روسان نه دي، ويل کيږي چې نارويژيان او د پخوانۍ يوګوسلاويا د بوسنیا وګړي هم ددغو جنګياليو برخه ده. ټول جنګيالي يې روسيې ته په وفادارۍ وياړي او د روسيې د ګټو لپاره قرباني ورکوي. د «واګنر» نظامي کمپنۍ سره له دې چې وسلې او پيسې يې د روسيې د فاع وزارت له خوا ورکول کيږي، خو تشکيلات او د جنګياليو قراردادونه يې د روسيې په دفاع وزارت پورې تړاو نه لري او په دغو چارو کې خپلوا که ده. د کمپنۍ مشر يفګينې پريګوژين لوی پانګه وال دی، د پاترياتيزم او هيوادپالنې مدعی دی، په خپلو څرګندونو کې د روسيې ولسمشر ښاغلي پوتين ته ډير وفادار ښکاري، د جنګ په جبهه او په ځانګړي ډول د باخموت په جنګ کې ډير وځليد، جنګياليو يې زيات تلفات وليدل او دې ادعا کوي چې د باخموت ښار يوازې د «واګنر» د جنګياليو له برکته د روسيې لاسته ورغی.
د روسيې ګټو او ولسمشر پوتين ته له وفادارۍ سره سره ښاغلی پريګوژين احساساتي، ځان خوښی، شهرت غوښتونکی ، قدرت غوښتونکی او په لفظي څرګندونو کې بې باکه سړی دی. سره له دې چې په «واګنر» کمپنۍ کې دده د جنګياليو د وسلو او پيسو امتياز تر ټولو لوړ دی، خو د جنګ په اوږدو او په ځانګړي ډول په ورستيو شپږو مياشتو کې يې د روسيې د دفاع وزارت د مشرتابه پر وړاندې د بې باکه او کوڅه يي کلماتو په کارولو خپل نارضايت څرګنداوه. له ځانګړي يوټيوب کانال، تېلېګرام کانال او ګڼ شمير نورو رسنيو څخه په استفاده يې د روسيې د فاع وزير جنرال سرګې شويګو، لوی درستيز جنرال واليرې ګېراسيموف او نورو په ادرس سپکې سپورې ويلې او داسې يې څرګندوله چې دی تر هغوی زياته وړتيا لري، تر هغوی زياته قرباني ورکوي، د روسې ګټو او د ولسمشر پوتين مشرتابه ته تر هغوی زيات وفادار دی.
لکه د افغانستان په څېر چې د دفاع وزارت په موازاتو کې يې د قومي مليشو، اربکيانو او خصوصي پوځي تشکيلاتو موجوديت ستر زيانونه رامنځته کړل او په پايله کې د نظام د سقوط او پاشل کېدو باعث شول. ښايي د روسيې دولتي مشرتابه هم د دفاع وزارت په موازاتو کې د خصوصي پوځي تشکيلاتو په تاوان پوهيدلي وي چې په دې وروستيو کې يې د ولسمشر د فرمان له مخې پرېکړه کړې چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه دې د ټولو خصوصي کمپنيو جنګيالي د خپلې وړتيا سره سم په انفرادي ډول د روسيې د دفاع وزارت سره قراردادونه لاسليک کړي. په دې ډول ښايې په پام کې وه چې له شور او شره پرته له خصوصي پوځي تشکيلاتو سره خدای په اماني وکړي.
ښاغلی پريګوژين د بغاوت تر وروستيو شېبو پورې د روسيې د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې او پېرزوينې وړ و. خو له چې وايې «ميږي ته خدای په قهر شي، وزرې ورکړي». د جون په ۲۴ نېټه سهار په شپږ نيمو بجو ښاغلي پريګوژين د خپل تېلېګرام کانال له لارې ادعا وکړه، چې د دفاع وزير سرګې شويګو او ستر دستيز والېرې ګيراسيموف د جبهې تر شا دده پر جنګياليو راکټونه اورولي او هغوی يې له منځه وړي دي. هغه ژر تر ژره د دفاع وزير او لوی درستيز د ليرې کېدو غوښتنه وکړه. پريګوژين دغه شيبه د روسيې په جنوبي رستوف ښار کې د پرتې قول اردو له قرارګاه څخه خبرې کولې. هغه د خپلو پنځه ويشت زرو جنګياليو سره له خپلو قرار ګاوو څخه حرکت کړی و، د روسيې په جنوب کې يې د رستوف ، ورونژ او ليپیڅک په شمول په ځينو کوچنيو او غټو ښارونو کې پوځي او ملکي مرکزونه نيولي وو او او ښايې د دفاع وزارت د مرکز د نيولو په نيت يې د مسکو په لور حرکت وکړ چې په وروستيو شېبو کې د مسکو ښار تر دوه سوه کيلو مترۍ پورې رارسېدلی و.
په هماغو شېبو کې سهار وختي ولسمشر پوتين د يوې لنډې وينا په ترڅ کې، سره له دې چې د هيچا نوم يې ياد نه کړ، خو په جدي، توندو او شديدو الفاظو یې دغه عمل بغاوت، جنايت او ملي خيانت وباله او ويې ويل چې عاملين به يې د قانون او ولس پر وړاندې ځواب ووايې. د ښاغلي پونين په خبرو کې د واګنر پر جنګياليو غږ وشو چې د ځان غوښتونکو له ملاتړه لاس واخلي او د وينو تويدو مخه ونيسي. ورسره سم په مسکو ښار او ولايت کې هم د تروريزم ضد د امنيتي اماده ګۍ حالت اعلان شو او د مسکو ښار ته د «واګنر» د جنګياليو د ننوتلو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيول شول.
ښاغلي پوتين په هماغو لومړيو شېبو کې له روسيې سره د ګډ امنيت د متحدو هيوادونو (بلاروسيې، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان...) له ولسمشرانو سره هم د تدابيرو د شريکولو او همکارۍ مشوره کړې وه. د بلاروسيې ولسمشر الکساندر لوکاشېنکا د واګنر له مشر ایفګېني پريګوژين سره د شل کلنې پژندګلوۍ مشترکات لري او له همدې کبله يې د ښاغلي پوتين په مشوره او موافقه ټوله ورځ له پريګوژين سره د وينې توييدو د مخنيوي په پار خبرې کولې. دغه خبرې په پايله کې د شپې په يوولسو بجو په بريا پای ته ورسېدې. ددغې موافقې له مخې به د «واګنر کمپنۍ» مشر بیلاروسيې ته ولېږدول شي، د هغه په وړاندې به د جنايت او ملي خيانت دوسيه وتړل شي، د «واګنر» جنګيالي به له خپلې خوښې او وړتيا سره سم په انفرادي ډول د دفاع وزارت په تشکيلاتو کې قراردادونه وکړي او پاتې کسان به له جنايې تعقيب څخه خلاص وي . دا چې د جون ۲۴ د روسيې او نړۍ لپاره څومره برخليک ټاکونکې وه ؟ دې پوښتنې ته به په راتلونکې او بله ليکنه کې ځواب ولټول شي خو تر دې دمه د روسې لپاره لويه بريا داده چې په روسيه کې دننه د پراخو وينو تويدو مخه ونيول شوه او د روسيې په تاريخ کې يوه خطرناکه ورځ په کمو تلفاتو پای ته ورسېده. د روسيې سياسي نخبه ګان په دې پار د بيلارسيې د ولسمشر ښاغلي لوکاشېنکا منندوی دي.

Find a point
12/06/2023

Find a point

ما دي خالي مورچل ته وکړل سلامونه مسافر لالیه
12/04/2023

ما دي خالي مورچل ته وکړل سلامونه
مسافر لالیه

ما دي خالي مورچل ته وکړل سلامونه!
11/03/2023

ما دي خالي مورچل ته وکړل سلامونه!

کوچي لاليه مړ يي که ژوندی ييپه تور اوربل مي تربوران دعوي کوينه
01/03/2023

کوچي لاليه مړ يي که ژوندی يي
په تور اوربل مي تربوران دعوي کوينه

یو وخت وو چې وطن پېژندل شوی حکومت، اساسي قانون، ملي نښان او منظم پوځ درلودل.اوس دې یادونه افسانې ښکاري!داسې دستور د زمان...
01/03/2023

یو وخت وو چې وطن پېژندل شوی حکومت، اساسي قانون، ملي نښان او منظم پوځ درلودل.

اوس دې یادونه افسانې ښکاري!
داسې دستور د زمانې ښکاري!

۹ حوتروز سرباز مبارک🇦🇫نرگس بهار Narges Bahar
01/03/2023

۹ حوت
روز سرباز مبارک🇦🇫
نرگس بهار Narges Bahar

دا په ۲۰۱۹ کې چې وطن ته تللی وم:د شپې شاوخوا ١١ بجې به وې. د مشرې خور له کوره خپل کور ته روان وو. ښار کې د معارف ریاست ت...
01/03/2023

دا په ۲۰۱۹ کې چې وطن ته تللی وم:

د شپې شاوخوا ١١ بجې به وې. د مشرې خور له کوره خپل کور ته روان وو. ښار کې د معارف ریاست ته نژدې د افغان ملي اردو د تالاشۍ پوسته وه. تپه تیاره وه او هوا هم سړه وه، د پوځ په یونیفورم کې یو مخ پټي دنګ ځوان چې وړوکی لاسي څراغ یې په لاس او ټوپک یې په اوږو و، ښار ته داخلیدونکي موټرونه یې پلټل. زموږ تر موټر مخکې یې یو بل موټر درولی و. ما موټر چلوه، موږ ورنژدې شوو، شېشه مې ښکته کړه او موټر کې دننه څراغ مې روښانه کړ. مخ پټي زلمي ستړي مشي وکړه،‌ ما سلام ورواچوه. زلمي غوښتل چې ځان ټيټ کړي او سر ښېښې ته نژدې کړي چې څه ووایي؛ خو، ناببره متوجه شو چې موټر کې راسره واړه ماشومان او مېرمنې دي. خپل لاسي څراغ یې مړ کړ، یو قدم شاته ولاړ او په ‌‌‌‌‌‌ډېر ادب یې راته وویل"ځه استاده". ما غوښتل ورښکته شم، غېږ کې یې ونیسم او ښکل یې کړم خو نه پوهېږم ولې مې دا کار ونشو کړی؟ د دې وطن ساتونکي رښتیني اتلان او د درناوي وړ دي.


#سفر
#ژوند
hand
VOA Pashto

28/02/2023

تاسې وئ چې مونږ د خپل وطن په غیږ کې په غرور سره ارام پراته وو.
تاسې چې نه یاست، مونږ بې کوره، بې دره، بې هویته در په در د یوې لحظې ارام پسې ګرځو.
بیرته راشئ، بې له تاسې مو ارام نشته!

تاسې وئ چې مونږ د خپل وطن په غیږ کې په غرور سره ارام پراته وو.تاسې چې نه یاست، مونږ بې کوره، بې دره، بې هویته در په در د...
28/02/2023

تاسې وئ چې مونږ د خپل وطن په غیږ کې په غرور سره ارام پراته وو.
تاسې چې نه یاست، مونږ بې کوره، بې دره، بې هویته در په در د یوې لحظې ارام پسې ګرځو.
بیرته راشئ، بې له تاسې مو ارام نشته!

د کب نهمه  ورځ دي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ټولو سرتيرو ته مبارک وي او دا به د افغانستان په تاریخ کې د سرتيرو په نوم ...
28/02/2023

د کب نهمه ورځ دي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ټولو سرتيرو ته مبارک وي او دا به د افغانستان په تاریخ کې د سرتيرو په نوم تلپاتې او وياړلي ورځ وي.

د وطن  سرتيريه ورځ دى مبارک شه. تا د خپل ژوند پروا ونکړه هر ډول سختۍ دى وزغملى، لوى شمير ملګري دي شهيدان  يا معيوب شول. ...
28/02/2023

د وطن سرتيريه ورځ دى مبارک شه.
تا د خپل ژوند پروا ونکړه هر ډول سختۍ دى وزغملى، لوى شمير ملګري دي شهيدان يا معيوب شول. تا خپله هڅه وکړه چى مونږ له دى حالت نه وژغورې خو د غلو او پرديو جاسوسانو خيانت ستا سرخندنې او ميړانه په اوبو لاهو کړه.
د وطن سرتيريه تا يوه ثانيه غفلت نه دى کړى، تا ميړانه کړى ته ملامت نه يى، ملامت درته مونږ يو چى نن ته د اقتصادي ستونزو سره مخ يى خو مونږ درسره مرسته نه ده کړى. يقين وکړه مونږ هير کړى نه يى بس ناتوانه يو. د کب نهمه به هر کال مونږ ستا د سرخندو او ميړانې د ياد تازه کولو لپاره لمانځو. د وطن سرتيريه ته دى ژوندى يى.

د کب نهمه به د افغانستان په تاریخ کې د سرباز په نوم تلپاتې ورځ وي.دا ورځ به همیشه د هغه ګمنامو سپاهیانو په یاد لمانځل کی...
28/02/2023

د کب نهمه به د افغانستان په تاریخ کې د سرباز په نوم تلپاتې ورځ وي.

دا ورځ به همیشه د هغه ګمنامو سپاهیانو په یاد لمانځل کیږي چې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر یې قرباني ورکړیده.

تاریخ به د هغوي په هکله هم خپل قضاوت لري چا چې د وطن سره د هر نوم او شعار لاندې خیانت کړیدی.

نیروهای امنیتی همواره در طول سال های متمادی  از خاک افغانستان و جان و مال و عزت و ناموس مردم افغانستان دفاع کردند ، در ه...
08/02/2023

نیروهای امنیتی همواره در طول سال های متمادی از خاک افغانستان و جان و مال و عزت و ناموس مردم افغانستان دفاع کردند ، در هیچ معامله وخیانت به وطن شریک نبودند .
بعد از سقوط جمهوریت و فرار سیاسون خائن این عساکر در بی سرنوشتی محض بسر میبرند .
با وجود اعلام عفو عمومی اما طالبان با شیوه های مختلف این فرزندان راستین وطن را شناسایی ، دستگیر و ناجوانمردانه شهید میکنند .
برای آزادی و حفظ جان نیروهای امنیتی به این کارزار دادخواهی بپیوندید .
‏⁦‪

The security forces have always defended the Afghan soil and the lives, property, dignity and honor of the Afghan people for many years, they were not involved in any transaction or betrayal of the motherland.
After the fall of the republic and the escape of the traitorous politician, these soldiers live in a state of utter destitution.
Despite the announcement of general amnesty, the Taliban identify, arrest and brutally martyr these true children of the country in different ways.
Join this petition campaign for the freedom and preservation of the lives of the security forces.

خامخا یې ولولئ:د امریکا پخوانی خارجه وزیر مایک پمپیو خپل کتاب کې:ـ غني په غرب کې یوازې دا زده کړي وو چې څنګه امریکایي قا...
25/01/2023

خامخا یې ولولئ:
د امریکا پخوانی خارجه وزیر مایک پمپیو خپل کتاب کې:
ـ غني په غرب کې یوازې دا زده کړي وو چې څنګه امریکایي قانون سازان او ادارې ولوبوي؟
ـ غني فکر کاوه چې طالبانو سره د امریکا هر ډول هوکړه به دی له واکه وغورځوي، چې شاید همداسې وه، نو هغه زموږ د مذاکراتو د تضعیف پوره کوشش وکړ.
ـ کله چې ما غني مذاکراتو ته د نه کیناستو بدل کې د یو میلیارد ډالر مرستې په بندولو وګواښه، سمدواره یې راباندې بیا کم تر کمه یو امریکایي سناتور خبر کړی و.
ـ ما له ګڼو ولسمشرانو لکه شیجنپنګ، پوتین، کیم جونګ او نورو سره وکتل، خو غني ټول فراډ و، چې د خپل واک د بقا لپاره د امریکایانو د سرونو کارولو کې یې فکر بند و، هغه زموږ په لاره کې اغزی و.
ـ د ملابرادر او ټرمپ تر منځ مشترک ټکی دا و چې د دواړو اشرف غني څخه بد راتلل.
ـ د دوحې تړون مو دا و که طالبان امریکایي تاسیساتو ته نږدې شي، خلیلزاد او میلر به برادر خبروي، هغه که دوه ساعتو کې خپل خلک ایسته کولای نه شوای موږ اجازه لرله چې هغه سیمه ورباندې اور وګرځوو.
ـ غني او عبدالله د داسې ډلو په راس کې وو چې د دواړو رهبرانو ډلګیو له امریکا نه د مرستې پیسې غلا کړې.
ـ ټرمپ طالبان ګواښلي وو که موږ ته مو ضرر ورساوه، داسې کار به درسره وکړم چې د ډبرو زمانې ته مو ستانه کړم.
ـ موږ افغانستان نه وتلو، خو داسې نه وتلو لکه څنګه په خراب ډول چې بایډن ووت.
د پمپیو کتاب بیګاه له چاپه راووت.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan National Army posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share