25/02/2024
حسبِ حال طبع ازمائي بهْ صنفِ چاربېته، بابت اشتباه از دانشورانِ و سخنورانِ عذرخواهی می کنم.
پۀ مارچ کښې جنوري شوه
نن بیا ډېره یخني شوه
دا چا وئيل چې ختم شۀ، لاړ ووتو ژمے
ووځي نۀ، میرات مړے
يخني ده ډېره سخته
ړچېږمه کم بخته!
ورېږمه له بخته
پۀ اور کښې راته نشته دے خشاک کوټه خالي شوه
نن بیا ډېره یخني شوه
خشاک نشته پۀ کور کښې
چې وسوزي پۀ اور کښې
راګير یمه پۀ شور کښې
رښتیا کۀ درته وایمه نو "ساګ دے سیلۍ وړے
ووځي نۀ ميرات مړے
طوفان دے بادامې دي
باران شیبې شیبې دي
د واورې علامې دي
تیارۀ قفه قفیا ده او غائب پکښې بجلي شوه
نن بیا ډېره یخني شوه
نۀ ګېس شته نۀ بجلي شته
نۀ تېل شته نۀ لرګي شته
نۀ ګرم انغري شته
شوشکېږمه رپېږم، شوم پۀ ژوند د لحد مړے
ووځي نۀ، میرات مړے
پۀ ژوند باندې شوم مړے
غربت پۀ غاړه پړے
ازله مې راوړے
د هر طرف نه تنګه، پۀ ما باندې زندګي شوه نن بیا ډېره یخني شوه
زندګۍ شوه ډېره تنګه
ووځم به ترې نه څنګه
دعا کوه ملنګه!
راجوړه خودکشي ده، اچوم غاړې ته پړے
ووځي نۀ، میرات مړے