![د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې...](https://img4.medioq.com/232/754/964641282327541.jpg)
28/10/2024
د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه، چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو او د ۲۰۲۴ کال اتلولي یې خپله کړه.
له دې مخکې شري لنکا الف لوبډلې د ټولو شلو اورونو له لوبولو او ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغان ابدالیانو لوبډلې خلاف ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
په ځوابي لوبه کې افغان ابدالیانو د زبید اکبري وېکټه له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لاسه ورکړه.
له ده وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق الله اتل سره د ملګرتیا لپاره ډګر ته ووت. نوموړی د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې تجربه کار کریم جنت د لوبې ډګر ته راووت.
کریم جنت د درې شپږیزو پر مټ له ۲۷ توپونونو د ۳۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
Play video, "اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله", موده 1,39
01:39

د ویډیو تشریح،اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله
صدیق الله اتل د دې لوبړۍ نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلید او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. نوموړی له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. اتل د اسیا ایمرجېنګ جام په دې سیالیو کې نژدې ۳۸۶ منډې وکړې.
صدیق الله اتل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی او الله محمد غضنفر د نن پایلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې د څوارلسو منډو بدل کې یې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر او بلال سمېع د پیل په لومړیو پنځو اورونو کې له شلو په کمو منډو ۴ شري لنکایي لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې افغانستان ته په توپ اچوونه کې د ښه پیل بنسټ کېښود.