Journalist

Journalist ژورنالیست Our goal is to give the nation a picture and information of the real events. Journalist Agency with great Islamic, Afghan and Pashtun love.

Journalist: The sacred religion of Islam, the zealous Afghan nation; the burnt lands, and every country, the ancient rich Pashto language, the youthful vigor and the multi-faceted determination, the gift of love, the hope of strength and the ability to serve in the field of journalism. We respect and abide by the rules of the holy religion of Islam, the country's laws and the international princip

les of journalism; Afghanistan, the region and the world - important, up-to-date, accurate and timely news; He has published various articles on Islam, politics, society, economics, health, culture, technology, literature, science, science and daily life. Journalist will be news impartially or impartially; Receive from reputable sources through your reporters and report to you in the form in which the incident took place or was alleged.

26/05/2022

امنيتي چارواکي: په کندهار کې یې پاکستان ته د ۵۰ دوربینونو د قاچاق مخه نیولې.

د کندهار امنیتي چارواکو په وینا په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

ياده دې وي چې له دې وړاندې په ننګرهار کې هم د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې پاکستان ته قاچاق کېدونکي یو شمېر وسلې او مهمات نیولي وو.

26/05/2022

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له ډاکټر عبدالله سره د افغانستان په اړه کتلي دي.

توماس ويسټ په خپل ټوېټر ليکلي، چې له افغان سیاسي رهبرانو سره د لیدنو په دوام یې تازه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او د افغانستان پر روان وضعیت یې بحثونه کړي دي.

نوموړی وايي، په دې لیدنه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې په مرستو، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې شوې دي.

ویسټ وایي چې له افغان سیاسي مشرانو سره یې د لیدنو لړۍ پيل کړې ده او په خبره یې دا لړۍ به ادامه ولري.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې له افغان لوري سره باید د نړیوالې ټولنې تعامل ادامه لري، د بشري حقونو د ساتنې لپاره باید هڅې وشي او له افغانانو سره باید بشردوستانه مرستې لا پراخې شي.

26/05/2022

شمالي وزیرستان کې دوه کسان واژل شوی دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په وزیرستانونو کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب په نوم له عملیاتو وروسته په دې سیمه کې شاوخوا ۴۵۰ تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

26/05/2022
26/05/2022

د پاکستان بهرنیو چارو مخکېنی وزیر شاه محمود قریشي اسلام اباد کې د مخکېني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو له لاریون سره یو ځای شوی دی.

26/05/2022

د ترکیې ولسمشر رجـ.ب طـ.یب اردوغان وايي، که سویډن او فنلنډ د دوی امنیتي اندېښنو ته ځواب ور نه کړي، ناټو کې به یې غړیتوب ته مثبته رایه ونه کاروي.

اردوغان ویلي، سویډن او فنلنډ له کردانو سره ښې اړیکې لري چې له امله یې یاد پوځي سازمان سره د غړیتوب مخالفت کوي.

26/05/2022

د ننګرهار لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له فعالیته شکایت کوي.

26/05/2022

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري کابل او بلخ کې د تېرې شپې بریدونو ته په اشارې سره ویلي، ط.. البان باید د خلکو امنیت خوندي کړي.

امیري څرګنده کړې، یاد بریدونه د بېګناه افغانانو له ځورونې او ویجاړۍ پرته بل څه نه دي.

25/05/2022

آمرالله صالح:
ط.. البان په تدریجي ډول غواړي د هیواد تعلیمي سیستم له منځه یوسي.

قرار د ځینو معلوماتو ط.. البانو د پوهنې وزارت په چوکات کې ریاست عمومي تربیه معلم تشکیل لغوه کړیدی.

په ولایتونو کې یې د عالي دارلمعلمیـ.ن تاسیســ.ات و خپلو مـ.درسو ته یې په اختیاط کې ورکوي، ط.. البان غواړي دغه تعمیرونو کې جــ.هاد المــ.دارس یا په واقعي معنی " په ټولنه کښي د رواني ناروغیو د ایجاد مرکز" ایجاد کړي.

25/05/2022

‏د بلخ په مرکز مزار شریف ښار لسمه حوزه کې چاودنـ.ـه شوې.

نور جزیات وروسته...

25/05/2022

چارواکي وايي، هغه تن يې نيولی چې دنجونو په نومونو يې فیسبـ.وکي اکونټونه درلودل او له خلکو څخه يې پیسې ټولولې.

‏د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، په مرکز جلال اباد ښار صرافۍ مارکيټ کې د امنې قوماندانۍ مسئولینو د حکيم خان په نوم هغه تن ونيوه، چې د سايبري جرم، جعل او دوکې په ترڅ کې ورته رالېږل شوې پیسې يې ترلاسه کولې.

نوموړي اعتراف کړی، چې دنجونو په نومونو يې فیسبـ.وکي حسابونه درلودل او له خلکو څخه يې پیسې ټولولې.

25/05/2022

‏د کابل ښار ترافیک څلورلارې ته نږدې په یوه جومات کې چاودنه شوې.

‏د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالـ.ـ.د ځدران وايي، د څلورمې حوزې اړوند د ترافیک څلور لارې سره نیږدې په یو مسـ.جد (مسـ.جد شریف جامع حضـ.رت زکـ.ریا) کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوي، چې د لومړنیو مالوماتو لمخې زموږ دوه تنه هېوادوالو سطحي ټپیان شوي.

25/05/2022

شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وسلـ.ـه والـ.و کسانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ په یاده سیمه کې برید تایید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونه له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې وو.

25/05/2022

‏د کرېکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره د شل اوریزو او یو ورځینو نړیوالو لوبو د تر سره کولو لپاره نن له غرمې وروسته له کابل نه زېمبابوې ته روانه شوه.

دا سیالۍ د زېمبابوې په کوربه‌توب د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې تر سره کېږي.

25/05/2022

په ‏کندهار او هلمند ولايتونو کې د‌يو من غنمو بیه ۲۵۰ افغانيو ته پورته شوې ده.

25/05/2022

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه دې د افغان ښځـ.و پر وضعیت چوپه نه پاتې کیږي.

25/05/2022

د افغانستان او ازبکستان امنیتي چارواکو ترمنځ په پوله کې د ناسم پوهاوي او سرحدي ستونزو په اړه ناسته شوې.

د ط.. البانو دفاع وزارت وايي، ‏د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په پوله کې د ناسم پوهاوي او ستونزو د مخنیوي په هدف د د دواړو هېوادونو چارواکو یو پلاوی ټاکل شوی او یاد پلاوي پرون په حیرتان بندر کې ناسته کړې ده.

‏د ط.. البانو دفاع وزارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د ناسم پوهاوي او سرحدي ستونزو د لرې کولو په تړاو پر لا همغږۍ ټینګار شوی دی.

25/05/2022

نن او سبا د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د تیز باد او دوړو پېښدو اټکل!

په دغه ولایتونو کې کندز، مزار شریف، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، سمنګان، سرپل، جوزجان، غور، دایکندي، ارزکان، غزني، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بامیان، پروان، تخار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، خوست او زابل کې شامل دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې ریاست نن چهارشنبه ویلي چې په ځينو سیمو کې د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (٣٠نه تر ١٠٠) کیلو متره اټکل کیږي.

25/05/2022

امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حـ.ـقانــ.ي:

پاکستان فکر کړی و چې ط.. البان واک ته ورسېږي، موږ به امن شوو، خو اوس برعکس کیسه پرې راغلې.

حسین حقانـ.ي، د پاکستان ضد څرګندونو له امله پر پاکستان بند او خاین یې بولي.

25/05/2022

کارپوهان: د نړیوال مشروعیت لپاره د لویې جرګې له لارې د نظام بڼه مالومول اړین دي.

24/05/2022

افغانستان او نوره اسلامــ.ې نړۍ!
🇦🇫🇵🇰🇶🇦

24/05/2022

پاکستان غواړي له افغانستان سره نور بندرونه او دروازې هم پرانیزي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان ویلي چې دوی د ستونزو د حل او تګ راتګ د اسانتیا لپاره له افغانستان سره ګڼې نورې دروزاې هم پرانیزي.

24/05/2022

د ط.. البانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له ام سي سي چینایۍ کمپنۍ سره د افغانستان د مسو د تر ټولو لوی کان مس عینک د استخراج په اړه خبرې په وروستیو پړاوونو کې دي.

24/05/2022

بې پولې ډاکټران:
روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

د بې پولې ډاکټرانو پر وېبپاڼه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د ناوړه اقتصادي وضعیت، بندیزونو، د نړیوالو مرستو د درېدو او ګڼو نورو ستونزو له امله د افغانستان روغتیایي سکتور له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

24/05/2022

د کندهار ځایي چارواکي بیا په دې ولایت کې د انځیرو د حاصلاتو د ډېرېدو خبره کوي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو ویلي چې د انځیرو صادرات هم ډېر شوي او تېر کال ۲۵ زره ټنه انځیر چې ارزښت یې ټولټال ۱۴۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. دوی وایي چې د انځیرو د پروسس ښه والی او د سوداګرۍ اسانتیا به د دوی صادرات نور هم ډېر کړي.

24/05/2022

د ننګرهار د کانال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي.

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په کانال سیمه کې پر ۲۱ زره او ۶۵۵ جربمه ځمکه غنم کرل شوي چې حاصلات یې ښه دي او ډېروالی پکې راغلی دی.

سرچینه کاږي چې ښایي له دې درکه ط.. البانو حکومت ته ۲۵۸ میلیونه افغانۍ عاید راشي.

24/05/2022

د افغانستان مالیې پخوانی وزیر اوس په امریکا کې ټیکسي چلوي.

په افغانستان کې د ط.. البانو له واکمنېدو سره په خورا چټکۍ بدلون راغلی. له دې سره د افغانستان مالیې وزارت پخواني سرپرست خالد پاینده په ګډون د ګڼ شمېر افغانانو ژوند هم له یوه مخه بدل شوی دی.

ښاغلی پاینده چې یو وخت یې پر نړیوالو اقتصادي او مالي فورمونو د افغانستان استازیتوب کاوه، اوس په امریکا کې د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره ټیکسي چلوي.

ښاغلي پاینده د ط.. البانو له واکمنېدو څه موده مخکې استعفا وکړه، خو په هېواد کې اوسېد. نوموړی څه باندې نهه میاشتې مخکې له افغانستانه ووت او اوس د امریکا په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي.

ښاغلی پاینده اوس په هغه ښار کې چې اوس ژوند په کې کوي، د پوهنتون محصلینو ته د افغانستان په هکله مشورې او لکچرونه هم ورکوي.

ښاغلي پاینده په داسې حال کې چې ټیکسي یې چلوله د بي بي سي خبریالې لورا ټریویلیان ته وویل، له ټیکسي دومره عاید مومي چې ډېرو یې تمه نه کوله.

نوموړي په واشنګټن کې د افغانستان تړل شوي سفارت دروازې مخې ته د بي بي سي له خبریالې سره مرکه کې وویل، کال کې به لږ تر لږه دوه ځله دې ودانۍ ته د نړیوال بانک او یا نړیوال وجهي صندوق په غونډو کې د ګډون لپاره راتلم، خو اوس د دې ودانۍ لیدل اسانه چاره نه ده.

نوموړی وايي، کله چې ط.. البانو د افغانستان ځینې ولایتونه ونیول، ګومان یې کاوه، چې تر څو کلونو پورې به ښايي پلازمېنه سقوط و نه کړي او مقاومت به وکړي، خو په وینا یې: ''دا غمیزه ده، دا د ۳۵ - ۴۰ میلیونه خلک د یوې متعصبې ډلې لخوا یرغمل کېدل دي، د یوې داسې ډلې لخوا چې د خلکو او لږکیو پر بنسټیزو حقونو باور نه لري، او له ۵۰ سلنې زیات نفوس ته چې ښځې دي، حق نه ورکوي، دا هغه ټول پرمختګونه پر شاتګ بدلوي چې موږ تېرو شلو کلونو کې کړي وو. ''

ښاغلی پاینده وايي، د ده په اند په تېر کې لویه ستونزه پر مهمو څوکیو د بې کفایته کسانو ګومارنه وه، خو په خبره یې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو مالي او اداري فساد داسې څه وو، چې د جمهوریت ستنې یې ولړزولې.

د اوسني وضعیت په هکله نوموړی وايي، د ډېرو لپاره شرایط خورا سخت دي او خپله دی هم له ډېرو ستړو- ستونزو تېر شوی، خو په وینا یې بالاخره باید انسان له دې شرایطو د وتلو لپاره لارې، چارې ولټوي او ''زما مخکینۍ دنده یا هم اوسنۍ هغه ما محدودولای شي. ''

نوموړی وايي، لومړی ځل له داسې بحران سره مخ شوی او په خبره یې له دې سره یې هیله دا ده چې په شخصیت کې به یې عجز او انکسار ډېر شي.

ښاغلی پاینده زیاتوي: ''ژوند پر مخ درومي، یا به په ماضي پسې ژاړې او یا به پر مخ ځي او بېرته به له سره د ژوند ترتیب او تنظیم هڅې کوې. ''

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Journalist posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share