23/08/2022
د پاکستان جنجالي سفير بدل شو
افغانستان کې د منصور احمد خان د جنجالي ماموريت په پايته رسېدو سره، پاکستان عبيد نظاماني د کابل لپاره د نوي شارژدافير په توګه ګومارلی دی.
منصور احمد خان کابل کې د خپل ماموريت پرمهال له طالبانو سره خورا نږدې اړيکې لرلې او نږدې هره غونډه کې به څرګندېده.
نوموړی د يو شمېر افغان فعالينو لخوا له خپلو وظيفوي صلاحیتونو څخه پورته کړنو باندې تورن و.
شپيته کلن منصور احمد خان له دې وړاندې په استريا هېواد او ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازيتوب کړی دی.