Lashkar Gah.com لښکرګاه ټکۍ کام

  • Home
  • Lashkar Gah.com لښکرګاه ټکۍ کام

Lashkar Gah.com لښکرګاه ټکۍ کام لښکرګاه ټکۍ کام یوه ازاده، خپلواکه او بي پري پاڼه ده

زرګونو خلکو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ د پلان شویو عملیاتو خلاف او د امن غوښتنې لپاره احتجاج کړی او پر اح...
19/07/2024

زرګونو خلکو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ د پلان شویو عملیاتو خلاف او د امن غوښتنې لپاره احتجاج کړی او پر احتجاج کوونکو باندې په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

19/07/2024

د بنو امن اولسی پاڅون ته په لکونو خلګ را وتلی دی افرین د بنو په غیرتی اولسه!
ګیلمنه ستا وینه به رنګ راوړی.
پښتونه نور راویښ سه او یو شه!!!

19/07/2024
سعودي په جده کې د نړۍ تر ټولو دنګه وداني جوړوي.دا ۸۲۹ متره وداني چې له برج خلیفه به هم لوړه وي، نقشه یې برېټانوي کمپنۍ ت...
07/03/2024

سعودي په جده کې د نړۍ تر ټولو دنګه وداني جوړوي.
دا ۸۲۹ متره وداني چې له برج خلیفه به هم لوړه وي، نقشه یې برېټانوي کمپنۍ تیاره کړې ده.

09/08/2022

نرخونه
یوامریکایی ډالر 90.25 افغانی🇺🇸🇦🇫
۱۰۰۰ کلداری 410 افغاني 🇵🇰🇦🇫
یوامریکایی ډالر 219 کالداری🇺🇸🇵🇰
یوه یورو…. 91.68 افغانی🇪🇺🇦🇫
یوپونډ ……105,60 افغانی🇦🇫🇬🇧
یوسعودی ریال…..23,70 افغانی🇸🇦🇦🇫
یودوبی درهم …23,95 افغانی🇵🇸🇦🇫
یوه کويټي درهم ….. 297 افغانی
ورځ: سي شنبه

د شپږيزه کرکټ ليګ اتم پړاو سياليو په لړ کې د سپین‌غر لوبډلې بست ساتونکي ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
04/08/2022

د شپږيزه کرکټ ليګ اتم پړاو سياليو په لړ کې د سپین‌غر لوبډلې بست ساتونکي ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د خبر له خپرېدو شاوخوا در...
04/08/2022

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د خبر له خپرېدو شاوخوا درې ورځې وروسته طالبانو په خپل لومړي رسمي غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د الظواهري د موجودیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانک‌نوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپین‌رنګه نو...
04/08/2022

د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانک‌نوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپین‌رنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانک‌نوټونه ورکوي.

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار کانال رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۵۰۰ لېټره تازه شيدې ت...
04/08/2022

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د ننګرهار کانال رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۵۰۰ لېټره تازه شيدې توليدوي.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي تایوان ته له نانندریز سفر وروسته نن جنوبي کوریا ته ولاړه او د هغه هېواد له لوړ پ...
04/08/2022

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي تایوان ته له نانندریز سفر وروسته نن جنوبي کوریا ته ولاړه او د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي دي.

د پاکستان مرکزي بانک مشر ډاکتر مرتضیٰ سید وايي، تمه کوي چې په راتلونکو دوو یا درې اونیو کې به د ډالر په مقابل کې روپۍ د ...
04/08/2022

د پاکستان مرکزي بانک مشر ډاکتر مرتضیٰ سید وايي، تمه کوي چې په راتلونکو دوو یا درې اونیو کې به د ډالر په مقابل کې روپۍ د ارزښت 'واقعي ' کچې ته ورسېږي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، په پوهنتونونو کې د وروستي کال زده کونکو زدکړې پای ته نه دي رسېدلې نو ځکه دوي د نویو م...
01/08/2022

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، په پوهنتونونو کې د وروستي کال زده کونکو زدکړې پای ته نه دي رسېدلې نو ځکه دوي د نویو محصلینو لپاره ځای نه لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې په سېلاوونو کې د وژل شویو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکوي.نوموړي د جولای پر ۳۰مه د...
31/07/2022

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې په سېلاوونو کې د وژل شویو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکوي.

نوموړي د جولای پر ۳۰مه د بلوچستان سېلاو ځپلو سیمو ته تر سفر وروسته پر لیکلي چې وفاقي حکومت په بلوچستان کې سېلاو ځپلو ته په سمدستي توګه د مرستو لېږدولو لپاره له صوبايي حکومت سره کار کوي.

د پاکستان د حکومت په وینا، په هغه هېواد کې د جون له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بارانونو او سېلاوونو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دي چې پکې ۱۲۷ د بلوچستان اوسېدونکي ول.

بلخوا د پاکستان دولتي رېډیو د جولای پر ۳۰مه د موسمیاتو محکمې په حواله ویلي چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې په خیبر پښتونخو او د بلوچستان په شمالي او ختیز برخو کې د نورو بارانونو امکان دی.

د افغانستان په نیمروز ولایت کې طالب چارواکي وايي‌ چې په سرحد کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او لږ تر...
31/07/2022

د افغانستان په نیمروز ولایت کې طالب چارواکي وايي‌ چې په سرحد کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او لږ تر لږه یو تن په کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د یکشنبې پر ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د استوګنې پر یوه تش ک...
31/07/2022

د کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د یکشنبې پر ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د استوګنې پر یوه تش کور توغندی لګېدلی دی.

31/07/2022

:
شل لېټره غوړي: په ٢٧٠٠ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ١٣٦٠ افغانۍ.

وطني۴۴ کیلويي اوړه: په ٢١٠٠ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ٢٢٠ افغانۍ
ژوندی چرګ: کیلو په ١٥٠ افغانۍ

پټرول: لېټر په ۸۴ افغانۍ
ډېزل: لېټر په ۱۰۰ افغانۍ
ګاز: کیلو د ۷۸ څخه تر ۸۳ افغانۍ.

یو ډالر: ٩٠ افغانۍ
یو ډالر: ۲٤٧ کلداري
زر افغانۍ: ۲٧٤٠ کلداري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاریاک تر یولک ۷۰ لوړ وه
خاش خاش د ۵۴۰ څخه تر ۵۸۰
غنم ۵۲۰ څخه تر ۵۴۰ کالدارو پوري
سونا انبار ۷۰۰۰ کالداري
ډي انبار ۱۶۸۰۰ کالداري
پنبه من په ۹۵۰ کالداري

د طالبانو ااا د سرحدي ځواکونو یو غړی وایي، برید د ایراني ځواکونو له خوا لومړی پیل شو. د دغه سرچینې په خبره، دا څویم ځل د...
31/07/2022

د طالبانو ااا د سرحدي ځواکونو یو غړی وایي، برید د ایراني ځواکونو له خوا لومړی پیل شو. د دغه سرچینې په خبره، دا څویم ځل دی چې ایراني ځواکونه پر دوی دا ډول بریدونه کوي.

Address


Telephone

+93774869596

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Lashkar Gah.com لښکرګاه ټکۍ کام posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share