صداقت اثـر

صداقت اثـر دوستوں یہ پیج اردو پشتو شعرو شاعری اور فنی کلپس کے حوال?

03/07/2021
26/06/2021

شوګېرې په تعبيرونو باندې وژنم
خپلې سترګې په خوبونو باندې وژنم

د اور سوى، خو پہ اور باندی رغېږي
ستا بيلتون، ستا په يادونو باندې وژنم

په دې ښار کې لوى قاتل زما نه نشته
زندګـي په اوميدونـو باندې وژنم

دوزخۍ شې، ټول ازار يې ستا په غاړه
زه چې خلك په شعرونو باندې وژنم

جوړومـه د خاپونـــو نه قبرونــه
فاصلې په قدمـونو باندې وژنم

د لفظونو خنجر ږدمه، د کټ سر ته
تنهائــي په کتابـونو باندې وژنم

د خپل ذات نه بهر نه وځم باقره!
ليونتوب په ځنځيرونو باندې وژنم

شاه نواز باقر

20/06/2021

د پښتو ادب ځلندخ ستوری رحمت شاه سایل دې د ډیر عمر خاوند شي.

غزل
ټول کوه قافونه که په دې ټوله دنيا کې دي
ټولې ښاپېرۍ ټول ښاپېري په پښنونخوا کې دي

ستوري خو راتلل سپوږمۍ د ځان سره رانه وستل
زار شم پښتانه رقابتونه په هر چا کې دي

زه خو تا د دواړو جهانونو سېلاني کړمه
دواړه جهانونه ستا د سترګو په ادا کې دي

ته چې لپه پورته کړې څه نور اثر په ما اوکړي
ستا خو د ښېرو غوندې خويونه په دعا کې دي

لا دې سيلۍ لا دې ږلۍ لا دې طوفان نه راځي
لا زمونږ تمبوان تمبوان کورونه په صحرا کې دي

دا تصوير په دې منظر کې دا شاهکار د دې فنکار
ستوري په تيرو‌ کې دي او سترګې په رڼا کې دي

يه خلکه ! زړه یو ښه دی خو زړه يواځې ښه نه دی
مينې که ژوندۍ دي نو د زړونو په درزا کې دي

دا خلک چې ښکلي دي نو ټول عمر به ښکلي وي
دا خلک د ډېرو ډېرو خلکو په دعا کې دي

څنګ چې وي يو ځای د ګل خندا او د شبنم ژړا
داسې مونږ زده کړې خنداګانې په ژړا کې دي

تل دې وي سایله د تخليق د چينو سر ته خېر
څو چې مو دا شپږ سره ی ګانې په املا کې دي

رحمت شاه سایل

20/06/2021

غزل . ډاکټر خالق زيار صيب

‏په مخ مې کرښه د ارمان شوې لاړې
شیبه د اوښکو د باران شوې لاړې

ما لا د زړه خبره کړې نه وه
ته رانه پاڅیدې روان شوې لاړې

زه دې د ځمکې په سر پریښودمه
ته رانه ستورۍ د آسمان شوې لاړې

‏د انقلاب د شور ماشور ارماني
نه زلزله شوې، نه توپان شوې لاړې

د"زیار"د شور دنیا دې پریښودله
د خاموشۍ د کلې خان شوې لاړې

20/06/2021

غزل:

چې مو د مینې د خوږو هډو څهء پاتې نه شو
ځکه زمونږه د رشتو هډو څهء پاتې نه شو

چې حیثیت تهء هم تلې مې د دولت په تله
بیا خو د خپلو او پردو هډو څهء پاتې نه شو

چې راته وشوه اندازه ستا د بې نیازه نظر
اوس مې په خله کښې د ګیلو هډو څهء پاتې نه شو

اوښکې مې ټولې ستا فراق کښې کړې د سترګو نه توې
پکښې د نم او د سلګو هډو څهء پاتې نه شو

حساب کتاب د دعوه ګیرو مې بیباکه کړو ټول
ما سره مینځ کښې د هغو هډو څهء پاتې نه شو

اکثریت شو خصلتونه د عورتو په څیر
په معاشره کښې د سړو هډو څهء پاتې نه شو

د بدن وینه دې جابر نظام ترې وتوګله
د غریب ژوند کښې د مزو هډو څهء هډو پاتې نه شو

هره ورځ اؤرو څهء نا څهء د حادثو خبرې
طارقه اوس د خوشحالو هډو څهء پاتې نه شو

(محمد طارق طارق)

19/06/2021

صاحب شاه صابر

د خپل نظر زوراورتیا ګوری
زما قاتل په ما کی ساه ګوری

څه نوے رنګ نوی رڼا ګوری
سپرلے چاپیره‌ ګرځی تا ګوری

زما‌ په‌ سترګو څه بلا شوی ده
که تاته نه ګورمه تا ګوری

ماته په‌ دی سړی کی غلا ښکاری
دا سړے ښکولو ته په غلا ګوری

واعظ به څه د ژوند کتاب ولولی
هغه په ټکو کی ګناه ګوری

زما احساس ماله سزا راکوی
ماله څه غم ګوری سودا ګوری

ښکولی ښارونو ته راغونډ شو سره
مئینان څله ځی صحرا ګوری

ستا د بڼو د بڼ الوتی مرغۍ
راځی زما د زړه‌ درزا ګوری

صابره څنګه تاته اوګورمه
دنیا ته نه ګوری؟ دنیا ګوری

16/06/2021

ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړی دی
ما په یو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی

زه د دې ښار د نفرتونو د بتانو دشمن
ما په دې ښار کې د مئینو امامت کړی دی

د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړی دی

ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړی
ما د شرابو په نشه کې عبادت کړی دی

هغه چې زه یې د ښائست په صفت نه مړیدم
هغه سړي زما په هر ځای کې غیبت کړی دی

زما رقیب د محبت په معنٰی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوی منافقت کړی دی

ستا د یادونو د سپرلي ګلونه نه هیروي
ګني نو ما خپلو زخمونو ته منت کړی دی

د ملازو د ملامتو یې ساتلی یمه
زما احساس زما په هر ځای کې عزت کړی دی

د ډیرو ښکلو د ښائیست ثناء دې وي صابره
خو په غزل کې دې د خپل جانان صفت کړی دی

صاحب شاه صابر

13/06/2021

باقر صیب راسره ولولئ

لاس مې نيولے وو هر چاته د لنګر پاتې شوم
په خپل دربار کښې زۀ په خپله په نهر پاتې شوم

خير که زۀ مخکښې يم غمونه راپسې روان دي
خوشحال په دې يم چې زۀ هم د چا رهبر پاتې سوم

سترګې مې زنګو دي وهلــي خو تۀ را نغللې
په انتظار دې زۀ زنځـــير لکه د ور پاتې شوم

د تنهايۍ په مړوند هم سر کېښودلے نۀ شم
د خپل وجود په اندرون کښې مسافر پاتې شوم

هــــــوا اخيستي لوپټه وم د پښتــو او حيـا
له څومره لرې ځايه راغلم ستا په سر پاتې شوم

ښۀ راته وګوره چې زر يې رانه جوړ کړل کنه؟
باقره کاڼے وم په لاس کښې د زرګر پاتې شوم

شاه نواز باقر

د يو مزدور د ټولې ورځې د محنت په پېسوافسوس دے ګورۀ! د اوُړو يوه تروړۀ نہ کېږياثــــــر
06/06/2021

د يو مزدور د ټولې ورځې د محنت په پېسو
افسوس دے ګورۀ! د اوُړو يوه تروړۀ نہ کېږي

اثــــــر

05/06/2021
02/06/2021

کلام د لیاقت تصور صېب

01/06/2021

کلام بصیر بېدار ستوری صېب

16/05/2021

غزل

شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که
مري دې د مخ ســــــــره جانانه اور پکښې پیدا که

زړه مې یو ریدی دی ،لالـــــــــه زار یې کړه جانانه
دغسې یـــــــــــــو څو زخمونه نور پکښې پیدا که

زړه ته مې اوس نه را رســـــــي ستا د بڼو غشي
تاو یې کړه، راتاو یې کـــړه لږ زور پکښې پیدا که

مـــه بدوه زړه د یار د کاڼــــــي کاڼــــــــي زړه نه
دغلته صنم هم شتــــــــه خو کور پکښې پیدا که

جانه د مودو نه زما زړه ســــــوری ســــوری دی
ګل دي ستا خبــــرې خـــــو ټکور پکښې پیدا که

څه رشته خـــــــــــــو بویه د وطن سره "سائله"
کور دې پکښې نه سهي خـو ګور پکښې پیدا که

12/05/2021

د پیج ټولو ملګرو ته د کوچني اختر ډېر ډېر مبارکباد

01/05/2021

دا یو نیم خوب هم توبه.....

01/05/2021

؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛قیصر افریدے

د سړیتوب ئې همه واړه بورجلونه وران کړل
د جنتونو خواهشونو جنتونه وران کړل

ما چې ژړل ما چې د خپل قاتل نامه اخسته
پردي خو پرېده زما خپلو پرې مخونه وران کړل

که څه هم زړۀ مې پسې وران دے دکابل په شانې
خو بس د زړۀ نه مې د څو تنو نومونه وران کړل

بې حسه! دومره هم بې موره زېږېدلے نۀ ئې
تا خو زما د مور د زنې نه خالونه وران کړل

عجب طوفان دے صرف ونې ئې ونۀ ویستلې
زما له سترګو ئې سپېځلي باورونه وران کړل

بچیه! تا د امتحان په غرونو نۀ خېژوم
واخله په ژوند مې هغه خپل وصیتونه وران کړل

قېصره تۀ به سور کافر وې خو تر مونږه ښۀ ئې
نۀ دې مزار وران کړے نۀ دې جوماتونه وران کړل
؛؛؛؛؛؛؛؛

Qaisar Afriday

27/04/2021

.

هغسې ژوند ته د ژوندو په شان لېوال نۀ یمـه
بېخي بـدل یـمـه بـېخي په هغه حـال نۀ یمـه

زمـا فـریـاد تـر اسـمـانـونـو پـورې اورسـوئ
زۀ د دې دؤر د خدایانو نه خوشحـال نۀ یمـه

په تېز نظر مې د برداشت امتحان ولـې اخلې
ژوندے انسان یم له تا ځار شمه دېوال نۀ یمه

جواب مې دغه دے چې هېڅ جواب دې نۀ لرمه
خو سوال مې دغه دے چې پوهه دې په سوال نۀ یمه

چې د نامې سـره مې سـانـدې سـانـدې پرېوتله
*بلاله* اوس هم ترېنه هېر زما په خیال نۀ یمه

🌻🌻🌻بلال فدا سرحدي🌻🌻🌻

27/04/2021

هر څوک دي شي بي زوره بي ازاره لکه ډم
ځــــۍ ژوند اوکړو د څو ورځو د پاره لکه ډم

ځـــــئ هرکلي ته يوسو يو يو زيرے د ښادۍ
ځــئ کچ په دې غرض کړو هره لاره لکه ډم

زه کــــــله د تذليل په انتها کښې خنديدے شم
زه دومــــــــــــــره حوصله نه لرم ياره لکه ډم

په چـــــپه خولۀ چا کومه ناروا کړله برداشت؟
په روڼ تـــــــــندي چا اوکړه هره چاره لکه ډم

مولا خو دي له خولې واخله کږې کږې خبرې
دعــــــــــا دې له خولې اوځه بې اختياره لکه ډم

په چـــيغې کښې ټوپک سره روان يې ،شا ته ،شاته
د ډول ســــــــــــره را وړاندې شه سالاره لکه ډم

مـــــــــــمتازه چې د نورو خوشاليو ته خوشال شي
هر څــــــوک دې شي په دې جذبه سرشاره لکه ډم

26/04/2021

غزل _ اکرام الله ګران
شاعري مجموعه - زما غزل

دلته د زور قدر خو شته قدر د زړونو نشته
د زرو مخکې هيڅ ښائيست د سرو ګلونو نشته

رنګين به وي لکه جنت غوندې ماڼۍ به لري
بيا هم جانانه څه تعبير مې د خوبونو نشته

زما د خيال د امن کلى څه په دا رنګه دى
څه ويره نشته دروازې ئې د کورونو نشته

ستا په نامه باندې چا ياد نه کړم په زړه مې شو داغ
ګنی کمى مې په لمن د تهمتونو نشته

ګرانه د ژوند د هلو ځلو ولې تيښته کوې
تريخ حقيقت سره پوڼۍ د قسمتونو نشته
........ اکرام الله ګران

ماشاءالله
21/04/2021

ماشاءالله

Address

Wad Madani
Wad Medani
HANTUB

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when صداقت اثـر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to صداقت اثـر:

Videos

Share

Category


Other Video Creators in Wad Medani

Show All

You may also like