Trekh Haqiqat/ Haqiqate Talkh

  • Home
  • Trekh Haqiqat/ Haqiqate Talkh

Trekh Haqiqat/ Haqiqate Talkh د تریخ حقیقت یا حقیقت تلخ یواځینی موخه په وطن او نړی کی د حقایقو رسول او د خاینو څیرو رسوا کول دی.

‏دوحی تړونه خدای دی ورک کړه‏د ټالبانو دی خثیان جوړ کړه میینه 😄😁🤣‏جخاد سر وخوړو😄جخاد به نور د سور بریتو په مشوره کیږی 😆
09/08/2023

‏دوحی تړونه خدای دی ورک کړه
‏د ټالبانو دی خثیان جوړ کړه میینه 😄😁🤣
‏جخاد سر وخوړو😄جخاد به نور د سور بریتو په مشوره کیږی 😆

د زلمي خلیلزاد ښځه شیریل وايي : « مونږ قصداً تصمیم ونیوه: لومړۍ ټولو فکر کاوه چې شوروي اتحاد ته په افغانستان کې ماته ورک...
16/07/2023

د زلمي خلیلزاد ښځه شیریل وايي :

« مونږ قصداً تصمیم ونیوه: لومړۍ ټولو فکر کاوه چې شوروي اتحاد ته په افغانستان کې ماته ورکول ممکن نه دي. بیا مونږ پرېکړه وکړه چې د افغانستان او نړۍ ټول دیني او مذهبي لېونیان د روسانو په مقابل کې را ټول کړو. دغه کار روسانو ته زیات ضرر ورساوه. مونږ ددې په قصه کې نه وو چې دغه دیني او مذهبي لېونیان څوک او په کومو ډلو پورې تړلي دي. بیا مونږ دغې دیني او مذهبي لېونیانو ته اجازه ورکړه چې ټول میانه رو او روشنفکر افغانان ووژني. په افغانسان کې د میانه روو او روشنفکرو رهبرانو د نه شتون دلیل دا دی چې مونږ دیني او مذهبي لېونیانو (مجاهدینو یا اشرارو) ته وویل چې افغان روشنفکران مشران ټول ووژني. همدا سبب وه چې دیني او مذهبي لېونیانو (مجاهدینو) ټول افغان چپیان، میانه رو او روشنفکران ووژل. یعنې افغان روشنفکران او میانه رو ټول د دیني او مذهبي لېوانو (مجاهدینو یا اشرارو) لخوا په ۱۹۸۰ میلادي کې ووژل شول. »

کتاب: د افغانستان ناویلې قصه، 285مه پاڼه

‏کوم ځوان یوې پيغلې جنۍ ته ویلي چې مکتبونه خو بند شول څه به کوئ؟‏جنۍ ورته وویل : بنګړي به  خرڅوم ‏هلک : ټولې جنکۍ به یې ...
11/06/2023

‏کوم ځوان یوې پيغلې جنۍ ته ویلي چې مکتبونه خو بند شول څه به کوئ؟
‏جنۍ ورته وویل : بنګړي به خرڅوم
‏هلک : ټولې جنکۍ به یې خرڅوي؟
‏جنۍ : هو نو څه به کوو
‏هلک : نو چې ټولې جېنکۍ بنګړي خرڅول شروع کړي بنګړي به څوک اچوي ؟؟
‏جنۍ ؛ تاسو

11/04/2023

داسی احمقو ملایانو سره اوس څه کوی,

05/03/2023

تعليمي نصابونه د نسلونو مغز دغسې وينځي.
تعليمي نصاب يواځې د کتاب نوم نه دی.
کتاب، ښوونکی، بلکې ټول ښوونیز چاپيريال ته ويل کېږي.

دا د نصاب زور دی چې د انګريز لاسپوڅی زموږ نسلونو ته څومره مقدس او سپيڅلی ور پېژندل کېږي.
ګلخانان ملامت نه دي، د دغسې نصاب پيداوار دي.

02/03/2023

په اسلامی حمارت کی داسی قیصی روانی دی. دغریب ملت د مجبوریتونو داسی استفاده کیږی. د افسوس ځای خو دا دی چی سبا همدغه مجبوره خور چی د وږی اولادنو د ګیډی د مړولو د پاره هر کار ته حاضریږی سنګساریږی خو شیخان په جګی غړی ګرځی.

17/02/2023

۲۶ د دلوی (۱۵ د فیبروری ۱۹۸۹) د هغی ورځی سره مصادفه ده چی د پخوانی شوری اتحاد وروستی سرتیری هم د افغانستانه ووتلو. دا چی روسان ولی او د چا لخوا دی ته اړ شول چی د افغانستان له خاوری ووځی؟ سید سلیمان اشنا د امریکا غږ تکړه خبریال ورباندی په لاندی ویدیو کی ډیر ښه او په حقایقو ولاړه تبصره کړی. ویدیو لږه اوږده ده خو په تاریخ د پوهاوی په خاطر په اوریدلو ارزی.

13/02/2023

د يو هندو کور کى مار راوتى ٶ ـ د کور دروازه ئي خلاصه کړه مسلمان ته ئي غږ کړ چى راشه دا مار مړ کړه ـ د هندو څخه ئي ښځي پوښتنه وکړه چى دى مسلمان ته دى ولى غږ کړ ـ هندو ورته ويل : مار هم زمونږ دوښمن دى او مسلمان هم زمونږ دوښمن دى ـ چى هر يو مړ شو زمونږ په ګټه دى ـ
نو خبر شوم چى همدا شيبه کابل کى توره ټوټه او سپينه ټوټه سره په جګړه دى ـ دواړه د افغانانو د مادى او معنوى ارزشتونو په تاوان دى ـ صرف عام ولس ته دى الله خير کړي ـ نور چى دوۍ کي هر يو د منځه ځي د وطن او افغانانو په ګټه دى ـ

‏سړی حیران پاتی شی پردی بچی به یی د جهاد په نامه جنګ ته تشویقول. خو خپله په دی زوړ ځان هم نه غواړی چی د جمعی په لمانځه ک...
05/02/2023

‏سړی حیران پاتی شی پردی بچی به یی د جهاد په نامه جنګ ته تشویقول. خو خپله په دی زوړ ځان هم نه غواړی چی د جمعی په لمانځه کی ځان شهید کړی. هغه اشرار چی لا تر اوسه ژوندی او د دغه لعین فریب یی خوړلی وو اوس هم سر وخت دی لاړ شی او د ډاکتر صیب نجیب له قبره بخنه وغواړی کنه ټول مردار له دی دونیا نه ځی. افغانستان کی جهاد ټول د قدرت او چوکی په خاطر وو. اشرارو د روس سره د جهاد په نامه دوکه کړی او چنړیانو د امریکا په نامه

14/01/2023

دی د پنجاب ګلټیر سپی نن بیا د شهید ډاکتر صیب نجیب الله رح علیه پسی غپلی دی. پر دی کمبخت چی د طالب د خوا بوج زیات شی او مالی امتیازات پری قطع کړی بیا یی زور د ډاکتر صیب نه اوباسی. ډاکتر صیب نجیب کلونه پخوا شهید شوی خو دا اشرار بدبخته تر اوسه تری ډاریږی.

‏وایی د یو میاشتنی ځنډه وروسته نن ۱۴ د جنوری ۲۰۲۳ د اصحابو کرامو لخوا د هیڅلامی نظام د بقا لپاره نن بیا د څلویښت میلونو ...
14/01/2023

‏وایی د یو میاشتنی ځنډه وروسته نن ۱۴ د جنوری ۲۰۲۳ د اصحابو کرامو لخوا د هیڅلامی نظام د بقا لپاره نن بیا د څلویښت میلونو ډالرو کڅوړه راورسیده. په جهاد او وطن ورانولو کی داسی مزی وی. مجاهد ملته په درس او تعلیم څه کوی جهاد ته مخه کړی چی د کلونو نیستی مو ورکه شی.

14/01/2023

د ترخو حقایقو او وطن د روزمره حالاتو د خبریدو، د سیاسونو د پټو معامو او دوه مخی سیاستونو د افشاه کولو د پاره زمونږ پانه درسره لایک او فالو کړی.

د تریخ حقیقت یا حقیقت تلخ یواځینی موخه په وطن او نړی کی د حقایقو رسول او د خاینو څیرو رسوا کول دی.

‏موږ ته اوس ایله معلومه شوه چې یاره‏مذهب نه دی د انسان تهذیب په کار دی‏د اسلام مزې عرب او پنجاب وکړې‏قربانۍ ته یې افغان ...
13/01/2023

‏موږ ته اوس ایله معلومه شوه چې یاره
‏مذهب نه دی د انسان تهذیب په کار دی

‏د اسلام مزې عرب او پنجاب وکړې
‏قربانۍ ته یې افغان غریب په کار دی

‏حماسه د جلال کوټ بیا ژوندۍ غواړو
‏د انګرېز سپي ته یو بل نجیب په کار دی

‏مجید قرار ⁦‪

11/01/2023

د مباح علم د خبر له ویری مکمل سیستم (پوهنى وزارت) رخصت دی عجیبه د قیامت نښی نښانی دي ـ
که په افغانستان باندى د يخنۍ د څپي د راتګ اټکل حقيقت هم وى ـ نو ملا او ټالب ولى ورباندى باور کوى ؟ او مکتبونه رخصتوى ؟ د هوا پيژندنى علم خو د عصرى او مباح علومو محصول دى ـ او کفارو ئي بنياد ايښي ـ د کفارو په اټکل ملا اوټالب ولى دومره باورى دى چى مخکى د مخکى د ټول هيواد مکتبونه رخصت کړل ؟؟؟

#نوټ (د يخنى د څپي د راتګ په بهانه ټول هيواد کى د هلکانو مکتبونه هم وتړل شول ـ )

په افغانانو د تاريخ تکرار  !!!   يادسقاويزم دويم دور !!!                                         ـ  دحبيب اله کلکاني په ...
11/01/2023

په افغانانو د تاريخ تکرار !!! يادسقاويزم دويم دور !!! ـ دحبيب اله کلکاني په اړه په فقط همدومره وایم:
دسقاو زوی د۱۹۲۹ زیږدیز کال دجنوري دمیاشتې په اتلسمه نیټه دافغانستان واکمن شو، دخپلې پاچاهۍ په لومړۍ ورځ یې دکابل دمیلمستون ( مهمانخانې )په بڼ کې یې دخپلې پاچاهۍ داعلان په ترڅ کې خلکو ته داسې وویل: ((دامان الله خان حکومت کافر او بې دینه حکومت و ، زه ددین خدمتګاریم ، زه به په راتلونکی کې دبیت المال پیسې دښوونځيو په جوړولو ونه لګوم ، بلکې هغه به خپلو سرتیرو او ملایانو ته ورکوم چې ماته دعاګانې وکړي . نور به دچانه مالیه ( ټیکس ) نه اخلم ، تاسو ټول زما رعیت یاستئ ، ځئ په مخه مو ښه شه خپلې خوشالي او چړچې کوئ )).
دده دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې دښونځیو ټولې دروازې وتړل شوې او دحیرانتیا خبره خو لاداده چې سره له دې چې دده دواکمنۍ په په وخت کې دټولو ښونځیو دروازې وتړل شوې اوس دده په نامه په شمالي کې یوه لیسه جوړه شوې ده چې نوم یې دی ( دامیر حبیب الله کلکاني لیسه )
همداراز دسقاودزوی حبیب الله کلکاني په اړوند په افغانستا ن او دافغانستان نه بهر لیکل شوی ټول تاریخونه یوه خوله دي او یوشان نظرونه لري اودسقاو زوی حبیب الله کلکانی د یوه غله ،داړه مار ، قطا ع الطریق او جاهل انسان په توګه پیژني .په دغو معتبرو کتابونو کې یو هم (افغانستان درمسیر تاریخ ) دی چې ارواښاد میر غلام محمد غبارپه فارسي زبه لیکلی دی.غبار په خپل تاریخ کې دده په اړوند داسې لیکي: (( دسقاو زوی او دده ډله یوه جاهله، وږې او نادیده ډله وه چې تر امان الله خان وروسته یې حکومت لاسته ورغی . دوی دپیسو دپیداکولو حرص او لا لچ درلود او هرچیرې به یې چې ښه ځمکه ، بڼ ( باغ ) او کومه ښایسته ماڼۍ ولیدله نوپر هغو به یې خیټه واچوله . دوی دولتي او سرکاري ماڼۍ په خپلو شخصي ماڼيو بدلې کړې ، په دوی کې علم او پوهه او عقل شتون نه درلود، دوی د علم او فضیلت دښمنان وواو په هرځای کې به یې چې کوم پوه او عالم سړی ولید نو سربه یې ترې غوڅاوه)).
همداوجه وه چې په ټول افغانستان کې دده او دده دحکومت پر خلاف پاڅونونه پیل شول . لکه په ننګرهار . وردګو، کندهار ، پکتیا ، غزني ، هزاره جاتو او دافغانستان په شما لي ولایتونو کې .ده ډیر نامتو کسان چې ترې ویره یې درلوده اعدام او پاڼسي کړل چې په هغو کې دلاندنیو کسانو نومونه اخیستلی شو :
حبیب الله خا ن ، عبدالرسول خان ،قاري دوست محمد خان ، عبدالمجید خان توخی، دامیر شهید امیر حبیب الله خان زامن سردار عبدالمجید خان او سردار حیا ت الله خان ، سردار محمد عثمان خان ،دتمیز دمحکمې قاضي محمد اکبرخان ، دحربیې دوزارت مرستیال حبیب الله خان او مولوي عبدالواسع خان.
---------------------------------------------
وګورئ افغانستان درمسیرتاریخ ۸۲۷ مخ.
وګورئ هماغه اثر ، ۸۲۶-۸۲۷ او ۸۲۸ مخونه. ____________________________ نوت : اوس تاسى ورته فکر او سوچ وکړي چي په افغانانو د سقاٶ دوره د دويم ځل لپاره د مامد حسن په رول کي تکراريږي اوکنه ؟ يوکال وشو د انجونو ښٶنځي دنامالوم علته بند دي ـ همديته د تاريخ تکرار وائي ـ د نړۍ نور ملتونه دخپل تاريخه عبرت اخلي او اشتباهات ئي اصلاح کوي مګر په
افغانانو تاريخ بيا بيا تکراريږي ـ

وایي یو کوچي خپل اوښ بازار ته د خرڅلاو لپاره وړی وو. کله يې چې له قصاب سره خبره پخه شوه او د اوښ پړی يې هغه ته ورکړ ـ نو...
11/01/2023

وایي یو کوچي خپل اوښ بازار ته د خرڅلاو لپاره وړی
وو. کله يې چې له قصاب سره خبره پخه شوه او د اوښ پړی يې هغه ته ورکړ ـ نو اوښ ته یې وویل، " بخښنه کوه ، که کله مې ظلم درباندې کړی وي." اوښ ورته کړه، "صاحبه که دې وهلی ډبولی یم ـ او یا دې وږی تږی پریښي یم، دا هر څه درته بخښم ـ ځکه چی ته مالک وې. خو یو شی درته هيڅکله نشم بخښلی.
‏‎کوچي وپوښته چې هغه څه؟
‏‎اوښ ځواب ورکړ، "خپل هغه سپکاوی درته نه بخښم چې کډې به دې بار کړې او زما پړی به دې د خره په لکۍ پسې وتاړه."
نو خبره مى دا کوله چى افغانان به د امريکا هر ظلم اوتيري لکه په ودونو جنازو کورونو او ماشومانو بمبار ، د بمونو د مور استعمال او داسى نور وبخښي ـ مګر افغانان به د امريکا دا اخيرنى سپکاوى چى د څلويښت ميليونه ملت سرنوشت ئي د ابوجهل لښکر ( ټالب ) ته پلاس کى ورکړ هيڅکله ونه بخښي

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Trekh Haqiqat/ Haqiqate Talkh posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share