02/11/2023
ته څومره ښکلی انتخاب یې زما🥀
زه څومره ښه په انتخاب پوهېږم❤️
چې پۀ تعليم باندې خبره نۀ وه
ځكه ټول كلي كې ډاكټره نۀ وه
موسېقي دلته لكه غټ كفر وۀ
د چا د لور نامه سندره نۀ وه
دومره نفرت مې وۀ د جنګ د نوم نه
زمونږ پۀ كور كې توره زغره نۀ وه
ريخې څادر ريخې ګرېوان وم ځكه
زما خبره زوراوره نۀ وه
قاصده زۀ يى پېژندم او كنه
زما د نوم نه خو منكره نۀ وه
زۀ خو د خپل جماعت ملا كافر كړم
زما ګيله خو د مندره نۀ وه
زۀ پرې د هر څۀ نه تېر شوى ومه
هغه پۀ ما تېره د سره نۀ وه
ما پۀ بڼو كې ېوه اوښكه راوړه
ما سره بله ملغلره نۀ وه
زما يى كوم ارمان وژلى نۀ دى
خلقو ته وايم چې كافره نۀ وه
صنمه ستا غوندې مئين يى بېلو
هغه سپېره وه بختوره نۀ وه_♥️