۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟
رسول الله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.
۲- زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟
رسول الله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.
۳- غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟
رسول الله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به شې.
۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسول الله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.
۵- غواړم چې عادل انسان شم؟
رسول الله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.
۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسول الله ﷺ:ډېر ذکر کوه.
۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسول الله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.
۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسول الله ﷺ:ښه اخلاق ولره.
۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان شم؟
رسول الله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).
۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسول الله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.
۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسول الله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.
۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسول الله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.
۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن شم؟
رسول الله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).
۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسول الله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.
۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسول الله ﷺ:روژه نيول.
۱۶- کوم څيز د اللهﷻ غصه کموي؟
رسول الله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.
۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسول الله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.
۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسول الله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.
۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وشي؟
رسول الله ﷺ:ته له نورو خلکو پرده کوه.
۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصيدل غواړم؟
رسول الله ﷺ:له زنا څخه ځان ساته.
۲۱- څه وکړم، چې دعاوي مې قبولې شي؟
رسول الله ﷺ:حرام مه خوره.
۲۲- د اللهﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسول الله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.
۲۳- غواړم چې په اللهﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران شم؟
رسول الله ﷺ:کوم څه چې اللهﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.
يٶ غوشتنه که چيرى مو پوره لوستى وى کمينت کى وليکى چى ولوستل شوه
کافی
ثواب په نیت یی شیر کری مننه کوم ❤️☝️❤️🕋❤️
د نورو معلوماتو لپاره پیج شیر او لایک یی کری
26/05/2021
(څوک چي لمونځ نه کوي د هغه لپاره پیغام )
نبي کریم صل الله علیه و سلم فرمايلي دي
هغه څوک چې د لمونځ خیال نه ساتي نو الله پاک به يې په (15) ډوله سزاګانو او مصيبتونو اخته کړي ، چي شپږ یې په دنيا کې دي او درې د مرګ په وخت كي ، درې په قبرکې ، او درې سزاګانې یې د قيامت په ورځ
د دنيا شپږ سزاګانې يا مصيبتونه
1- په عمر کې يې برکت له منځه ځي،
2- الله تبارک و تعالی يې دعاګانې نه قبلوي،
3- الله پاک به يې د مخ نور واخلي،
4- له هغه څخه به د دنيا ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي،
5- الله پاک د هغې د هيڅ نېک عمل ثواب او اجر نه ورکوي،
6- او هيڅکله د نېکو خلکو په دعاګانو کې نه شامليږي،
د مرګ پر مهال درې سزاګانې
1- په ډېرې سختۍ سره مړ کېږي،
2- د ولوږې په حالت کې مړ کېږي،
3- د تندې په حالت کې مړ کېږي، اګر که د بحرونو ټولې اوبه هم وڅښې،
د قبر درې سزاګانې
1- الله پاک به يې قبر دومره تنګ کړي چې د ښې او چپې خوا پښتۍ به يې یو په بلې کې ننوځي،
2- الله پاک به يې له سکرو سره يو ځاى په اور کې واچوي،
3- الله پاک به پرې د زړه ور په نامه يو مار مقرر کړي چې له سهار څخه تر ماسپښينه ، له ماسپښين څڅه تر مازيګره او په دغه ترتيب د ټولو لمونځونو د پرېښودلو له امله به يې ټوله ورځ چيچي، او د هغه مار په هر ځل چيچلو سره به بېلمانځه اويا ځله د ځمکې لاندې ننوځي ، ( نعوذ بالله )
او ځوک چې پنځه وخته لمونځ نه کوي
د سهـــار لمونځ: د مخ ځلا او نور به يې ورک شي،
د ماسپښين لمونځ: په عايداتو کې به يې برکت له منځه ولاړ شي،
د مازيـــګر لمونځ: د بدن قوت يې په قرار قرارا کميږي،
د ماښـــــام لمونځ: له خپلو بچو څخه به هيڅ خير ونه ګوري،
د مـاخستن لمونځ: د خوب ارام به يې له منځه ولاړ شي،
ماخذ:د لمانځه ادبونه
الله جل جلاله دي هر مسلمان ورڅخه وساتي
محترمو دوستانو د ثواب لپاره خپل مسلمان ورور ته ګټي لپاره دا پیغام ورسوي او ضرور یې شریک کړي ، ستاسو به جاري ثواب وي ، او چاته که یې ګټه ورسیدل نو د هغه به هم دنیا او اخرت سم شي اوتاته به هم الله دوچنده اجردرکړی.۔۔۔۔۔۔
خوږو دوستانو پوست دنورو ملګرو سره شریک کړی دنورو ملګرو سره دپوسټ شیر کول صدقه یی جاریه ده ؟
یا الله! مونږ ټولو ته د صحیح عمل کولو توفیق راکړې! آمین...
د ټولو کائناتو خالق ، الله ج په خپل ستر د هدايت کتاب قرآن مجيد کې فرمائي :
او وائي انسان چې آيا هغه وخت چه مـړ شم زه نو زر به وي چې را وويستلى شم ژوندى ( له قبر نه ) ( يقين يې نه راځي ) آيا نه يادوي انسان چې بېشکه مونږ پيدا کړى ٶ پخوا دا ( انسان ) او دى هېڅ شى هم نه ٶ ( اول پيدا کول سخت دي له دوباره پيدايښت نه ) پس قسم دى زما په رب ستا چې ضرور به جمع کړو دوى ( انسانان ) او شيطانان بيا به يې حاضر کړو چاپېره
له دوزخ نه په زنګنونو پراته به وي
(سورة مـريم 68 - 67 - 66 آيات)
25/05/2021
سهارنی #ذکر
څوک چي سهار دا ذکر ووايي:
(لا إله إلا اللهُ وحده، لا شريك له، له الملكُ، وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيءٍ قديرٌ)
-نو د اسماعیل علیه السلام د اولادې څخه د یوه مریي د ازادولو ثواب ورکول کیږي
-لس نیکۍ ورته لیکل کیږي
-لس بدۍ ور څخه محوه کیږي
-لس درجې ئې لوړیږي
-او تر ماښامه به د شیطان څخه په امن وي. (ابوداود)
Be the first to know and let us send you an email when M Naeem farhai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.