Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد

  • Home
  • Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد

Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد şiir paylaşimlar
‌ډاګتر حضرت علی حامد لغمان علینګار

11/12/2024

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

شهادت د مبارک شهوه شهیده ګیله منه خدای بخلیه ګیله منهشهادت د مبارک شه و سپیڅلیه ګیله منه ۱ـ دا دعزم دادعهد وه سرد خپل په...
13/07/2024

شهادت د مبارک شه
وه شهیده ګیله منه خدای بخلیه ګیله منه
شهادت د مبارک شه و سپیڅلیه ګیله منه
۱ـ دا دعزم دادعهد وه سرد خپل په وطن کیښود
د افغان اصلي بچیه ژلیــــدلیه ګیــــــــله منه
۲ـ نامراد نه شوی کامیاب شوی دافغان په ننګ هم مړشوی
که ته خاندی خلک ژاړي و ویاړلـــیه ګیله منه
۳ـ تا به دا چیغې وهلی لر او بر افغان بچي ته
هم وزیر وی ، پیښوری وی کابلیه ګیله منه
۴ـ تا ګټلی ده مړ نه یی ته ژوندی یی بی له شکه
مړه هغه دي چی ته یی مړ کړی و ژوندیه ګیله منه
۵ـ یوه ورځ به داسی راشي په بی ننګو به نارې کړې
د حامد د سترګو توره ګران لالــیه ګیــله منه

د علم برکتدا د علم برکت دی چی انسان نه انسان جوړ شيکه په چا کی علم نه وي له انسان نه حیوان جوړشيدانایی او بینایی ده دا د...
09/04/2024

د علم برکت
دا د علم برکت دی چی انسان نه انسان جوړ شي
که په چا کی علم نه وي له انسان نه حیوان جوړشي
دانایی او بینایی ده دا د علم له تحصیله
دا د علم برکت ده چی لوستو ته قران جوړ شي
دا د علم برکت ده چی له ځمکی ګټه اخلو
دا د علم برکت دی چی ګردش په اسمان جوړ شي
دا د علم نتیجه ده چی اکمال د فرضو وکړي
دا د علم نتیجه ده چی تعرف د رحمان جوړشي
دادعلم محصولات دی چی خوراک،څخاک تهیه کړي
دا د علم نتیجه ده چی باوراو برهان جوړ شي
اهتمام د ژوندانه ټول په بنا د علم کیږي
په بنا د علم او فن کی تکلم او بیان جوړ شي
بی له علمه ممکن نه ده پیژندل د کایناتو
دغه علم وسیله ده چی تعرف د جهان جوړشي
علم امر د الله دی مرسلانو ته چی شوی
عبادت ته د ادم په هغه دم کی مکان جوړشي
دا دیني اوعصري علم د قران له غیږی وتی
دا یوبل لره لازم دي په عمل یی عرفان جوړشي
دواړه حق دي تفاوت په کی رواه نه دي عاقله
دا به هله شي معلومه چی د حشر میدان جوړشي
حامد دا وایی جانانه ځان په علم ښه سمبال کړه
په دارینو کی د خامخا خپل ځان اوایمان جوړشي

13/01/2024

شامل نه شومه
چی انسان شوم انسانیت کی شامل له نه شوم
د خالق په معرفت کی شامل نه شوم
مخلوقاتو کی اشرف یم پیدا شوی
په خطا می شرافت کی شامل نه شوم
سمه لاره کی په سمه روان نه یم
د خپل ځان په کرامت کی شامل نه شوم
رب د ټولو کایناتو په سر سر کړم
ناشکري کی په رحمت کی شامل نه شوم
له غروره بغاوت می ځانته خپل کړ
له ریا نه عبادت کی شامل نه شوم
لا ترڅو به زه حامد سرشاره اوسم
د خپل یارسره محبت کی شامل نه شوم
په چغار شوم
نه بلبل شوم نه ګلاب شوم نه نه ګلزار شوم
نه له یار سره می یار شوم نه دیار شوم
په لارځمه قدمونه په اغزو ږدم
چی ګل نیسم په لاسونوکی خارخارشوم
کوم ګلرخ ته چی د زړه مینه هبه کړم
په انکار سره له مینی نه انکار شوم
له معهده تر لحده ارام نه شوم
له معهده تر لحده په چغار شوم
دا له ما دی که له یاره را رسیږي
نه په کورمی دخپل واک شوم نه واکدارشوم
په محبت کی بغاوت را نه ښکاره شوه
ځکه هسی د باغي په لاس په دار شوم
ما حامد ته نا هیلئ د عمر راغلی
له جنت څخه دوزخ ته ورګذار شوم

د زړه د سکون محلچی سکون پکی دزړه  شي دا رکوع او هم سجده دهچی تهذیب پکی ادا شي که قومه ده او که جلسه ده چی د رب سره د راز...
03/01/2024

د زړه د سکون محل
چی سکون پکی دزړه شي دا رکوع او هم سجده ده
چی تهذیب پکی ادا شي که قومه ده او که جلسه ده
چی د رب سره د رازوي دا که هرمحل اوسازوي
پرواه نه کړي که دا کور دی که مسجد که میکده ده
رب په هرمحل ، مکان کی وي هرچا سره هرحال کی
بی نظره په چا نه ده که په دار که بی خانه ده
چی د رب په اطاعت کی چا سر کیښوده په ځمکه
رب دزړه تصدیق ته ګوري که څوک ناست په بتخانه ده
عبادت کی چی خلوص وي که بی شکه او بی ریا وي
پیغمبر پکی جوړیږي که دا غار که اشیانه ده
ای حامده دا دنیا ټوله مزرع د اخرت ده
دا دنیا چاته جنت ده چاته جوړه جیلخانه ده

17/12/2023
ګل کده دهګران وطنه در نه زار شم هر یو کنج د ګلکده دهشنی دری ،خوږی اوبه د په نیشه کی میکده دههر یو ښار له اولیاو زیارت ګا...
11/12/2023

ګل کده ده
ګران وطنه در نه زار شم هر یو کنج د ګلکده ده
شنی دری ،خوږی اوبه د په نیشه کی میکده ده
هر یو ښار له اولیاو زیارت ګاه لکه یثرب ده
د ایمان په کی یو زور ده د توحید یی عقیده ده
اب هوا یی ده معطره ځکه روح په کی مستان وي
یو مکان د خاپیرو ده خا پیری په کی ویده ده
کوږ نظري درکی مړه دي هدیره یی د باطلو
چا چی تا ته بد کتلي په ټول عمر شرمنده ده
له تاریخه لوی هیواد یی هریووخت په تا ګواه دی
څوک چی بل رنګه نظر کړه نا بینا اوبیهوده ده
تخت اوبخت دهرافغان یی د (حامد) د زړه حرم یی
بی لتا می ژوندون چیرته په ارام او اسوده ده

12/11/2023

په خپل ځان می ګران نه وم
دا زما خپله خطا وه چی په خپل ځان می ګران نه وم --- که زه نه وایی غولیدلی ستا د دربه دربان نه وم
زما څه تاسره یووه نه می قام نه می نصب وی --- د تورمخی خواته لاړم نا مرام او کامران نه وم
دا ګل ګل پښتونخوا ټوله ما داورپه لمبوجل کړه --- ځان می خپله درپه درکړونن به ورک په ملتان نه وم
له نفاقه او له شقاقه کوزاو برپه ملا ماتیږی --- دا د وخت په هر موسم کی پاڼی پاڼی خزان نه وم
نصایحوته د اجدادو می ما خپله سپک کتلی --- که منلی می د پلار وای اور به زه په جهان نه وم
له جنته می ځان وښکه د غنم د دانی خوند کی --- که می فکر د بقا وای زه به یار د شیطن نه وم
ای حامده که د ځانته یوکامل فکروای کړی --- اوس به داسی بی غوری کی تارتارشوی ګریوان نه وم
د سهوی سجده
سجده د سهوی کوم خدایه ما خطا کړی ده --- چی به تور مخی ورمین شوم ما ګناه کړی ده
ماخوګومان دبلال وکه چی په زړه به سپین وی --- سهوه شوم زه چی اتکاه می په بلا کړی ده
ماخوبلا نه ځان لوګی که هم می ورورلوګی که --- ما په د تلین کی پا چا خان سره جفا کړی ده
د جادوګرکوډواودم ته می خپل سرکیښوده --- په دی اثر می د جناح قبر ته دعا کړی ده
د غه یووخت وه رانه تیرشو بیرته بیا نه راخی --- له خپله لاړم په پردی کورمی ژړا کړی ده
حامده څو که توبی وباسی قبولی نه شی --- تا په هر د م او هر قدم کی نا رواه کړی ده
په کاڼو ولم
پر ما مین او مهربان جانان په کاڼو ولم --- چی زړه منلی وی هغه یا ران په کاڼو ولم
دومره می هوښ له سره وتی دی تمیزنه کوم --- پردی کاله ته راولم خپلوان په کاڼو ولم
په زړونوتورخلک به کله سپین په زړونوکی شی --- کارغان دزړه په تخت بلم بازان په کاڼوولم
چی درقیب په خندامست شم واګی ټولی ورکړم --- چی می درنځ داروکوی درمان په کاڼوولم
خان پاچا خان چی ازادی به د خپل قام غوښتله --- په هغه لار کی نن د هغه بچیان په کاڼو ولم
حامده څوک چی درته ځان اوزړه په واک درکوی --- د بل لمسون دی چی می خپل ارمان په کاڼو ولم

05/09/2023

د حکومت موقع چی راشي
د قدرت او د حکومت موقع چی راشي
سمه لاربه له واکدار سړي خطاشي
نارواه ته د رواه په بڼه ګوري
هر رواه ورته په حګم نارواشي
دقدرت خونداومزه سړی بی تاب کړي
په نیشه کی د قدرت سړی ګمرا شي
د مخ سترګی یی شي پټی په شا ګوري
مخامخ په سترګو وړوند او نابینا شي
په وعده او په وینا یی عمل نشته
هرڅه هیرشي د زړه مینه یی دنیا شي
واکداري یی سچه مینه له زړه واخلي
ما (حامد) سره به څنکه را پخلا شي

الحاج ډاکتر حضرت علي حامدڅارنوال استاد ذاکر الله حميديار سره
06/07/2023

الحاج ډاکتر حضرت علي حامد
څارنوال استاد ذاکر الله حميديار سره

18/09/2022

دلته زمونږ اوښکی قیمت نلری
دلته غریب سړی عزت نلری
دلته په وینو تجارت کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

ما د وطن هره کاڼی بوټي
قسم په خدای د ینو بوی راځی
خړ دیوالونه مو شول لوټی لوټی
قسم په خدای د وینو بوی راځی
لکه مشران مو یو وحدت نلری
ځکه زمونږ اوښکی قیمت نلری
خود به می لوبی په ملت کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

دلته مالدارو ته سجدی رواج دی
د وږو تږو پوښتنه څوک ونه کا
دلته خبری د پیسو رواج دی
د وږو تږو پوښتنه څوک نه کا
هيڅوک په کونډو شفقت نلری
ځکه زمونږ اوښکی قیمت نلری
د هغو پت سره خيانت کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

دلته غریب ته محکمی جوړیږی
جوړی شوی داغ د مظلوم لپاره
د یتیم مال ته دسیسی جوړیږی
جوړی شوی داغ د مظلوم لپاره
د لوی ټبرو څوک طاقت نلری
دلته زمونږ اوښکی قیمت نلری
اُو بی ګنآو عدالت کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

دلته که وه ژاړی نو چاته ژاړی
دلته د اوښکو بی قدری وګوره
د مینی ډک زړه ګی د چانه غواړی
دلته د اوښکو بی قدری وګوره
ته پکی دوه رونو محبت نلری
دلته زمونږ اوښکی قیمت نلری
دلته قیصی د پوچ سیاست کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

سمه خدای کی دا څه حال دی خدایه
بابرزی تنګ یم د ژونده پوری
د غریب حق پیمال پیمال دی خدایه
بابرزی تنګ یم د ژونده پوری
خوا ته کعبی ته تګ قدرت نلری
دلته زمونږ اوښکی قیمت نلری
دلته حجونه په دولت کیږی
دلته پیسو ته عبادت کیږی

01/09/2022

تاویږي
لکه لاټومی داغټ سرپه یومدارتاویږي
د مداري په منترونو لکه مار تاویږي
ژوندی تنه می ده دځان اوواک یی نه لرمه
لکه شادود شادیوان په یکه زارتاویږي
د خپل تعرف اوپیژندنی کی اختیارنه لرم
ځکه رسی می د اختیارپه بل اختیارتاویږي
دلته اسیرد ازادی په نامه توری وهي
د ننګ پګړی دلته په سردهرغدارتاویږي
دلته بنده د بنده درنه طمع قطعه نه کړه
ځکه په درد یم د زړه درد کی یوقرارتاویږي
حامده مرګ درته له داسی ژوندګی نه ښه دی
چی می رقیب راته په خپل کورکی واکدارتاویږی

Address


Telephone

+905523227397

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Hazrat Ali Hamid ډاکټر حضرت علی حامد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share